د ډاکتر کبیر ستوری « ویره »

د شپی په خوره غیږه کې خاموشۍ اړخونه بدلول، ولی په دغه خاموشی کې د ناقرارۍ یو داسی کیفیت زه په مخه اخستی وم چې ما ورله د لفظونو لټون نشو کولی . دټولې ورځې د تودو سړونه پس ما ایله ډډه لګولې وه او په دغه خاموشی کې مې د اوده کیدو کوشش کولو. څو ځله مې سترګې پټې کړې ولی بیا به مې لاشعوری طور سترګې پرانستې . ما په توره تیاره کې ګیرچاپیره وکتل ناڅاپی مې داسې محسوسه کړه لکه چې د کمرې (کوټی)دروازه چا خلاصه کړې وه . د زړه د رزا مې سیوا شوه مرۍ مې اوچه کلکه شوه او سترګې مې نورې هم وازې کړې . په کمره کې ما د چا موجودیت بیا بیا محسوسولو،څو ځله مې اراده وکړه چې پاڅم او بجلی بله کړم . خو هر اندام مې کلک ونختو . په ټول وجود مې نرۍ نرۍ خوله راماته شوه .

ما هیڅ فیصله نشوه کولی په زور مې سترګې پټې کړې د یو ساعت لپاره مې دغه وهم او دغه ویره هیره کړه. ولې ساعت پس مې بیا د دروازې اواز محسوس کړو دا ځل چې مې په تیاره کې وکتل نو یو غټ پټ سړی راته مخامخ ولاړ ؤ ما د هغه سترګې نشوی لیدلی . خو چې په بق بق ئې وخندل نو مائې په توره تیاره کې لوئې لوئې غاښونه ولیدل . چې څومره کلمې راته یادې وې هغه مې په ځان چف کړې . خو «دوار خطا يۍ » او « ویرې » په وجه پوهه نشوم چې کومه کلمه مې کله مې ووئيله زړه راته وئيل چې « چغې کړه » ولې د خلې نه مې اواز چرته وتو، ټوله شپه مې په داسې حال کې تیره کړه.

چې رڼا ولګیده نو په وار خطائۍ مې دروازې ته وکتل دروازه هم همغسې بنده وه چی ما د شپې نه بنده کړې وه . په کمره کې مې د چا د پښو خاپی ولټول خو هیڅ هم نه ؤ . ما یوه لپه او به وڅښلې او یوې اوږدې ساه اخستو سره مې دومره قدرې ووې « چې بلا وه بری ئې نه ؤ » دا بلا دا ویره، دا وهم او داګمانونه زمونږ د لاشعور نه شعورته راځی او قدم په قدم زمونږ د ژوند په لاره کې خنډ کیږی . سوول دا دی چې ویره څه شی دی دا له کومې لاشعور ته راځی او کوم هاغه عوامل دی چې په ویره نوره هم اضافه کوی . کومې ددغه لارې چارې دی چې مونږ د وهمونو او ګمانونو ددې زاندان نه ویستی شی .

دا ټولې خبرې د پښتو ژبې شاعر او د سائیکالوجی د علم ډاکتر کبیر ستوری په خپل کتاب « ویره » کې راغونډې کړی دی ډاکتر کبیر ستوری که یو خوا د پښتون قام پرست په حیث پیژندلی شی نوبل خوائې په پښتو شاعرۍ کې د « قلم توره » او « ژوندی خیالونه » ډیر لوئې ارزښت لری په دغه شعری مجموعو کې ډاکتر کبیر ستوری د هر ډول طبع ازمائی کړی ده .

خو مجموعی طور ئې د خپل قام او د خپل اولس غم ژړلی دی . د پښتون د سباوون امیدونه ئې په زړه پورې ټینګ نیولی دی . د مایوسی په دغه تورتم کې ئې د رجائیت لمن ټینګه نیولی ده. دغه ځانګړی انداز ډاکتر کبیر ستوری ته یو اوچت مقام وربخښلی دی .

ډاکتر کبیر ستوری د ساه پوهنی سائیکالوجی د علم ما هر دی او چې څنګه د انسانی نفاسیاتو پحقله علم لری دغه رنګ د شعر په ژبه ددغه نفسیاتو ترجمانی هم کولی شی د شاعری هوښیارتیا سره سره دده دوه کتابونه « د هوښیارتیا تله » او ژبسا پوهنه د سائیکالوجی په حواله په پښتو کې د انفرادی حیثیت کتابونه دی . خو ددغه ټولو ادبی کوششونو نه یو اړخ نن مونږ د ډاکتر کبیر ستوری کتنه د « ویرې » په آئینه کې کوو .

ویره په یو سل اولس مخونو خور کتاب دی چې په یو داسې موضوع لیکلی شوی چې زموږ د امروزه ژوند سره ډیر ژور تعلق لری . په طبی لحاظ سره که وکتی شی نو په سلو کې یو کم سل مریضان د « وهم » شک ، او ګمان له ویرې مریضان دی په دی کتاب کې د هاغه ټولو عواملو احاطه شوې ده د کومو په جه چې دا رقم حالات مخی ته راتلی شی.

په دی لړ کې ډاکتر کبیر ستوری دهاغه ټولو پوهانو د افکارونه فائده اخستې ده چا چې د تجربو او څیړنو په ذریعه د ویری عوامل لټولی دی په دغه پوهانو کې د « فراید » « یونګ » « ویلهم » او« الفرد ادلر » نامی د ذکر وړ دی چا چې د انسانی د ژوند په دغه اړخ څیړنې کړی دی او داسې نتیجو ته رسیدلی دی چې د هغې نه په تناظر کې مونږ کولی شو چې د خپل ژوند د ویرې ترهې دغه زهر ژنه تبه په اسانه لری کړی شو ځکه چې دا ژوند دا ورځې شپې ډیرې مختصرې دی، چې په دی کې د سړی سره یوه لاشعوری ویره ملګرې شی نو بیا د ژوند دا لمحې دا ورځې، شپې ډیرې ګرانې شی نو غوره خبره دا ده چې د مکمل اعتماد او حوصلې په بنیاد د حالاتو مقابله وکړی شی .

د ډاکتر کبیر ستوری « ویره » په دې وجه هم ډیر انفرادی(ځانګړی) کتاب دی چې تر اوسه پورې په دی موضوع چا لیکل نه دی کړی . او بیا په خصوصی توګه د غربی پوهانو د افکارو ژباړنه ډیره کمه شویده، ولی محترم لیکوال د خپل علمیت او پوهې په بنیاد دغه ګرانه ډیره اسانه کړې ده او په ډیره روانه پښتو کې ئې د « ویری » په حواله ډیر ګټور ليکل کړی دی .

« ویره » ټول ټال « شپږویشت » موضوعات لری چې په کې د څیړنکارو هاغه ټول ژورمشاهدات هم شامل دی . د کومو په ذریعه چې دا معلومه کړلی شوه چې يو انسان ولی ویره کوی . او په کوم حال کې کوم قسم ویره مینځ ته راځی په دی کتاب کې د مثالونو په ذریعه د ویرې د مختلفو حالاتو ذکر شویدی . دغه رنګ یو لوستونکی د کتاب په لفظونو کې دننه د خپل ځان مشاهده کولی شی .

د کتاب په اخری برخه کې ډاکتر کبیر ستوری د یوې سوال نامی په شکل کې داسې جدول ورکړی دی کوم چې ددی فیصله کوی چې یو انسان څومره ویره کوی بیا هغه څومره دروغ یا رښتیا وائی د سوالونو ځوابونو دا تسلسل ډیر خوندور او په زړه پورې دی ځکه چې د هر سوال سره لوستونکی د خپل ذات په هنداره کې د ځان ژوره کتنه کوی . او چې کله ټول سوالونه حل کړی نو په اخره کې بیا د فیصلی تعین کولی شی .

د پښتو ژبې پښتو ادب لمن د داسې قسم کتابونه نه بیخی خالی ده او حقه خبره دا ده چې مونږ د ادب لطیف د تحلیق سره سره د داسی تحقیقی کتابونو ډیر زیات ضرورت لرو ځکه چې ژبه هله د سیالو سره سیاله کیدلی شی چې هغه د نورو ژبو د تخلیقاتو او تحقیقاتو نه استفاده وکړی . زمونږ د ولسی ژوند په مقابله کې د نړۍ قامونه ډیر په وړاندې تللی دې . او هاغه منزلونو ته رسیدلی دی د کوم په لار چې زمونږ ډیر مزل پاتی دی . دا مزل مونږ په ژباړنو رالنډولی شو ځکه چې داسی به د پښتو لوستونکی ددغه نورو قامونو د پوهانو د مشاهداتونه خبر شی .

ډاکتر کبیر ستوری چې د ژوند په ټولو زموزو پوهه دی . دا هنر لری چې د خپلی مطالعې او د خپلې پوهې ټول اړخونه د لوستونکو سره شریک کړی . دا ځکه چې ډاکتر کبیر ستوری خپل ولس،خپل قام سرلوړی لیدل غواړی . او دغه سرلوړی په علم کې ده ، په پوهه کې ده. کوم قامونه چې د علم په کالو ځان سینګار کړی نو دغه قامونه بیا سیالی کولی شی .

« ویره » په پښتو ژبه کې یو داسې ګټه وره اضافه ده چې هر چا ته یی خپله ائینه په لاس کې ورکړی. په دې خیال، په دی غرض چې هر لوستونکی د کتاب د ټکو سره سره د خپل زړه په درزیدو هم نظر ولری او دا فیصله په خپله وکړی چې په عملی ژوند کې کومه ویره د هغه ملګرې ده .

ډاکتر کبیر ستوری د مختلفو اعصبی مرضونو د ذکر سره سره د هغې د علاج په حقله هم تفصیل ښودلی دی او ځنی هاغه د وايانې ئې هم ذکر کړی دی کومې چې د ویرې په حال کې مدد کولی شی . ډاکتر کبیر ستوری چې د خوشحال بابا د ویرې په حواله کوم شعر لیکی دی زه دا خپله لیکنه هم په دغه شعر راغونډوم چې …

زه خوشحال کمزوری نه یم چـې به ډار کړم

په ښکاره نعرې وهم چې خله ئې راکـــــــــړه


لايــق زاده لايـق

شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مـــشـر

Laiq Zada Laiq

Poet, Writer, Journalist, Chairman of Da Pakhtoonkhwa Da Pohane Dera, Director of Kohat Radio Peshawar