ارواښاد ستوری ژبپوه هم ؤ !

د پښتو ادب د يو بل نوموتي قلموال او ارواښاد له نامه به يې راپيل كړم. د پښتو د اوسمهالي كره ادب ځير كتوونكي او څېړونكي ارواښاد كانديد اكاډميسين محمد صديق روهي په خپل ارزښتناك اثر “ادبي څېړنو” كې:”موږ په خپل ليكنيز ادب كې د ادبي څېړنو په څېر ډېر كم داسې كتابونه لرو، چې هغه اثارو د ليكوالو په ژوند كې د كلاسيك ارزښت خپل كړى” موږ د يوه كلاسيك او ارزښتمن اثر په توګه منلى، د لوى خوشال بابا په اړه ليكي:”خوشال بابا څه نه وو، چې و”. د پورتنۍ پخې خبرې مانا دا ده، چې د لوى خوشال بابا د فكر پلوشې دومره روڼې، تيزې او پراخې وې، چې هر لوري ته رسېدلې او خپرې شوې وې او ډېر تياره ګوټونه يې د خپل فكر په ځلا راڼه كړي دي. رښتيا هم چې موږ خپل مشران په مړينه پېژنو.

ارواښاد ستورى هغه وخت، چې لا ارواښاد شوى نه و، يواځې مې په نامه پېژنده، علت يې ښايي دا وي، چې د هغه ډېرى اثار د هغه په ژوند نه و چاپ شوي او يا تر موږ نه وو رارسېدلي، خو كله چې دغه درنه هستي رانه په فزيكي لحاظ پناه شوه، د هغه ټول اثار چاپ شول، تر موږ هم راورسېدل. ما يې په دې وروستيو كې ځينې اثار ولوستل، د هغه د اثارو په لوستو ماته د روهي صيب هغه خبره راپه زړه شوه، چې په لږ و ډېر توپير د ارواښاد ستوري په اړه سمه برېښي.

هسې خو د ارواښاد ستوري له نامه سره د ليكوال،شاعر، سياستوال او ساپوه نومونه تكراري ليكل شوي، خو ارواښاد دومره محدود نه و، بلكې لږ څه نور هم و. زه دا منم چې ارواښاد ستورى ليكوال، شاعر، ساپوه او سياستوال و، خو ددې ترڅنګ ښه سياستپوه، ژبپوه، تاريخپوه، ټبر پوه او ژورنالست هم و.نوموړي كه له يوې خوا شاعري كړې او په هغه كې يې د نورمونو خيال ساتلى، له بلې خوا يې عاطفه، صميميت او پېغام هغه څه دي، چې د خپل شعر په غېږ كې يې ځاى كړي دي. د شعر ترڅنګ يې د ليكنې ژبه هم خورا خوږه، روانه او ساده ده، چې تر ډېره پكې د ژبې د سوچه كارونې او معياريتوب ته ژمن پاتې شوى دى.

ارواښاد ستورى پښتون ملت پال، سياستوال و، چې د پښتون قوم په نامه يې سياست كاوه. هغه د پښتو (چې د پېرنګ له لاسه يوه برخه يې په تاريخي افغانستان او دوه نورې برخې يې د اوسني ځوان پاكستان په شمالي او جنوبي پښتونخوا او قبايلي سيمو كې خواره دي) يوموټي كول او په يو ټغر يې د هغوى راټولولو غوښتل. ستورى يو داسې سياستوال و، چې په اخلاقي لحاظ سپېڅلى او په سياسي تدبر منل شوى و، هغه د قومي مسئلې ژورو ته د هېوادنيو مسايلو نه ډېر ځير و، هغه قومي سياست د قومي اهدافو د ترلاسه كولو لپاره اړين باله، هغه په سياست كې يوه لاره نيولې وه، چې هغه د قومي اهدافو د غوښتنې لپاره د قومي سياست لاره وه، چې تر مرګه يې نه يواځې دا چې خپله لاره كږه نه كړه، بلكې نور ډېر پښتانه يې هم په دغه لار كې روزلي او پاللي دي.

ددې په څنګ كې ارواښاد ښه سياستپوه و، د سياست په ټولو جزياتو خبر و، تر دې چې د سياسي پوهانو ځينې نظريې، يې په كلكه رد كړي او په اړه يې خپل دريځ څرګند كړى. هغه دغه سياسي اصل و، چې په سياست كې په نېغه لاره تلل ناممكن ګڼي، ممكن كړي او په عملي ډول يې دغه ممكن توب خلكو ته ښودلى دى.

ارواښاد د سياستپوه ترڅنګ ښه تاريخپوه او ټبر پوه و، نه يواځې خپل ټول ټبرونه وروڼه، قومونه يې پېژندل، د هغوى په تاريخي ارزښت، د هغوى د ژبو په لهجو او د هغوى د دودونو، فلكلور او تاريخي ريښې ورمعلومې وې، د خپل تاريخ له جزياتو خبر و، پرې پوهېده او د نړېوال تاريخ مطالعه يې هم كړې وه، چې څرګندې بېلګې يې د هغه په ډېرى ليكنو او ويناو كې خوندي دي.ارواښاد په ادبپوهنه كې هم خپل زور ازمايلى و، په شعر او نثر يې كره كتنې كړې وې، چې نه يواځې د كره كتنې ټول اصول يې پكې له اړتيا سره سم په پام كې نيولي، بلكې ځينې وخت خو يې د شعر او نثر په اړه ځينې څرګندونې هم كړي دي، چې په دغه كړنې د ادبتيورۍ چوكاټ ته ورننوتى دى، ددغه ټولو خبرو ترڅنګ يو ښه ژبپوه هم و، چې د ژبساپوهنې په اثر كې يې د ژبې په اړه اوږدې او خوږې خبرې كړي.

زما پورتنۍ خبرې ښايي په ډېرو ښې ونه لګېږي او هسې خيالي ستاينه يې وبولي، خو دا حقيقت د سړي زړه ته هله ورلوېږي، چې كله د هغه مرحوم اثار او ليكنې په ځير سره وګوري. زه د پورتنيو ټولو خبرو د سپيناوي مسوْل نه يم (البته د اوس لپاره)، ځكه نور ليكوال او سياستوال هم د هغه په ژوند او فن خبرې كوي، زه دم ګړۍ يواځې او يواځي د هغه په ارزښتمن علمي اثر (ژبساپوهنه) باندې د خبرو واك لرم، ځكه زما د ليكنې موضوع هم په دغه اثر كې ژبې ته ځانګړې شوې ده.

ژبساپوهنه د ارواښاد ستوري د ګوتو په شمېر اثارو له ډلې يواځينى اثر دى، چې له خپل ار مسلك سره سم پر ژبه او ورسره په تړلو توكو غږېدلى دى. نوموړى اثر په دوه زرم زېږديز كال، د دوه زره ټوكو په شمېر “د پښتونخوا د پوهنې دېرې” له خوا د ډاكتر محمد فريد بزګر په ځانګړي اهتمام، په (150) مخونو كې خپور شوى دى.

د كتاب تړون د خوږ ژبي شاعر ښاغلي رحمت شاه ساېل په نامه شوى، چې د پښتو ادب مانوي پانګه ګڼل شوى دى. په ورپسې مخ كې په خپله د ليكوال او سايل صيب جوړه يو انځور خپور شوى، چې ددغه دواړو نوموتو قلموالو او سياستوالو د ملګرتوب راز پكې پروت دى. ډاكتر شاه جهان په لسو مخو كې پر كتاب سريزه كښلې، چې تر ډېره يې د هغه اثر ښه ارزولى دى.

ارواښاد ستوري كه له يوې خوا د لر و بر پښتون وجود د بيا پيوندولو هڅې كولې، نو له بلې خوا يې د خپل قوم ژبه هم له ياده نه ده ويستې او دغه ارزښتمنې پديدې ته يې د خپل ياد شوي اثر تر نيمايي زياته برخه ځانګړې كړې ده.نوموړي د ژبساپوهنې په پيل كې په انساني ژبه خبرې كړي او د ژوو له ژبې سره يې په توپيرونو غږېدلى، د ژبنيز جوړښت توكي، ګړ، ځپه، ويى او جمله يې په غوڅه توګه راپېژندلي دي. د ژبې د جوړښت او پيدايښت هغه لومړي حالتونه، چې انسانانو به د اشارو نه د يو بل د پوهولو راپوهولو نه پكې كار اخيسته، يو په بل پسې راسپړلى، د ليك ژبه يې څېړلې او د هغه په تاريخي ارزښت يې خبري كړي، د موسيقۍ ژبه يې تشريح كړې، په معياري او پوهنيزه ژبه كې يې د ژبې عام او خاص اړخونه لومړى ټاكلي او بيا يې پرې لنډې خبرې كړي، لهجه يې څېړلې او په پښتو مروجو لهجو او د هغوى په ځانګړنو يې خبرې كړي، ادبي ژبه يې راپېژندلې او پر ارزښت يې ګړېدلى دى.

په (77) مخ كې يې پر پښتو ژبه خبرې كړي او ويلي يې دي، چې پښتو يوه ډېره توانمنه ژبه ده، چې د غږونو يا تورو شمېر يې د انګليسي او الماني په پرتله زيات دى. هغه د الماني ژبې د تورو شمېر (30) او د انګليسي ژبې د تورو شمېر (26) يادوي، خو د پښتو ژبې د تورو شمېر، چې په عربي ليكدود كې په كار وړل كېږي، (46) ښېي.

كه څه هم د پښتو ژبې ټولو ګړنو ته لا تردې دمه توري نه دي ټاكل شوي، خو بيا هم د تورو شمېر يې د يادو شوو دوه ژبو په پرتله زيات دى، خو كه د وييپانګې خبره شي، دغه دواړه ژبې تر پښتو ډېره مړه وييپانګه لري، چې په پرتله يې د پښتو وييپانګه خورا كمزورې ده.، هغه ددغه نيمګړتيا علت ورته كار نه كېدل ښېي او زياتوي، چې پښتو ژبه د ودې توان لري، خو چا ورته كار نه دى كړى.

هغه د ژبې سوچه كارونې ته، چې د يوې ژبې د خپلواكۍ او مړښت اساسي شرط ګڼل كېږي، هم توجو كړې او د پښتو ژبې د سوچه كولو لپاره د نوو وييونو د جوړښت يا (ټرمينالوژۍ) ته د لنډ تاريخي شاليد په رڼا كې كتنه كړې او ددغه هڅو باني يې مومند بابا ښودلى دى. دا چې د نړۍ ډېرو قومونو د خپلې ژبې د سوچه كونې لپاره هڅې له پخوا نه ګړندۍ كړي او لا تر دې دمه روانې دي، په نږدې ايران او عربستان كې هم فارسي او عربي ژبې تر ډېره سوچه شوي او په شعوري ډول يې د سوچه كونې هڅې روانې دي، خو پښتون قوم كې دغه موضوع جنجالي شكل غوره كړى دى، ځينو ښاغليو د افراط لمن نيولې او ځينو نورو بيا د تفريط په سمندر كې ځانونه غرق كړي دي.

ارواښاد كبير ستورى يو د هغه منځ لارو ليكوالو نه و، چې ددغه دواړو بې خونده لارو پرځاى يې منځنۍ لاره نيولې وه، چې نمونې يې د هغه په هره ليكنه او وينا كې ليدلى او كتلى شو. د ژبې په اړه د هغه پورتني ليكل شوي موضوعات كه څه هم سولېدلى شكل لري، خو پكې ځانګړې او د پام وړ نوې خبرې شته، چې لوستوال ته ډېر څه وركول شي. ددې ترڅنګ ځينې داسې نوي مسايل پكې څېړل شوي، چې بل چا يې په اړه ښايي فكر هم نه وي كړى. لكه د ژبې د توان او ودې پيمانې، ژبه او پېښه، ژبه او سوچ، چې ددغې هرې موضوع په اړه يې ډېرې ښې او جالبې خبرې كړي، چې د نوښت ترڅنګ ارزښتمن موضوعات هم پكې تر سترګو كېږي.

په “ژبساپوهنه” كې د ژبنيزو موضوعاتو سربېره نور موضوعات هم راوړي، چې زه يې په لنډيز درپېژنم: پښتو د پښتونولۍ د برخې په توګه، پښتونولي، د پښتونولۍ د فلسفې بنسټ، پښتو، چې په دې كې يې پښتو ويل، پښتو ليكل تشريح كړي او پښتو يې د يوه قانون په توګه ياده كړې ده، د پښتو نسل او نسب يې تشريح كړى او په اړه يې د بېلابېلو پوهانو نظرونه راغونډ كړي دي، پښتونولي او اسلام، ژبه او قوم، د پښتو د قامي وحدت د بيا بشپړتيا نظريه، د يووالي فلسفه، په خپل وطن كې له ژبې او كلتور څخه پردې كېدنه، په پردي وطن كې د ژبې او كلتور څخه پردي كېدنه اور نور…

دا ټول موضوعات دي، چې ارواښاد د خپل ياد شوي علمي اثر په وروستۍ برخه كې ځاى كړي دي. په ټولنيز ه توګه په ژبساپوهنه كې خورا ښكلي موضوعات په روانه، ساده، خوږه او سوچه ژبه كښل شوي، چې لوستل يې لوړ ارزښت لري. كه مرګي پرې حمله نه وى كړى او له كوره ګور ته نه وى تللى، تمه وه چې په پښتو ادب، ژبه، سياست او خپل اّر مسلك كې به يې تر دې لا ښه او كره اثار پنځولي واى. خپله ليكنه د الفت صيب په دې شعر رانغاړم:

ډېر تفــاوت شته پــــه انسان كې د مانا په لحاظ

واړه لګيا دي ځينې ځان، ځينې جهان جوړوي


په ګور يې نور او اروا يې ښاده!

يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد

اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad31.flv]

محمد شعیب غروال

ليکوال

Mohammad Shoib Ghrewal

Writer