ستورى د ادب، كه د اسمان

دا پـــــېــــــغــــــام د لــــــېـــــونــــــــــي دى

د ســــــــــــنــــــــــدرو بــــــــــــــــــاد راوړى

څـــومــره خــوږ څــومـــره شيرين دى

دا ســـــــــــــــلام د لـــــــــــــېـــــونـــــي دى

د وږمــــــــــــو فـــــــــــــريـــــــــــــاد راوړى

څــومـــره درد څــومــره غمـګيـن دى


دا پېغام د يو پښتون دى، په پښتو كې پښتنو ته چې زېرى هم دى، رڼا هم لري، ښكلا او سوچ هم، پېغام يو لوى لفظ دى، چې ځان كې وسعت هم لري او معنى هم. د وخت لويو لويو ذهنونو وخت په وخت خپل پېغامونه خپل اولس ته رسولي دي. ډاكټر كبير ستورى هم په هغه ذهنونو كې شامل دى.

د ډاكټر صيب پيغام د پښتو كلتور او د خپلې خاورې سره تړلى دى او هغه ذهنونه خپل رواياتو پله رابللي، چا چې خپلې ژبې او ثقافت نه شا كړې ده او خپله بدبختي ورته په ډاګه كوي:

ګـــنــاه د بـــل چــــا نـــه ده دا زمـــوږ خـپـلـه ګــنــاه ده

پــښــتو، پــښــتـونــولۍ تـه اړولــې چې مو شاه ده

پښتو تش ژبه نه ده دا د ژونـد ښـكلـى قانون دى

پښتو او د پښتون تــورو كې ښــه لـويـه مـــانـــا ده


د ډاكټر صيب پېغام ساده، روان او سپېڅلى دى. موسيقيت لري. هره ليكنه يې مقصد او معنويت لري، چاته پكې د خپل سوال جواب نو چاته پكې د خپل سوال جواب، نو چاته پكې د خوبونو تعبير او چاته پكې خپل حق د غوښتنې تقاضا او چاته پكې د حق وركولو ياداشت، چاته پكې د خپلې ژبې د غوښتنې ارمان، نو چاته پكې د ژبې ازادي.

د مېن پرې مينه ماتېږي، نو د تږي پرې تنده ماتېږي. څوك ترې مينه اخلي، نو څوك ترې سبق اخلي.

ښــكــلا پـرســتــه ده ښـاېسته ښـكلى جـهان غواړي

د محــبـت جــذبـــه پـــه زړه كـــې د انـــســان غـــواړي

په دې پوهېږي چې بې مينـې ژوند ګلان نه نيسي

لـلـمه د ژونـد د مــيــنې ښه په شــړك باران غواړي


خوبولي راويښول او شبګير ويده كول، د ډاكټر صيب خوبي ده. په ژوند او په انسان مېن دى، د ژوند صفت پېژني، نورو سره ددغه تړون او دغه رشتې پېژندګلوي دده د سوچ او دده د فن كمال دى. دا د ډاكټر صيب د هڅو نتيجه ده، چې په خپل پېغام رسولو كې كامياب شوى دى او تر كومه حده پورې هغه د سندريز پېغام د لوست نه كېدى شي، چې د ډېرو تجربو نچوړ پكې ډېر په واضحه او په اسانه ترلاسه كېدى شي.

ډاكټر كبير ستورى، چې د خپلې خاورې نه ډېر لرې اوسي او په يوه داسې سيمه كې په داسې خاوره كې، چې دى يې پېژني، خو هغه يې نه پېژني. دغه وجه ده، چې د خپلې خاورې او وطن سره مينه يې ځوروي هم او ښادوي هم.ډاكټر صيب ډېر عالم، فاضل سړى، نظم او نثر دواړه ليكي. بې شمېره كتابونه يې چاپ شوي دي. په سندريز پېغام كې يې د نظم او غزل ژبه بيخي سوچه او پښتنه ده، د خپل هېواد نه لرې د يورپ په فضاګانو كې هم ډاكټر صيب د ګودر، منګي او د پښتونوالې خبرې كوي.

ســتــورى پــه وطـــن مـــېــن دى نـــه دى پــه شــــيــن خــال مـــېـن

ټولــــه شــــپـــه ګــــزمــــه د پــښـــتــونـــخـــوا پــه ســر درو كــــوي


دا دوه شعرونه يې وګورئ:

پــښــتــو كوم، پــښتو پالم پښتون زلمى يمه زه

د پښتو سر خـــپــل زاروم د قــام بــچــى يـــمــه زه

د اتــفــاق او ورورولـۍ تــخــم مــالــت كــې كــرم

وږمــــه د ســولــې خــپــرومــه پــســـرلـــى يـــمــه زه


د ډاكټر صيب ستوري غزل د نظم په مائل دى، په غزل كې يې د نظم رنګونه ليدل كېږي او زما په خيال دا د جديد غزل تقاضا هم ده.

د سندريز پېغام په غزلونو كې يوه نوې خبره مې دا نوټ كړه او هغه دا چې هر غزل د يو عنوان لاندې ليكل شوى د. لكه د “سلا” تر عنوان لاندې دا غزل:

لكـه چـــې زړه دې زمـــا زړه ســـره ســـلا كــړې ده

زمـــا پــــه زړه چــــې وه هـــغـه خـــبــره تــا كـــړې ده

نـور د رېـــبـار د ورلــېــږلـو حـاجـت پـاتـې نـه شـو

وعده د مـينـې دې په ډاګـه په ريښتيا كړې ده


د بل غزل دا څو شعرونه يې وګورئ، “د خالونو نوكران” تر سرليك لاندې:

ټول ټبر يې فخر په اوږدو ښكلـــو ويــــښــتو كــوي

هر مازيــګـــرى ورتـــه لــــوګـــى د ســپــېلــنــو كـوي

ډېـــره نــــازولـــې ده د مـــور او پــلار نـيـازبـيـنـه ده

قدر يې په خپل كـور كې پـشـان د مـېـلمـنو كوي

درې او په څلورو مـعـشـوقو لا شـېـخ قانع نه دى

هـره ورځ دعــا كــې ســوال د حورو د كمڅو كوي


اخره كې خبرې به په دې ټپه راټولې كړو:

پـــــــه ســــــــــفـــر ځــــــې خــــــــــــال مـــــــــــې ســــــــهـــــــــي كــــــــړه

د انــګــلـــســـتــان د جــــونـــو نـــشــــــتــه شـــــنــه خــــالــــــونــــه

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

فياض شاداب

ليکوال ، شاعر

Fyaz Shadab

Poet, Writer