په تيارو كې ځلنده ستورى

له خداى بښلي كبير ستوري سره زما ډېره نژدې پېژندګلوي او تعلق و، دا ځكه چې زموږ خيال او فكر، زموږ جذبې او احساسات يو وو. زه به چې كله هم جرمني ته لاړم، هلته به زما او د ستوري ترمنځ ډېرې خبرې كېدې او هغه چې به هم كله پښتونخوا ته راغى، نو زما خوا له به ضرور راتلو او د پښتون قام په ورپېښو ستونزو او كړاوونو به مو اوږدې اوږدې جرګې مركې كولې.

تر كومه پورې چې د ستوري د افكارو تعلق دى، نو هغه د ټول پښتون قام د يووالي او ترقۍ ترجمان و، هغه دا غوښتل چې د لر او بر پښتانه ټول يو موټى شي او په اجتماعي توګه د خپلو ورپېښو مسئلو، د خپل ځان د ګتلو او ترقۍ لپاره هلې ځلې وكړي.

ستوري ته په خپل هېواد او خپله سيمه كونړ كې هم د خپلې ټولنې لاندې باندې ژور احساس و او هېڅكله يې په طبقاتي نظام عقيده نه درلوده، بلكې د يووالي او مساواتو داعي او علمبردار و.

زه چې كله په افغانستان كې وم، نو هلته به هم ستوري خپل ليكونه ماته رالېږل او د پښتون قام د مسئلو په حواله به يې خپل فكرونه راسره شريكول.

ستورى يو ښه ملګرى، د روښانه او مترقي فكر خاوند و. د هغه شاعري هم د اّزادۍ او پښتون قام د خپلواكۍ رنګ لري، ځكه چې هغه په بنيادي توګه د يو سياسي ذهن خاوند و. ستورى په خپله پښتو او خپله خاوره مَېن و، هغه د ټولې پښتونخوا په رنګونو، د شتو، ونو، غنو، غرونو رغونو او خاوره مَېن و، هغه په تاريخي، ولسي او سماجي افغانستان د اغيارو (پرديو) تېرى (يرغل) ډېر ځوراوه او د همدغه احساس له كبله ناروغه هم شو. د خپلې پتمنې خاورې غم د هغه ناروغتيا سېوا (زياته) كړه او اخر د مرګ په لمن كې راونغښتو.

د ستوري مرګ زموږ نه يو ښه، تكړه، ترقي پسند شاعر، ليكوال او خواخوږى ملګرى بېل كړو، خو داسې خلك عملاً نه مري، بلكې په ذهنونو كې ژوندي وي. د افغانستان د ملي شاعرانو او ملي سياسي اشخاصو تاريخ چې كله هم ليكل كېږي، د ډاكتر كبير ستوري نوم به پكې ښكاره او روښانه وي. د هغه غم د ټول پښتون ولس غم دى، موږ ترې ځان نه شو بېلولى.

روح دې ښــــاد وي

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

اجمل خټك

د پښتو د ادب پلار،د پښتنو سیاسي مشر

Ajmal Khattak

Father of Pashto Literature, Political Leader of Pashtoons