ډېر خوږ انسان و

زه چې كله هم كبير ستورى صيب يادوم، نو تاسې باور وكړئ، چې ماته ژړا راځي، ځكه د هغه مثالي نشته. هغه زما سره دومره مينه كړې، چې زه يې هېرولى نه شم.

په 1992م كال زه چې كله له خپلو ملګرو سره د هغوى په بلنه جرمني ته لاړم او هلته مې له ستوري صيب سره ليده كاته وشو او بيا چې يې زموږ كومه مېلمه پالنه وكړه، نو ما دا محسوسه كړه چې چاته يو ورك ورور په لاس ورشي. زما سره چې نور څومره هنرمندان ملګري وو، د ټولو يې ډېر زيات قدر وكړ، خو زه پرې ډېر زيات ګران وم. د هغه ټولو بچو او مېرمن چې زه ورته د ډير عزت نه (مور) وايم، ماته ډېر درانه كتلي او زه هغه لمحې (شېبې) هېڅكله نه شم هېرولاى.

د ستوري صيب په شان پښتانه ډېر كم پيدا كېږي. كله چې هغه پېښور ته راغى، نو زه سلام ته ورغلم. د هغه په مخ خندا خوره وه. ډير مينه ناك انسان و، ډېر خوږ انسان و، په ډاكتر صيب كې ما د هېڅ شي كمى نه دى محسوس كړى. زه چې اوس كله هغه رايادوم، نو تاسو يقين وكړئ، چې زړه مې كړېږي، ساه مې ونښلي، ځكه چې هغه د هر پښتون خواخوږى و، خو زما ورور و، زما يار و. زه ځان د هغې د احسانونو پوروړى ګڼم. ډېر بې وطنه رانه لاړو، ډېرم بې وخته. خداى دې وبښي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ښاغلى استاد خيال محمد

د پښتو موسيقۍ بابا

Ustad Khyal Mohammad

De Pokhto Mosequai Baba, Father of Pashto Music