د پښتو او پښتونولۍ ستورى

اګاهو ددې نه چې زه د ستوري د رڼا پلوشې راواخلم او د پښتونولۍ په رخسار ترې خالونه جوړ كړم، د خپل ډېر ګران ملګري لايق زاده لايق، چې د ريډيو پاكستان پېښور سينئر پروډيوسر دى، ډېره مننه كوم چې هغه ما ته د يوې سترې سټې كتاب راكړو. ما چې د كبير ستوري دا شعر ولوسته، چې:

څـوك چــې پـه دار د تــورو زلـــفــو ځـــنـګـېــدلى نه شي

هـــــغــــه د مـــيـــــــنـــې پــــه رازونـــو پــوهـــېـــدلـــى نه شي


نو ما وې بايد هغه به عشقيه شاعر وي، خو د خيال ملغلرې وشيندل شي.

د كتاب نوم “ژوندي خيالونه” دى. په اته اتيا صفحو خور دا كتاب د پښتونخوا څېړنې مركز پېښور څخه خپور شوى دى او د چاپ ځاى يې لېوال خپرونې دى. د كتاب سرپاڼه جاذب نظر ده او زړه او ذهن دې ته چمتو كوي، چې دا كتاب ولولي. په سر مخ يو سپين ستورى دى، چې د كبير ستوري مطلب ترې هم اخذ كېداى شي. د كتاب سريزه ستر ليكوال شاعر، اديب اجمل خټك ليكلي، چې په مختصرو الفاظو كې يې پې ډېر جامع او زړه راښكونكى بحث كړى دى. د كتاب تړون د محمد افضل خان لالا په نوم دى. ورپسې رواياتي انداز ته دوام وركړل شوى دى او “دعا” ده دغسې په كتاب چې څومره ماد د مختلفو سرخطونو لاندې دي، چې مونږ ورته نظمونه ويلاى شو.

محترم ډاكټر كبير ستورى د لعل محمد خان زوى او د برې پښتونخوا د كونړ ولايت د تنر په كلي كې زېږېدلى دى. د سائنسي پوهنې دوكتورې نه علاوه يې د رحمان بابا په لېسه كابل كې علمي زده كړې كړي، د جرمني د فرانكفورټ، كولن او د ماربورګ په پوهنتونونو كې د ساه پوهنې چې ورته علم نفسيات هم ويلاى شي، دغسې فلسفه، سياست پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وي پاى ته رسولې دي، چې د ډېر افزون وياړ خبره ده.

د هغه شعري مجموعه درې برخې لري يوه پكې هغه ده، چې په ښكاره ده اعتراف كړى دى، چې زه پښتون يم او ازادي غواړم. په دغه شعرونو كې ابلاغ دى او بله برخه دا ده، چې په علامتي اسلوب كې يې هرڅه ويلي دي او لږ شعرونه چې په پشتونخوا اډانه لري.

ستوري د پښتنو سپېڅلي احساسات، دردونه، څړيكې د شعر په غېږ كې خوندي كړي دي او خپل پښتون احساس ته يې د پښتو تمدن دود دستور نه رنګونه اخيستي دي او د خوشال بابا او ميرويس نيكه د پښتو ته اغېزمن شوى دى. هغه په خپلو وينو د پښتونخوا ګلونه خړوب كړيدي او ددغه ګلستان پالنه په خپلو وينو د خپل كړېدلي ژوند مرام ګڼي. د ښاغلي ستوري په شعرونو كې د خپلواكۍ، قامي تړون، سوكالۍ درس څپې وهي. په خپل فن كې لكه د فنكار خاش تراش كړى او په ډېره هنرمندۍ يې پكې كنايې، استعارې او علامتونه كارولي دي.

د كبير ستوري د شعرونو څو هغه نمونې چې په علامتي طرز يې د پښتو او پښتونولۍ او پښتونخوا چغې ته په استازۍ اړتيا درلودلې ده، ددې خبرې استدلال دى، چې هغه د علامتونو نه هم كار اخيستى دى.

چـــا د بــېـــړيــو د شــــړنــګــا نـه ســــرودونــــه جـــوړ كــړل

د خــزان غــږ كــې پــسـرلـي د ژونـد نه سـاه واخــيــستـه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نـور بـه پــســرلـي وي د ژونـدون نــاوې ســينګار به شي

تـــلـــلــي بــــلــــبـــلان د بــــــڼ پــــــه لــــوري الـــوتــــلـــــي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بـــيـــا بــه پـــه وچــو شـــونــډو وار د خــنــداګـانـو راشـي

پـــــه رقـــيـــبـــانـــو زلـــــزلــــه بــــــــه پـــه هـــر دم تـــېـــرېــــږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اغـــزي پـه ګـل بــدلـــېــږي خـوشــبـوى د قـامولــۍ كــړي

بــلـــبــلـــو ځــان ســـيـــنـــګــار كـــړو نــــو ې وايـــي تـــرانـــــه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لار ديـــــــــــووالــــــــــي دې پـــــــــــه نــــــــــــــــښـــه كـــانــــــــدي

كـــــــــه د ژونـــــــــــد نــــــــــاوې راوســــــــــــتـــل غـــــــــــــــواړي


شايد چې بعضې نقادان ما سره دا خبره ونه مني، ځكه چې هغو خو علامت مقرر كړي دې او هم هغه په استعمال كې راوړي، خو دا زما خپل خيال دى.

د ښاغلي كبير ستوري په فكر او خيال، شعور، د نغمو وار دى هغه په جار هم د پښتو په دار ختلى دى او په واضحه يې د پښتونخوا د بېرغ د رپولو هڅه كړې ده او دغه هڅه لا دوام لري. اوس به د هغوى څو هغه شعرونه رواخلم، چې په هغې كې د پښتونولۍ تذكره وي او ابلاغ هم لري.

كــــور زمــــوږ واك يـــې پـــردى دى دا تـرڅـو بـه وي تـر كومه

غــيــرت څــه شـو چـې خپــلـواك او خپل حقونه راپيدا كړي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا ســـتــوري د اســـمـــــان ورتــــــــــــه رڼـــــــا كــــــــوي ولاړ دي

نــــقــــــشــــه كـــې د نــړۍ د پـــښـــتـــونخـــوا نوم ليكل كېږي.


دې ته په شعر كې د ابلاغ نوم وركولى شي. ددې د شعر دا هم يو خاص او انفرادي سبك دى، چې په ډېر ساده او اسانو تورو كې خپل پېغام ګردې نړۍ ته رسوي. د شعر بنسټ د پښتو او پښتونولۍ دى. ګران ستورى كله ناكله د ژوند په تيارو كې هم لكه د فلسفيانو خپل مسلكي اميدونه ويني او شايد چې په دې ژبه موږ نه، بلكې هغه پخپله عبور لري، ځكه چې هغه د فلسفې ماهر هم دى، هغه داسې ګويانه دى.

دا د فـــــلــــســــفــــيـــانــــو فــــلــــســــــــــفــــو كــــې شــــــــــــتـــــه

تـــــــــمــــــــه د ســــــــــبـــــــا تــــــورو تــــــيــــارو كـــــــې شـــــتـــــه


ددې باوجود چې هغه يو قابل شخصيت دى، ولې بيا هم د قافيې غلطي كوي لكه په ص (نهم) ملا پيدا، وينا، په ص (پنځه شپيتم) راخوره، ښاېسته، توده او ځاى په ځاى يې داسې سهوې كړي دي. ځينې وخت داسې خبره كوي، چې سمه نا اشنا لګي لكه د قلم په څوكه كر كول بيخي نا اشنا لګي تراوسه پورې چا هم د خپل قلم په څوكه كر نه دى كړى.

ســـــتــــوريــــه د قــلــــم پـــــه څـــــوكـــه كـــر د خـپـلــواكـۍ كوه

چـــــا چـــــې څــــه كــــرلـــي هـــم هــــغــه څـه يـــې رېـــبـــلــــي دي


دا يوه فني او فكري غلطي هم كېداى شي البته كه چرته دې كې دا وضاحت وي، چې ستورى د قلم توري په كاغذ هله ليكه، چې قلم ته پكې د خپلواكۍ سبق وي، خو د قلم په څوكه كر كول ښه نه لګي او د زړه او ذهن ژورو ته نه شي كوزېدى. د ستوري شعري تصور كې قامي تشخص غورځنګونه كړي دي. عشق يې پښتو ده او ليلى يې پښتونخوا ده. كه په شعر كې يې د رومانيت نازك او باريك تارونه چېړلي دي، خو د پښتونولۍ لمن يې ټينګه نيولې ده.

د قــــام وطـــــن لـــــــــه سپـــــــــېــــلـــــــــــنـــــى دې كـــــړه ځـــــــان

ســــــتـــوريــــــه پـــــه عــــــشـــــق كــې ســـر ساتـــل مـــه غـواړه


نظم (د مينې لوظ) په شعرونو كې ډېره ښه منظركشي كړې ده:

غــــلـــــي يـــــې وكــــتــــل مــــســــكــــۍ شــــــوه لاړه

د كــــوڅـــــــې ګـــــــــــوټ كــــــــــې راتـــــــــه وه ولاړه

د مــــيـــنـــې لوظ كې يې راټــــيــــنـــګ كـــړمـــه زه

چـــكـــــر تـــــه ووتـــــو د ســــيــــــنـــــد پـــــــــه غــــــاړه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چـــې د ژونــد خــــبــرې هـــرڅـــومـــره تــرخې شي

چې داسـتاد شـونـډو رنـګ واخلي خوږې شي


موږ د پورته شعرونو په تناظر دا ويلاى شو، چې د ستوري شعر چې څومره يون كړى دى، نو هغه پكې كامرانه ښكاري، هغه ځانته دا هدف ټاكلى دى، چې پښتانه د غفلت له خوبه راجګول غواړي او پښتون په يو مركز ليدل غواړي. د هغه د فكر هئيت بيا بيا پښتون ته وړانديز كوي.

پــــــه نـــــاســــــــتـــه نــــه شـــــــي خــــــــوځـــــــــېــــدل غـــــــواړي

څـــــوك چــــــــې مــــــــــنـــــزل تـــــــــه رســـــــېــــــدل غــــــــــواړي


د ښاغلي ستوري په شعري مجموعه ډېر څه ويل كېداى هم شي او ډېر څه رقم كېداى هم، د هغه فن د كمال نه مبرا نه دى. په هغه كې د يو ځانګړي شاعر خوبي موجوديت لري، د هغه الوت لكه د عقاب غوندې خودي لري. ژبه يې هم روانه ده، ساده ده، سوچه ده او ابلاغ يې د شعر خاص ارزښت سېوا كړى دى، خو په بښنه دا خبره كول مناسب ګڼم، چې په ستوري صيب سياست ډېره غلبه كړې او په خپلو زياتو شعرونو كې يې خپله سياسي نظريه رانغښتې ده، خو تر دې دومره بحث وروسته دا ادراك كېداى شي او دا خبره جوتېږي، چې ستورى د پښتو او پښتونولۍ شاعر دى او دې نه علاوه پكې د يو ښه شاعر رنګونه شوخ دي. د كتاب په كيڼ طرف د ستوري تصوير او لنډه پېژندګلوي شوې ده.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

جمشيد نديم نيازى

ليكوال، شاعر

Jamshed Nadem Niazi

Writer, Poet