د پښتو پښتونولۍ ستوری

د دنيا په سر ډېرې ژبې موجودې دي، چې ويونكي يې د خپلو ورځنيو ټولنيزو روابطو، اړتياوو او راكړې وركړې لپاره د ټولنيزو پديدو په لړ كې د افهام او تفهيم د وسيلې په توګه كاروي. د هرې ژبې ويونكي هڅه كوي، چې د خپلې ژبې د الفاظو، كلماتو، ګړنو او اصطلاحاتو لمن پراخه كړي، خپله ژبه د علم ژبه كړي، د نورو كتابونه او اّثار په خپله ژبه راوژباړي او بالاخره د الفاظو او كلماتو له پلوه خپله ژبه نسبي خودكفا كړي. ددې ترڅنګ هر سړى كوشش كوي، د خپلې ژبې ترڅنګ بله ژبه هم زده كړي، چې دا كار د مورنۍ ژبگې په ترقۍ كې هم پوره اغېز لري، خو يوه خبره د يادونې وړ ده او هغه دا، چې لومړى بايد مورنۍ ژبه سړى زده كړي، بيا پردۍ ژبه، ځكه يو شاعر وايي :

پـــردۍ ژبــــــه زده كــــــول كــــــه لـــوى كــــــــمــــــال دى

خـــپـــــلــــــه ژبــــــه هــــــېــــــــرول بــــــې كــــــمــــــالـــــي ده

په رښتيا هم د سړي كمال هله دى، چې لومړى خپله ژبه زده كړي، خبرې پرې وكړي، ويې پالي او په ويلو يې ونه شرمېږي او ورپسې د پردۍ ژبې زده كړې ته ملا وتړي. په دې اړه ارواښاد ډاكتر كبير ستورى وايي :

ښــــه ده ډېـــره ښـــه ده چــې پـــه ســـل ژبـــو خبرې كړي

بده خــو يـــې دا ده چـــې پخــپــلــه ګـــړېـــدى نــه شـــي

دى د ځان قــاتــل دى، بـــل دښــمــن ته حــاجت نه لري

دا قاتـل د ځان خو، د پـــښــتــو پــكـارېـــدى نـه شـــي

او يا دا :

دا دســــتـــور دى چې لومـړى پـــېـــژنـــد د ځـــان شـــي

پس له هـــغـــې بــــيـــا پـــېـــژنـــد د نـــور جـــهـــان شـــي

چــې پــــخــپـــلــــه پــــښــــتو ژبـــه لـــيـــكـــل نــــه كـــړي

دا لـــيـــكـــوال دې د نــالــــوســـتـــي نــــه قــــربـــان شي

ژبه د كلتور د انتقال لپاره د ارابې حيثيت لري. څوك چې له خپلې ژبې ناخبر وي، ليك لوست او خبرې پرې نه كوي، ددغه قوم له كلتوره به نوره نړۍ څنګه خبره شي او پر هغوى به څه اثر وكړي، برعكس د دوى پر كلتور باندې به بېګانه كلتور مسلط شي. ارواښاد ستورى دغه كار ذهني كړكېچ، غټه بدبختي او د ځان قتل ګڼي، لكه چې وايي :

چــــې لــــه ژبـــې او كـــلــــتـــور خـــپـــل نــه جــدا شــــي

پـــه ذهـــنــي كـــړكـــېـــچ اخـــتـــه بـــه خـــامــخـــا شــــي

لــــه دې غـــټـــه بـــدبـــخـــتــــي پــه دنــــيـــا نـــه شــــتــه

چـې قـــاتــل څـــوك د خــپـل ځــان او د اشــــنـــا شـــي

او يا دا :

چـــې څـــښـــتـــن د خـــپـــلـــې ژبـــې، كلـــتـــور نـــه وي

كــه بـــاچــا د ټـــول جـــهـــان شـــي خـــوښ مـــې نــه دى

چـــــې د بـــل لـــه وېـــــــرې خــپـــلـــه ژبـــــــه پــــرېــــږدي

كه افـسر او يــا ســلـــطــان شـــي خـــوښ مـــې نـــه دى

او يا دا چې وايي :

ژبــــه بــــــه د قــــام او د ولـــــس خـــپـــلـــه درنـــه كــــړمـــه

ننګ كه څوك كوي نو په پښتو بــانـــدې پـــه كار دى

ليك او لوست پخپـــلـــه ژبــه لار د پــرمــخـتـــيـــا ده

هر قام چې اوچــت خــتــلــى، تــلــلــى پـــه دې لار دى

نه چې كړي پښتو په پښتو بانــدې، پښـــتــون نه دى

ستورى دا پښتو خو د پښــتون ډول و سيــنــګار دى

البته د نړۍ اكثره ژبې به د ويونكي قوم د هويت نماينده ګي كوي او د هغوى د افهام او تفهيم وسيلې دي، خو پښتو ژبه پر دغه چار سربېره يوه بله ځانګړنه هم لري، چې يواځې ددې ژبې پورې مختصه او منحصره ده او د نړۍ بله ژبه دغه ځانګړنه، نه لري. يانې پښتو د پښتون قوم د ژبې او افهام و تفهيم د وسيلې تر بريد هاخوا، يوه بله مانا هم په ځان كې رانغاړي او هغې ته د ځانګړو قوانينو، اصولو، ضوابطو، اخلاقو، اوصافو، ادابو او دودونو ټولګه وايو. بې ځايه به نه وي كه خبره داسې تفسير او تعبير كړو، چې پښتو دوه اړخيز مفهوم افاده كوي، لومړى يې ظاهري او وسيله يي او دويم يې مانوي او تهذيبي دى. لكه چې دې موضوع ته ارواښاد ستورى داسې اشاره كوي :

پـــــــښــتــو پـــــــت، ښـــــــېـــګـــڼـــه، تــــوره او وفــــا ده

چې ورزيات كړې ننګ پښتون تـــرېـــنـــه جــوړېــږي

دا خــــويـــونــــه د پــــښـــتــون د ســــــړيـــــــتــــوب دي

بې پښــتو چـــې شــــي پــــښــــتــون كـــلـــه يـــادېــــږي

ســــــتـــورى وايــــي مــــــــا ده ښــــــه ډېــــــره څـــېـــړلــې

تـــش پـــه ويـــنــه بــانــدې څـــوك نه پــښـــتون كـېږي

او يا دا :

چې هــم تهــذيـــب دى هـــم خـــوږه د ګـــړېـــدو ژبـــه ده

ملګـــرو غـــوږ شـــئ دا زمـــوږ خــپـــلـــه پـښتو ژبه ده

د فـن ښـــكـــلا ده د هـــنـــر پـــه ګــلـــدرو كـــې اوســــي

د روح غــــــذا ده د ســــــنــــدرو او نــــغـــــمـــو ژبـــــه ده

خټه يې خداى د پت، ښېـګــڼــې او وفـــا جـــوړه كـــړه

د پښتـونـــخـــوا د دنـــګـــو غــرونـــو ســـردرو ژبـــه ده

ښه يـې كــړه ياده چې بيا سوچ هم په پښتو كې كوې

د ژونــــــد ګــلـــبــڼ كــې د ژونـــدون د تـــرانـــو ژبـــه ده

دې پښتون شاعر د خپلې شاعرۍ ټوله منځپانګه د پښتو، پښتونولۍ په محور څرخولې ده. هر كار ېي په پښتني كركټر او انداز كې خوښېده. مينه يې په پښتني خم كې رنګ خوښېده، د ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو حل يې د پښتونولۍ پر بنسټ غوښت، د خپل قامي تشخص د ډاګيزه كېدو او د زمانې د بدلون لپاره پر پښتني كړنلارې باوري و، لكه چې وايي :

رنګ ته رنګ د مينې وركړه تازه كړه د يارانې رنګ

وخـــت روان دى نــه ودرېــږي نـوى كړه د قافلې رنګ

پښتو مخكې كړه جانانه چې كړنلار دې پښــتنه شي

خپل قامي تشـخــص غـواړه بــدلــوه د زمــانـې رنـګ

د پښتو په لار روان شـــه د جــرګــو دود راژوندى كړه

په جرګو تل بدل كړى موږ د هــر راز كشــالـــې رنـــګ

دده په اند كله چې سړى د مينې په قانون وپوهېږي، هله يې زړه، احساس او سوچ پښتون شي، نو په مينه او عشق د پښتونوالې پسرلى وزرې خپرې كړي او د ژوند شپې ورځې روښانه شي.

چې جـــانـــان لــــوى شـــي پـــوه د مـــيـــنــې پــه قــانون شي

زړه يې پښتون،احساس پښتون،سوچ يې پـښتون شي

بيا به په عــشـــق كــې پـسرلـى د پښــتــونــوالـــې راشـي

ورځ بــه پـــه لــــمـــر، شــپــه بـــه پــــه ســــتـــورو روڼ شـــــي

همدارنګه دى هغه پښتانه مشران انتقادوي، چې چوكۍ او منصب ته ورسېږي، بيا نور د پښتو څه پروا نه ساتي او د خپلې چوكۍ د ساتلو لپاره محافظه كارانه سياست كاروي.

پښـــتـــو چـــې د پـــتــمن پښتون ولس د زړګـي سر ده

د خـــپـــل وزيـــر پـــاچـــا له لاســه ســــر وهــــي تـــالا ده

پښتون چې څوك كړي مشر او خاوند شي د كرسۍ

هغه بس مــاتــه كـــړې دا د خــپـــلـــې پـــښـــتـو مــلا ده

لنډه دا چې ارواښاد ستورى پر پښتو ژبې او پښتني كلتور مئين، د فكر او قلم خاوند، ټولنيز شخصيت او د پښتنو د يووالي او بېدارۍ ارمانجن و، خو له بده مرغه چې د مرګي څپېړې دغه پښتنه هستي پر پښتنو نوره ونه لوروله او د 2006 كال د اپريل په څلورمه نېټه يې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. روح دې ښاد وي.

د ادبي ليكنې د حسن اختتام لپاره د هغه لاندې دعايه بيتونه ستاسې درانه حضور ته وړاندې كوم :

پـــــاكـــــه ربـــــــه ښــــــــــاد ابــــاد دا پــــښــــــتـــانـــه كـــړې

د نـــــړۍ پــــه ولــــــــســــــونــــــــو كــــــې درانـــــــه كــــــــړې

د بخـــت ســـتــورى يــې روښـــان كــړې پـه اسمان كې

خپل وطــــن كـــې يـــې واكـــمن او كـــوربـــانـــه كـــړې

يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad24.flv]

معاون محقق وجيه الله شپون

ليكوال، څېړونکی، د علومو اكاډمۍغړی، د دوه میاشتنۍ « ستوری » مجلی سلا کار

Wajiullah Shpoon

Prominent Writer, Researcher