نفسياتو عالم او سياسي استاد

كل اســكــى انــكهـ نــآ كــيــا زنــده ګــفــتـــګـــــو كــــى تـهـى

ګــــــمـــــــان تــــــــك نـــــــه هـــــــــوا وه بـــچـــهـــــړنــــــآ والا هـــــــآ


د سړي يقين نه كېږي، چې كبير ستورى نن په موږ كې نشته. نه خو د هغه عمر دومره زرد ژوند د قافلې نه د بيلېدو وه او نه د هغه په ارادو كې څه داسې د مايوسۍ څه نخښې نښانې وې. هغه څه داسې بې مخه بنيادم هم نه و، چې سړى زړه ته تسلي وركړي، چې ځه د خپلې مخې وو. غږ يې ونكړو په مخه لاړ. د بې رخۍ څه علامت يې هم په څهره كې نه ښكارېده او نه يې د شخصيت په يو اړخ كې چرته د ځان ځانۍ يا ځان خوښۍ څه اشاره يا كنايه په نظر راتلله. يعنې په يوه حواله هم څوك دا جواز نه شي پيدا كولى، چې ستورى به داسې په خاموشۍ د كاېنات په وسعتونو كې د ډوبېدو تكل كوي. د خپل وجود په نفي كولو به د خپل شخصيت د حصار نه بهر ووځي او خپل ملګري به د جدايۍ او تنهايۍ په عذاب كې خپلو قامي او اجتماعي كشالو كې حېرانه پرېشانه پرېږدي.

كبير ستورى يو ډېر ژوندى ګړندى انسان و، د ژوند په نبض پوهېده، ژوند يې پېژندلو او په ژوند يې ځان پېژندلى و، ځكه هر چا پېژندلو، ما هم پېژندلو. ستورى په خپل فطرت كې هرڅو كه نرم و، ولې په بزم كې داسې ګرم و، چې بزم نه به هم د رزم درز ختلو. جمود يې نه منلو، تل به متحرك و. سيماب صفته خو په خپل موقف ټينګ او په خپل ځان يې كلك يقين و.

ستورى يو داسې احساس و، چې د خپل وجود په هر رګ كې لكه د تودې وينې غړېدلو او غزېدلو.

يو داسې شعور و، چې د زړه، ذهن، نظر او ژبې په هره مورچه كې ويښ او بېدار ولاړ و.د يو داسې تخليقي فكر او عمل څښتن و، چې په خپل ځان كې يو انجمن و، يو تحريك و او يو مسلسل انقلاب و او په خاموشۍ يې هم په قول د رحمان بابا:

د غـــنـــچـــې پـــه څــــېـــر پـــــه ســــــل ژبــــــو خــــــامــــــــوشـــــه

لــــكـــــــه بـــــــــوى هــــســــې پــــــه پــــټـــه خـــولـــه ګـــويـــا يـــم


كبير ستورى اول او اخر پښتون و، خو سوسيال ډيموكرېټ پښتون و. پښتو يې ويله، ليكله، لوستله او كوله. د پښتو مانا ورتلله، د پښتونولۍ په مفهوم پوهېدلو او د پښتون په صفاتو ښاېسته وه، ځكه په عمل كې يې هم ټول ژوند د پښتو او پښتون دپاره و. حقيقت دا دى، چې هغه ژوندى په پښتو او پښتون و، پښتو او پښتون يې په وجود كې روح تازه ساتلو او په پښتو او پښتون كې يې ساه غړېدله. زه وياړم، چې كبير ستوري پېژندلم، زما فكر او نظر او تخليقي عمل ته يې احترام لرلو.

هغه زما دوست و، زما ورور و او زماد پښتو د لارې ملګرى او مرستيال و. زموږ ادبي رشته هم كمزورې نه وه، ليكونه او كتابونه مو يو بل ته ډالۍ كول. خپله مجله “پښتونخوا” به يې باقاعدګۍ سره رالېږله. خپلو علمي، ادبي، سماجي، قامي او سياسي هلوځلو نه به يې خبر ساتلم. پېښور ته به چې كله راغى، نو ديدن به لازمي و. تل به مو په قامي او پښتني مسئلو بحثونه كول او يو بل ته مو د زړه او ذهن دريچې خلاصې ساتلې. زموږ دواړه عالمي پښتو كانفرنسونو كې شركت دپاره په خصوصي توګه په خپل خرڅ او بندوبست خپلو ملګرو سره جرمني نه راغلى دى او لكه د كوربه يې په كانفرنسونو كې خپلې ذمه وارۍ سرته رسولي دي.

كبير ستورى زموږ د پښتني سياست د قافلې يو ډېر بېدار مغزه رهبر او سالار و، چې د پښتون سوشل ډيموكرېټك پارټۍ يو فعال غړى او مشر و او په جرمني كې يې هم د پښتو او پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. ستورى يو اعلى تعليميافته او بشپړه مهذب انسان و. د نفسياتو عالم، ژب پوهان او سياسي استاد و. د شاعرۍ، ژبپوهنې او نفسياتو ګڼ كتابونه يې ليكلي دي. غرض دا چې علمي، ادبي، سماجي، سياسي او قومي خدمات يې لكه د لمر څرګند او د ستاينې وړ دي. زه يې چې دروند، خوږ، سپېڅلى او ژوندى شخصيت سترګو ته رامخكې كړم، نو يقين مې نه راځي، چې بيا به يې ونه وينم.

حقيقت دا دى، چې داسې شخصيتونه نه مري، د هغه متحرك او مقناطيسي شخصيت د هغه په هر ليك او تخليق كې نن هم د خپل وجود ګواهي كوي. د هغه قومي خدمات او قايم كړي پښتني روايات نن هم د پښتون ولس فكري او تهذيبي رهنمايي كوي.

هغه زموږ تاريخ دى، روايت دى او د مخكې تګ د تسلسل زنځير دى، چې هېرېدى نه شي، ختمېدى نه شي او ماتېدى نه شي.

دومره به ووايو، چې:

نقل مكاني زمونږ د سترګو نه پناه كړى دى

ګنې نور خو

هغه زموږ په زړونو كې مېشت او ذهنونو كې متحرك دى

او په قول د شاعر:

يــــه كــــــيـــا كـــام ســـــونـــپــا هـــآ اجــل كـــو دســت قـــدرت نـــآ

چـــمـــن ســــآ پـــهـــول چـــنـــنــا اور ويـــرانـــآ مـــيـــن لا ركـــهـنــا


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

سليم راز

لیکوال ، شاعر، څیړونکی، نقاد، د پښتو عالمی کانفرانس مشر

Salem Raaz

Writer, Poet, Researcher, Chairman of Pashto Alami Conference Pakhtoonkhwa