سیاسی اوعلمی شخصیت

بسم الله الرحمن الرحیم

لومړی خو د نننۍ غونډی تنظیمونکو ، زحمتګالونکو نه مننه کوو چې په دغسی حالاتو کې یی دا زمینه مساعده کړه چې مونږه او تاسو ټول په همدغه یو ځای راغونډ شولو او د خپل یو سیاسی ، علمی او ادبی شخصیت نمانځنه کوو. وخت اخر دی خبری ډیر نه اوږدو، فقط د غونډی په جریان کې زما یو څو خبرو ته پام راوښتی دی، دا تاسو سره شریکول غواړم .

په ډیرو ځایونو کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په شعرونو کې یا په نثر کې ډیر زیات د قوم یا د قام کلیمه راځی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری علمی شخصیت ؤ، د هغه کارونه علمی او سیستماتیک ؤ، په دې مانا چې مونږه او تاسو قوم په کومه مانا پیژنو، ارواښاد ستوری قوم په هغه مانا نه پيژانده. هغه قوم د نړیوالو معیارونو سره سم په هم هغه مانا پیژندلی ؤ.

که د ډاکتر کبیر ستوری په پيژندګلوی کې د میردادخيل کلیمه ذکر شوی وی یا د يوسفزی کلیمه ذکر شوی وی، دا د دی مانا نلری چې هغه په قوم میردادخیل یا یوسفزی ؤ. د سترو اشخاصو مفکوری هم ستری وی هغه قوم یواځی او يواځی هغه ولس ته ويل چې هغه په پښتو ژبه ګړیږی، پښتو ئې ژبه ده ،پښتو ئې کولتور دی او پښتو ئې فرهنګ او ایین دی .

يو شمیر خلک د قوم هغه اصلی ساحه ډیره را محدوده وی. که دا اوس مونږه پدی ناستوکسانو کې د چا نه پوښتنه وکړو چې «قوم»،نو هغه به درته ووائی چې «قوم»، ساپی ،وردګ ، سلیمان خيل او داسی نور ….

د ارواښاد کبیر ستوری په وړاندی باندی قوم يواځی او يواځی پښتون ؤ. هغه د دغه قوم یو کیدل غوښتل څه که بر پراته دی او څه که لر پراته دی.

بله خبره داده چې تقریباء دلته زیاتی خبری په دی وشوی چې ارواښاد کبیر ستوری یو شاعر ، لیکوال ، ژورنالست او یو فرهنګپال ؤ. دا خبره په خپل ځای سمه ده لیکن ددی تر څنک ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری یو ستر علمی شخصیت هم ؤ.مونږ ته دی خدای ( ج ) دا توان را په برخه کړی، دی ملګرو ته دی خدای ( ج ) دا توان ورکړی چې ددی نه پس ډیری ښی درنې غونډی جوړی کړو او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د شخصیت ټول اړخونه راوسپړو او ټول ورسره اشنا شو .

یوه خبره چې دلته مخکی څو ملګرو یادونه هم وکړه تر اوسه پوری د ارواښاد کبیر ستوری د اثاروپه باب حتی هغه خلک چې د هغو کاروبار هم ادب او فرهنګ دی د هغه د اثارو په اړه ډیر مالومات نه لری، کیدای شی ډیرو محدودو کسانو ته د هغه اثار رسیدلی وی. اوس زمونږ سره دهغه راپاتی نښی یا د هغه زامن دی، د دوۍ نه زمونږ غوښتنه دا ده چې د ارواښاد ټول اثار په خورا ښه صحافت باندی چاپ کړی او ټولنی ته ئې وړاندی کړی چی د هغه اثار ضایع نه شی.

په اخر کې یو ځل بیا مننه کووچی په دغه غونډه کې تاسو له مونږ سره ګډون وکړو،خدای ( ج ) تاسو ټولو ته اجرونه در کړی .

يادښت : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad32.flv]

عبدالقیوم زاهد مشواڼی

ليكوال، څېړونکی، دعلومو د اکاډمۍ غړی، د دوه میاشتنۍ « ستوری » مجلی سلا کار

Abdul Qayum Zahid Mashwani

Prominent Writer, Researcher