ستوری په پښتنه ټولنه کی

مـیــنـه کـې هــم ســـتــوری پښتو نه پردیږدی پښـــتو کړی

که هر څوئـــې پـــه ژونــــد کـــې طــوفـــانـــونـــه ځــی راځــی

دا ســــتــوری د اســــــمــان پـــه اشــــارو کـــې راتـــــه وائـــی

دې شاړ بڼ د پښتون غــوټـــۍ ســـپــړلـــی دی غـــوړیـــږی

زه مقاله نه لولم، ځکه مقاله په ماخذونه او کتابونو لیکل کیږی او د بده مرغه ما سره د ده کتابونه نه ؤ .یوڅوخبری :

ارواښاد کبیر ستوری د حکیمانو په اصطلا یو جامع الکمالات نخسه وه. مانا دا چې په یواځی ځان په یو ځل د ډیرو رنځونو درمان ثابتیدلی شی. ارواښاد کبیر ستوری په پښتنه ټولنه کی هغه کس ؤ، چې په ځان کې ئې د کمال او جمال لیری اوبعید ابعاد راغونډ کړی ؤ. هغه ځان د سیاست په میدان کې د یو پښتون مشر، د طب په میدان کې د یو ساپوهـ ، د ثحافت په ډګر کې د یو تکړه ویاند، او د ادب په ډګر کې د خواږه نثر نګار، او ساده باده پښتون شاعر په توګه د یو ځلاند ستوری په څیر ځلولی ؤ.

د ناستو کسانو څخه یو کس هم د هغه د ژوند څخه نا خبره نه دی خو زه ئې په سیاسی ژوند نه غږیږیم ځکه یو خو زه سیاست نه خوښوم او بل دا چې زمونږ په هیواد کې سیاسی فعالیتونه کول سړی ته د سر په بدل تمامیږی او قلمی سیاست خو پکې بیخی نه دی پکار، ځکه قلمونه پکې د څوباړو د سیوری د لاندی ژوند تیروی.نثار صیب وائی .

زما که مـــنـی غـــلــــی ئـــی نـــثـــاره چـــرتـــه کـــیــــږده

قلـــم پـــکـــې ماتیــــږی د څـــوبـــاړو ســلــطــــنـــت دی

دا خو زما خپله رایه ده؛البته ارواښاد ستوری هغه کس ؤ چې د عدم تشدد فلسفه وړاندی کړی او پښتانه په یو محور او یو مرکز راټول کړی. په نورو اړخونو مونږه د ارواښاد صیب نه غږیږو. که په طب ئې غږیږو، په ډاکترۍ باندې، نو په هغه باندی باید یواځی ډاکتران وغږیږی .مونږه ته یو اړخ پاتی کیږی او هغه اړخ د ارواښاد کبیر ستوری د شعر او شاعری اړخ دی. په لنډه به ووایو چې د ارواښاد کبیر ستوری په شعر کې د ټولو موضوعاتو څرک لیدل کیږی خو دوه موضوګانی چې هغه پکې ډیرې جوتی دی او ډیری ښکاره دی. هغه دوه موضوعات دی :

لومړی د مینی موضوع : مینه هغه موضوع ده چې په فکری ډول د ټولو انسانانو او په ځانګری توګه د شاعرانو د فن محوری موضوع ده. خو بیا ارواښاد کبیر ستوری هغه کس دی چې په مینه کې هم پښتو پالی اومینه بی پښتو نه ګڼی

او بې پښتو مینه کول ورته ناشونی ښکاری لکه چې وائې :

مینه کې هم ستوری پښتو نه پردیږدی پښـــتو کــړی

کـــه هـــر څـــوئـــې پـــه ژونــد کې طوفانونه ځی راځی

زما تر ګوتو چې کوم کتاب رارسیدلی ؤ هغه د اروښاد کبیر ستوری فکر کوم چې روستنی کتاب دی «خوږی مسرۍ»نومیږی. په دې کتاب کې د پښتو او د پښتنو د بیدارولو، د پښتو او پښتنو د ترقی کولو، د پښتو ژبې د نورو ژبو سره د سیاله ولو موضوع ډیره جوته ده. د ده په دې موضوع باندی ډیر څه لیکل کیدای شی ،خو فکر کوم چې د غونډی لنډ تنګ وخت به ددی زغم ونه لری چې ډیری خبری پری وکړو لدې امله د ارواښاد د شاعری څخه په دی موضوع پوری تړلو څو بیتونو ته اشاره کوم او په همغه باندی بسنه کوم. ارواښاد د ننګه تر سر لیک لاندی شعر کې وائی :

چــــــــې څـــښـــتــن د خــپـــلــــی ژبــی او کــلـــتور نـــه وی

کـــه بـــاچـــا د ټـــــول جـــهــا ن شـــــي خــــــوښ مــی نــد ی

چـــې د بـــل لـــــه ویـــــری خــــپــلـــه ژبـــــــه پـــــــریـــــــــــږدي

کـــه افـــسر او یـــا ســلــطا ن شـــي خـــــوښ مــــــــی نــد ی

چـــې پــــخـــــپــــلــــه پــــښــــتــو ژبـــــه نـــــنـــــګــــه نـــکــــړي

کــــه اتــــل او قـــــهــــرمــــــا ن شــــي خــــــوښ مـــــی نــــد ی

د ملامت تر سر لیک لاندی شعر کې خطاب ئې مشرانو او واکمنو کسانو ته دی

وائې :

واکــمن پـــه ویــــنه پــښتانـه دي خــو پــښـــتـو نـــــه کـــوي

نـــه ئـی لـــیکلــی ، نـه ویــلــی مــلا مــــــــت خـــپـــلــــه یــــــو

ســــتوریـــه پـخــپلـــه مــــونــږه پــړه یـو پـردی ګـرم مه ګـڼه

پــــښــتو پــخپله مـــونـږ ځـــپــلـــی مــلا مــــت خـــپلــــه یــو

بل ځای کی وایی:

ګونګیان ندی څه وائی، خو پښـــتـو ويـــلـــی نـــشــی

د ښځی نر توپیر نکـړی ،لــفـــظــونـــه ئــې پـــردی دی

او دغه شان مخکی وائی :

چې هــــم تــهـــذ یـب دی هم خـــوږه د ګــــړیـــــــد و ژبـــه ده

مـلــګــــرو غـــوږ شی دا زمـونـږ خـــپـــله پــــښـــــتو ژبـــه ده

د فـــــن ښـــکــلا ده د هــــنــر پــــه ګـــلـــد رو کــــــی اوســـــی

د روح غــــــــذا ده د ســـــــنـــد رو او نـــــــــغـــــــمــو ژبــــــه ده

په دی پسی په یوځای کی خو وطن، قام، پښتو خپله معشوقه ګڼی او وائی :

دا فــــلســــفــي وائــــی مــلــګـــرو هــــــر انــــســـان مــــــین دی

څــوک پـه پــیسو باندی مــین څــــوک په جـــانـان مین دی

د هر چا خپل کار دی چې مینی تـه څــنـګ رنګ ورکوي

ســـتوری په قـام، وطــن، پـــښـــتــو او په ایـمان مــین دی

او په بل ځای کې وائی :

سـتـا ښـکـلی حــــجـــرې کــې چــــې مــــې شــپـه وکــړه

ویــــخ شــــومــــه بــیـدار شـــومـه ژونــــــدون شـــومــــه

ســـــتـــــوری د پــښــــتـــو چــــې مــــې مـلــــګــــری شــــو

نـــــر شــــوم مـــیــــړنی شـــومــــه پــــښــــتـــون شــــومـــــه

لنډه دا چې د ارواښاد د شاعرۍ زیاته برخه هم دې موضوع نیولی ده چې پښتو ده، پښتونواله ده او د پښتنو د شعور د بیدارولو موضوع ده نور نو خبری رالنډوم او د ارواښاد په یو دوعایه شعر ئې پای ته رسوم چې وائی :

پــــاکـــه ربــــــه ښــــــــاد ابـــــــاد دا پـــــــښـــتــــانــــه کــــړی

د نـــــــــړۍ پــــــه اولــــــســـــــونـــــــو کــــــی درانـــــه کــــړی

د بــخـت سـتوری ئی روښـان کـړی پـه اســـمـــان کــی

خـــپـل وطــــن کـــی ئــی واکــمن او کـــوربـــانــه کـــړی

په درنښت

يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad28.flv]

عبدالحلیم همت

لیکوال، شاعر، ژورنالست

Abdul Halem Hemat

Writer, Poet, Journalist