لوی ادیب

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

دا میاشت د عرفات میاشت ده. د سروری کائنیات حضور (ص) محفلونه، مجلسونه ځای په ځاي چار چاپیره جوړیږی او د عقیدت ګلونه هغې ته پیش کیږی. زمونږ پیغبر ( ص ) داسی مذهب راوستي ؤ چې د علم رڼا ئې خوروله. د جهالت تیاری ئې لیری کولی، د مینی، محبت ، اتفاق، ملګرتیا، ورورولۍ خبری ئې کولی.

ایا هغه پيغام مونږ ته رارسیدلي دی او مونږ په هغه پیغام څومره عمل کړی دی موږ ګورو چې زمونږ دپښتنو سیمه کې د پښتنو څه حال دی. پښتونخوا کې چار چاپیره څومره د جنګ جګړو فسادونو جهالت تیاری دی. زمونږ په منځ کې څومره ناخواندګی ده، هغه زمونږ د لاسه ده، که بهر د بل چا د لاسه ده. دا لمحه د غور او فکر ده چې زمونږه حالت څه دې، ولی په سلو کې زمونږه لس کم سل سړی اوپوره سل ښځي ناخوانده دی؟، هغوې سبقونه ولی ندی ویلي ؟

ولی زمونږ ښځو باندې پابندې لګیدلی ده؟، ولی زمونږ په شاعرانو، ادیبانو او په موزیک باندی پابندی لګیدلی ده؟، او هغې ته بد ويلی کیږي . ولی زمونږ ثقافت ته بد ويلی کیږي؟،ولی نن په دې هال کې زنانه نشته دی؟. دا پابندی چا لګولی ده . ولی مونږه جنکي سبق ته نه پریږدو؟ ، ولی مو سکولونه نه شته دې؟، ولی مونږه شور نه کوواو اواز نه پورته کوو.

جهانزیب نیاز لالا او فریدون ما پسی شوی دی چې ته به پښتو عالمی کانګرس کې د ښځو نماینده ګی سیوا کوې

.په دې عالمی کانګرس کې به زه د ښځو نماینده ګی څنګه سیوا کوم ،جهانزیب لالا چې زمونږ ه مشر دی فریدون چې زمونږه مشري کوی چې د هغي د کور نه یوی زنانی ته دااجازت نه شته دی چې هغه راشي او مونږه سره شمولیت وکړي .

ترقي خو به د خپل کور نه شروع کیږي . ما باندې خپلو وروڼو ،خپل پلار اوخپل خاوند پابندې نه ده لګولی، ما ته خو ئې ویلي دې چې نره شه خبري وکړه، هر یو محفل ته لاړه شه، هر ځای نه علم زده کړه . مور به مې هم دغه ويلی چې هوښیار بنده هغه دې چې لاړ شي خبرو او نصیحت ته غوږ کیدی او هغه علم راوړی دخپل کور په کندو کې ئې بند کړي چې کله ضرورت شی هغه راوسپړي او د هغې نه فایده واخلي .نن چې دیو نر پښتون کلیزه مونږه مناوو(نمانځو) او هغه یو ستوری چی مونږه ته رڼا کوی مونږه ته لاره ښائی او په غم کې ئې مونږه راټول شوي یو نو هغه بنده ته رایاد شي.

ځني خلک د خپل ځان لپـاره مړه شي

د چا مرګ د ټول ولس لپاره مرګ دی

زمونږه لپاره، د پښتونخوا لپاره، د پښتنو لپاره داسی غم او مرګ ډیر د خفګان وی،هغه ډیر لوی وی او ډیر نقصان وي ځکه چې مونږه ته داسی لیډران اومشران پکار دی داسي شاعران او ادیبان پکار دي چې مونږ ته رول ماډل شي او مونږه د جهالت د پخوانی سوچ او فکر نه رامخکې کړي او مونږه جادیت طرف ته مخکې کړی.

مونږه کې د تعلیم هغه شعور نه شته دی چې هغه الف ، ب ، پ ، ای ، بې سی زده کړو. د پاس نه راباندې راغلی ټیکنالوژۍ سره به څنګه مقابله کوو. که نن مونږ باندې جنګ مسلط شوی دی هغه زمونږه د خپل لاس دوجې شوي دی. مونږه ولی جدا جدا یو. څوک ځان ته یوسفزی وائي، څوک ځان ته خټګ وائي او څوک ځان ته څه اوڅه وائي. دې پښتون قام لپاره چې څنګه ډاکتر کبیر ستوری صیب مټی رانغښتی وي، ځان ئې تیار کړی ؤ، قلم ئې اوچت کړی ؤ هغه د قلم په زور جګړه کوله. مونږه کله دا سوچ کړی دی چې مونږ خپلی پښتو ژبې یا دې پښتنو ملک ته څومره کار او خدمت وکړو. هغه خدمت شخصی هم کیدای شی، هغه خدمت په جمعیت کې هم کیدای شی، باید چې راوچت شو دغه سوچ او دغه ذهن مونږه مخکې راوستی شو.

ډاکتر صیب ستوری د ځوانانو لپاره یو رول ماډل ؤ یو داسی رول ماډل چې هغې پروګریس Progress خودلو. د هغې سوچ دا ؤ چې رامخکې شۍ شاته کیږۍ مه. د پښتنو ډیر اوچت مقام دی.

زه هیڅکه دې سره اتفاق نه کوم چې په داسی محفلونو کې مونږه دخوشحال خان بابا،د غنی خان بابا هغه زاړه وختونه یادوو چې ډیر اوچت ؤ او مونږه د اسمانونو سره خبری کولی. خبره د اوس ده، چې اوس مونږه دې وخت کې څه یو.

مونږه پنچاب سره مقابله نه شو کولی ،سند هم د مونږه نه مخکې دی، صرف بلوچستان کې چې زمونږ پښتانه دې هغو زمونږه نه روسته دی. افغانستان خو رانه ټوټی ټوټی ،خاوری خاوری شو. مونږه به ایران سره څه مقابله وکړو، مونږه به ترکی سره څه مقابله وکړو، یورپ خو رانه ډیر ه لری پاتی دی. مونږه کوم ځای کې یو، مونږه خو دهر چا د پښو خاوری یو او دا زمونږه لپاره د شرم خبره ده. او مونږه که هغه فخر او غرور د پښتو په نوم باندې په دې وخت کې ومنو نو مونږه ډیر وړاندی راغوزیدلی یو او ځان به په څه طریقه اوچتوو.

د عالمی کانګرس به شکر وکړو، مننه به ورته ووایه چې وخت په وخت دا دې مونږه راجمع کوی او مونږ له یو موقع راکوی، چې مونږه فکر وکړو، په دې باندې سوچ وکړو، چې ایا څه کوو. مونږه چیرته روان يو. مونږه کوم ځای کې یو. مونږ به دغه شان د یواو د بل چا لاس ته لاس نیولی وی.

زمونږه د دې پښتنو په ملک کې، په بهرکی، په امریکه کې یا په یورپ کې چې پښتانه ناست دی هغې څومره د تعلیم لپاره پیسی راولیږلی، سیاسی پارټیانی کوم چی د پښتو په نوم باندې ووټونه ګټی هغې دلته کې د تعلیم اود صحت او ادب لپاره څومره کار وکړ او اواز ئې څومره راوچت کړو. که په سوات کې نن توری تیاری دی هلته کې هر څه ماتیږی اوملایان وایی چې تاسی خپلې جنکۍ سکول ته مه لیږی او ښځو ته وائی چې په کور کې کینۍ. سړو ته وایی ږیره وساتۍ او پرتوږ به دومره اوچتوی نو جنت به درته ملاویګی ایازمونږه مذهب دا ښائی؟. مذهب مونږه ولی ملایانو لاس کی ورکړی دی. ایامونږه کې تعلیم یافته ملایان نه شته دی، چی پخپله قران شریف هغه چې په پښتوترجمه شوی دی په لاس کې واخلی چې په دې کې ئې څه لیکلی دی.

ډاکتر صیب ستوری Massageمیسیج دا دې چې یو ځای شۍ، راغوند شی. دې شعر کې هغه ډیر ښکلی دا لیکلی دې .

که غواړی ترقی ستوریه د قام د وحدت غم خوره

ټوټی ټوټی چې قام وی خپل ژوند نه شی سمولی

هغه دروند پښتون ؤ، ښه نر پښتون ؤ،د زړه نه پښتون ؤ، زمونږ په شان نه چې د بهر نه پښتانه یو پښتو پښتو کوو او دننه په زړه کې بل څه وی. هغه د خپلې ژبې نه ډیر خوشحاله دې خپل ثقافت باندی ډیر فخر کوی . هغه وائی :

چــــــــــې پخپله پـښـتـو ژبـه نه پـوهـیـږی

ستوریه څه پری که په سلو ژبو ګړیږی

د هغه په شاعری کې زما په خیال د صوفی زبرګانو میسیجMessage هم میلاویږی.

صوفی تینکر دا وائی چې ته خدای سره هله نژدی کیدای شی چې اول خپل ځان وپیژنۍ اوچی خپل ځان وپیژنۍ نو پخپل ځان کې به تا ته خدای ښکاره شی همدغه شان ستوری صیب هم وائی :

دا دستور دی چې لومړی پیژند د ځان شی

پس د هغې بیــــــــــا پــیـژند د نور جـهان شی

اخر کې دداسی یو لوی شاعر، داسی یو لوی ادیب د کلیزی لپاره چی مونږه راجمع شوی یو نو هغه لپاره خو دا شعر زه ویلی شم:

خدایه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک

په ظــــــــــــــــــــــــاهـر باطن ســپـیـڅلی خلک

چې دا شعر خالص د ستوری صیب لپاره راځی .

ډیره مننه چې تاسو ماته غوږ کیښودو

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad7.flv]

میرمن معراج همایون

شاعره ، لیکواله

Begam Meraj Humayoun

Writer, Poet