عظیم انسان

زه د عالمی پښتو کانګرس مشرانو، غړو او د ډاکتر کبیر ستوری د زامنو مننه کوم چې د کبیر ستوری په اولنی تلین باندی ئې مونږ دلته راغونډ کړی يو او د کبیر ستوری په هغه رڼاګاڼو چې کوم ددی ستوری خاصیه ده په هغی د خپل خپل فکر موافق رڼا واچو. د کبیر ستوری رڼا يو اړخيزه نه وه د کبیر ستوری د رڼا ډیر اړخونه دی. هغه ډیر کلک ستر پښتون ؤ ، شاعر ؤ، مصنف ؤ، ادیب ؤ، ليکوال ؤ،ډیر ستر عالم ؤ او د ساپوهنی ډاکتر ؤ.خو ددی هر څه نه زیات زما په نزد هغه ډیر کلک ستر او پوهینده قام پرست پښتون ؤ او هغه ته د خپل ژوند هدف معلوم ؤ او هغه طرف ته ئې تګ کاوه. دا دلته کې چی مونږ څومره خلک راغونډ شوی اوناست يو او هر يو کس په خپل شخصیت او په ذهن باندی فکر وکړی نو زما په خیال چی ډیرو کموکسانو به د خپل ژوند هدف ټاکلی وی. کبیر ستوری هغه پښتون ؤ او هغه سیاستمدار ؤ چې هغه د خپل ژوند هدف ټاکلی ؤ او هغی طرف ته د ژوند په هر اړخ باندی پوره ؤ هغه په ً ژوندی خیالونوً کی وائی :

ډیــــوه د ذهـــــن بــــلـــه کـــړه هـــــدف طـــرف تـــه درومــــــه

هدف چې ژوند کې نه وی ژوندون مړاوی شی وچیږی

امـید د هــدف سـاه ده پـه امـــیـد بـانــدی ژونـــــــدی دی

امید د «سـتوری» شـتـه دی چې په پښتون به ازادیـږی

ستوری ته د 1893 ع کال نه دی طرف ته د پښتون دور اود پښتون ژوند ازاد نه ښکاره کیدو، هغه د غلامی ؤ. هغه په دی باندی واضحه ؤ چې تر څو پښتنو خپل قامی وحدت نه وی تر لاسه کړی تر هغی پور ی په ژوند کې د قامونو په لړ کې ددی پر مختګ ممکن نه دی.

يوازی دا نه چې ستوری پخپله ددی ذهن ؤ ،بلکه د ستوری ددی خپل هدف سره داسی کلک تړون ؤ چې په پښتونخوا کې، په پښتون قام کې او په هر ځای کې څوک ددی ذهن ؤ نو هغه ورسره خپل تعلق ټینګاوه او خپل تعلق ئې ورسره جوړاوه.

زه دا ذهن لرم چې پښتون قام نه شته. پښتانه شته، څلور ټوټی شته، چې تر څو قامی وحدت دوی حاصل نه کړی تر هغی پوری د قام په حیث د پرمختګ سوال نه پیدا کیږی. دا اوس چې ډاکتر عالم یوسفزی د ستوری دا شعرونه وويل، او ډاکتر شاجهان مې هم وليد نو يوه خبره راته راياده شوه: ستوری ماته ټیلفون وکړو د هغه د ګوند پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ(Pashtoons Social Democratic Party-PSDP) کنوینشن ؤ او هغه کنوینشن ته ئې زه د مشر میلمه په حیث په دی خاطر غوښتلم چې زمونږ د ذهن هماهنګی وه. زه د دی ځای نه هلته لاړم ؛« نو د فرانکفورټ نه کولن ښار ته ډیره فاصله ده، مونږچې کولن ته تللو په لاره کې ما دا تپوس تری وکړو چې تاسی څه بندوبست کړی دی، نو دوۍ ما ته وويل چې مونږ ستا لپاره په هوټل کې انتظام کړی دی . ما ورته وویل چې په یورپ کې د ټولو نه ګران شی د هوټل اوسیدل دی نو تاسو سره د یو کټ ځای نه شته؟ نو دوی ماته وویل چې زمونږ مشرکبیر ستوری په کور کې يوازی اوسی فیمیلی( کورنۍ) ئې لا نه ده راوستی. نو ما وویل چې دی يوازی اوسی نو په يو کټ کې به زه هم اوسم ،ما ته به هم سهولت وی. ما چې تاسی هوټل کې دیره کړۍنو تاسی له ما سره۲۴ ګنټی په هوټل کی نه شی پاتی کیدلی. ستاسو د ګوند اخراجات به هم راځی اوچې تاسو دومره خرڅ کوی ښه به دا وی چې زه تاسو سره په کور کې ووسم! تاسی به هم ما سره 24 ګینټی یاستۍ.

پروفیسر ډاکتر شاجهان چې هغه وخت کی هلته کې طالب علم ؤ محصل ؤ او اوس د پېښور يونیورسټی د ژونالیزم ډیپارټمنټ مشر (چیرمین) دی زما سره یی ددی لپاره د ستوری په کور کې دیره کړ چې زه د لمانځه نه پس وختی چای څکم او ناشته کوم ، چې شاجهان پاڅی او ما له چای تیاروی. هغه د يورپ کورنه خو به تاسو ته هم معلوم وی چې ډیر مختصر کورنه وی یو دوه، دری ورځی شاجهان خپله ډيوټی(وظیفه) وکړه. په هغه کور کې ماته د باورچی خانی(پخلنځی) ،د چای، چینی هغه چې څه سامان وو د هغه پته راته ولکیده. بیاپه دریمه څلورمه ورځ چې شاجهان پاڅیدو نو ما چای پخه کړی او ناشته مې تیاره کړی وه ماخپله حصه څښلی وه. شاجهان چې پاڅیدو ما ورته وويل چې ستاسو حصه پرته ده. تا سو خپله ناشته وکړۍ».

په هغه وخت کی دایوه مسله چلیده چې مونږ پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ نوم کیږدو او که افغان سوشل ډیموکراټیک پارټۍ نوم کیږدو. نو ما ورته هغه وخت کې دا وویل چې د پښتنو ګڼ نومونه دی پښتون، افغان ،روهیله ،سلیمانی او پټان. دا ټول د يو قام نومونه دی خو ما ویل چې زه به درته یوه خبره وکړم چې ً هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی ً دا بنیادی خبره ده.

د 1893بدبخت تاریخ کی مونږ يو غاصب څلور ټوټی کړی يو. خو زه دا خبره کوم چې پښتون داسی قام دی چې ته شکست ورکولی شی خو په دوۍ شکست (ماتی) تسلیمولی(قبلولی) نه شی، دی به تاراپرزولی وی خو د لاندی نه به وایی چې درپاڅم به که نه!. د دی جذبی تحت پښتانه /افغانان د اکبر خان غازی په مشرۍکی راپاڅیدل او دانګریزانو 13734 پوځیان یی په خورد کابل او بلاحصار کې د جرنیل الیکساندر برس ، سفیر میکناټن او د هغی د کینولی امیر شاه شجاع سره قتل کړه. هغه وخت کې انګریز داسی عالمی قوت ؤ لکه نن چې امریکه ده. هغه ته ډیر لوی شک وشو چې زما 14 زره پوځ چا ختم کړ. څنګه چې هغه د وسلی زور لرلو، دغه شان د قلم زور يې هم وو. هغه تجزیه وکړه چې په افغانانو کې دا مټی د چا دی چې زما 14 زره پوځ ئې ختم کړ هغه دی نتیجی ته ورسید، چې په افغانانو کې دا مټی د پښتنو دی هغی د پښتون خاوره او پښتون قام څلور توکړۍ کړ و. هغه چې مونږ څلور ټوکړۍ شوی یو تراوسه د بدقسمتی نه څلور ټوکړی پاتی يو.

په مونږ کې لا دا جذبه نه شته ،دا احساس نه شته. چې کوم قام تقسیم دی نو هغی کی لا دا جذبه نه شته دا احساس نه شته. نو چې کله دی قام کې دا احساس راپیدا کیږی او پياوړی کيږی او عمل ته راځی نو دا پته نه شته چې څومره وخت به اخلی او هغه وخت کې به ددی منطقی حالت څه وی. د هغی مطابق که د وخت نه مخکی يو شکل وښیو نو هغه به صحی پریوزی که نه؟. چې دا به کله کیږی او څنګه به کیږی وخت به ددی فیصله کوی.

زمونږ دا منطقه هم په دوه اتحادونو کې ده پهً سارک ً او په ً ايکوً کې او بل طرف ته دنیا يو عالمی کلی شوی دی او چې ورځ تیریږی نو راغونډیږی او انټرنټ خو یو دفتر ته ټوله دنیا راکوزه کړی ده.

خويوه خبره چې زه یی همیشه وایم په جار په ډاګه او برملا ئې وایم چې پښتون قامی وحدت زمونږ ایينی، قانونی او فطری حق دی. په دی کی که هر څوک راځی نو د هغه حیثیت به د غاصب وی.

مانه يو صحافی (ژورنالست) تپوس وکړو چې امریکه پښتانه يو کوی؟. نو ما ورته وویل چې زما په ژوند کې د ایجنسو سره تعلق ندی پاتی شوی، دا جواب به هغه څوک درکوی د چا چې ورسره تعلق وی. البته زه درته دا خبره په ډاګه کوم چې کوم قوت د پښتنو قامی وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او چې پکې خنډ غورځۍ زما مخالف دی، زما دوشمن دی. دا لر او بر چې مونږ وایو، ددی په هکله زه هم دا وایم چې مونږ غیری شعوری طور هغه تقسیم چې يو غاصب کړی دی، منو. څه جغرافیاوی حد بندی خو نه شته چې دا لردی اودا بر دی. دپښتون قام او د پښتون په خاوره کې لر او بر نه شته. مونږ ه کې د ډیورند کرښه يو غاصب راکښلی ده.

ددغه ډیورندکرښی د وجی نه مونږ لر او بر یو.نو د هغه دا عمل یو قسم غیری ارادی طور مونږ تسلیموو(منو). صفا ظاهره خبره ده چې کلونیال پاور انګریز چې دی خاوری ته راغلی، دری پالیسی ئې اختیار کړی دی اولنۍ پالیسی ییForward Policy فاروډ پالیسی وه . فاروډ پالیسی دی ته وایی چې څوک درته مخ ته ودریږی ویی چقه وه په مخه ځه. ددغه پالیسی تر مخه د دریا امو پوری لاړل. ددی نه پس انګریزانو بله پالیسی اختیار کړه. یوه کرښه یی راښکدله چې هغه ته Contain Policy کنټین یاسټیټیک پالیسی وایی چې يوه کرښه راکاږۍ هغی نه هغه بل خوا ته چې هره څه کیږی د هغه نه مخکی مه ځۍ. دا پالیسی هم کامیابه نه شوه.

که دی نه ورتللو نو پښتانه/ افغانان راتلل ، مومندو غزاګانی کولی. د وزیرستان له طرفه غزاګانی کیدلی، اپریدی په پېښور او په جمرود راتلل، يوسفزو په امبیله غزاګانی کولی، حاجی ترونګزی د مومندو له طرفه غزاګانی کولی. ددی نه پس انګریزانو یو دریمه پالیسی، دری غبرګی سرحد Three Fold Frontierتری فولډ فرانټیر پالیسی اختیار کړه. سرحد يو وی، دری غبرګی نه وی خو مقصدیی دا ؤ چې د پښتنو خاوره او پښتون قام تقسیم کړی . یو کرښه ئې په دریای امو دزاری روس سره راښکدله چی د افغانستان دوفد مشری پکی هم سایمن انګریز کوله. هغه د زاری روس سره د تاج بریتانیا سرحد ؤ.یوه بله کرښه چې بې نومه او د ډیورنډ د کرښی نه لاندی ده چې د هغی لاندی بیا سیټل ایریا چې مونږ ورته (رات ـ رعیت) وایو، نو د برتانوی هند سرحد هغه کرښه وه.

د هند دسرحدی قواؤ لکه فرانټیر کنسټیبلری او فرانټیر کور څوکۍ د هغی کرښی نه باندی د ډیورنډ طرف ته نه شه. ددی څوکۍ هم د هغه کرښی سره دی.

د ډيورنډ او دهغه کرښی تر منځ هغه علاقه د برتانوی هندی حصه نه وه. د ډیورنډ کرښه خو په دغه تقسیم کې هم سرحد نه ؤ. هغه خو ددی پښتون قام د تقسیم لپاره راکښدل شوی وه. عجیبه خبره ده چې هغه کرښه سرحد نه ؤ او پاکستان کوشش کوی چې هغه سرحد کړی.

اوډیره عجیبه خبره خو داده چی پاکستان یو ملک دی، يو ئې حکومت دی مشرق طرف نه هندوستان فریاد کوی چې د پاکستان نه دهشتګر راځی په هندوستان کې فساد کوی. نو پاکستان باډ نه لګوی هندوستان باډ لګوی چې ځان بچ کړی. پاکستان پری اعترض کوی چې دا کشمیریان خو یو قام دی،یو خلک دی دا باډ چې هندوستان لګوی دا دبین الاقومی قانون خلا ف دی او ظلم دی.

مغرب ته موجوده افغانستان فریاد کوی چې د پاکستان نه دهشتګر راځی او افغانستان کې فساد کوی، نو افغانستان باډ نه لګوی، باډ پاکستان لګوی. يو حکومت دی يو ملک دی .یو طرف ته مشرق ته يو حالات دی مغرب ته بل حالات دی.

په اسمبلی (National Assembly)کې می ورته وويل چې تاسی ډیر عجیب خلک ئې دافغانستان په تاریخ هم ځان نه پوه کوۍ او د افغانانو په تاریخ هم ځان نه پوهـ کوۍ. د تاریخ جبر دی که تاسو دی ته وګوری ټول هندوستان به خپلو مسلو لپاره افغانانو ته کتل چې هغه به راځی او د هندوستان مسلی به حواروی او يانن هندوستان خوپریږده ، ټول پنجاب پريږده، نیم پنجاب دا اراده لری چې په پښتنو حکومت وکړی د پښتنو وسایل واخلی او اخستی دی. د ربانی په وخت کې چې ددوۍ سفارت هلته کې وسوځیدو نو ما ورته ویل چې دا عمل د افغانانو نه دی. دا عمل ستاسی د عمل رد عمل دی. افغانان بې انتها احسان منونکی خلک دی. په تاریخ کې هغی داسی طریقه نه ده کړی. تاسو په پېښور کې د نواز شریف په صدارت کې د افغانستان لپاره حکومت جوړ کړ او ددی ځای نه مو ولیږو، د ربانی کور نن دلته کې په پاکستان کې دی. ستاسو په سفارت کې سړی وژلی کیږی ، زخمیان کیږی سفارت سیزلی کیږی ولی هندوستان ستاسی په مقابله کې سلمه حصه بوج نه دی وړی د هغی سره ئې مینه ده، تاسو سره ئې نفرت دی ما ویل دغه د فکر خبره ده چې هندوستان د هغی سره د برابرۍ په بنیاد تعلق ساتی.

تاسو نه زه تپوس کوم په دی هاوس فلور باندی تاسو افغانستان سره څه کوۍ؟ پنځمه صوبه ئې جوړوۍ؟ فتحه کوﺉ یی؟ کالونی کوﺉ یی؟ ستاسو څه پروګرام دی؟.

نو که تاسو په دی انداز یاست نو تاسو د افغانستان تاریخ لوستی نه دی.د افغانستان تاریخ مختصر دا دی چې د افغانستان خاوری ته ننوتل ډیر اسان دی خو په افغانستان کې قبضه ساتل که نا ممکن نه دی خو د ناممکن حده پوره ګران دی.زه دلته کې دا عرض کوم چې زمونږ څه بنیادی کمی دی هغه کمی دا دی چې په دنیا کې صرف يو د پښتنو تاریخ ماته معلوم دی چې قام په اقتدارکی ؤ او ژبه او کلتور ئې په اقتدار کې نه ؤ. زما په علم ما ته خو په تاریخ کې نده معلومه. دا بل چیرته هم نه دی شوی چې قام دی په اقتدار کې وی او ژبه او کولتور دی په اقتدار کې نه وی .

زه دی خپلو ادیبانو ته وایم، دی ټولنو ته وایم، جهانزیب خان ناست دی ، دی ته هم وایم چې زه دا منم چې د قام پيژندګلوۍ په ژبه او کولتور وی، نو زه د پښتنو لیکوالانو ، شاعرانو، ادیبانواو پوهانو ته بې انتها خیراج عقیدت پیش کوم، مننه ئې کوم چې پښتو او د پښتنو کولتور هم دوﺉ ژوندی ساتلی دی.د پښتنو دوه موثری طبقی دی دواړه د خپلی ژبې خلاف دی؛ ملا چې اثر لری اود پښتنی مور نه پیدا دی هغه وائی چې پښتو دوزخی ژبه ده.

په پښتو باندی ترجمه د پرونه پوری هغوﺉ کفر ګڼلو اوبل د قام مقتدره طبقه ده چی هغوﺉ خپل بچی د ماشوموالی نه انګلش سکول ته ولیږی هغه بیا نه پښتو لوستی شی ،نه ئې لیکلی شی او اختیارت د هغوﺉ سره وی. نو زه دا منم چې زمونږ لیکوالانو ، شاعرانو ، ادیبانو دا ژبه او کولتور ژوندی ساتلی دی، ورسره دا عرض هم کوم چې دی طرف ته خو تاسی هلې ځلې کوﺉ، ژبې او کولتور غونډی جوړوۍ، خو بنیادی حقیقت دا دی چې ژبه او کولتور د قام وی. ، قام ستاسو نه شته . تر څو پوری تاسی قام حاصل نکړﺉ د قام وجود قایم نه شی، تر هغی پورې به ژبه او کولتور څنګه ترقی کوی. د چا ژبه او کولتور به ترقی کوی.

چې د سړی سر ته ، ته سړی نه شی ویلی، د سړی لاس ته، ته سړی نه شی ویلی،د سړی خپو ته، ته سړی نه شی ویلی چې دا ټول یو شی نو سړی به ورته ووی. نو قام خو څلور ټوکړی پروت دی که نن څوک وایی چې پښتون قام، نو زه هغې ته وایم چې کومی ټوکړی ته دی قام ویلی. ستوری د ژوند په لړ کې واضحه ؤ د هغه هدف خپل قامی وحدت غوښتل ؤ. په هر ځای کې چې ؤ که جرمنی کې ؤ که افغانستان کې ؤ او که د پاکستان په جیل کې ؤ.

تاسو شاعران، لیکوالان، ادیبان،سیاستمداران چې د قام شعور او سترګی یاست ،نن د کبیر ستوری د تلین په ورځ باندی زه ټولو ته دا خواست کوم چې که دستوری قدر کوۍ، ستوری له احترام ورکوۍ، نو قومی وحدت دخپل د ژوند مرام او هدف کړۍ، نو که دغه هدف وی بیا باید مونږ دغه هدف ته کلکه ملا وتړو چې څومر ه زر کیدای شی تر لاسه ئې کړو.

دامختصر عرض هم کوم چی د څو کلونو نه ما دا خبره کوله چې زمونږ دا منطقه په دی حالت نه پاتی کیږی په دی کې تبدیلی راروانه ده. خو زه په دلیل نه شم ویلی چې څنګه راروانه ده. زما هغه سیاسی شعور ما ته دا وائی چې دا پدی حالت نه پاتی کیږی اوداتبدیلی راروانه ده.

اوس چې د امریکی او د نیټو پوځونه افغانستان ته راغلل نو زه وایم چې دا د هغی تبدیلۍ اغاز او اولنی قدم دی،اوچی سباله دی منطقه کې تغیر راځی، خدای مه که چې مونږ نور تاوانی نه شو او پدی وجه زه ټولو سیاستمدارانو اورهنمايانو ته دا خواست کوم هغوۍ ته وایم چې دا موجوده وخت د یووالی دی، د اتحاد دی، راځی مونږ به درسره شاته ودریږو را مخکی شۍ ، دی قام له یوه لاره ورکړۍ! دی قام له یو قوت ورکړۍ! یو طاقت ورکړۍ! چې که سبا له تبدیلی راځی نوچې په دغه تبدیلۍ کې پښتون قام کم از کم د نړۍ په قامونو کې چې د «ستوری» ارزو ده، خپل جایز مقام بیامومی.د نړۍ په قامونو کې سرلوړی شی .

زه په اخر کې بیا د پښتو عالمی کانګرس مشرانو، د هغی د منتظمینو اود «ستوری» د بچو ډیر ه مننه کوم چې د «ستوری »یاد ته ئې مونږ دلته راغونډ کړو او مونږه د یو بل سره دا څو خبری وکړی .

ډیر مننه

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad.flv]

محمد افضل خان (خان لالا)

د پښتون قامی وحدت ستر لارښود،د پښتنو سیاسی او روحانی مشر،نامتو لیکوال او د ANP مشر

Khan Lala Mohammad Afzal Khan

Political Leader of Pashtoons, ANP Leader, Prominent and Talented Writer, Great and Honest Political Visionary for Pashtoons Unity