د ادب د پوهانو خیال دی چې ادب دوه لوئی څانګې لری. وړومبی هغه ادب چې خالصتاء د ادب لپاره ولیکل شی، په نورو لفظونوکې دی ته ادب لطیف هم وئېل کیږی. چې پکې زیاتره رومانوی رنګ جوت وی . داسی شعر افسانه ، انشائیه او نور اصناف د خپل احساس د ټکور لپاره لکه د پهې کار کوی. ولی چې په ژوند کې د عمل او غورځنګ لارې نه په ګوته کوی، زمونږ د پښتو ادب لمن د داسی فن پارو نه ډکه پکه ده چې پکې د ښائستونو رنګونه ستائېلی شوی دی، او دا پدې اساس چې پښتون په مینه کولو کې هم دومره انتها پسند دی څومره چې په کرکه او نفرت کې خپل ثانی نه لری. د پښنو د سلګونو کالو خپل منځی اختلافات او تربګنۍ ددې قام ددغه طبعی اوفطری احساس ترجمانی کوی .
د ادب دویمه لویه څانګه هغه ادب دی چې د ژوندلپاره ولیکل شی. دا قسم ادب خپلو لوستونکو ته یو منزل او یو مرام په ګوته کوی. داسی ادب په وینه کې ددی سلسلې باقاعده سر خیل خوشحال خان خټک ګڼلی شی، چا چې د مغلو د ظلم او جبر په ضدد پښتون قام غیرت ته اواز وکړو او نه صرف دا چې پښتنو ته ئې خپل ځان وریاد کړو بلکې پخپله هم ددې مبارزې لپاره راووتو .
دافــغــان پــــه ننـــــــــګ مې وتـــــړله توره
نـنګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
د خوشحال بابا نه پس ددی مسلک نور ګڼ لیکوال پیدا شول چې کله په دې منطقه کې د خدائی خدمتګار تحریک پیل شو، نو د پیرنګی خلاف ډیر قام پرستان لیکوال، مخې ته راغلل چا چې ادب ته د قام پرستۍ هنرونه زده کړل.ددې دور ټول پښتنی ادب د ژوند سندرې وائی، دا هم ددغه لیکوالو د هلو ځلو نتیجه وه چې پښتانه ئې د باچا خان په مشرۍ کې راغونډ کړل او دومره ئې منظم کړل چې بیا پرې پیرنګی استعمار ګولی چلیدې. ولی یو پښتون هم د تشدد لار نه خپلوله . د قیصه خوانۍ ،واقعه غالباء چې د ټول انسانیت په تاریخ کې ځانګړې واقعه ده .کله چې یو داسی قام د خپل رهبر باچا خان په وینا د پیرنګی استعمار ګولو ته خپله سینه ونیوله، د کومو د غیرت او میړانې مثالونه چې د کاڼی کرښې دی. دغه وخت وینې بهیدی، ننګیالی په خاورو کې لت پت کیدل، ولی چا هم د باچاخان د ښوونې نه سرغړونه نه شوه کولی. دا ټول ننګیالی د يو داسې ادب د لارې ملګری ؤ کوم چې د ژوند ترجمان ؤ. د خدائی خدمتګار تحریک په وړاندې بوتلو کې د پښتنو لیکوالو هلې ځلې یو داسی کوټلی حقیقت دی چې څوک ترې انکار نه شی کولی.
پیرنګی استعمار اخرپه دې مجبوره شو چې ددې خاورې نه کډې بار کړی. پیرنګی لاړو ، ولې د پښتون قام هغه ارمان پوره نه شو، د کوم لپاره چې زلمو خپل سرونه شیندلی ؤ، د کوم لپاره چې پیغلې کونډې شوې او د کوم لپاره چې بې شمیره میندې بورې شوې وې . د پیرنګی د تلو نه پس د جنوبی ایشیا په نقشه کی د پاکستان د نوم اضافه وشوه ، ولی پښتون قام بیا هم ټوټې او تار په تار پاتې شو، عن تر دې چې په یو وطن کې په بیلو بیلو برخو کې ویشلی پاتې شو. د پښتنو لیکوالو دغه ارمان لا اوس هم په غورځنګ دی، د لر او بر ګڼ شمیر لیکوال د پښتون قام یووالی خپل منزل او خپل مرام ګڼې .د داسې لیکوالو په صف کې یو قام پرست پښتون ډاکتر کبیر ستوری هم دی .
د« ستوری »تعلق د افغانستان کونړ ولایت د « تنر » کلی سره دی. او چې کله ئې فکر ځوان شوی دی، نو د اولې ورځې نه ئې د پښتون قام د یووالی غږ کړی دی.
ښاغلی کبیر ستوری د یو حساس فکر سره سره ډیر حساس ذهن هم لری. د هغه په شونډو هر وخت نرۍ مسکا خوره وی، داسې په قرار قرار خبرې کوی لکه چې په هر خبره کې د پښتون خپلواکی یو پټ پیغام هر چا ته رسول غواړی .
ښاغلی ستوری د يارانو محفل کې مدام ورک ورک ناست وی، دا ځکه چې د هغه په ذهن کې هر وخت د پښتون قام غم چورلکونه خوری. د هغه په ژوند کې یکی یو مرام د پښتونخوا عظمت او د پښتون قام سره بې غرضه مینه ده .
دکونړ ستوری پاس په هسک کې ځلیدو وئیل ئې
مـا پـکې میـنه د « پښـتـو » او پښتـونـخوا واخســته
ښاغلی کبیر ستوری د ژوند لویه برخه په جرمنی کې تیره کړه، او لا تر اوسه په دغه پردی هیواد کې ژوند کوی. دی ښاغلی ستوری د « پښتونخوا » سره د مینی اندازه ددې خبرې نه لګیدلی شی چې د جرمنی حکومت څو ځله دوی ته دا موقع ورکړه چې دغلته د دومره ایسارتیا په بدل کې د جرمنی باقاعده شهریت واخلی، ولی ښاغلی ستوری دې ته تیار نه دی، چې خپل اړیکې د خپل هیواد سره پریکړې . په پردی هیواد کې د ستوری د پښتو بل ژوندی مثال دا دی ،چې دغلته ئې د پښتنو قام پرستانو یو ګوند د « پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی » په نامه جوړ کړی دی. دا ګوند هر کال د پښتنو د یووالی ورځ نمانځی، چې پکې د لر او بر قام پرستانو پښتنو ته بلنه ورکولی شی. دا ټولی قربانی ښاغلی ستوری په ځان منی. دغه وجه ده چې په جرمنی کې د پنځه دیرش کالو تیرولو باوجود ئې هیڅ یوه پیسه نه ده جمعه کړی، بلکې خپل هر څه ئې د پښتو د لیلی نه زار کړی دی .
ما کـبـیـر ســتـوری خـاپــــوړی پـکې کړی
ازادی د پښتونخوا مې لو ی ارمان دی
ښاغلی کبیر ستوری په دې پوهیږی چې قربانې ورکولو نه بغیر د ازادۍ مرام ته رسیدل ګران دی .
ستوریه د مینې مورچل نیسه که مین ئې رښتیا
ګــنـــې لــیــلا د ازادی کـــور تـــه راتــلــلی نــه شـی
ولې کبیر ستوری د خپلو دغه قربانیو په نتیجه کې د راتلونکی سباون نه مایوسه نه دی، او دا کلک باور لری چې د پښتنو د یووالی سحر به خامخا راخيژی .
دا تیاری د ژوند ورکیږی سبا کیږی
د سـبــا سـتـوری راخـــیــژی خــــامــخــا
ښاغلی کبیر ستوری چې کله هم پاکستان ته راغلی دی، نو دلته ئې د خپلې ټولې ایسارتیا شپې د پښتنو په خدمت کې سبا کړی دی. ددې سیمې ټولو لیکوالو له ورغلی دی، سیاستمدارانو له ورغلی دی ، په پوهانو جرګه شوی دی، چې باید ددې لوئې مقصد او مرام لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم تندې کړی شی .
ملا مې تړلې د وطن د ازادی لپاره
د پښتنو د ابادی او سوکالی لپاره
ښاغلی کبیر ستوری په دې خبره کله هم نه دې خوشحاله چې پښتانه دې خپل منځی ډلې ولری، هغه که افضل خان لالا له ورغلی دی نو ورته ئې د خان عبدالولی خان د خواخوږی پیغام ورکړی دی، که چیرې لطیف اپریدی له ورغلی دی نو ورته ئې د محمود خان اچکزی د روغ نیتی قیصه کړې ده.
ښاغلی ستوری دا ګڼې چې که چیری مونږ خپله پیژندګلو حاصلول غواړو نو خپل منځی اختلافات به د منځ نه وړو او د یو روښانه سحر لپاره به هر پښتون بچی خپلې ذمه وارۍ سر ته رسوی.
د تورې او قلم خاوند چې هر پښتون بچی شی
نو هـلـه بـه روښـانـه شـی بـیـا ستوری د سـحــــر
د ښاغلی کبیر ستوری د شاعرۍ محور پښتونولی ده، د هغه لیلا پښتو ده، دهغه ارمان پښتونخوا ده.
هغه د ساه پوهنې ډاکتر دی ځکه نو د پښتون قام په نفسیاتو پوئې دی،چې د قام د ټولو مسلو حل دا دی چې دوی ځان وګټی او هغه د باچاخان فلسفه خپله کړی : چې «لا به یو کیږو ګڼی ورکیږو».
د ښاغلی کبیر ستوری په حقله ښاغلی اجمل خټک لیکی « د ښاغلی کبیرستوری ژوندی خیالونه په پښتو ژبه، د پښتنې وینې او مینې د پښتنو دننی او پرونو زخمونو او سبانی ارمانو او پښتو او پښتونولۍ د ژوند او مستقبل د سپرلی وږمې دی ».
زه دا ګڼم چې د ښاغلی کبیر ستوری «ژوندی خیالونه» به ډیر زر د پښتنو د یو والی هغه ارمان په عملی شکل کې وومی، کوم ته چې د ډیرو قام پرستانو انتظار خپل منطقی انجام ته په رسیدو دی .
دا ســتـــوری د اسمان ورته رڼــا کــوی ولاړ دی
نقشه کې د نړۍ د پښتونخوا نوم لیکل کیږی
لایق زاده لایق
شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مشـر
Poet, Writer , Journalist, Chairman of Da Pakhtoonkhwa Da Pohane Dera, Director of Kohat Radio Peshawar