شاعر او د پښتو ژبې اجتماعي ليكوال
“د پښتنو د يووالي، خپلواكۍ او سوكالۍ دپاره ماته د باچا خان نظر يو ژوند رابخښلى دى”.
دا لوړې خبرې د هغه روښانفكره افغان ليكوال، شاعر او سياس دي، چې له تاندې ځوانۍ نه يې د پښتنو او بلوڅو د ملي ارمان ملګري كړې ده. دى كه په افغانستان كې و او كه كله د پښتونخوا سيمو ته تللى دى او كه له افغانستان او پښتونخوا څخه په زرګونو ميله لرې په يورپ كې اوسېدلى دى، تل يې د پښتنو د يووالي سندرې ويلي دي او قلم يې د پښتون اولس د اتحاد، سوكالۍ، اّزادۍ او ابادۍ په لاره كې چلولى دى. د ويناوو موخه يې هم شريفانه ملي اهدافو ته متوجه ده او لنډه دا چې دى په قول او عمل كې د پښتنو او بلوڅو د اولسي او تاريخي ارمانونو پالندوى ليكوال، شاعر او مفكر دى.
زموږ دغه شاعر او ليكوال كبير ستورى دى، چې په 1946ع كال د كونړ په تنر كې زېږېدلى. لومړنۍ زده كړې يې د خاص كونړ په ښوونځيو كې او منځنۍ زده كړې يې د رحمان بابا په لېسه كې سرته ورسولې او بيا د لوړو زده كړو لپاره فدرال المان ته لاړ او هلته يې په خورا حوصله مندۍ كلونه كلونه ليرې په پردېسۍ كې تېر كړل، خو خپلې لوړې زده كړې يې بشپړې كړې او د (Ph.D) ديپلوم يې ترلاسه كړ.دوكتور كبير ستورى هلته په المان كې د فرانكفورټ، ماربورګ او كولن په پوهنتونونو كې درسونه ويلي دي او له دغو غربي تحصيلي كانونو څخه يې تحصيلي درجې ترلاسه كړي دي.
كله چې كبير ستورى په كولن كې خپل لوړ تحصيلي مدارج طى كول، د المان غږ راډيو له پښتو څانګې سره يې هم علايق پيدا شول او په دغې راډيو كې په كار وګمارل شو او تراوسه لا دى. ددې راډيو په پښتو څانګه كې د پښتو او پښتنو په خدمت بوخت دى. دې څانګې ته د فرهنګي، معلوماتي او نورو مطالبو په ليكلو او پيدا كولو كې زيار باسي او لګيا دى پښتو ته د خدمت په لاره كې دا ډول ستونزې مني او كړاوونه زغمي.
كبير ستورى لا د رحمان بابا په لېسه كې شاګرد و، چې د پښتنو او بلوڅو د سرنوشت له مساېلو سره اشنا شو. دا مهال په افغانستان كې د پښتونستان مسئله د ورځې موضوع وه، ټولو په افغانستان مينو افغانانو له دې موضوع سره مينه ښودله. د ارواښاد باچا خان (1890_1988ع) د خان شهيد (1907_1973ع) او نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو نظرياتو، ويناوو او ليكنو دې نظريې ته نوى قوت يا ښه او نوې سا يې وركې پوكوله او دا جنبش په خورا زور او شور او مستۍ مخ په بره روان و.
زموږ شاعر او ليكوال، چې دا وخت يې د خپلې تاندې ځوانۍ لومړنۍ شپې ورځې تېرولې، د خپل ملي احساس له مخې يې ددې لارې پلوي او ملګري شروع كړه.
كله چې د لوړو زده كړو لپاره اّلمان ته ولاړ، هلته هم د خپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو د سرنوشت احساس ورسره موجود و، خو دا وخت دا احساس په خاص قوت د يوې ملي جذبې له خوا بدرګه كېده او د ستوري د ځوانۍ د وينو تودوالي يې هم ملګري كوله.
ستورى د نورو افغانانو او د پښتنو او بلوڅو د استازيو په ملتيا په فډرال المان كې د پښتنو او بلوڅو د سرنوشت موضوع سړښت ته پرې نه ښوده او په دې لاره كې چې څه ممكن وو، ده د خپلو نورو ملګرو په مرسته او ملګرتيا له دې امكاناتو څخه په دې لاره كې ګټه اوچته كړه. د ناستو، ميټېنګونو، مجلو او ورځپاڼو له ليارې يې په دې برخه كې قدمونه اوچت كړل، موږ د كبير ستوري دغه ډول شريفانه ملي هڅو ته د قدر په سترګه ګورو
د ملي احساس خاوند شاعر:
كبير ستورى د ملي احساس د درلودلو ترڅنګه (چې په مخنيو برخو كې يې ما دده په وجود كې د غنځونو پر سير څه وويل) د شعر ويلو استعداد هم لري او خپل دغه ملي او وطني احساس يې په خپلو اشعارو كې منعكس كړى دى.
دده د اشعارو كومه ځانګړې مجموعه تراوسه نه ده چاپ شوې، خو يوه زياته اندازه شعرونه يې د ځينو نورو شاعرانو له اشعارو سره يوځاى په ځينو مجموعو او كتابونو كې چاپ شوي دي. دغه مجموعې او كتابونه زياتره د ستوري له خوا په المان كې تهيه، چاپ او خپاره شوي دي. په المان كې په خپرېدونكيو ځينو لنډمهالو خپرونو كې هم دده اشعار ډېر خپاره شوي دي.د دوكتور كبير ستوري كوم اشعار، چې ما ليدلي دي، د موضوع له پلوه دوه ډوله اهداف تعقيبوي :
1_ هغه كټيګوري اشعار دي، چې د افغانستان د محروم انسان د ژوند د ناخوالو ترسيم او انعكاس ته وقف شوي دي. په دې اشعارو كې د يوه بېوزلي بزګر، يوه لالهانده او په ميرو او بيدياوو كې اّواره شپون او ګوجر د يوې بېوسې بوډۍ حال، چې د رنځور زوى سرته ناسته ده، خو د رنځ د علاج لپاره يې ورسره څه په لاس كې نشته .
2_ د ستوري دوهمه كټيګوري اشعار ګرده د پښتنو او بلوڅو د پېوستون او د دوى د ملي ارمان د ترسره كېدو سندرې دي، چې زما په عقيده دده د شعرونو زياته برخه د همدغه احساس له مخې ويل شوي دي او زموږ له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د همدردۍ يو قوي احساس او د زړه سوى يوه عالي روحيه پكې ازانګې كوي. د ستوري دا ډول اشعار زياتره د ترانو په قالب كې ويل شوي او په ځينو ترانو يې د ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان (1339هـ ش) د ملي او دغه ډول ترانو اثرات څرګند معلومېږي.
ستورى كه كله كله د مينې سندرې هم وايي، خو د مينې د كاربار په بيان كې هم خپله اصلي (ټپه) د پښتنو د يووالي ټپه، د پښتون او بلوڅ د پېوستون او اتحاد ټپه نه هېروي او دده په عشقي سندرو كې دغه ملي هيله په خورا غښتلي انداز كې ځان ځلوي.
د كبير ستوري اشعار د غزل او ځينې هم د پښتو د اولسي شاعرۍ د اّهنګونو په قالب كې ويل شوي دي.د دوكتور كبير ستوري لاندې پاړكې دده د اند او ژوند او دده د مبارزې د اصلي اهدافو ښه ښكارندويې كولاى شي :
اســـتـــعـــمـار او اسـتـثـــمــار ســــره مــــې جــنـګ دى
غـــــم او درد راســــره تـــل چـــــې د خــــپــــل قــــام دى
د پــښـــــتــون پــــه آزادۍ بــانـــدې مـــې نــــنــــګ دى
د مــــلــــــي وحــــــــدت ژونــــــــدۍ مــــــبــــــــارزه يـــــــم
زه ســــكـــــروټــــــه د خــــوارانــــو مـــفــــكـــــوره يــــــــم
كاريـــــګــــــــر او زيـــــــــاركـــــــښــــان بــــــېــــــدارومــــه
ځــــمـــه ګرځم پــښــتــونـــخــوا پــه غـــرو رغـــــو كــې
پــــښــــتــــانــــه لـــه درانـــــــده خــــــوبـــــه پـــــاڅــــــومـــه
د خـپـــلــواك ژونـــدون ســـوره خــــوږه نــــغـــمـــه يــم
زه ســــكـــــروټــــــه د خــــوارانــــو مـــفــــكـــــوره يــــــــم
پښتونوالـه به اســــاس د قـــــانــــــون كــــــښــــــېــــږدم
د پښــتــون دولـــت بــــه جـــوړ كــړم خــپــل وطــن كــې
اغــــــيـــارانـــــو او پـــــردو كـــلـــچــــــر بـــه پـــــرېـــــږدم
د پښتون “شوكـت” بـه جوړ كـړم خــپـل وطــن كــې
هــر “ظــالـم” تـــه د خـــــوشـــــال تــــــوره تــــــېـــره يـــــم
زه ســــكـــــروټــــــه د خــــوارانــــو مـــفــــكـــــوره يــــــــم
په پـــښــــتــو بــــه دفــــــــتـــرونــــه ټــــــول چـــــلـــــېــــږي
پـــــښــتـــانـــــه بـــــه زيـــــاتــــــي نــــــه وي غـــــــــلامــــــان
د پـــښـــتـــون مــــلــــي ســـــرود بــــه بــــيــا غــــږېـــــــږي
د پــــښـــــتــون بـــــــېـــرغ بـــــه جـــــګ وي پـــه جـــهــان
انـــقـــلاب د اســـمـــان ســــــتــــورى پـــلــــوشـــــه يــــــم
زه ســــكـــــروټــــــه د خــــوارانــــو مـــفــــكـــــوره يــــــــم
اجتماعي او فرهنګي ليكوال :
كبير ستورى د شعر ويلو ترڅنګه د پښتو ژبې ليكوال هم دى. زما له نظره دده د ليكوالۍ يوه ښېګڼه دا ده، چې ده په خپل تحصيلي مسلك كې ليكوالي كړې ده.
ستورى د سايكالوجۍ ډاكټر دى او پښتو غوندې يوه ژبه چې علمي كېدلو لور ته په بيړه قدمونه اوچتوي، دغسې مضامينو ته ډېره اړه لري.
تجربې وښودله، چې د پښتو د تعميم او سراسري كېدلو يوازينۍ لاره دا ده، چې دا ژبه د علم ژبه شي، د علومو او فنونو په بېلابېلو څانګو كې اثار پكې وليكل شي، څو د اړتيا له مخې زموږ هېوادوال او نور ددې ژبې زده كړې ته توجه وكړي.
ستوري دا كار كړى دى، زما په نظر ستورى د پښتو لومړنى ليكوال دى، چې په سايكالوجۍ كې يې په پښتو ژبه بشپړ كتاب ليكلى دى. دده دا كتاب (وېره) نومېږي او په 1987ع كال (111)_ مخه د فدرال المان د كولن په ښار كې چاپ شوى دى.
ستورى ددغه اثر په مقدمه كې يوځاى د خپل دغه اثر په خصوص كې كښلي دي:
“د پښتو د پرمختګ د پښتنو د خپلواكۍ او د پښتونخوا د سوكالۍ او هوسايۍ په هيله خپل دا كتاب، چې د وېرې د نظريو پېمانې او درمل په باره كې په تېره بيا د طبيبانو، ښوونكو او پوهېدونكو دپاره ليكل شوى دى، په ډېره مينه خپلو ننګياليو وطنوالو ته وړاندې كوم”.
د سايكالوجۍ د مختلفو برخو او جوانبو په باب په پښتو كې ځينې مقالات تر ستوري پخوا ځينو پوهانو ليكلي دي، لكه د ارواښاد شهيد مجروح مقالې (وږمه او د جبر او اختيار ديالكتيك، د استاد نوميالي مقالې (كابل مجله)، د ښاغلو نژند او كاظم بيمار مقالې (زېرى) خو بشپړ چاپي كتاب په دې خصوص كې مانه دى ليدلى او د ستوري كتاب په دې ساحه كې لومړنى چاپ شوى پښتو كتاب دى.ستوري له دغه ارزښتمن كار سربېره په ځينو نورو اجتماعي، فرهنګي او سياسي مسايلو كې هم په زړه پورې مقالې ليكلي دي، چې ځينې عمده مقالې او ليكنې يې زه دلته يادوم:
د ملي اّزادي بخښونكو غورځنګونو د پېژندنې او معرفۍ په لړ كې ستوري يوه څېړنه كړې ده، چې دده دا څېړنه د (قامي اّزادۍ بخښونكي غورځنګونه) ترسرليك لاندې په يوه مجموعه كې چاپ ده. په پښتو كې موږ دا ډول اّثار هم ډېر نه لرو، د ستوري دا څېړنه ددې كتيګوري اّثارو په عمومي مطالعاتو كې د هېرولو نه ده.
ستورى په پښتو او پښتونولۍ ولاړ سړى دى، دده فلسفه دا ده، چې د پښتنو اجتماعي قوانين دې د پښتونولۍ د كودونو مطابق جوړ او جاري شي.
او دا ځكه چې اوس هم د پښتون اولس په ځينو برخو كې ګرده حقوقي او اجتماعي تعاملات د همدې كودونو پر بنا تنظيمېږي. ستوري ( د پښتونولۍ پېژندګلوي) تر عنوان لاندې يوه ښه ليكنه كړې ده، د پښتونولۍ ارزښتونه يې ښوولي دي، اساسات يې ورڅرګند كړي دي او د ځينو هغو بهرنيانو پر اّثارو يې كره كتنه كړې ده، چې پر پښتونولۍ ليكنې لري.
“شعر او شاعري” دا د ستوري يوه بله څېړنه ده، چې د شعر او شاعر د ځانګړنو او خصوصياتو په باب يو لړ مطالب وړاندې كوي. كه څه هم په دې باب موږ په پښتو مستقل اّثار او نورې متفرقې ليكنې زياتې لرو، خو د ستوري ليكنه يو مزيت دا لري، چې ده په خپله دغه څېړنه كې د غربي شعر پوهانو او ادبپوهانو له نظرياتو څخه ډېره استفاده كړې ده. د ستوري دغه څېړنه په (پښتونخوا) نومي مجموعه كې چاپ شوې ده.
د دوكتور كبير ستوري دا حوال اّثارو او اشعارو په تحليل او پېژندګلوۍ ډېر كار كېداى شي او ډېر څه پرې ليكل كېداى شي. دده اّثار صرف دومره نه دي، چې ما وښوول، دى ډېر نور اّثار او مقالات هم لري. ما صرف ددې لپاره چې ګران وطنوال دده له نامه او اّثارو سره اّشنا شي، دغه لنډ مطلب دده پر شرح حال او څو محدودو اّثارو تهيه كړ.
د ستوري د كار يو بل مزيت دا دى، چې دى په خپل شخصي لګښت په اّلمان كې د پښتو اّثارو د چاپ خوا ته په خورا مينه توجه لري. ډېر اّثار ده په خپله هڅه او پښتني مينه په ځاني لګښت چاپ كړي دي، پر مينه او قلم دې يې بركت وي.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
سرمحقق زلمى هېوادمل
ليکوال، اديب، څيړونکی،د افغانستان ولسمشر د کولتوری چارو مشاور وزير
Prominent Writer, Researcher, Presidential Adviser to the President of Afghanistan