جرمني كې د افغانستان

“د قلم توره”

يـــو قـــلـــم ډېـــرې يـــې مــعــنــې

ډېــــر يــــې مــــــــطــــلـــــــبــــونــــه

مـــخــــتــــلــــــــف يـــې كارونــــــه

كوم قلم چې فقط قلم وي، نو صرف حرفونه وليكي، خو كوم قلم چې توره هم شي، نو تاريخونه جوړ كړي. موږ چې د قلم او تورې په هكله تاريخ ته ګورو، نو خوشال بابا هم قلم او توره يوځاى استعمال كړي دي.

زه يـــې چـــا لـــره وهــم قـــدر يــې چـــا زده

پـــــــــه اور وســـوزه دا تـــورې قــلــمــونــه


نن چې زه د افغانستان “د قلم توره” يادوم، نو د ابدالي دقلم او تورې د وطن د يو شاعر كتاب “د قلم توره” زما په وړاندې ده. دا د ډاكتر كبير ستوري د شعرونو مجموعه “د قلم توره” چې له تصويري او مانوي پلوه د افغانستان په ائېنه كې وګورم، نو ماته ستورى د ټولو پښتنو د هغې ارمان په شكل كې ښكاره شي، چې ويل به يې

اى د ســــبـــا ســـتـــوريــــه كـــلـــــه بـــــــه راخــــــېـــژې تــــه

افغانانو د خپل ارمان ترانه په داسې وخت كې ويلې ده، چې هغوى سره خپل ستوري په خپل اسمان كې موجود وو. دا ترانه دا ارمان چې اوس يې د لر او بر پښتانه ووايي، نو درد او ياس به يې لا زيات وي، ځكه چې زموږ د ارمانونو ډېر بلا ستوري په پردو اسمانونو ورك دي. په دغه ستورو كې يو ډاكتر كبير ستورى هم دى.

ما ستورى ليدلى نه دى، خو د هغه د شعر په وجود كې چې كومې ناقلاره پښتنې سړيكې دي، په هغې ښه پوهېږم. ستوري زه ليدلى نه يم، خو زما غږ چې په كومو غوږونو اوري، هغه د پښتون شعور غوږونه دي. نن چې د هغه كتاب ما له د هغه برخوردار راوړو، نو “د قلم توره” زما په وړاندې د ډاكټر كبير ستوري يو داسې شعري تصوير ښكاره شو، لكه چې ماته وايي:

فـــكـــرونـــه مـــې ګـلــــونـــه شـــول پـــه قـــام بـــه يــې شيـــنــدم

خـــيـــالـــونـــه مـــې ســـازونـــه شـــول نـــغــمــې د ژونـــدو هـــم

سور پوښ يم ستورى وايي سرې جامې مې دي اغوستي

پـــه لار د بـــاچـــا خـــان بـــه قــــدم ږدم، مـــخـــــكـــې بـــه ځـــم


ډاكټر كبير ستورى د باچا خان او د باچا خان په حواله د هر پښتون قوم پرست د لارې مل دى. هغه زما د وطن د هغه پښتون قوم پرستو لارښودانو معتقد دى، چې اوس د هغوى نه پخپله لاره وركه ده. ورك خلك چې په وركو پسې روان شي، نو هغوى لا وركېږي. دا ګېله يا دا باور به ډاكټر صيب نه كوي، ځكه چې هغه د پښتنو د خاورې نه ډېر لرې د جرمني د رنګونو په ماښام كې ګردش كوي، خو كه هر چا د خپل وطن نه لرې د رنګونو د ماښام له بامه خپلو وطنونو ته وكتل، نو د پښتنو د اسمانونو په سرو اسمانونو كې به ورته په شپه كې هم دا اسمانونه د شفق د رنګونو هنداره ښكاري او د وطنونو د شپې او ورځې په وختونو كې به يې خطا كړي. زه محترم ستوري ته پېغور نه وركوم، بلكې ځان سره يې په هغه وير كې اخته كوم، چې پخوا ډېر پخوا به موږ په پېښور كې د كابل نه دا غږ اورېدو:

“اى د سـبا ســتــوريـه! كلـــه بـــه راخــيـــژې تــه؟”

نو زموږ د خپلې پښتونخوا د اسمان په هكله دا يقين پوخ شو، چې ددې اسمان نه يو بل اسمان هم شته، چې په هغې د پښتون د قسمت ستوري راخېژي او رڼا كوي، خو خوب، خوب وي. دا خوب موږ ټولو پښتنو په كلونو كلونو وليدو، موږ سره په لاسونو كې فقط قلم پاتې شو.

هغه قلم چې زه ورته د ځان او خپلو بچو لپاره د معاش ذريعه وايم او د وطنونو نه لرې پښتانه ورته تورې وايي. زما په شان يو قلم په جرمني كې ډاكټر كبير ستوري سره هم دى، هغه ترې توره جوړه كړې ده. د خپل قلم ژوند يې اوږد او تاريخ يې جوړ كړ. د قلم نه توره جوړول د هر چا كار نه دى، دا جرات غواړي او مقصد سره وفا غواړي. موږ په غريب وطن كې د قلمونو نه تورې نه شو جوړولاى، ځكه خو د كابل نه تر پېښوره پورې سرې لښكرې راپورته نه شوې.

دلته د قلمونو ژوند ته خطرې ودرېدې، تورې او پټكي ورك شول، كتابونه او تاريخونه وسوځېدل، نظريې او مقصدونه ختم شول، جګ سرونه خم او غړانګور اوازونه بوغي شول. په داسې حالاتو كې چې د هر لوري څوك د قلم نه توره جوړه كړي، نو هغه به په تيارې كې د رڼا ليتكى وي.د خپل وطن د خپلې خاورې ه لرې په جرمني كې چې لا اوس هم ډاكټر كبير ستورى “د قلم توره” په لاس غږ پورته كوي، نو دا د زړې پښتنې عقيدې او نظريې اعتراف دى، نو څه دى؟ زه د هغه ددې پښتني تحفې په حواله دومره ويلاى شم:

ســـــــتـــــــا د قـــــــــــلــــــــــم تــــــــــوره

لـــكــه جـــــنـــــډه د پـــــــښــــــتـــون

لــكـــه يــو خـــرپ د ابـدالـي د تــــورې

لكه يـو بـرېـښ د خـوشـال خــان د قلم

لكه اواز د باچا خان د خاورې

ددې نــــــــه وروســــتـــو عــــــهـــد

بــــــــاقــــــي وخـــــــــــــــــتــــــونـــه

لـــكــه پـــه ځــــــــــاى ولاړ دي

لــكـــه پــــښـــتـــون چــــــې مـــــړ دى

مـــــــــــړى قـــــــــلـــــــــم څــــــه كـــــــوي

مــــــړى پـــــــــه تـــــــــــــورو څــــــه كـــا؟

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

نورالبشر نويد

ژورنالست ، کالم نګار ، لیکوال سکالر ، ډرامه لیکونکی ، کره کتونکی، د ليکوال د مجلی چیف ايدیټر

Nooral Basher Naveed, spelled also Norul Bashar Naweed

Writer, Poet, Critic, Journalist, Chief Editor of The Monthly “LEEKWAL” Magazine Peshawar Pakhtunkhwa