ستورى ا و سندريز پېغام

خداى بښلى ډاكټر كبير ستورى د پښتون قام او ژبې په دنيا كې يو داسې قداّور او معتبر نوم دى، چې د شخصيت فكر او فن اوازې او انګازې يې په هر لور خورې ورې دي او د هر چا په زړه كې يې ځان ته ځاى جوړ كړى دى. د هغه سپين سپېڅلى شخصيت روڼ روښانه تندى، خوږه او پسته لهجه په خبرو كې د پوهې او علميت نښې مهذب او مودب انداز د هر چا احترام او هر چا سره مينه د خپل قام او ژبې د خوشحالۍ او سوكالۍ دپاره هر وخت هلې ځلې د تعليم د اهميت او افاديت نه خپل قام خبرول د نوموړي د ژوند تر ټولو لوى مرام و.

ارواښاد د لوړو زده كړو نه پس د جرمني په هېواد كې د ډاكټرۍ پېشه خپله كړې وه، چې غوښتل يې له هم دې لارې څخه د انسانيت خدمت وكړي او كه چېرې موږ د ډاكټر ستوري په ژوند نظر واچوو، نو هغه پخپل دغه نيك مقصد كې تر ډېره حده پورې برياليتوب ترلاسه كړى و. هغه يو مستقل مزاجه انسان و، ځكه نو په سفر او حضر داخل او خارج شپه او ورځ غرض دا چې هر وخت د خپل مقصد حيات دپاره متحرك و او هغه د انسانيت د خدمت ترڅنګ د خپلې ژبې ادب او خپل قام د پرمختګ او ښېرازۍ فلسفه وه، چې نوموړي ددې غرض دپاره خپل ټول خوبونه، اراېشونه او سهولتونه قربان كړي وو. هغه د پښتون قام د يووالي، تعليم، ترقۍ او خوشحالۍ ډېر ارماني او داعي و او هم دې مقصد دپاره يې د ليك لوست موْثره او معتبره لاره خپله كړې وه او بيا يې د خپل قام د اسانۍ دپاره د ادب دواړه څانګې نظم او نثر خپل كړي او غوره كړي وو.

په ذهني توګه هغه يو انقلابي او بالغ نظر شاعر اديب و. په جسماني توګه هغه نسبتاً كمزورى و، خو خوى يې دروند او خصلت يې مضبوط و. طبعاً هغه يو چست او چابك سړى و، مزاج يې نرم او نفيس و، خبرې يې خوږې هم وې او درنې هم، بلكې ټولې خبرې يې د كار وې. بنيادي طور يو بې ازاره او بې ضرره و او د هر چا سره يې تعلق او تړون بيخي بې غرضه او بې لالچه و. پخپله يې تعلق د پښتنو د يوسفزو قبيلې سره و، خو په مجموعي توګه هر پښتون يې د سترګو تور او د زړه ټكور ګڼلو.

همدغه وجه ده، چې خپل ټول ژوند يې د پښتو او پښتنو دپاره بښلى و او كه هغه هرڅو د جرمني غوندې كاروباري ملك او مادي ماحول كې اوسېده، بلكې هغه په بنيادي توګه د دوو پيسو ګټلو په خاطر د مسافرۍ دغه اذيت ناك او كربناك ژوند ته غاړه ايښې وه، خو سره ددې يې خپل قام او خپله ژبه يو ساعت هم له خياله نه ده ويستې او د جرمني څخه يې هم د پښتو مطبوعاتو، پښتنو شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او نورو اړوندو كسانو سره برابر تماس نيولى دى، بلكې په ديار غېر كې يې د پښتنو د ترقۍ، شناخت او پرمختګ په خاطر د پښتون سوشل ډيموكريټك پارټي جوړه كړې وه، چې د خپل قام او ژبې د خدمت په اړوند يې ډېر فعال او يادګار رول لوبولى دى. هم په دې دوران كې به چې هر كله په افغانستان، پاكستان يا بل كوم هېواد كې كومه غونډه جوړه شوه، نو ډاكټر كبير ستورى به ارومرو ځان وررسولو او د خپل قام او ژبې د نماېنده ګۍ حق به يې ادا كاوه.

په تېره بيا كله به چې پېښور ته راغلو، نو دلته به يې خامخا په ادبي او ثقافتي غونډو كې هم ګډون كاوه او ددې ځاى د شاعرانو، اديبانو، هنرمندانو او صحافيانو نه علاوه به قام پرستو سياستمدارانو سره هم يې ليدل كتل كول او د دوى سره به يې د پښتو ژبې او پښتون قام په موجوده حالاتو اوږده اوږده علمي بحثونه كول او هم دغه ادبي او ثقافتي تعلق او تړون و، چې د ستوري فكر او فن ته يې لا نوره ښكلا او ځلا وركړې وه او هم دغه Commitment و، چې ستورى يې پخپل مقصد كې د برياليتوب تر مقامه رسولى و او د هغه په فكر او پوهې كې د پوخوالي او پراخوالي سبب ګرځېدلى و. د ارواښاد د خبرو اكثر موضوع به د پښتون قام ماضي، حال او مستقبل و. هم په دې موضوع به ستوري د هر چا سره بحثونه كول، د هر چا وړانديزونه او دليلونه به يې په ډېره توجو او رغبت سره اورېدل او بيا به يې ترې د ضرورت په وخت استفاده هم كوله.

هر كله چې د پښتنو په لوى كور افغانستان روسي يرغلګرو تېرى وكړ او سمسور افغانستان يې د بارودو په شنو لوخړو كې لولپه كړ، نو د يو افغان په حيث ډاكټر كبير ستورى هم په دغو لوخړو كې در په ديكه شو او د حالاتو دغه توپان ډېر وخوځولو او ويې ځنګولو، خو د حالاتو مقابله يې ډېره په جراْت او استقامت سره وكړه. د رحمان بابا په قول، چې:

لـــــكــــه ونــــــه مســـــــتـــقــــــيــم پــخـــــــپـــل مــــــقــــــام يــــــــم

كــــــه خـــــــــزان رابـــــــــانـــــــــدې راشـــــــي كـــــــــه بــــــــــهــــار


او بيا هر كله چې د جهاد په مقدسه فريضه ترسره كولو افغانانو خپل دښمن ته ماتې وركړه، نو لكه د نورو افغانانو كبير ستورى هم خوشحال شو، په دې هيله چې زموږ هېواد به يو ځل بيا سمسور شي، خو متاسفانه چې د روسي تېري نه پس افغانستان كې خپل منځي جنګونه پيل شول او بيا افغانستان داسې لوټې لوټې شو، چې په كنډواله ياد شو، خو ستوري بيا هم همت ونه باېللو او د خوشال بابا په وينا، چې:

كـــــه اســــمــــان دې د زمــــــــري پــــه خـــــــولــــه كــــې وركــــړه

د زمــــــري پـــــــــه خـــــــولـــــــه كـــــې مــــــه پــــرېــــږده هــــمـــت


هم دا وه، چې افغانستان د درېو لسيزو د غرغنډو او بربادېدو نه پس يو ځل بيا د ابادۍ او سوكالۍ په طرف روان شوى دى او تس نس افغانان د هجرت نه پس اوس خپل وطن په ډېر عزت او درناوى راستنېږي او هيله كېږي، چې ډېر زر به ټول افغانان خپل هېواد ته راشي او د خپل وطن د بياودانۍ په كارونو كې به خپله برخه واخلي او د ډاكټر كبير ستوري مرحوم روح ته به سكون او راحت ورسوي او د يو ډاكټر كبير ستوري روح ته نه، بلكې د ټولو شهيدانو روحونه به خوشحاله او خندان شي.

د ډاكټر كبير ستوري شخصيت ګڼ اړخونه او رخونه لري، ځكه نو د هغوى په شخصيت نور هم ډېر څه ويلى او ليكلى شي، خو دليك طوالت مې د لارې خنډ جوړېږي، ځكه نو د شخصيت او فكر متعلق يې په ذكر شوو خبرو اكتفا كوم او بيا د فن يوه اجمالي خاكه يې دلته د مثال په ډول ذكر كوم.

ارواښاد ډاكټر كبير ستورى لكه چې مخكې ويل شوي دي، چې د يو ښه انسان سره سره يو ښه شاعر او اديب هم و او بيا د نظم او نثر دواړو په حواله يې خپل يو نوم لرلو او تر دې وخت پورې يې د نظم او نثر تقريباً څه يو درجن كتابونه ليكلي دي، چې پكې زياتره چاپ شوي هم دي او دا وخت يې شعري مجموعه سندريز پېغام زما مخې ته پرته ده، چې رنګينه سرپاڼه، معياري كاغذ او 144 مخونه لري، چې په كال 2002 كې د پښتونخوا د پوهنې دېرې _ پېښور له خوا په دانش كتابتون كې چاپ شوې ده. تړون يې د پښتو د نوموړي شاعر او اديب ښاغلي لايق زاده لايق په نوم شوى دى او سريزه پرې پروفېسر اباسين يوسفزي ليكلې ده، چې پكې يې د ښاغلي كبير ستوري د فكر او فن ښه كوټلې جاېزه اخيستې ده.

هر كله چې موږ د ارواښاد كبير ستوري ددې شعري مجموعې مطالعه كوو، نو راته دده د فن ګڼ رنګونه او قسمونه په نظر راځي، چې پكې مينه، محبت، مېړانه، جرات، پښتونولي، وطن دوستي، لوظ، حسن او جمال، غم د جانان او غم د دوران، لنډه دا چې د ژوند په هر اړخ پكې شعرونه په نظر راځي، چې يو طرف ته د شاعر په فهم او فراست دلالت كوي او بل طرف ته زموږ د ټكورونو كار كوي.

د كتاب لومړى شعر يې دا دى:

ګـــــــنـــاه د بــــل چــــــا نــــــه ده دا زمــــــوږ خــــپـــلـــه ګـــنـــاه ده

پـــښـــتـــو پـــښـــتــونـــولـــۍ تــــه اړولـــې چـــې مــــو شـــاه ده


ددې شعر نه دا اندازه په اسانۍ سره لګېدى شي، چې ښاغلى شاعر پخپل قام او خپله ژبه څومره مَېن دى، ځكه چې صرف دا يو شعر نه بلكې پوره غزل يې د هم دې موضوع نه ځار كړى دى.

همدغسې يې په ټول كتاب كې زياتر كلام په پښتو او پښتونولۍ مشتمل دى لكه چې يو بل ځاى كې وايي:

بې پـــښتو نـــه شې پـــه پښـتو بـــانـــدې پـــښـــتــو بــــه كـــوې

د مـيـــنــې ســـتـوري تـه د خـــپــلــې پـــښـــتـــو رنـــګ وركـــړه


او يا دا چې:

چــــــا چـــــې ده لـــيـــدلـــې پـــه ســـتـــايـــلـــو يـــې مـــړېـــږي نـــه

يـو خــوا يـې ښــاېـــست دى بــل صـــفــت يې د پښـــتو كوي


كه څه هم د ستوري د شعرۍ مركز او محور پښتو او پښتونولي ده، خو ددې ترڅنګ هغه په هره موضوع قلم پورته كړى دى، چې د نمونې څو شعرونه يې داسې دي:

د عـــشـــــــق كـــار كـــــــې د هــــــــر چـــــــا ده بــــېــــلـــه بـــرخـــــه

د چــــــــا ســـــــتـــورى دى تــــــــــيـــاره، د چـــــــــا ځــــلــــــېــــږي

د ګل ښــــاېــــســــت نـــــه چـــې پــــه بــــڼ كــــې بلـبلان ځارېږي

پــــور دې وركـــړى دى كـــه ګل د ښـــاېـــست غـــلا كــــړې ده

كــــلي نــــه وځــــي خـــــــــو لــــــــه ولـــــــســــه وتـــل نــــه مـــنـــي

تل په ټولـنـيـز ژونــد كـــې انــصــاف او عــدالــت غــــواړي

چـې د بـخـت سـتورى مـې د عـشـق اسـمــان كــې وځـــلــېــدو

خــــداېــــږو د كـــلــــي لــــــويـــــــو وړو راتــــــه دعـــــا كـــــړې ده


ددې شعرونو په اساس موږ دا خبره په ډانګ پيېلې توګه كولى شو، چې ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د ژوند شاعر دى او د ژوند شاعر كله هم نه مري، بلكې چې ترڅو ژوند وي، نو تر هغې به د هغه فن هم ژوندى وي او هر پښتون به د خپل دغه اتل شخصيت په كار او زيار وياړ كوي او دده خدمتونو ته به د ستاينې او ډاډګيرنې امېلونه په غاړه كوي.

مــا وې چـــې زه بـــه د جــــانـــــان ښــــكـلــى تصــويـــر جـــوړوم

زه اعتراف د عجز و فـن كـــړم مــا تــصـــويـــر جـــوړ نــه كـــړو


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

فيروز خان صادق

ژورنالست ، شاعر، لیکوال،د وحدت ادبي ټولنی کوهاټ مشر سيکرټر

Feroz Khan Sadiq

Writer, Poet, Journalist, Wahdat Adabi Tolani Secretary