سوچه پښتون شاعر

نن موږ د هغه چا په اړه خبرې كوو، څوك چې سياستمدار و، څوك چې شاعر او ليكوال و، څوك چې ژورنالېست و.

هوكې! ډاكتر كبير ستورى يادوم. ستورى د 1321 هـ ل كال د وري په (17)مه نېټه د خاص كونړ د تنر په كلي كې د مرحوم لعل محمد خان په كور كې نړۍ ته سترګې پرانيستي. ستورى په هډ پښتون، په ټبر ميردادخېل يوسفزى دى، لومړنۍ زده كړه يې د خاص كونړ په لومړني ښوونځي او د كابل د رحمان بابا په ليسه كې سرته رسولي دي. د افغانستان حكومت ستورى جرمني ته ولېږه، د جرمني د فرانكفورټ، ماربورګ او كولن په پوهنتونونو كې يې د ساه پوهنې يا Psychology په څانګه كې خپلې لوړې زده كړې د دوكتورا تر كچې بشپړې كړې. په 1975 م كال د كړنې د ساه پوهنې د نړېوالې ټولنې غړى وټاكل شو. ستوري د يو ملي احساس له مخې په المان كې د مېشتو پښتنو وروڼو د يووالي او يو موټي كېدو لپاره “پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټي” جوړه كړه. ارواښاد ستورى سربېره پر دې، چې ليكوال، شاعر او ژورنالېست و، د سياست په ډګر كې هم يوه پېژندل شوې څېره وه.

اوس به د ارواښاد ستوري د ادب ګلبڼ ته سر ورښكاره كړو. مبالغه به مو نه وي كړې كه ووايو، چې ستورى سوچه پښتون شاعر دى، ځكه د ستوري هر شعر د پښتو او پښتونولۍ په رنګ دى، له شعر څخه يې د خوږې پښتو خوږ بوى راځي، د شاعرۍ يو ښه خاصيت يې رواني او سلاست دى. ستورى په پښتو مئين، ستورى د پښتو مجنون او پښتو د ستوري ليلا وه. ستوري له پښتو ژبې سره دومره پاكه، سپېڅلې او فطري مينه لرله، چې سر يې وركاوه، خو پښتو يې نه وركوله، پښتو يې پت ګڼله، ځكه خو يې ويل:

سـاه مـې واخــــلــه خـــو پـــښــتــو رانــه وانـــخـــلـــې

زه پښتـون يم پـه پـــښــــتـــو بـــانــــدې پـــتــمــن يـــم

كـــه زمـــا ســـتــوري پــه قـــبـــر چـــېــرتـــه راغـــلــې

پــــه پـــښـــتـــو راتـــه دعـــا كـــړه پــرې مـئـيــن يــم


او يا دا چې:

زه پـــښـــــتـــون يــم پــــښــــتـــني زمـــــا جــــهــــان دى

ســر او مــال مــې د پــښــــتـــو ځــــنـــې قـــربــــان دى

په پښـتـو بـــانـدې ژونــدى، پـه پــښــــتــو پـــايـــم

پښتو ننګ،پښتو غېــرت،پـښــتـو ايــمـــان دى


كله چې پښتون ته د يووالي، خپلواكۍ او ورورولۍ غږ كوي، د شعر په هنري ژبه ورته وايي:

پاڅيږه پـښــــتـــونـــه نـــن د قــام او قـــامـــولــۍ وخــت دى

پــرېــږده تــربـــګــنـــۍ د اتـــفـــاق او ورورلـــۍ وخـــت دى

وګــوره قـــامــــونـــــو د دنـــــيـــــا تــــــه چـــــې ازاد شـــــولــــو

واك يې خپل راخپل كړلو په خپل وطن كې ښـاد شولو


ستوري ته له هر ښكلي څيز څخه خپل قام او پښتونخوا ډېره خوښه ده، ځكه خو يې دغې مينې په شعر هم اغېز ښندلى دى، دغه مينه يې په شعر كې هم رانغاړلې ده:

كــــــــه د چــــــــا دا او د چـــــــــــا دا خـــــــــوښـــــــــــه ده

زمـــــا د خـــــــپـــل قــــــــام ارتـــــــقــــا خـــــــوښــــــــه ده

كه څوك يورپ كې پـه بنــګـلـو كـــې خـــوښ وي

د ســتــوري خــپــلـــه پــښــتــونــــخـــوا خـــوښـــه ده


د شعر په هنري الفاظو كې پښتنو ته ډاډ وركوي، چې يوه ورځ به پښتانه د يووالي او وحدت په ټغر كېني او پښتون به په خپل كور كې واكمن شي:

ذهــنـونه اوښتــــلـــي د حـــالاتــــو رنـــګ بـــدلـــېــږي

څه نوى شان خـوځښت دى غېرتـونـه راويښـېــږي

د ژوند د بې وسۍ تورې تيـارې په وركـېــدو دي

پښتون په يو مركز د قامــولۍ بــانــدې ټــولــېــږي

دا ســـتـورى د اســـمـان ورتــه رڼـــا كـــوي ولاړ دى

نقشه كې د نړۍ د پښتونخوا نوم ليـكــل كـېـږي


يو شاعر وايي:

چــــې طبـــيـــب د خپـــلـــې ژبــې وي حـبـــيـــب شي

خو له مرګـه وروســـتـه هــر چـــا تـــه قــريـــب شـــي


ستورى خو طبيب و، په رښتيا چې له مرګه وروسته هر چاته قريب شو. ستورى د هر ناروغ پښتون لپاره شعري نسخه وليكله، د هر چا د مرض درمل يې په شعر كې وركول.

ستورى د سياسي او ادبي كارونو ترڅنګ خپلې ژورنالېستيكي چارې د المان غږ راډيو په پښتو څانګې كې د وياند په توګه پرمخ بېولې. ستورى د 1385 هـ ل كال د حمل په 15 مه چې د 2006 م كال د اپريل له 4 مې سره سمون خوري د ګل په ورځ، د سهار په 5 بجو د زړه د ناروغۍ له امله د ژوندو له كاروانه بېل او د ابد غېږ ته يې پناه يووړه.”سكروټه” چې د ستوري شعري ټولګه ده، تل به ځلېږي، “خوږې مسرۍ” به يې هېڅكله ترخې نه شي، “ژوندي خيالونه” به يې تل ژوندي وي، “د قلم توره” به يې تل تېره وي. ارواښاد ستوري پښتو ادب ته څوارلس چاپ او ناچاپ اّثار د يو تلپاتي يادګار په ډول پرېښودل.

يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad26.flv]

ښاغلی رضوان الله شپون

ځوان ليكوال

Rizwanullah Spoon

Young Writer