ډاكتر كبير ستورى زما يار، زما جانان چې زموږ نه بې وخته بېل شو، والله كه د مرګ سړى و، خو ژوند د الله په لاس كې دى، چا له يې وركوي او د چا نه يې اخلي.
ښاغلى ستورى د ژوندي ضمير او بېدار شعور شاعر، فلسفي او نفسياتي ماهر و. په خپل قام، وطن او خاوره بې كچه مَېن و. د مېلمه دوستۍ او پښتونولۍ يې دا حال و، چې كله به پېښور ته راغلو، نو موږ به لا مېلمستيا نه وه وركړې، چې ده به موږ د شمېر يو څو ملګري لكه ډاكتر راجولي شاه خټك صيب، ډاكتر شاه جهان صيب او لايق زاده لايق صيب راوبللو او چې په زړه به يې څه وو، راته به يې ښه ډاډه ووې او بيا به موږ ته غوږ شو. زموږ د دواړو له يو بل سره ډېره موده ناليدلې مينه وه او چې كله مو په وړومبي ځل يو بل په دويم عالمي كانفرنس كې وليدل، نو دغه مينه يو په دوه شوه. ډېر خوږ، دروند او عظيم انسان و. الله دې پرې خاص فضل وكړي او قام دې يې دفكر و فن نه ګټه پورته كړي.
مننه
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
پروفیسراباسين يوسفزى
ليکوال ، شاعر، کره کتونکی ، ژورنالست،د پښتو څانګه مشراسلاميه كالج، پېښور پوهنتون
Poet, Writer, Journalist, Chairman of Pashto Department of Islamia University of Peshawar