هو ماته ياد دي… يوه ورځ ماته زما محترم مشر افضل خان لالا وويل: “هلكه سبا له به زما يو ډېر دروند او ګران مېلمه “ستورى” د جرمني نه راځي، ته به ځان هوايي ډګر ته په وخت ورسوې، چې په راتلو كې ورته كوم كړاو پېښ نه شي”. د لالا له دې وينا سره زما د ذهن په پردو ډېر عكسونه الوول شول، خو ما پكې د “ستوري” يقين ونه كړى شو. دا د كال 1996 خبره ده، چې كله افضل خان لالا د كشمير د چارو وفاقي وزير و او زه ورسره پرائيويټ سكرتر وم. الوتكه سحر وختي د اسلام اباد هوايي ډګر ته راورسېده او بيا د المان د ښاېستونو نه ستورى اسلام اباد ته راغى. د هغه كورودانه هم له هغه سره وه. ما د ستوري په سترګو كې حياګانې وليدې. د هغه په ژوند كې مې “پښتو” وليده، د هغه په فكر كې مې قام پرستي محسوس كړه، د هغه ټول خويونه او د هغه ټول كړه وړه ماته خپل خپل ښكاره شول. همدا وجه وه، چې د وخت رفتار ستورى ماته رانزدې كړو او ما د هغه په خورو ورو پلوشو كې د ځان موندنې كوشش وكړو. هغه د كونړ د خاورې ځلانده ستورى و، چې تر لومړني تعليم وروسته سردار داود خان په دولتي توګه المان ته د لوړو زده كړو (اعلى تعليم) لپاره ولېږلو. هغه چې څنګه په خپله خاوره ښكاره و، دغه شان يې په جرمني كې هم د ډاكټرۍ ډګري په امتياز سره ترلاسه كړه. د خپل وطن او خپلې خاورې نه لرې والي د ستوري په مزاج كې يوه پټه محرومي پيدا كړه او چې كله هم دغه محرومي په لفظونو كې ځاى شوه، نو ساندې ساندې شعرونه ترې جوړ شول. لكه د لوى احمد شاه بابا د كونړ دغه “كبير ستورى” هم هره لحظه او هره لمحه د خپلې پښتني خاورې ارمان وكړو. هغه د خپل ناقراره احساساتو د ټكور دپاره په المان غږ راډيو كې د عملي ژوند پيل وكړ. د هغه مركې، د هغه تبصرې او د هغه ويناګانې په هر چا ښې ولګېدې او دغه رنګ د ستوري ځلا نوره هم سېوا شوه. هغه هر وخت د پښتون قام په بده ورځ وژړل او چې كله يې دا ارمان راوپارېده، چې د پښتون قام د وحدت دپاره عملي ګام واخلي، نو په المان كې يې د پښتون سوشل ډيموكريټك ګوند بنياد كېښود. ددې ګوند لويه فاېده دا مېنځ ته راغله، چې هر بې كوره او مسافر پښتون ته د سر سيورى ترلاسه شو. ډلې ډلې پښتانه ستوري نه راغونډېدل او په خپلو محروميو او بدمرغيو به يې جرګې مركې كولې. ددغه ګوند غږ پښتونخوا ته راورسېده او بيا ددې سيمې ټول قام پرست مشران د ستوري صيب په بلنه المان ته لاړل او دغه رنګ كبير ستوري د بې كوره پښتنو د سياسي بېدارۍ دپاره يو داسې كوشش وكړو، چې بل كوم چا يې سوچ هم نه و كړى. هغه به د فخر افغان باچا خان او د هغه د ټولې كورنۍ د غړو نه علاوه له نورو قامي مشرانو سره خپلې اړيكې ټينګې ساتلې. ولې په دې واړو كې يې له افضل خان لالا سره د ورورۍ او كور كلي تعلق و.چې كله په افغانستان كې حالاتو بيا بيا چورلكونه وخوړل، نو ستورى په دې ډېر ودرېده. هغه ټوله ټوله شپه ويښه تېره كړه او د افغانستان د بياودانۍ سوالونه يې وكړل. دا ځكه چې هغه په خپل ولس او خپل قام مئين و. ښاغلى كبير ستورى د يو سياسي لارښود سره سره يو قام پرست شاعر هم و، چې كله د هغوى ځينې شعرونه د پښتونخوا د نوموړو شاعرانو په اوازونو كې خواره شول، نو ورو ورو ستورى صيب د سياسي مشرانو نه علاوه عام ولس هم وپېژنده. هغه چې كله هم پاكستان ته راغلى، نو ډلې ډلې پښتنو شاعرانو ورسره ليدل كتل او د زړه خواله وكړه او د هغه د سياسي فكر نه يې اثر واخيست. همدا ستورى و، چې د پښتو په نامه هر جوړېدونكي تقريب ته به په خصوصي توګه له المان څخه راته. هغه په صحافيانو (ژورنالېستانو) هم ډېر مئين و او اكثر به يې ويل، چې دا د پښتنو اصلي سترګې دي، چې خپل ولس ته لار ښايي. د پښتنو صحافيانو هم له هغه سره يوه مينه وه، يو تعلق و، چې بنيادي محور يې زموږ درنه مور (پښتو) وه. د ښاغلي كبير ستوري درنې درنې خبرې ماته اوس هم ښې يادې دي. هغوى به ويل، چې زموږ قامي بدبختي دا ده، چې د يو كار پوره كولو نه وړاندې چغې جوړې كړو. كار سرته ونه رسي، ځكه چې زموږ د حقونو دښمنان ددغه كار د پرمختګ لار ونيسي، ځكه نو د وخت نه مخكې چغې وهل خوند نه كوي.
هغه يو باعمله پښتون و. كله چې ورته د المان حكومت بيا بيا وويل، چې ته د جرمني پاسپورټ واخله، نو هغه به ويل چې زه خپل افغانيت بدلولو ته تيار نه يم. كه هرڅو كبير ستوري د جرمني په رنګينو كې ساه ګانې اخيستې، خو د پښتونخوا مينې، د خپل وطن نه لرېوالي هغه د زړه مريض كړو. يو كال وړاندې چې كله ډاكترانو د هغه طبي معاينه وكړه، نو ورته حيران شول، چې د زړه دوه والونه يې بې كاره دي او ستورى بيا هم خپله ځلا نه ده كمه كړې. ډاكترانو ورته بيا بيا د عمليات (اپرېشن) وويل، خو د ښاغلي كبير ستوري د عمليات نه كركه وه. هغه به ويل چې مړ ښه يم، خو دې ته تيار نه يم. او بيا هم هغسې وشو، چې كله هغه د 2006م كال د اپريل د 3 په شپه د خپلو زامنو او خپلو نورو مينه والو سره په خندا خندا خبرې وكړې، نو چا هم دا ګومان نه شو كولاى، چې ګنې دا د كونړ د ستوري اخري پلوشې دي. هغه لكه د نور كله په وخت ويده شو، خو دغه خوب ډېر ازغن و. د 2006م كال د اپريل په 4مه نېټه سهار وختي هغه په خوب كې ولړزېده. كورودانې ورپسې منډه كړه، چې معلوم كړي څه چل پرې شوى دى؟ خو چې د مخ نه يې ورله څادر پورته كړ، نو د لويې فلسفې ليكوال_ شاعر ډاكتر كبير ستوري دواړه سترګې د خپل وطن په ارمان وازې پاتې شوې وې. د هغه د ژوند ملګرې هغه ته اوازونه كول، خو د هغه “ارماني” ارماني تښتېدلى رنګ هغه ته ويل، چې: زمـــــــــــــــــا د ژونـــــــــــــــــد مــــــلـــــــــــګـــــــــــــرې ســــــــتــــــــا پــــــــــه جــــــــــــذبـــو پــــــــوهـــــــېـــږم
لا د ژونـــــــــــــــــــــــــــــــــدون پــــــــــــــــــــــــــــــه لاره وړانـــــــــــدې ګـــــــــامـــــــــــــــونــــــــــــــه اخــــــلــــم
خـــــــــــواره واره وويـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنـــــــــــم زمـــا وړه “ســــــــــــــــحـــــــــــــــــــــــــرانــــــــــــــــۍ”
خـــــــــــپـــــــــــل زلـــــــمــــــــــي تـــــــــوب وويـــنـــي زمــــــا”پـــــوهـــــــيـــــــال” بـــــــــه مــــــــــــاتــــــــــــه
زمـــــــــا “ســــــــلـمــــــــا” او “ښــــــــــــــــــكــــــــلا” هـــــــــــم “نــــــــنـــــــداره” نــــــيـــــــازبــيــــــــــــنــــــه
وړې خـــــــــــــــــــبـــــــــــــرې زده كــــــــــــــــــــــــــــړي مــــاتــــــــــــه بــــــــــه ټــــــــــــول بــــــــــــچـــــــــــــوړي
خـــو… زمـــــــــــا د ژونـــــــــــــد مــلــــــــــګــــــــرې ژونــــــــــــــــــــــدون وفـــــــــــا ونـــــــــــه كـــــــــــــــــړه
مـــا پـــــــــــــه پـــــــــــــــردي وطـــــــــــــــــن كــــــــــــې چـــــــــــرتـــــــــه ايــــــــــســار چـــــــــې نــــــه كـــــــړې
(واوينو كې بند نومونه د ستوري صيب د لمسو دي) كه يو خوا د ډاكتر كبير ستوري وازو سترګو دغه ساندې ويلې، نو بل خوا د هغوى په كور كې ماتم جوړ و. د هر چا په سترګو كې اوښكو چورلكونه خوړل. دغه اطلاع چې پېښور ته راورسېده، نو دلته د هغه مشر زوى عبدالبصير ستوري نه يو دوه خطا شول. هغه د خپل پلار… په ارماني ژوند په چغو چغو وژړل. د هغه مشر ورور وكيل عبدالجليل ملنګ لكه د ماشومانو رڼې رڼې اوښكې تويې كړې. هغه دومره قدرې وويل: “د مرګ نه خلاصون نشته، خو زما ستورى زما كبير خان ډېر ارمانى مړ شو”. د كبير ستوري د مرګ خبر په ټوله پښتونخوا كې لكه د اور د لمبې خور شو او د قام پرستانو مشرانو ډلې ډلې راحت اّباد ته روانې شوې. خلك به راځي، ويرونه به كېږي، ژړاګانې به كولى شي، خو … د پښتو ژبې د خدمت او عظمت هغه ستورى د همېشه همېشه دپاره پناه شوى دى، د چا پلوشې چې د المان نه تر لوى افغانستان پورې خورېدې. په ګور يې نور شه. (امين) يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده. لايـق زاده لايـق شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مـــشـر