ما ډاكتر كبير ستورى صيب په ړومبي ځل د پښتو عالمي كانفرنس په وخت ليدلى و، هغوى چې كله ماته خپل يو كتاب چې په نفسياتو باندې ليكل شوى و راكړ، هغه كتاب چې ما ولوستو، زه ډېر زيات خوشحاله شوم او داسې احساس راته وشو، چې په پښتنو كې هم داسې پوهان او دانشوران شته، چې په داسې مهمه او حساسه موضوع په خپله خوږه ژبه پښتو كې ليكل كوي.
د نفسياتو كتاب ليكل څه عامه خبره نه وه، نو زه دا ګڼم چې د كبير ستوري وفات د پښتنو او پښتو ژبې لپاره نه هېرېدونكى زيان دى، خداى دې وكړي چې د هغوى دا منزل نور پښتانه پوهان او دانشوران وړاندې بوځي.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
سعدالله جان برق
شاعر، ليكوال، سكالر، كالم نګار
Prominent Writer, Poet