ډاكتر كبير ستورى

تقريباً كال برابرېږي، چې د پښتو د ادب د اسمان نه يو داسې ستورى پرېوت، چې د پښتو ادب، د پښتونولۍ او د پښتون د يووالي د رڼا بڅري يې تر تراوسه پورې د پښتو د محور نه چاپېره چورلي.

چې دا ستورى څوك و، د كوم ځاى و او څه يې كړي دي، دا دومره ګران سوال دى، چې په حل كولو به يې صفحې ډكې شي، خو بيا به هم تنده غرى تږى پاتې شي، اګرچه زما قلم هم دومره زور او طاقت نه لري، خو بيا هم انسان پخپل وس پړ دى.

ډاكتر ماما ستورى هغه پښتون عالم و، چې د نظر په كچه ډېر د عمل خاوند و، په پېښور كې يې د پښتونخوا د پوهنې دېره توده ساتله، نو په جرمني كې يې د ملي سياست دېره پاللـه. ډاكتر ماما كبير ميردادخيېل ستورى د “پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند” (PSDP) مشر و او ددې ګوند بنسټ اېښودونكيو مخكښانو چورليز يې جوړ كړى و. (PSDP) د (پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ) لنډون دى.كه د شاعرۍ په نړۍ په ډاكتر ماما ستوري باندې د اجمل خټك د ګلبڼ وږمه لګېدلې وه، نو په سياست كې يعنې د پښتنو يووالي، خپلواكۍ او سوكالۍ لپاره ورباندې د باچا خان (فخر افغان) د نظر او عمل پېرزوينه شوې وه. پښتو ژبه د ډاكتر ماما ستوري ليلا وه.

ډاكتر ماما ستوري هغه لار خپله كړې وه، چې د افغانستان مفكر او فقير وزير محمد ګل مومند يې سپارښتنه كړې وه. هغه وزير چې د كابل ښار په بريكوټ كې يې په يوه خټين كرايي كور كې ساه وختله، په هغه خټين كور كې چې عبدالعزيز خاورې به “د پښتو ارګ” باله.ډاكتر ماما كبير ميردادخېل ستورى په هډ پښتون، په پرګنه يوسفزى او په ټبر ميردادخېل دى. ډاكتر ماما د برې پښتونخوا د كونړ په تنر كلي كې زېږېدلى و او په جرمني كې يې د كال 2006 د اپريل په څلورمه نېټه، د ګل په ورځې سترګې پټې كړې، هسك څښتن دې پرې ورحيمېږي.

يو څو ويناګانې يې لوستونكيو ته وړاندې كوم:

پـــاكـــــه ربـــــــه ښــــــــــاد اّبـــــــــاد دا پــــــــښــــــتـــانـــه كـــړې

د نــــړۍ پـــــــه ولــــــــســـــونــــــــــو كــــــــــې درانـــــــــه كــــــړې

د بخت ستـورى يـــــې روښــــان كــــړې پــــه اســــمــــان كــې

خـپــل وطــــن كـــې يـــــې واكــــمـــن او كـــــوربــــانــــه كــړې

څـــه عــــجــــــب غـــــونـــــــدې قــــــانـــــــون ددې وطــــــن دى

پــــه ګــــــلـــــــبــــڼ كـــې د تـــوتــــيــــانــــو زاغ واكــــمـــن دى

يـــــــا بـــــــه مـــــــري يـــا بـــــه تــــوبــــه كـــړي لــــه ســـــنــــدرو

چـــــــې بـــلــــبــــل او غـــــــــــزل خـــــــــوان ددې چـــــــمـــن دى

وايــي پــــښــتـانــه پــه ځـان ځـانـۍ كـې غـوړېــدى نـه شـي

ســـــــوچ كــې يــې تــوان د اتـــفــــاق او د وحـــدت غــــواړم

ويــنـــه مـــې د پـــت او د پـــښــتــو پـــه نـــامـــه ځـــار كـړې

ځـار چـې له پــښـــتو شــي زړه مـې داسـې خوشحـالـېـږي

زور ازمــاېــــــښـــت شـــوى دى د زور نـــتــــيـــجـــه زور ده

ربــــړې خـــو د ژونــــد د مـــحـــبــــت پــــه لار حــــل كــېــږي

خــپـلـې کـــــوډلـې نــه دعـــشــق پـه فـــن مــحـل جـوړ کــړه

خـیـالـي تــصـویـــر پـکـــې د څــــڼــو د اوربـــل جـــوړ کـــړه

چـې د ښــــمـنـانـونــه د مــیـــــنـې مــیــــــن وژغـــــورل شــــي

د پـښـتـــنـې مـیـــنـې د تـیــږو ټـیـنـګ مـورچـل جـــوړ کـړه

ســتـوري تـه وایـه چې مـسـتـي د ژونـد تـمـــامـــه نـــه شــي

چې بې شرابو محفل مسـت کړي مـســت غـــزل جـوړ کـړه

كـه راتلـى نــه شـې نــو د شــپـې د بــــام پــــه ســــــر وخېــــژه

ســتــورو تـــــــه ګـــوره پـــوښتــــــنـــه تــــــرې زمــــــــــا وكـــړه

زه د كبير ماما ستوري ميردادخېل درنې كورنۍ ته او د پښتو د ټولنيز ولسوليز ګوند پاتې مشرتابه ته خواخوږي او تسليت وړاندې كوم. منلي ډاكتر ماما ستورى سترګه ور، زړه ور او نوښتګر شخيت وو، له هغه نه پښتنو ته ډېر څه په ميراث او ارمان ورسېدل. زما په اند اوس د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مسئوليت دى، چې د خپل جرګه مار مشر ارواښاد ډاكتر كبير ميردادخېل ستوري په كړنلاره وخوځېږي.

ماته چې كوم وخت د ډاكتر ليكلي كتابونه په لاس راغلل، نو دغه وخت زه امريكې ته روان وم او چې جهاز كې كېناستم، نو د كتابونو په لوستلو مې پيل وكړ او چې امريكې ته ورسېدم، نو تقريباً ټول نثر او نظم مې ختم كړى و او بيا د امريكې په كيليفورنيا رياست كې راته د ډاكتر صاحب يو ډېر مخلص، عاشق او پېروكار په لاس راغلو، چې نوم يې و ډاكتر رحمت ربي زيركيار و. اګرچه مونږه د يو بل نه ډېرې لرې وو، هغه كليفورنيا كې او زه النايې رياستونو كې ټيلفوني تماس به په ګېنټو روان وو او د هغه نه مې هم ددې دروند ليكوال په هكله ډېر څه واورېدل. ناګهانه د ډاكتر صاحب د دويم زوى نصير ستوري ټليفون راغلو او ماته يې المان ته د تللو بلنه راكړه. زړه مې هواګير شو، چې كه خير وي او صحت اجازت راكړو، نو ددغې بختور خاندان او د پي.ايس.ډي.پي له كاركنانو سره به ليدنه كتنه وشي، نو د 2006ع كال د سپتمبر په 18 نېټه زه، زما زوى ميرويس خان كره لندن ته راغلم او له غه ځاى نه په 21مه نېټه په “جرمن ونګز” نومي الوتكه كې جرمني ته روان شوم.

د كولن په هوايي ډګر راته نصير ستوري او ملګرو هركلى وويلو او په ډېره خوشحالۍ د ډاكټر صاحب كور “ويسلنګ” ته روان شو او هغلته زما د هركلي دپاره د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر سلاكار ښاغلى حاجي فضل الرحمن شېر، جنرال سكرټر ښاغلى هدايت بنګش، د كورنيو چارو مشير ښاغلي مبارز څاپي، د ښځو د چارو مشرې مېرمن ښاپېرۍ شينوارې، دخپرونو چارو مشر ښاغلي عزيز سرشار، د مشرتابه دفتر مرستيال ښاغلي حاجي نصير ستوري او ښاغلي نسيم ستوري راغلي وو او د نظر يو بدلون مو وكړو او دغسې مو كولن، بون او فرېنكفرټ كې د پښتو ليكوالانو سره ليدنه كتنه وشوه او د ډاكتر لمسي او زامن مې يې هم وليدل. پوهيال د ډاكتر صاحب هغه لمسى دى چې په كتاب كې يې ياد كړى دى سره مې هم ليدنه وشوه.

او د ډاكتر صاحب د هغې زيار او كړاو نه په رښتيا سره خبر شوم، كوم چې هغه د پښتون، پښتو او پښتونخوا دپاره كړى. داسې خلك په صدو چرته پيدا كېږي. الله دې موږ له توان راكړي، چې دغه رسۍ راټينګه كړو او ډاكتر ستوري ماما تر ابده ژوندى پاتې شي.

اّمين

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

پروفيسر جهانزېب نياز

ليكوال ، شاعر، چېرمين پښتو عالمي (نړيوال ) كانګرس، چيف ايډيټر ” دستار” انټرنېشنل، سرپرست غني خان پښتو ادبي، ثقافتي، تحقيي جرګه

Professor Jehanzeb Niaz

Writer, Poet, Chairman of Pashto World Congress Peshawar pakhtoonkhwa, Chief Editor of Bi Monthly “DASTAR” International Magazine, Chairman of Ghani Khan Literary, Cultural and Research Organization