په پښتونخوا مئين شخصيت

د ســــــبــــا ســــــــتــوري تــــــــه رڼـــــــــا جـــــــوړه كــــه

چې يې پښتون نـو پــــښــتــونـــخـــوا جــوړه كـــه


مخكې له دې، چې خپلې اصلي موضوع ته راشم، اجازه راكړئ چې د تالار ټولو درنو او ښاغليو د ادب مينه والو او د غونډې ګډونوالو ته د زړه له كومي هركلى او ښه راغلاست ووايم. له هر كلي وروسته د بښونكي او ستر څښتن تعالى په سپېڅلي دربار كې د دروند مشر ډاكتر عبدالكبير ستوري صاحب په حق كې لاس پورته كوم، چې د هوسا او ارام ژوند لورينه پرې وكړي او وروسته پاتې نسل ته يې د صبر جميل او زغم ارزومند يم.

درنو ګډونوالو !

ښاغلى ډاكتر كبير ستورى د لعل محمد خان زوى او د برې پښتونخوا د كونړونو ولايت د خاص كونړ ولسوالۍ د تنر په كلي كې زېږېدلى و. لومړنۍ زده كړې يې د خپل كلي په لومړني ښوونځي كې ترسره كړې. كله چې ډاكتر كبير په كابل كې د رحمان بابا له لېسې څخه فارغ شو، د لوړو زده كړو لپاره يې جرمني ته د نوم انتخاب وشو. هلته يې په ساپوهنه يانې سايكالوژۍ كې دوكتورا ترلاسه كړه. لنډه دا چې ډاكتر صاحب د پېژندګلوۍ محتاج نه دى، هرڅوك يې د پښتني خوى او پښتونولۍ له امله داسې پېژني لكه د اسمان پرمخ د سبا پړقېدونكى ستورى. پښتانه او پښتونخوا ورباندې ډېره ګرانه وه او هر وخت به ددې سيمې د ښېرازۍ په فكر كې و. لكه چې وايي:

دا ســــتــــوري د اســـمـان ورتــه رڼا كــوي ولاړ دي

نقشه كې د نړۍ د پـښـتونـخـوا نـوم ليكل كـېـږي


ډاكتر صاحب د پښتنو ټولو سياسي مشرانو سره بې كچه مينه درلوده، خو د دوى په بې اتفاقۍ او خپل منځي اختلافاتو به هر وخت ځورېده. د ډاكتر صاحب ددغسې مينې لامل و، چې يورپ ميشتو پښتنو له ډېرو لرې لرې ځايونو څخه جرمني ته ځانونه ورسول او د هغه په جنازه كې يې ګډون وكړ. كله چې د مرحوم جنازه پېښور ته راورسېده، هغه ځاى ته كوم ځاى چې نوموړي په خپل ژوند كې له خپلو خواخوږو مشرانو سره يوځاى اتلس مياشتې بندي و، د دغه ځاى مشرانو جنازه د ډېر درناوي په حال كې چې ټول غمژن وو، تر تورخم پورې بدرګه كړه. هغه ورځ مې نه هېرېږي، چې د مرحوم ډاكتر صاحب په جنازه كې مې ګډون درلوده او په زرګونو خلك د دولتي لوړ پوړو چارواكيو په شمول په جنازه كې شريك شول. دغه ورځ ډېره درنه او د غم نه ډكه ورځ وه، چې ارواښاد تورو خاورو ته وسپارل شو.

د كبير ستوري د پام وړ ځانګړتيا دا ده، چې نوموړي په خپل څلور شپېته كاله عمر كې له خپلو هېوادوالو سره هر وخت د پښتو او پښتونولۍ په باب فكر شريك كړى او ددې ترڅنګ يې خپلو زامنو هر يو: بصير ستوري، نصير ستوري، امير كروړ ستوري، نسيم ستوري او ايمل خان ستوري ته دا درس وركړى و، چې پښتو دې وايي، د پښتونخوا سيمې مشرانو ته دې درناوي كوي او پښتو دې كوي او خپلواكه دې اوسي، چې دغه سپارښتنه په څومره تاكيدي او قوي انداز كې كوي :

ستوريه! د قلم په څـوكـه كـر د خـپــلـواكــۍ كــوه

چــــا چـــې څـــه كــرلــي هم هــغــه څه يې رېبلي دي


كه د خپلو بچو پالنه داسې كوي، نو بل پلو ته له پښتون عالم او زاهد څخه هم د پت، پښتو او امان غوښتنه كوي، لكه چې وايي:

چې زر مـحـل ته سجـده نه كړي صرف كعبې ته يې كړي

داسې زاهــــــد، داسې امـــــــــام، داسې مـــــــــلا غـــــــــواړم


ارواښاد مينه كړې، خو د خط او خيال مينه نه، بلكې د پښتونخوا له سردرو سره. لكه چې وايي:

ســتورى پـه وطـن مئين دى نه دى په شين خال مئين

ټـولــــــه شپــــــه ګزمه د پښتونخـــوا پـــه سر درو كوي


كه عامو پښتنو ته د يووالي او وحدت مشوره وركوي، نو يو قوي مثال راوړي. لكه چې وايي:

هـــره څـــانــــګـــه خـــپــــلـــه ونــــــه كــې لـــويـــېـــږي

چې له ونـــې څـــانـــګــه غــوڅـــه شــــي وچــــېــــږي

عــاقــبــــت يـــې وركـــېـــده دي ســـتـــورى وايـــي

چې له خپل كـلــــتــور او ژبــــې پــــردي كــــېـــږي


دولتي چارواكي هم په ادبي شكل د انتقاد لاندې نيسي او داسې مشوره وركوي:

ګــنـــاه د بــل چــا نـــه ده، دا زمــوږ خـــپــلـــه ګـــنـــاه ده

پښتو، پښــتونــولـــۍ تــه اړولـــې چـــې مـــو شـــاه ده

پښتون چې څوك كړي مشر او خاوند شي د كرسۍ

هغه بس مــاتــه كـــړې دا د خــپـــلـــې پښـــتــو مـــلا ده


خو چې كله له ځوانانو سره د پښتونولۍ مشوره كوي، دلته له حكمي انداز څخه كار اخلي. لكه چې وايي:

پــــــه نــــاســـــــتـــه نــــــه شــــي خــــوځـــېـــدل غــــواړي

څــــوك چــــې مـــــنــــــزل تـــــــه رســــېـــــــدل غــــــواړي


درنو ګډونوالو او د قلم څښتنانو!

ددې لپاره چې موضوع راڅخه اوږده نه شي، لنډ به دومره ووايم چې ښاغلى ډاكتر كبير ستورى يو پياوړى ليكوال، اراپوه، په پښتو او پښتونخوا مئين شخصيت و. د هغه د ژوند تر ټولو لوى ارمان دا و، چې پښتون قوم بايد د چا غلام ونه اوسي، دا ساهو قوم بايد هسكه غړۍ په خپله سيمه پښتونخوا كې ازاد ژوند وكړي، خپله شتمني ولري، خپل سياست ولري او په خپله ژبه دې ليك لوست وكړي او خپلې ژبې ته دې په ازاد مټ خدمت وكړي.

نن ورځ موږه په داسې يوه غونډه كې ګډون لرو، چې ددغه فكر خاوند زموږ او ستاسو منځ كې شتون نه لري او جسماً د تورو خاورو لاندې قرار لي، خو په ډېر جراْت ويلاى شم، چې په مانوي او فكري ډول زموږ او ستاسو ټولو په زړونو كې موجود دى او موجود به وي. ددې لپاره چې د ارواښاد د فكر شمعه تل پاتې او روښانه وي، موږ او تاسو ته څه كول پكار دي؟!

مرحوم ملنګ جان څه ښه ويلي:

څــــوك چــــې د پـــښــــتـــو پـــه نــوم ښـــــاغـــلــــي دي

هـغــــــه د پـــــښــــــــتـــو پــــــــــه مـــــــــرۍ غــــــلــــــي دي


د ادب مينه والو، پياوړو ليكوالانو او كونړ مېشتو او له نورو ځايونو څخه راغلو ښاغليو! اجازه راكړئ، چې څو خبرې په دې اړوند وكړم، چې موږ او تاسو پښتو او پښتونولۍ ته څومره څه كړي دي؟ څومره څه پكار دي؟ او څومره څه بايد وشي؟ او څه ډول وشي؟

درنو ښاغليو!

موږ خپله سيمه لرو، خپله خاوره لرو، خپلې اوبه لرو، خپله هوا لرو، خپل غرونه لرو، خپل ښېرازه او سرسبزه ډاګونه لرو، خپل ځنګلونه او ملي شتمنۍ لرو، خپله ژبه او كلتور لرو، خپل ماغزه لرو، خپل لاسونه، پښې، خولې او په خولو كې خپلې ژبې لرو، چې د مور له غېږې څخه ورباندې په پښتو ژبه خبرې كوو، ځانونه پښتانه بولو، پښتو خپله ژبه ګڼو، ولې وږي يو؟ ولې تږي يو؟ ولې غريب او بېوزله يو؟ ولې تل د بل په لمن كې اوسو؟ موږ هرڅه لرو، مفاغر لرو، حكومت لرو، ژوند لرو، ولې پښتو او پښتونولي نه لرو؟ راځئ چې په كلك او غښتلي ډول دا هوډ وكړو، چې پښتو به وايو، پښتو به ليكو، پښتو به لولو، په پښتو به خپرونې لرو، د پښتو او پښتنو به درناوى كوو او خپل كلتور او فرهنګ به تل ژوندى او خوندي ساتو.

په پاى كې د ارواښاد ډاكتر عبدالكبير ستوري نه ستړي كېدونكي خدمتونه، كوم چې يې پښتو ژبې او پښتنو ته كړي، همېشه به يې ياد تاند او تازه ساتو او د مرحوم په دغه بيت به د خپلې وينا د پاى لمن راونغاړم:

حالات كه راله نه پرېږدي پــه زړونـــو كـــې پـــښـــتـــو

زمــــــوږه خــــــو بهېـــږي پـــــه رګــــونــــــو كې پـــښـــــتـــو


يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad29.flv]

نجیب الله کونړی

ليكوال، شاعر، د چاپېريال ساتنې رئيس

Najibullah Kunari

Writer,Poet