دومره زیات خصوصیات

د ګرانو مشرانو په اجازه!

دلته بابا وويل چې دکبیر ستوري نه ماته نژدی څوک نشته او زه ئې د ټولو نه ښه پيژنم، دا خبره زما ډیره زیاته خوښه شوه . زما په خیال دلته ډیر کسان ناست دی هر انسان به دا دعوی سره وایی چې کبیر زه د هر چا نه ښه پيژنم ، نو د هغه نه نور خوش بخته انسان څوک ؤ چې هر څوک ئې د دعوی سره وائی چې زه ئې ډیر ښه پيژنم . نو دا دعوه زه هم کولای شم او بابا داد هغه خوش قسمتی ده .

کبیر لومړی ځل ماپه 1974ع کال دجون په میاشت کی ولید هغه وخت کی زه جرمنی ته سبق لپاره تللی وم سټوډینټ (Student) شاګرد وم .د داؤد خان په وخت کی به د خوشحال بابا او رحمان بابا لیسو ټاپ (Top) شاګردان په سکالرشیپ (Scholarship)باندی جرمنی ته تلل او دشپیتم کلونو راهیسی جرمنی ته دری څلور سکالرشیپه ؤ. نو دا ټول هغه خلک دی چې دوۍجرمنی ته تللی ؤ چې شمېر ئې ً انور ً ته به ډیر معلوم وی خو زما په خیال باندی یو نیم سل نه تر دوه سو کسانو ته رسیدلی ؤ او زمونږ دا نسل ورپسی بیا ۷۰ کالونو کې لاړو.

دا د پښتنو په جرمنی یا یورپ کې هغه هسته وه چا چې په جرمنی کې د پښتو او پښتونولۍ بنیاد،بنسټ او تاداؤ ایښی دی. انور ظفری صیب ژوندی دی ناست دی څه پکې اوس نشته اوڅه پکې افغانستان کې وزیران دی کله چې دلته په نشنل عوامی پارټۍ باندی بندیز ولګیدو مشران ناست دی ماته دا حق نشته چې زه پری ډیری خبری وکړم خو زما غوندی ځوانان ددی ځای نه لاړو، مجبوره شو، د جیلونو نه لاړو لکه علی خان محسود او دغه شان نورملګری ورو ورو په جرمنی کې جمع کیدل ،زه دسبق لپاره د هغوۍ نه مخکی تللی ووم. هلته دمخکی نه د افغانانو محصلینو ‎(سټوډینټ) اتحادیه وه او کله چې د کوزی خوا نه دا خلک ورسره ملګری شول نو دوی د پښتنو او بلوڅوملی ازادی بخونکی ټولنه جوړه کړه. دی دری کسانو( انور ظفری، کبیر جان او قدوس تندر صیب) په ۱۹۷۰ کال کی د المان غږ (Voice of Germany) پښتو خپرونه هم شروع کړی ده. هلته یی ډیری رسالی را ویستی دی ،لکه سپرغۍ او داسی نوری . خو کله چې دوی ته خپل فورم میلاو شو نو په سوچه پښتو کې یی خپلی خپرونی شروع کړی لکه ًپښتونخوا ً او ًپښتون ً اخبار .

کبیر به همیشه ویل چې د باچا خان د غورځنګ نظریه مونږ پر مخ بوزو. ده به په دعوه ويل چې زمونږ فورم د لر او بر پښتنو يوازینی فورم دی چې لر او بر ټولوپښتنو ته ، که هغه هره ایډیالوژی یا نظریه لری په يوه سترګه ګوری او زما په خیال دا يوازینی فورم ؤچې پدی کی افضل بنګش ، خان لالا، ولی خان ، بلور صیب اودغه شان اڅکزی کاکا اونورو پښتنو ته دهغه چا خبره چې تاسو ئې سوچ کوی په يوه سترګه کتل.په روسته وختونو کې د افغانستان بیلابیلوغورځنګونو پارټیانو اوهغه اشخاصو چا چې د پښتو پښتونولۍ دعوه کړی ده، هغوۍ د ده په فورم کې ځای مندلی دی. بیا روستو ئې پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی (PSDP) جوړه کړه هغه ته ئې پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ نوم ځکه ورکړو چې دی خپله په ذهن کې سوشل ډیموکریټ ؤ ، په جرمنی کې هم سوشل ډیموکریټ پارټۍ وه او کبیر او یا دده ملګری هم ذهنی طور سره سوشل ډیموکریټ ؤ او دنیشنل عوامی پارټۍ جوړښت او دسو شل دیموکراټیک یورپ جوړښت په ډیر شیانو کې هم يو رنګه ؤ نو دوی خپل پارټۍ ته سوشل ډیموکریټیک نوم ورکړ.

کله چې افغانستان کې حالات خرابیږی په زرګونو افغانان جرمنی ته کډه وړی چې شمېره ئې په جرمنی کې تقریبا‌‌ء اتیا زره ته رسیږی چی په هغی کې ۱۵ نه تر شل زرو پوری پښتانه ؤ، نو هغوی د ده پارټۍ، دده فورم یا زمونږ پارټۍ زمونږ فورم نور هم قوی کوی چې هغی نه پس دده تبلغیات زیاتیږی دده خپرونی زیاتیږی او دده کتابونه زیاتیږی .د کتابونو، علم او ادب سره ئې ډیره مینه وه.

دا مخامخ چې په بینر(Banner) باندی څه لیکل شوی دی دا بلکل حقیقت دی، دی کې يو شی غلط نه دی او چې په یو انسان کې دومره زیات خصوصیات وی چی ښه سیاستدان به وی، ښه شاعر به وی، ښه ادیب به وی خو چې ورسره دی سیکاټ (Psychologist)هم وی او ورسره دی یو ریسرچر Researcher هم وی نو ما په خپل ژوند کې داسی انسان نه دی لیدلی چې هر څه په یو انسان کې راغونډ شوی وی نو دا بلکل حقیقت دی چې په ده کی دا ټول څیزونه ؤ زه به بیا ووایم چې زما په ژوند کې لکه څنګه چی ئې دلته ذکر وشو په لره اوبره پښتونخوا کې داسی انسان نه دی تیر شوی. د دی ځای چې دی هغه به دلته د پښتو او پښتونولی لپاره ډیر سټرګل(Struggle) او مبارزه کړی وی اود هغه ځای چې دی هغه به هلته د پښتو او پښتونولی لپاره ډیره زیاته مبارزه او سټرګل (Struggle) کړی وی لر او بر چې هم ئې دلته مصیبتونه ګاللی دی اوهم ئې هلته مصیبتونه ګاللی دی کیدای شی زه غلط یم خو زما په ژوند کی ماداسی یو انسان نه دی لیدلی چې د پښتونخوا لپاره، د پښتو او پښتونولۍ لپاره ئې دلته جیلونه او بالاحصار تیرکړی وی.

د هغه د ژوند يو نچوړ کوم چې ما سټډی Study کړی دی هغه د خان لالا د يووالی ،د باچا خان د فلسفی، د اجمل صیب د ادب،او د ولی خان سټرګل Struggle ؤ. دلته وختی يو ورور هم اشاره وکړه چې د هغه د ژوند هر اړخ چې تاسی وګوری ډیر ارګنایز(Organize) ؤ.دغه شان کتابونه ئې وګورۍ دلته د راتلوپه وخت کې مې يو نظر وکتل په دی ګوډ کې پراته دی. ډیر کتابونه یی د ليک او لوست په شکل کې پرییښی دی.

قیصر خان چې کوم طرف ته اشاره وکړه روستو کلونو کی دا شیان هغه ارګنایز(Organize) کړی دی. هغه به دا ويلی چې دا زمونږ موسیقي چې ده دا خرابیږی دی. تاسی وګورۍ د هر موزیک سنټر په کیسټونو کې به دده شعر وشاعری وی. یوازی خپله شاعری نه، بلکه دهغه سره د ملنګ جان دهغه سره د لروبرو ټولو شاعرانو شاعری ده کوم چې ده ارګنایز(Organize) طریقی سره کړی دی. ډیر عجیبه غوندی انسان ؤ موسیقي یی ډیره زیاته خوښه وه،خو په ګډا نه پوهیدو.

کله چې به مونږ یو ځای ناست ؤ نو هغه به همیشه ویل چې د پښتنو يو کمزوری ده چې مونږ اداری نه لرو او زمونږ به کامیابی هغه وخت وی چې هر پښتون چې د چا لږ څه د لاسه کیږی يو اداره جوړه کړی، هغه به دا ويل چې حقیقت دی په راتلونکی کې ددی رانژدی والی يوازی او يوازی د ادارو د لاری دی وړی وړی اداری دی وی او د لر او بر د شخړی حل اويووالی د دی ادارو رانژدیوالی دی. چې هغه به د سولی له لاری وی ، نه د جګړی د لاری.

نو دکبیر د ژوند اړخونه ډیر دی، نن تش هغه ته د عقیدت دڅو ګلونو وړاندی کیدلو لپاره مونږ رابللی شوی یو، هغه مړ نه دی زمونږ لپاره ژوندی دی، د نوی نسل لپاره ژوندی دی. بل وخت کې به ډیری خبری وکړو زه نن د بلوچستان نه راغلم دراتلوپه وخت کې زما يو څو هغه ټکي چی په ً لیکوال ً کې راغلی ؤ ماپه نښه کړی ؤ.

ستاسو ډیره مننه او مشران مو ناست دی هغی به نور څه لارښودنه او رهنمای وکړی.

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده.

پروفيسر ډاکتر شاجهان سید

څیړونکی، ژورنالست، د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم ډيپارټمنټ چيرمېن (مشر)

Professor Dr. Shah Jehan Sayed

Researcher, Journalist, Chairman of Journalism Department of Peshawar University