د پښتو د ادب په هسک کې

د لوی او بخښونکی په نوم

دشپول د ادبی ټولنی په استاذیتوب ډیرو قدرمنو میلمنو کوربنو ، لیکوالو ، شاعرانو او د ادب مینه والو ځوانانو او ددې ناستی ټولو ګډون والو ته سلامونه او ښه چاری !

داترنک د سیند د غاړی ځوان نوښکر شاعر سید زابلی وینا ده چې :

ســـــتــوري د مــــــــــــــداره کـــــــــــــډه وکــــــــــــړلـــــــــه

څړیــکـــی ئــــــې لـــــه پــــرهـــــــــاره کــــډه وکــــړلـــــه

نور نـــو پـــه دی کلــــی کــــې څـــــوک پـــاتــی دی

تــــــا چــــــې اوس هـــــــــم یـــــاره کـــــډه وکــــــــړلــــه


خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری که په فزیکی لحاظ د دی نیمګری ژوند له مداره واوخوت او له دی نړۍ څخه ئې کډه وکړله ، مګر د پښتو د ادب په هسک کې لا ددې ځلانده ستوری رڼا زمونږ پر سر ده او لا هم د ستوری د رڼا وزرونه د لرو بر پښتنو په چم او چاپریال په فضا خواره دی .

مـــــیــــــــــړنــــی د ولــــــس نــــه مـــــــــری تــــل ژونـــــــدی وی

کـــه هـــر څـــو دخــــــاورو لانـــــــدی ئـــــې کـــــورګــی شـــی

مـــعـــنـــوی پـــانـــګـــه چــــې څــــوک ولس تـــه پــــریــــږدی

د قــــامــــــی ذهــــــــــن نـــــــــه کـــلــــــه بــــــیـــــا وتــــــی شـــــــی


او یا دا چې :

مــــــړهــــــــغـه دی چـــــې ئــــــی نـــــوم او اثـــــــر نـــــه وي

چـــې ئـــــی نــــــوم اثـــــر ژونــــــدی وي نــــه مـــړ کـــېږي


ستوری چې د خپل مورنی ټاټوبی او خلکو څخه په زرګونو کلومتره لری اوسیدو، خو بیا ئې هم د خپل هیواد ، هیوادوالو، ژبې ،پښتنی دود او کولتور سره خپله ریښتینی ،سپیڅلی، فطری مینه ښه په میړانه وپاللـه او دخپل ولس سره ئې د خپل قامی ټنګ راښکلی وساتلی .

چــــــا د جــــــنـــــت پــــــه تــــــمــه تـــــمـه مـصـــلــــی زړی کــــــړی

څوک په دونــیـا کـــې مــــزی غـــواړی په جـــهــان مـیــن دی

دهر چـــا خپـل کار دی چـې میـــنی ته څـنګ رنګ ورکوی

ســتــوری پـــه قـــام وطـــن پـښـتـو اوپه ایـــمـــان مـــیـــن دی


پښتو ژبه که لرغونی ده او یا که پښتانه زمونږ د هیواد او د هند په نیمه وچه کې د پیړیو په اوږدو کې د واک په ګدۍ ناست پاتی شوی دی، مګر له یو خوا د ګوتو په شمیر ځینو خواخوږو مشرانو څخه پرته نورو ډیرو پښتنو واکمنو د دې مورنی ژبې حق ندی په ځای کړی، نه ئې په دولتی چارو کې د رسمی ژبې په توګه ځای ورکړی دی او په اصطلا په لوی لاس ئې د خپلې ګرانې مور پښتو ملا ورماته کړی ده.

له بل پلوه د ګرانې پښتو ناترسه ظالمانو د خپلو شومو احدافو د رسیدو په خاطر د وخت په بیلا بیلو پړاونو کې په یو نه یوه ډول د دې سپیڅلی ژبې پر ضد خپلو ناپاکه تبلیغاتو کمپاین چلونی ته په ډیر سپین سترګی سره بډی راوهلی دی او دا بهیر لا ادامه لری.

دی ټولو خبرو ته په پام سره بیا هم دا لرغونی ژبه د ټو ل عظمت ځلا سره لکه غر په خپلو پښو ولاړه ده په داسی حال کې چې د پښتو ژبې دوه نوری خوږی خويندی اوستا او سانسکریټ دا مهال د مرګ په خواږه خوب ویدی دی مګر د لس ګونو پیړیو تیریدو ورسته دادی دا ژبه لا همغسی ژوندی ده دلته به هم دا خبره د ستوری صیب څخه واورو .

د ښـــــمــــنــان ئــــــی پـــــــــه وژو بــــریـــالـــی نــــــه شـــــــول

څــومــــره زور شـــتـــه دي پـــــه ژبــــی د پـــــښــــتـو کــی


یو بل ځای بیا وائی :

سیـاسـی واکمن که پښتانه شی،پښتوکانـدی دسرکار ژبه

هـــــــم د ښــــــوونـــځـی ، هـم د دفــــتــر، هــم د خــپـل کار ژبــه

بـیــا بــــه پـــوهــان او امــیـان حــس کــړی ضـــرورت د پــښتـو

پـښـتـو بــه شـی بـیـا د پــوهـنـی ، تـجــارت او د روزګار ژبـه


راځی دا هم واورو چې ستوری صیب د ساپوهنې له نظره ماشوم ته په مورنې ژبه باندی د زده کړی د اړتیا په اړه څه وائې:

ســــوچ او انــــــــــد مـــــــــورنــــۍ ژبــــــه کـــښې اســــان دی

پـه پــردی ژبـــــه کــــی ســــوچ انــســـان تــــــه ګـــــــــران دی

د مــــــاشـــــــــــــوم پـــــــــه مــــــــورنـــــــــــۍ ژبــــــــــه روزنــــــــه

ســــپــارښــــــت ســـتـــوریــــــه د هـــر یــــو سـا پــــوهـان دی


ستوری په افغانی او پښتنې ټولنه باندی د پردیو د کلتوری چپاود څپو د یرغل د اغزو رنځ وړی بیا راته وائی:

دا خــــلــک ددی کـلـــــی دی ســوچونــه ئــــی پــردی دی

رواج ئی خــپل پـریــښودی دی دودونـه ئی پــردی دی

مــاغـزه ئی د اغــیـارو پــه تــقــلیـد کی دی لـوی شــوی

ځــان خــپل تریـنـه ورک شـویدي ذهـنونه ئی پردی دی


ستوری د شعر په ژبه د خپل پښتون لوستونکی څخه د ژوندانه په اوږده لاره کې د لوړو ژورو کګلیچونو د ازموینې په وړاندی د پائښت په اړه پوښتی او په ترڅ کې ئې د ستونځو او کړکیچونو دحل لاره او وسیله په ګوته کوی چې هغه د انسانې عقل زواک دی .

مـیــــنـــه کـــــــی زور دی د پــــــښــتـــو څــــــومــــــره دی ؟

ښــــــکـــلــــو تــــه وس دی د کــــــــتــــو څـــــــومـــــره دی ؟

کــــه وغـــــورځــــیــــږی پـــــاڅــــیــدلــــی شـــــــی بــــیـــا ؟

قـــــــدرت دی بــــیـــا د پـــاڅـــــــیـدو څــــــومـــــــــره دی ؟

پـــــــه عــــــــــــــقــــــل لاری د ژونــــــــــدون ســـــــــــــمــــیږی

ځـــواک او طــــا قـــــت دی د مــــغـــــزو څـــــومـــــره دی ؟


ژوند یو الهی پیرزوینه اود هر انسان ته ددی حق دی، خو ښه ژوند هغه دی چې یواځی د ځان لپاره نه بلکی د دین، هیواد، ټولنې، ژبې، دود ، کلتور او حتی د نړیوالو د درد دوعا شی. د شعر او هنر په ژبه د ټولنې د وګړو نیمګړتیاو ته ګوته نیول او د یو سم او سالم هدف او منزل په لورې د خلکو رهبر ی کول د یو شاعر دنده او مسولیت دی. بې ځایه به نه وی که ووایو کې د یوښه شعر ښیګڼه په هم دې کې ده. ستوری صیب په انسانې ژوند کې د ټولنیز اخلاقو او اصل او ارزښت ته په پام کې سره وائې :

چــې پــه خـــوی کــی د بـــــد رنــګــــونــــه بـــد رنـــګ وي

کــه ئی رنـګ د ګــل پـه شــان شــي خــــوښ مــی نــــد ی

چـــــې څــــښـــــتـن د خــپــلــــی ژبــــی او کــلـــتور نـــه وی

کـــه بــــاچـــا د ټـــــول جـــهــــا ن شــــي خـــوښ مــی نــد ی

چــې حـــــقــو ق کــــــړي د انـــــسا ن د پـــــــښـو لا نــــــد ی

ســتـوریــه خـپــلـــه کـه لـــقـما ن شــي خـــوښ مـی نــد ی


ژوند د پېښو یو ټولګه او د تضادو مجموعه ده. په طبیعت کې د متضادو حوادسو ډیری بیلګې لیدلی شو. انسان که د بدمرغیو خوند ونه څکی د نیک مرغې په ارزښت به هم پوه نه شی . که تیاره نه وای چا به د رڼا په څرک پسی نه ځغاستل، غم که د انسانې ژوند سره مل نه وای چا به خوشحالی هم نه پیژنده او بالاخره که د مرګ ویره نه وی هیچا به هم د اوږده ژوند هیله نه لرلی. بنیادم که د نیک مرغې دمال او د راحت د لټولو پسی سرګردانه دی، مګر شته داسی کسان چې د نورو بدمرغې د ناخوالو او غم لړلو قیصود اوریدلو څخه خوند اخلی ستوری صیب وائی :

مــــا لـــــوســـــتــــلـــی ټـــــولــــــنــــیــــزه فــــــلــــســـفــه کــی

خـــوشـــحــا لــی شــته د غــــمــونـــــو پـــه ســــیــنـــه کــی

پــــــه د نـــــیـا کــــی د تـــــــضـا د قــــــا نــــون چـــلـــیـــږی

ژونــد ژونــد ی دی د تـــضـــا د و مــجـــمـوعــــه کـــــی

چــا بـــه غـــــــــوږ ورتـــــه ایـــښـــود ی هــــــــډ ونــــــه وی

کـــه خــونـــد نـــــه وی د مـــجــــنــون د غــــم کــیـسه کی


یو شمیر خلک بیا تل د ځان او نورو لپاره هوساژوند غواړی او ځینی خلک بیا د وینو تویولو او مرګ څخه خوند اخلی .

څـوک د ژونــدون جــــرړی وبـــاسی انــسانــان وژنــی

د چا دمـاغ کــی د ژونــدون د پــرمــخـتــیا ســــودا ده


خو په شعر کې هم د متضاد توکو کارول او د مرګ او ژوند په څیر د تل پاتې موضـوعاتو راوړل د یو ښه شاعر نیمګړتیا او ښیګړه ده .

مـــــــرګ د یـــــــــــار کــــــــــور تـــــــــه ورتــــــــــــــلـــــل دی؟

کـــــــــه د یــــــــــار ځـــــــیــــــــــنــــی رخـــــــــــــصـــــــت دی؟

څــــــــــــــوک لــــــــــه مـــرګـــــــــه خــــلاصـــــیــــدی شــــي؟

کـــــــــه پـــــــــــــه هــــــــــــــر چــــــــــــا مــــــــســـــــــلـــــــط دی؟

مـــــــــرګ او ژونــــــــــد ســــــــره بـــــــیــل بـــــــــیــــــل دي؟

کـــــــــه د مــــــــرګ ژونـــــــــــــــد مـــــعــــــــــرفـــــــــــت دی؟

مـــــــــــرګ د ښــــــکـــلــــــی ژونــــــــد ون پــــــــــــای دی؟

کـــــــه ژونــــــــــــد ون پـــــــــــــه بـــــــــــل صــــــــــورت دی؟


او دلته به څو شېبې د ستوری صیب د شعر د عشق پالنې نندارتون نندار په ګډه سره وکړو .

سـتـا ښـکـلی حـجـرې کې چـې مــــې شــپـه وکــړه

ویــــخ شـومـه بــیـدار شـــومـه ژونـــدون شــومــــه

ســـــتـــا د کـــلا ګــــوټ پــــــــورې نـــــــن در غـــلـــم

تـه چــې مـــې ونـــه لــیـــدې راســــــتـــون شــــــومــه


حرکت او خوځښت د کایناتو په تیر بیا د ژوندیو موجوداتو یوه ځانګړنه ده بنیادم د کایناتو یو جز او حرکت د انسانې ژوند دوهم دی . کار روزګار او وظیفه چې د ژوند کولو یو وسیله ده د چا پسی کور ته نه راځی او نه د چا د کور دروازه ټکوی، بلکی دا د حرکت برکت دی چې انسان تر ی تر نیکمرغې تر منزله رسیږی. مړی چا نه دی لیدلی چې حرکت کوی او منډی وهی ځکه خو د پښتو متل دی چې د پروت زمری څخه ګرځنده ګیدړ هم ښه دی ستوری په دې اړه څه ښه وائی :

مـــــا د مـــــحـــــبـــت پــالــکـــر تــــه لاس دقسـمــت ونـــیو

وي ويــل چــې قـــســـمــت د ارادی پــه زور بـــدلـــیـــږی

چــا چــــې د خـــپــل ژونــــد د بـــدلــــیـــدو ارده کــــړی ده

خـــــامـــخــا مــــنــــزل د نـــــــوی ژونــــــد تـــه بـــه رســـیـــږی

پــــــــاڅــــــــــیــــږه روان شـــــــه ارده د خـــــوځـــــیــــدو کــــړه

هغه ډنـــــد خــــوســا شــــی چـــې اوبــه ئـــې نه بـــهــــیــــږی


ډاکتر کبیر ستوری د پښتو ژبې د علمی او ژبنې پانګی د بډاینې په لاره کې داسی ګام ایښی دې چې ساری ئې ډیر کم لیدل کیږی.

د ساپوهنې په برخه کې چې کومه پوهه او لاسه ته راوړنه ده هغه ئې په ډیر اخلاص او مینه سره به خپل اولس لورولی ده . ده د ساپوهنې په اړوندشپږ کتابونه چې عبارت دی له .

ویره د ساپوهنې په رڼا کې

د هوښیار تیا تله

ژبساپوهنه

د هوښیارتیا بې پلو کلتوری تله

د هوښیارتیا د پیداېښتو بڼو بې پلو تله

خوب مانا

او داسی نور تر شا پریښودل چې دا د پښتو ژبې علمی پانګې ته د خپل ډول یو لویه ډالی ده. د ستوری په شعر وینا او نظر کې مینه، هیواد پالنه، درد احساس او خواخوږی د ورایه بریښی. د مرحوم ستوری په ژوند ، اثارو او خدمت ډیر څه لیدل کیدای شی خو د وخت له کمښت له امله خپله لیکنه را لنډوو او د یوی روستی بیلګی په توګه د هغه د شعر دا څو بیتونه سره په ګډه اورو :

چــــې رڼــــا ورځ تـــــوره تـــــیــــار شـــی وايـه بیا به څه کـړی

دژوند دسـتـور کـه سرچـپـه شی وايه بــیـــا بـــه څــــه کــړی

چې میلمانه دی کوربانه شی واک راخـــپـل کـــړی دکـــور

ته به خپل کور کې میلمــه شـی وايـه بـیـــا بـــه څــــه کـــړی

چې غل قاضی شی او قاضی د غــلا پـــه تــــور تورن شی

جـــوړه ښــکاره مــقـدمـه شــی وايـــــه بـــــیــا بـــــه څــــه کــړی

چــــې د ســــبــــا ســتــوری مـــــاښــــــام راخــيـژی نـه وی رڼـــا

کــه د تـقـدیـر دا فیـــصـــلـه شــی وايـــه بــــیـا بــــه څـه کـــړی


د پښتنو تر منځ مینه او ورورولی، خپلوکی او یووالی، د پښتو ژبې او د پښتنې دود او کلتور وده او پرمختګ د ستوری صیب عمده او سرکرده هیلی او ارزو ګانې وی او همدغه هیلو ارمانونو او هدفو ته درسیدلو په خاطر خاص کونړ کې د خاص کونړد ولسوالۍ د فرهنګیانو له خوا د شپول په نامه یوه ادبی ټولنه رامنځ ته شوی ده چې د تیر څه د پاسه یوه کال راهیسی په ادبی فعالیت باندې پیل کړی دی.

زما هیله د ځوانانو او مشرانو څخه همدا ده چې راځۍ نور د مړو د ویرنو او اوښکو تویولو او د ستاینو تر څنګ یو څه د ژوندیو یاد هم وکړو او يواځی د شپول ادبی ټولنې نه، بلکی د ګردو فرهنګی کړیو او ادبې ناستو کې د نوو ځوانانو او زلمو د تشویق په خاطر په ډیر اخلاص سره برخه واخلو.خپلې خبری د شهرت ننګیال په دې بیت سره رالنډوم.

داســــتـــا تــــورې زلــــفـــی زمــــا وچـــــې شـــــونــــډی

د دې وطــــــــــن د غــــــــــــریـــــــــــبـــــــــۍ نـــــــــښـــــی دی


يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad27.flv]

قاري فضل الهادي عاصم

ليكوال، شاعر، د دوه میاشتنۍ « ستوری » مجلی همکار غړی

Qari Fazal Hadi Asem

Writer, Poet, Member of Editorial Board of “Stori” Bi-monthly Magazine