لنډه سريزه :
لاندينۍ كرښې چې كاږم دا د هغه لوى پښتون، د ساه پوهنې د علم ستر پوه، ښه سياست كوونكي خداى بښلي دوكتور كبير ستوري په اړوند دي. هيله كوم، چې يو څه وكړاى شم. دده فكري، علمي او سياسي انځور د قلم په نوكه تصوير كړم.
لومړنۍ خبرې :
خداى بښلى دوكتور كبير ستورى په 1942ع كال كې خاص كونړ د تنر په كلي كې په يوې بډاى او روڼ انده، د خداى بښلي لعل محمد خان په كورنۍ كې زېږېدلى دى. له پلار څخه په هډ ميردادخېل “د يوسفزي پښه ده” او د مور له خوا د غازي لوى خان مير زمان خان له پښه دى.
دى لا د كوچنيوالي په نړۍ كېي د خاص كونړ په ښكلې اّب و هوا كې په غټېدو و، چې خداى بښلى پلار ترې له فاني دنيا څخه ابديت ته لاړ.
د خداى بښلي دوكتور ستوري لومړۍ زده كړې د دوى د بختورې خداى بښلې مور او مشر ورور الحاج وكيل عبدالجليل ملنګ د نظارت لاندېي د تنر د كلي په لومړني ښوونځي كې شروع شوې. د تنر له ښوونځي څخه چې د خاص كونړ د ښوونځي په نامه يادېده، په لومړۍ درجه بريالى شو او بيا په كابل كې د رحمان بابا لېسې ته داخل كړاى شو. د همدغه وخته راهيسې زما او دده مخامخ ليدنه كتنه كېدله. زه په دغه وخت كې له ده څخه د پېنځو كالونو په فرق د كابل دارالمعلمين په يوولسم ټولګي كې وم. د همدغو ورځو راپدې خوا دده د وفات د نېټې پورې له يو بل سره په اړوند كې پاتې شوي يو. كه څه هم دى د رحمان بابا د فراغت وروسته جرمني ته د تحصيل لپاره ولاړ او زه د كابل پوهنتون په علمي كدري چوكاټ كې استاد پاتې شوم، خو د يو بل له حال احوال څخه به خبرېدلو. دا ځكه چې زه او دى د مېندو له طرفه د ترور زامن يو او موږ دواړو د تحصيل او تعليم لياره خپله كړې وه، نو له يو بل سره په خبرو پوهېدلو او زموږ په خپلوانو كې لا تردغه وخته په ګوتو شمېر كسان زموږ سره د علم په لاره كې مل وو.
دا پورتنۍ خبرې ددې لپاره ليكم، چې ګران لوستونكي په دې پوه شي، چې زه دغه خداى بښلى څرنګه او د كومه ځايه پېژنم؟ پټه دې پاتې نه وي، چې د خداى بښلي دوكتور كبير ستوري د ژوند تاريخ يوې ځانګړې څېړنې ته ضرورت لري او هيله مند يم، چگي د قلم خاوندان به هغه حتماً ليكي او وبه يې څېړي. زه يوازې په عامه توګه دده د ژوند او فكري نړۍ يو څو بېلګې په ګوته كوم.
1- سړيتوب :
هغه روڼ ستورى، چې د كونړ د ښكلې درې له يوه غره څخه په پښتونخوا كې د كونړ څپانده سيند ته په سترګو وهلو دې نړۍ ته راوخوت، نو ورو ورو يې خپل مزل په شپو او ورځو كې د ژوند په اسمان كې شروع كړ. ورو ورو راپورته كېدلو، خپل چاپېريال او پښتونخوا ته يې په رڼا كولو لاس پورې كړ. دى چې كله د نورو ستورو په ملتيا يو څو نيزې راپورته شو، نو فكري او سياسي ځلانده وړانګې يې د انساني ژوندي چاپېريال له غوښتنو سره سم د ټولنيز عدالت په ماڼۍ ولګېدې. خداى بښلي دوكتور كبير ستوري، د خپل ولس د بې وسۍ او بې كارۍ ستونزو ډېر زورولى دى. دده سړيتوب د داسې يوې فكري ټولنې د جوړېدو په درشل كې وده ومونده، چې انګرېزي ښكېلاك خپله كمپله د اّزادۍ د قربانيو په زور له نړۍ څخه ټولوله.
دا چې د خداى بښلي كبير ستوري د پښتو او پښتونولۍ جونګړه د باچا خان له سياسي چينې څخه خړوبېده، نو د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند د سرخط لاندې يې د مسافرۍ په نړۍ كې يو سياسي ګوند او غورځنګ جوړ كړ، چې د پښتونخوا په خېټه راښكل شوې استعماري كرښه ورانه كړي، ترڅو د ټولنيز عدالت په تاميندو سره د نړۍ ددغه برخې سوله او امن تامين شي.
ډاكتر كبير ستورى يو ډېر صادق، په خبرو ولاړ شخصيت و، چې هرڅه يې د مسلمانۍ او پښتونولۍ په تله تلل. دى په ظاهره لكه يو ژور سيند ډېر چوپ ښكارېده، خو په خپل نظر او فكر كې ډېر ژور و.خداى بښلى دوكتور كبير ستورى په دوستۍ، خپلوۍ او وطندارۍ كې كلك او په انساني ښېګڼو كې لوبېدلى او پوخ شوى سړيتوب و. په لنډه توګه دى د يو متفكر انساني شخصيت درلودونكى مسلمان او ديندار انسان و.
2- د كبير ستوري فكري انګړ :
دده د ټولنيز عدالت فلسفه دومره پخه او ژوره ده، چې د نړۍ په نظري او عملي سياست كې يې برخه اخيسته او اغېز يې ژور او جوت دى. ستورى ددغه فلسفې په عملي بنسټ ولاړ ټولو اړخونو كې ځغلېدلى، ددغه فلسفې ډېرې نوې غوټۍ يې سپړلي او بوى كړي دي او له هغې څخه په الهام اخيستلو يې د خپل وطن او قام د راتلونكي ژوند لپاره انځورونه كښلي او په دغه لاره كې يې عملي ګامونه اوچت كړي دي. د ټولنيز عدالت فلسفه په ځانګړې توګه د پښتون قام د ژوندانه د سمبالېدو او له ښكېلاك څخه د خلاصېدو په اړوند په عملي توګه كارولې ده. ده لا ډېر پخوا دا ارزوْنه د فكر په تله كې كړې وه، چې د ډيورنډ لاېن په نامه كرښه د سيمې سولې او ثبات ته يو ګواښ دى.
په دې اړوند يې په جرمني كې د افغانانو/پښتنو او بهرنيانو څو غونډې راوبللې او خپل غبرګون يې په دې باب څرګند كړ.
ډاكتر كبير ستورى په 1993ع كال كې كله چې د ډيورنډ تش په نامه كرښه سل كلنه شوه، يوه پراخه غونډه راوبلله او د ډيورنډ د كرښې تش په نامه نوم يې ورټه او هغه ته يې د پاى ټكې كېښود. كه چېرې سړى په تاريخي لحاظ ډاكتر ستورى د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند، اعلاميې او دريځ څرګندونې وڅېړي، نو هله به پوه شي چې دى پخپل فكري سياسي سوچ كې څومره كره او پوخ دى. دده يوازينى مشكل لكه چې ټول پښتانه مشران ورسره لاس و ګرېوان وو او دي، دده سره په چل ول روان ځينې ګوندي ملګري وو. ده يو ځل د كابل د وخت د حكومت د سولې له غورځنګ سره د فكر شريكولو په مقصد كابل ته سفر وكړ، خو دى لا راغلى نه و، چې دلته په جرمني كې ورته راز راز ستونزې پيدا شوې، خو دده د صادقانه سياسي كړنو له امله دى بريالى راووت او يو ځل بيا يې په خپل عمل او نظر كې نوې جوړونه وكړه. خپل نهايي هدف ته د رسېدو په لړ كې ډاكتر كبير ستوري ډېرې مادي قربانۍ هم وركړي دي. دده ټول عاېد چې په هغه وخت كې ډېرې زياتې پيسې وې، په همدغه لاره كې مصرف شوى دى. دده د هستوګنې كور تل له يارانو او مېلمنو څخه ډك و، ده پوه او عالم شخصيتونه تل پالل او ارزول، ولو كه دده د فكري لارې ملګري به نه و. ډاكتر كبير ستوري پخپل فكري ښوونځي كې داسگې پوخ روزل شوى و، چې د شعر هر بيت او مانا يې دده د نظر ښكارندوى ده.
3- د كبير ستوري وطني احساس :
په كبير ستوري كې وطني احساس او دود د انساني ښېګڼو پر بنياد ولاړ و. دې خپل پښتون قام او ددغه قام د ژوند بنسټيز ګوډونه، عرف او عادت په يو ټولنيز نظم او انساني او ګړنيز هوډ كې راسپړي. ده ته د پښتون شمله هغه سمبول و، چې پښتون قام په اّزادۍ او عدالت كې له نورو سره سيالوي. ده ته پښتو، پښتونولۍ او پښتون توب هغه څه دي، چې په هغه كې انساني ښكلا ځلا كوي او خپل قامي هويت د نړېوال انسانيت سره نښلوي.
د كبير ستوري د شعري تصوير ښكلا او معشوقه، پښتونخوا او د هغې د غرو سرونه او سيندونه او دښتې دي. كه څه هم جسماً په جرمني كې دى، خو ناسته ولاړه او فكري سوچ يې له وطن سره هغه څوك، چې دى پېژني او دده شعري انځورونه لولي، نو كټ مټ ورته دي. د وطن دوستۍ يو تصوير او مثال برېښي. هغه كډوال، چې په وروستيو دوه لسيزو كې المان ته راغلي، د كبير ستوري له خاصو مرستو او پوهاوي څخه برخمند وو. ده خپل ځان د دوى په خدمت كې وركړى و او هره مرسته ېي چې دلاسه شوې، سپمولې يې نه ده. په مساپرۍ كې د هر وطندار ښېګڼې، خوشحالۍ او خپګان كې يې برخه اخيستې.
دا څو لنډ ټكي دده د وطني احساس په اړوند كافي نه ګڼم، خو هيله او وړانديز مې دا دى، چې په دغه څو بعدي شخصيت باندې له هره حيثه څېړنې وشي.
4- د كبير ستوري علمي شخصيت :
ډاكتر ستورى د پوهنتونونو زده كړو لوړې پوړۍ ته د ساپوهنې په څانګه كې ځان رسولى دى او د دپلوم ساپوه او دوكتور لقبونه يې ګټلي دي. دى پخپل علمي قوت كې دومره پوخ او د قوت خاوند او لاس برى دى، چې په مورنۍ ژبه پښتو، انګرېزي او جرمني ژبو يې څو كتابونه ليكلي دي. داسې علمي كتابونه د د لومړي ځل لپاره اسان كار نه دى، د داسې اّثارو د ليكلو لپاره د علمي ژبې كارول دده يو بل لوى ابتكار دى، چې په كومه كچه پوهان هغه كولى شي. دده د “وېرې” تر عنوان لاندې اثر د ساپوهنې، هغه غوټۍ راسپړي چگي علمي ارزښت يې په نړېواله كچه او ژبنيز اړخ يې په فرهنګي لحاظ دقت او د پاملرنې وړ دى.
كبير ستوري په پښتو ژبه يو بل بې مثاله اثر د “هوښيارتيا تله” تر سرخط لاندې ليكلى دى، چې هم يې كره توب او هم يې پښتو ژبه د چاپ د لومړيتوب حق په برخه شوى دى. دغه اثر په عملي علمي ژوند كې د ښوونكيو او طبيبانو لپاره د پام وړ دى.
همدارنګه دده دا لاندې اّثار د علمي پلوه د پام وړ دي:
_ ژبساپوهنه
_ د هوښيارتيا كلتوري بې پلوه تله (چې يو فكر او نوى ايجاد شوى اثر دى).
_ د هوښيارتيا د پېداېښتي بڼو تله
_ خوب مانا (چې د ساپوهنې له نظره كښل شوى، ډېرې هغه نوې پديدې پكې څېړل شوي او ځواب ورته وركړ شوى، چې تر ننه يې ډېر اړخونه يې تياره وو.
زما په اند د خداى بښلي دوكتور كبير ستوري د مسلكي پوهنيز ژوروالي اندازه ډېره زياته ده او هغه ته رسېدل معاصر څېړنيز قوت غواړي.
د كبير ستوري سياسي ژوند له داسې ژورې پوهنيزې پوهې سره اړخ لګولى دى، چې د هغه د ژوند شعري تخيل كې د خپلې ليلى د لټولو او موندلو په هڅه كې په ځمكه بسيا نه كوي او اسمان ته د ستوري په بڼه ختلى، ترڅو وويني چې دده ليلى د ورايه څومره ښكلې او د ستاېلو وړ ده. دده د ليلى (پښتونخوا) د ښكلي توب نښې، دده پښتو، پښتونولۍ او رسا ښكلي طبيعت دى، چې دى ترې هېڅكله څنګ نه كوي او نېغ په نېغه يې خپل مېن توب ورته وقف كړى دى.
5-د خداى بښلي دوكتور ستوري كورنى ژوند :
كبير ستوري له دغه باوري پوهې څخه په الهام اخيستلو د ژوند د ښېګڼو اساسي راز په مينه، اّزادۍ او محبت كې ګوري. دى د خپلې كورنۍ له ښوونې او روزنې څخه بې غمه نه دى، سره له دې ټولو مصروفيتونو، د ورځني ژوند ډېره برخه يې له خپلې كورنۍ سره تېروله.
دده درنه مېرمن چې د كونړ د يو لوى او نومولي شخصيت پير محمد خان لور ده، د ژوند په ډېرو برياوو كې يې ورته اوږه وركړې وه. له مېلمه پالنې څخه نيولې د بچيانو او لمسيانو د روزلو پورې د كبير ستوري مرستندوى او د لارې ملګرې ده. كبير ستوري به د ماښام په وخت هرومرو له خپلې كورنۍ سره ماښامى خوړلو. دده پېنځه واړه زامن او دوه لوڼې، د دوى د ژوند هغه راتلونكي ستوري دي، چې دده ايډيالوژۍ ته به وده وركړي.
دده مشر زوى عبدالبصير، چې د بېدار تخلص كوي، اوس لا په فرهنګي فعاليتونو كې ځلېدلى دى.
حاجي عبدالنصير ستورى، نسيم خان ستورى، امير كروړ ستورى او ايمل خان ستورى هغه راتلونكي سړيتوبونه دي، چې د كبير ستوري له فكري درياب څخه خړوب شوي دي او دده په لار روان دي.
زه پوره باور لرم، چې د كبير ستوري ملګري او دوستان به ددې په لاس د لګول شوې شمعې رڼا بله وساتي او دده د ژوند ټول اړخونه به وڅېړي او ليكنې به پرې وكړي. كه د دوكتور ستوري شعري ټولګې وڅېړل شي، نو هله به سړى پوه شي، چې ده د خپلو اولادونو او لمسيانو په روزنه كې څومره خوبونه ليدل او عملي كول يې؟
زه له رب تعالى څخه ده ته مغفرت او كورنۍ ته يې جميل صبر غواړم.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
الحاج پوهاند دوكتور محمد قاسم “جمدر”
د كابل پوهنتون استاد
Professor at the University of Kabul Afghanistan