ادب ، سېاست او پښتونولی

د ډاکتر کبیرستوری په نظرکی

ماته چې کبیر ستوری دده په جبين نه ښکاری

خــدایـه دا آسمـان دی د ورېځو خـالـــی مـه شـه

زه د اردو ژبې د ستر نقاد ښاغلی ممتاز حسین دا فکر تائېدوم چې داسې کس ته د کردار نوم بېخی نه شی ورکېدی څوک د ېوې لحظې لپاره هم د اولس پرمختګ، د ژوند ارتقاءاو دانسانیت دبقا مبارز نه وی

نن چې مونږ د کوم سر لوړی کردار د مړېنې وړومبی کلیزی د یادګیرنې په خاطر راغونډشوی یو ، زما او ستاسو لپاره ډېره غمژنه او وېرژنه لمحه ده، چې د يوداسی ځېګرور کردار پوهان پښتون بېلتون ژاړو چې د هغې تصور هم د زغم نه ؤ خو یو حقیقت دی چې « پیدا لره پنا شته ». ېقېنآ چې مرګی په جسمانی توګه کبیر ستوری زمونږ نه بیل کړ خوپه روحانی طوردپښتو اسمان ځلېدونکی ستوری نن هم مونږ ته رڼا راکوی، لارښودنه کوی او تر څو چې آسمان وجود لری، دغه ستوری به ځلیږی ، رڼا به راکوی او لارښودنې به کوی .

ځنی خلق په رونړی بختور وی، که په در وی که مسافر وی بې شمېره مئېنان لری او په دغه بختورو کې يو پختون ډاکتر کبیر ستوری هم دی .

کبیر ستوری د کونړ د نختریزی سېمی په تنر کلی کې په کال نورلس سوه دوه څلوېښت د څلورمې مېاشتې په شپږمه نېټه د لعل محمد خان په کور کې زیږیدلی، دزده کړی وړومبی کور ئې د خپلی سیمی ښوونځی ؤ بیا ئې کابل کې د رحمان بابا لېسی څخه زده کړه وکړه، په ړومبی پوزېشن راوړلو د لوړی زده کړی لپاره د افغانستان حکومت لخوا جرمنی ته ولیږلی شو ، د فلسفی ، سیاست او سماجی زده کړی ئې د فرانکفورټ ، کولن او ماربورګ نه تر سره کړی، دژوند ټوله برخه ئې د علم په زده کړه او ور زده کړه کې تېره کړی ده .

سیاسی مبارزه ئې د وخت او حالاتو په غوښتنه په ژور نظر او سپیڅلی سوچ تر سره کړی ده. هغه که د پښتون بلوڅ د ملی آزادۍ په نوم وه،که د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند د سیوری لاندی د ملی وحدت په جنګ کې، که د بالاحصار د تیارو کوټو ستړی ورځی اوږدی شپی وی او که د سنټرل جیل نه ختمېدونکی سپیری میاشتی وی ، نه ستړی کیدو، نه پښېمانه کیدو، د باچا خان د لر اوبر افغان په ملی تړون مئین په ننګرهار کې د باچا خان تدفین هم د لر او بر پښتنو د ملی وحدت د کوټی مضبوطه اډانه ګنړله .

زه په هاغه بختورو خلقو کې شمیر یم چا چې د کبیر ستوری د ژور فکر نه استفاده کړی ده ، راځی چې ادب ، سیاست او پښتونولی د کبیر ستوری د فکر په هنداره کې وګورو .

که د انسان ژوند ته ځیر شو نو وبه وینو چې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې ځانګړی اړتیاوی منځ ته راځی خو يوازی هغه اړتیاوی سر ته رسی چې کومی د ټولنی د دود، دستور او قوانینو سره په کومو کې چې سړی ژوند کوی ، برابر وی ، هاغه اړتیاوی چې د ټولنی د دود، دستور او قونینو سره سمون نه خوری، د ټولنی لخوا غندلی کیږی او پوره کیدل ئې منع او په سزا رسیږی ، له دی کبله ددغه اړتیاو د پوره کولو هیلی په لا شعور کې ځای نیسی او پټېږی کومی چې سړی ته ډیری ګرانې وی او مینه ورسره کوی نو د سر ته رسولو هڅه د لاسه نه ورکوی، د لا شعور څخه تخیل ته ځی چې غیر حقیقی نړۍ پوری تړلی دی او د ریښتینی نړۍ په شان پکې دا هیلی په سزا نه رسیږی ، په تخیل کې ددی هیلو د سرته رسولو هڅه کیږی ، تخیل سرته د نارسیدلو او شړلی شوو هیلو او ارزوګانو کور دی ، او هم دا دتخیل محرکه قوه هم ده. کله چې د مینی په بدرګه کې چې د ښکلا مور ده ، احساسات او حذبات چې حقیقی نړۍ پوری اړه لری ، د تخیل سره يو ځای شی نو سر ته نارسیدلی هیلی حقیقی نړۍ ته بیرته لار پیدا کړی ، کله کله د داخلی او خارجی علتونو له کبله د سړی احساسات او جذبات راوپاریږی ، هغه د سزا څخه بیخی نه ډاریږی او جرات مند طاقت ولری لکه د مثال په توګه ملی شاعر ملنګ جان چې دا خبره تائیدوی

حق به وایم سمدستی که وژل کیږم

دا جذبات د شـاعـرې دی نه ویـریږم


شاعران هم دا خلق دی چې د خپلو راپاریدلو احساساتو او جذباتو په واسطه د مینی په زور سره خپلی سرته نارسیدلی هیلی، ارزوګانی او ارمانونه د تخیل څخه راخلی او د لفظونو په نوی نظم کې ئې ټولنی ته په داسی بڼه کې وړاندی کوی چې له یوی خوا په سزا ونه رسیږی او له بلی خوا ئې هیلی د عمل جامی واغوندی .

لنډه دا چې سړی د ښاغلی سایل دا خبره تائیدولی شی چې شعر د لفظونو تصویر یا انځور دی چې شاعر پکې هم ځان وینی او هم جهان وینی .د موجوده دنیاوی سیاسی مبارزو ، د پښتنو د قامی وحدت ، ملی يووالی په حواله داسی فکر کوی .

« د شوروی اتحاد د بلاکونو د ړنګیدونه وروستو په نړۍ کې د ویشل شوو قامونو د بیا يووالی د پاره شرایط ښه شوی دی يو شمیر قامونو خپل قامی وحدت بیرته خپل کړو او ځینی نور قامی وحدت ته د رسیدلو په هڅه کې دی هم دا خبره د پښتنو د پاره اتبار لری چې نور د نړي والو ځواکونو د مقابلی ډګر نه شی او د پښتنو د بیا قامی وحدت په لاره کې کوم نړیوال خنډنشته ، له بلی خوا د تخنیکی ودی او ګلوبلائېزیشن په لړ کې نړۍ د خپلو اقتصادی ګټو له مخی په کوچنیو اویا غټو وحدتونو ویشل کیږی ، نه يوازی د پښتنو د قامی وحدت ښکاره او پټ د ښمنان له منځه تللی بلکی نړیوال خنډونه هم هوار شوی دی او د پښتنو بیا یوالی په یو غټ یا کوچنی چوکاټ کې امکان لری ، خو دا زمونږه څخه نوی او پراخه فکر غواړی ، چې خپل سیاست په منطقی پوهه مخ په وړاندی بوځو ، په دی لړ کې توپیر پکار دی ، حکومتونه بدلیږی قامونه پاتی کيږی د قامونو تر منځه ښه ګاونډیتوب د سیمی د آبادی نښه ده ، د يو قام سرلوړی په دی کې پرته نه ده چې په بل قام زور زیاتی وکړی ، پښتانه له پیړو راهسی خپل ټاټوبی او وطن ته چې پیدایښتی قدرتی فطرتی وحدت دی ، پښتونخوا وائی او پښتونخوا د پښتنو اولسی نوم هم دی ، ګاونډی قامونو ته پکار دی چې پښتانه پخپل نوم ياد او د خپلو برخو واکمن ووينی .

او بیا پښتونولی په څه ښائست ښکلا نمانځی ، وائې :

« پښتونولی پوخ فلسفی بنسټ لری ، چې په دی لاندینی لړونو ولاړ دی ، پښتو په پښتنی ټولنه کې د پښتو وئيلو یا لیکلو چې د ژبې پوره اړلری او د پښتو کولو تر منځ توپیر کیږی چې پښتونولی پوری اړه لری او د یو شمیر صفتونو ټولګه ده لکه پت ، ښیګېړه ، توره ، وفا ورورولی ، ننګ ، میلمه پالنه ، میړانه ، غیرت ، انصاف ، پناه وکول ، د روغ ناروغ پوښتنه او په ښه بد کې ګډون ، د ژوند په چارو کې د مشرانو او دوستانو سره سلا مشوره کول ، هر پښتون که موړ وی که اوږی ، باید دی چې دا صفتونه ولری ، د پښتنو بابا خوشحال خان هم همدا خبره تائیدوی ، وائی

درست پښتون د کندهاره تر اټکه

سر یو د ننګ په کار پټ او اشکار


پښتو د پښتنو ګډه ښکلا ده ، ننګ چې د پښتو یوه برخه ده ، د هر پښتون ښایست دی او هیڅ پښتون په دی ښایست کې بل نه کم نه دی ، د پښتونولی ډیموکراټیک خوی یا خاصیت په پښتو کې یانی په دی صفتونو کې پروت دی چې ټول پښتانه پکې مساوی دی .

زه د ډاکتر کبیر ستوری په دی څو شعرونو سره تاسو په لوی خدائی سپارم .

مـــــــرګ د یـــــــــار کـــــــــور تــــــــه ورتــــــــــــلــــــل دی؟

کـــــــه د یـــــــــار ځــــــیـــــــــنــــی رخــــــــــــصــــــــت دی؟

څـــــــــــوک لـــــــــه مـــرګـــــــه خــــلاصـــــیــــدی شـــــي؟

کــــــــه پـــــــــــه هــــــــــــر چـــــــــــا مــــــســــــــلـــــــط دی؟

ځــــــــــم لـــــــــه ســــــــتـــوري ئـــــی پـــــــوښــــــــتـــــمــه؟

مـــــــــــــرګ ســـــــکـــــــون کــــــــــه حـــــــــــرکـــــــت دی؟

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad5.flv]

معظم خان معظم

ليکوال ، شاعر، څیړونکی

Mazem Khan Mazem

Researcher, Poet, Writer