دوكتور كبير ستورى

ډوكتور كبير ستورى يو داسې يار، داسې اشنا سړى و، چې د هر دوست په زړه يې ياد لكه د كاڼي د كرښې نقش كړى دى. يو دردمند احساس لرونكى، د خپلې خاورې، د خپل ولس مَېن، د خپل مېړني او ښاغلي قام د وياړ د پانګې خاوند، داسې رخصت شو او په داسې حالاتو كې لاړ، چې د دوستانو په خاطر يې تل عمري داغ ثبت كړو. په تېره تېره په ادبي دنيا كې خو شايد هر چا ته دا احساس وشو، چې د پښتو د ادب په دنيا لكه چې روڼ ستورى پرېوتى وي. كاظم خان شېدا دا شعر هم دداسې ستورو دپاره شايد ويلى دي:

شـــګــفــتــه كــــړه لـــكــه نـــمــــــر جــبـــــيــن هــــــر چـــــــاتــه

چــې پـــه تــلــــه دې ســـــيــاه پـــوش تــمــام جـــهــان شـــي

دوكتور كبير ستورى د ښكلي رنګ، دړې او د ښاېسته جوثې خاوند و، هم داسې د رڼو سترګو، د پراخ خنده رويه تندي څښتن، مينه مينه سړى، نو په تله به يې خامخا د هر چا خاطر دردولى وي او بيا تېره تېره د دوستانو او يارانو خو پرې محفل خور شو.

د پېښور ياران به هر كال په تمه وو، چې ستورى به له المان څخه راشي، په خصوص سره د سپرلي په ورځ وشپو كې. څو ګړۍ په په خندا خوشحالۍ او ادبي خبرو، د شعر و شاعرۍ په نشستونو كې تېرې شي يا د خوشالۍ څه داسې موقع به راپيدا كړي، چې د بليو لاګون هال به سندره ييز كړي. داسې هرڅه به نزدې نزدې هر كال د ستوري په بركت كېده، نو اندازه كول بويه چې په محفل كې اوس هغه رڼا شيندونكى ستورى نه وي، نو په دوستانو به يې د پېښور ماښامونه څنګه تېرېږي؟ د پيښور ماښام خو يې په تله د شېدا په قول ماښامې جامې اغوستي ښكاري.

ډوكتور كبير ستورى نه يوازې د يارانو يار و، بلكې د قام او ولس يوه ستره سرمايه هم وه. په هغه مضمون كې يې د المان نه ډاكټريټ (Ph.D) كړى و، چې پښتنو ته يې ضرورت هم ډېر زيات دى او پښتانه ېي وايي هم ډېر كم يانې په روحياتو او نفسياتو يا ساه پوهنه كې يې پي.ايچ.ډي كړې وه. په فلسفه او سياسي علومو او ټولنپوهنه كې يې تحصيلات كړي وو. ا يوه لويه علمي سرمايه وه، په نفسياتو او ساه پوهنه يې په پښتو ژبه كې كتابونه ليكلي دي. د علم او پوهې د خورونې دا ښاغلى، كار يې د پښتنو په ژبه د ولس د پوهې دپاره بې د څه غرضه كاوه.

ورسره يو ښه معياري شاعر و، د ښكلي شعرونو مجموعې يې چاپ كړي دي. شعر يې هم د ولس دقامي شعور رابېدارولو دپاره لكه چې وقف كړى و، كه د مينې هم په خوند پوى و او هم يي خاطر روماني و، خو په شاعرۍ كې يې دا واضح او څرګند مقصديت په دې غوره كړى و، چې خپل فن يې د قام او ولس امانت ګاڼه. دومره مينه دومره پېرزوينه خو سوچه، ښاغلي او حقيقي پښتون كولى شي او دوكتور كبير ستورى هم داسې يو كلك د ځوانې جذبې خاوند پښتون و. اوس كه هغه په وجود نشته، خو ياد او تاثر يې د غرونو او سردرو په ګړنګونو ا وسرونو خور دى او شايد چې ترڅو پښتو ژبه ژوندۍ وي، نو ستورى به د تلين نه پسته هم د پښتونخوا په افقونو پلوشې خورې لري.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

پروفيسرډاكتر راج ولي شاه خټك

شاعر، ليكوال، د پيښور پښتو اکيډمۍ پخواني مشر

Prof. Dr. Raj Wali Shah Khattak

Writer, Poet, Ex Director of Pashto Academy of Peshawar – pakhtoonkhwa