د وحدت ستورى

“ستورى” په ونه لوړ نه و، خو په عزم او ارادو د تاترې نه ډېر دنګ او اوچت و. د “ستوري” د رڼا يو اړخ نه و، بلكې هر لورى او هر اړخ ته د هغه د رڼا پلوشې خورې وې. په علم او پوهه كې پي.ايچ.ډي (Ph.D) و او هغه هم په ساپوهنه كې، شاعر و، اديب و، ژورنالېسټ و، مصنف و او د ټولو نه زيات بې كچه قام پرست و. په رښتيا چې كبير “ستورى” و. د هغه قام (پښتون) په كال 1893ع كې فرنګيانو څلور ټوټې كړو او هغه ته د خپل ولس ددې تقسيم پوره پوره احساس و. هغه پوهېده چې د هغه قامي وجود نشته. هغه ته دا احساس په المان كې د تعليم د حاصلولو په موده كې شوى و او چې كله بيا وروستو په المان غږ راډيو كې مقرر شو، نو دا احساس يې نور هم زيات شو، ځكه چې الماني قام هم فاتحينو څو ټوټې كړى و، چې وروستو بيا په مشرقي او مغربي جرمني يادېده. د جرمني قام سره او خاص كر د مغربي جرمني له ولس سره ددې خبرې د اولې ورځې نه احساس و، چې د هغوى قام غيرو تجزيه كړى دى او قامي وجود يې نشته.

جرمني قام په 45 كالو كې دا احساس دومره پياوړى كړو، چې د برلين دېوال يې له منځه يوړو او خپل قامي وحدت يې بيا حاصل كړو. د ستوري سره هم دا احساس و او هغه په المان كې د پښتون قامي وحدت د حصول دپاره خپل ګوند د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ په نوم راجوړ كړو.

ستوري په خپل ګوند كې دننه قامي وحدت ترلاسه كړى و، ځكه چې د هغه په ګوند كې د ډيورنډ د كرښې نه لاندې او باندې دواړه اړخونو ته پراته “افغانان” شامل وو. ستورى په دې هم خوش بخته و، چې د ډېرو صلاحيتونو او عزم افغانان ورسره په ګوند كې د غړو په حيث شامل وو او متفقه طور يې د وحدت د حصول او مرام تراوسه وړاندې بوتلو او باور لرم، چې د ستوري د وفات نه پس به هم دغه ملګري د پښتون قامي وحدت د حصول پورې خپل كوششونه جاري وساتي.

ستوري دا نه، چې يوازې په المان كې د قامي وحدت د حصول دپاره افغانان راغونډ كړي وو، بلكې په لر و بر پښتونخوا كې هم د هغه نظر په هاغه ټولو مشرانو پرېوتى و، چا چې د قامي وحدت حصول خپل د ژوند مرام ګرځولى دى.

د خپل ګوند د جوړولو نه څو كاله پس ستوري خپل ملګري پاكستان ته په دې غرض راولېږل، چې المان كې د خپلې پارټۍ د كنونشن دپاره ما مشر مېلمه كړي. هغوى چې دلته راغلل، نو هاغه وخت ورته د ANP صوبايي مركز غړو وويل، چې “خان لالا” اوس د پارټۍ صوبايي صدر نه دى. هغوى ورته سپينه كړه، چې مونږ ANP (اى.اين.پي) په صوبايي صدر پسې نه يو راغلي، موږ په محمد افصل خان پسې راغلي يو. د پېښور نه بيا دغه كسان سوات ته راغلل او ماته يې د ستوري بلنه راورسوله. زه په ټاكلي تاريخ په كنونشن كې حاضر وم. په يورپ كې د دومره تعداد غونډې او هغه هم د بيروني خلكو ما ډېرې كمې ليدلې دي. په كنونشن كې په “وحدت” ډېرې كوټلې ويناګانې وشوې او بيا د “كولن” د ښار نه علاوه په نورو ښارونو كې هم لويې لويې غونډې وشوې، چې د ټولو نه فعال غړى يې كبير ستورى و.

په پېښور كې چې موږ په كال 2000 كې د پښتون قامي وحدت په حواله يوه لويه قامي جرګه رابللې وه، نو “ستورى” سره د خپلو نورو ملګرو په هاغه دوه ورځنۍ جرګه كې حاضر و، چې د يو نشست صدارت د هغه مشر ورور وكيل عبدالجليل ملنګ هم كړى و. دغه ويناګانې موږ د “جرګې” په نوم په كتابي شكل كې چاپ كړي دي، چې د ستوري وينا پكې واضحه پرته ده. وروستو چې بيا كله موږ د “ډيورنډ” په كرښه د پېښور په پريس كلب كې دوه ورځنى كانفرنس جوړ كړى و، نو په هغې كې هم ستورى د المان نه پېښور ته د ګډون په غرض رارسېدلى و او دواړه ورځې په كانفرنس كې شريك و. دغه ويناګانې هم موږ په كتابي شكل كې چاپ كړي دي، چې پكې د ستوري وينا په موثر ډول ليك ده.

ستوري دا ارمان لاره، چې پښتون قامي وحدت د هغه په ژوند كې حاصل شي، خو دا ارمان يې پوره نه شو. البته د “وحدت” د حصول په لاره يې دومره رڼا غورځولې وه، چې زما يقين دى چې د وحدت دا مرام به ډېر زر ترلاسه شي. هاغه لوستي پښتانه چې د “وحدت” خبرې ته غوږ نه ايښودو، د “ستوري” د هغه د ملګرو او دلته د پښتونخوا قامي پارټۍ د غړو په كوششونو هغه نن په دې وينا مجبور دى، چې د پښتون/افغان قام د مساېلو حل د قامي وحدت نه بغير نشي كېدى.

زما يقين دى، چې د ستوري د وفات نه پس به د پښتون سوشل ډيموكريټك پارټۍ مشران او غړي، د ستوري كشران او د ANP مشران او غړي به د قامي وحدت دا مرام په خپلو كوششونو ترلاسه كړي او پښتون قام به هم د دنيا په قامونو كې د پياوړي قامي وجود خاوند شي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد افضل خان (خان لالا)

د پښتون قامی وحدت ستر لارښود، د پښتنو سیاسی او روحانی مشر، نامتو لیکوال او د ANP مشر

Khan Lala Mohammad Afzal Khan

Political Leader of Pashtoons, ANP Leader, Prominent and Talented Writer, Great and Honest Political Visionary for Pashtoons Unity