ستوری ستر شخصیت

ډیرو محترمو مشرانو خوږو ادیبانو ، شاعرانو، لیکوالانو تاسو ټولو ته د زړه له کومی هرکلی وایم !

زه د خپل يو ګران ملګری چې ۴۳ کاله ما او دی يو ځای تیرکړی دی او يو ځای ؤ د هغه د تلین په مناسبت غواړم يو څه ووایم: ۱۴ کاله ما او ده په يوځای ژوند تیر کړیدی د تحصیل یاسبق ويلو په وخت کې او د مبارزی د پيل په وخت کې اوهمدارازد سیاست د زده کړی په وخت کې مونږ سره يو ځای ؤ.

کبیر ستوری ستر شخصیت ؤ، هغه ملی شخصیت ؤ، هغه خوږ ژبې شاعر ؤ ، هغه ښه لیکوال،هغه ښه ژورنالیست ؤ او هغه ښه څیړونکی ؤ چې هر وخت ئې د خپل وطن لپاره فکر کولو.

کبیر ستوری په پښتو مین ؤ ، په پښتونولۍ مين ؤ، په وطن مین ؤ، په خپلو خلکو مین ؤ او د خپل وطن په ترقۍ مین انسان ؤ. د ده شعار همیشه د لوی پښتونخوا ؤ، ده همیشه لوی پښتونخوا یاده کړی ده او ياده وله ئې. کبیر ستور ی په ورورۍ او دوستۍ کې پوره وفادار او فداکار ؤ. همیشه د دوستانو په سنګر کې ولاړ ؤ او د هیڅ شی نه نه یریدولو . دومره متین و. چی تر اخر پوری ئې د خپل دوست او سنګر نه هم دفاع کوله .کبیر ستوری او د ده سره یو بل ملګری استاد « تندر» او « زه » به ډیر نژدی او همیشه يوځای ؤ، زمونږ په منځ کې ډیر رازونه ؤ، خو دی دواړو ملګرو مې رازونه ځان سره په خپل سینو کې ويوړل. او څوک پری خبر نه شو ل او زه به هم د هغی رازونه د ځان سره وساتم چې تر څو زه د هغی سره ملګری شم .

دی په پښتو او پښتونواله باندی ډیر مین انسان ؤ، دی په هر ځای کې د پښتو او پښتونولۍ چغی وهلی، او پدی لار کې دی د ډیرو خنډونو سره مخامخ کیده، لکین ده د هیڅ شی پروا نه کوله. او پدی ارتبات باندی دی په خپل يو شعر کې ويلی دی :

د پښتون د اسمان ستوری دی روښان وی

چــــــــې ځـلیږی تـل د غـرونـو په سـرو کې

دا مـــــــــــې لـــوړه ده پـښتو سـره به مـرمه

ستــــوری نه دی بې پـښتـو ژوند ته پـیدا


دا دده خبری وی او دده د ایمان ؤ په دی باندی ټینګ ولاړ سړی ؤ ، خپل منزل مقصود ته رسیدو لپاره ده خپله خاصه ستراتیژی غوره کوله او د منظم پلان سره به ئې سم کار کولو، ده هڅه کوله چې د ژوند په هر ډګر کې د چانه شاته پاتی نه شی . دی د ارواپوهنی ( سیکالوژی) محصل و. کله چې په لویدیزه اروپا کې د محصلینو جنبشونه راپیدا شو ل.او دا غورځنګونه پیاوړی شول ، ټوله لویدیزه اروپا ئې ونیوله او هلته به محصلینو په هسپانیه کې د فرانکو د رژیم په ضد احتجاجونه او اتصابونه به کول.

دی دا ټول لیدل او کتل ئې او دی احتجاجونو کې به دی ملګری ؤ، ځکه دی د افغانی محصلینو داتحادی بنسټ ایښودونکی، ډیر قوی ملګری اوڅو کاله د دی اتحادی لوی ریس ؤ.

د فلسطین د ازادۍ بخښونکی جنبش هلې ځلې او په عربو باندی د اسرایلو ظلمونه ده په خپل ځان کې ښه حس کول . د ویتنام د ازادۍ لپاره ئې د ویتنامیانو مبارزه لیدله. هلته ئې د هوچیمین چغی او په لاتین امریکه کې د چیګاورا نوم چی يو

روښان چراغ ؤ اوریدلی. ددی قهرمانانو او د دغو لوړو شخصیتونو نومونو په ده باندی تاثیر کولو، نو کبیر ستوری فکر وکړ چې د دغی سیاست لار به څنګه ونیسم. نو د خپلې پوهی او د خپل تحصیل په څنګ کې یی په سیاسی پوهـه ، په تاریخ ، د افغانستان په معاصر تاریخ او د دنیا په تاریخ باندی او همدارنګه په فلسفه ئې پیل وکړو، دغه وخت کې فلسفه يو لوی بورډ ؤ د ټولو جنبشونو لارښودهمدا جهان بینی وه، د سیاسی جهان بینی غوره لاره هم دغه وه .

په جرمنی کې د جرمنیانو د محصلینو جنبش د کارل په مشری باندی په هالنډ او ډنمارک کې د روډی ډوسکی په مشری باندی، په فرانسه کې د ګوډوډیت په مشری باندی او په دی جنبشونو کې دافغانی محصلینو اتحادیه هم شامله وه، دوی په یو لار روان شو او د سیاست لاره ئې ځانته غوره کړله.

کبیر ستوری يو عادت درلود چې دی به ډیر ساده ښکاریدلو لیکن په نظم کې، د کتابونو په ساتلو کې، د پاڼو په ساتلو کې او د اسنادو په ساتلو کې اوله درجه سړی ؤ. ډیر ښه اسناد ئې ساتل ،که تاسی د کولن ښار ته لاړ شی نو زمونږ د هغه وخت اسناد به تر اوسه پوری ډیر منظم پراته وی.

دی چې د محصلینو د اتحادی ریس ؤ نو دی هلته دا هم وښودله چی دی د سیاست په ډګر کې نه ستړی کیدونکی شخصیت دی او خدای شاهد دی چې ده دی اتحادی ته ډیر خدمتونه کړی دی ، دی يو خوږ ژبی شاعر ؤ، ښکلی شاعر ؤ، په خپل شعرونو کې خپل هیواد ، پښتونخوا ، پښتو ، پښتونولی ، ازادی ډیره ستایلی ده چې د هغه په شعرنو کې معلومیږی :

ستوری وائی :

سـتوری خـپل قـلـم ته د غیرت شمله تړلی ده

خوب کې مې بیګا د ازادی ناوی لیدلی ده


دا د ده د شعرنو په مجموعه کې تاسو لوستلی شی ، بیا ئې ویلی دی چې :

روانــــــــــی قافیلی چې دی د ستورو په رڼا کې

ښکاریږی چې جوړیږی زمونږ لویه پښتونخوا


د پښتونخوا د جوړیدلو لوی ارمانی ؤ او امیدلرو چې دا ارمان د ده پوره شی دا پښتونخوا به جوړیږی دا مونږ پښتانه به ئې جوړو او دا مونږ تاسو به ئې جوړو.

ده دپښتنو د مشرانو سره ډیره مینه لرله، ډیر عقیده ئې ورته لرله اود خپلو مشرانو به ئې ډیر زیات قدر کولو. دا تاسو ته خان لالا ویلی شی ،دا نور مشران ئې ویلی شی دا ټول ئې درته ویلی شی ، ده باچا خان بابا ددی ځای ټولو نمایده فکټور ګڼولو .

سور پوش یم ستوری وای سری جامی می دی اغوستی

په لار د بــــــاچــــــا خـــــــــان به قدم ږدم مــــخکی بـه ځم


دا دهغه هیله او ارمان ؤ ده به هغه افغانان سخت غندل چې پښتو ژبه به ئې هیره کړی وه په دی باره کې به د ده نظری تاسی ته معلوی وی هغه چا چې پښتو کله په کور کې ویله او کله نه نو هغه ته به ئې نیمچه پښتون ویلو او هغه پښتون چې پښتو به ئې هیره کړی وه نو هغی ته به ئې ویلی چې دا هیڅ شی ندی نو په دی ارتباط په خپلو شعرونو کې ډیر څه ویلی دی . چې زه ئې اخر بیت درته ویم .

ستوری ویلی څه پری که ډیر شول د خوشحال خان لمسی

خــــپله خـــــوږه ژبـــــــــــــــــــــه د بـــابــــــــا ئې هـیـره کړی ده


هر چا چې خپله د بابا ژبه هیره کړی وه د هغه سره ددی مبارزه وه. ده به همیشه ویل چې خپله ژبه زده کړی دغه ژبه ستاسی هویت دی، ستاسی پيژندنه ده او ستاسو هر څه هر څه دا دی.

دی په خپل شخصی ژوند کې ډیر ساده ښکاریدولو، ډیر نرم سړی ؤ ډیر ارم سړی او ډیر عجز انسان ؤ ،لیکن دی دومر ه زیرک وه چې ده به د هر سړی حرکت، هره خبره تعقیبوله. هغه به ئې اوریدله او هغه ته به ئې پخپل وخت ځواب ویلو.

دده د خپل وخت د ملګرو سره ارتباط ډیر حسنه ؤ. ده چا ته سخته خبره نه کوله څوک ئې نه خفه کول، لیکن په یو شی کې به ئې خفه کول چې د پښتو او پښتونوالی خبره راغله نو بیا د هيچانه اوریده . د ده یو ځانګړتیا بله دا وه چې دا به هم تاسو ته ووایم ما مخکی عرض وکړو چې ما او دی به همیشه یوځای ؤ په کلونو، کلونو ما او دی په يو ځای کې اوسیدلی یو يو ځای مو ژوند کړی دی په یو صنف کې مو سبق ویلی دی ، دی به چې سهار چا راویښولو نو دی به ډیر تنګیدلو ویلی به پری مې ږ دی. نوکله کله به ئې ماته ویلی چې پابه څمه خو انور جانه دا لاسونه راته لږ چاپی کړه نو زه به مجبور شومه چې لاسونه به مې چاپی کړل . دی به راپاڅیدو.

په ژوند کې د ډیر ساده خوراک طرفدار ؤ ، افغانی لباس د ده ډیر خوښیدو لو. مونږ چې اول جرمنی ته لاړو نو يوازی افریقایان به مونږ لیدل چې په خپلو لباسونو کې ګرځیدل خو مونږ نه کرځیدلو. لومړی ځل ؤ د فرانکفورت ښار ته نژدی د ځوسن حایم خوا کی کوټه مونږ نیولی وه. ده به راته ویلی چې راځه دا خپلی جامی به واغوندو دی پټو کې به وکرځو د یکشنبی په ورځ به مونږ خپلی جامی اغوستلی او دی پټو کې به کرځیدولو نو دی خلکو به ویلی چې دا افغانان دی د افغانستان خلک دی نو په دغه جامو باندی په هغه منطقه کې افغانستان ته شهرت ورکړل شو. زه نور ستاسی وخت نه نیسمه دلته ډیر لوی لوی ادیبان ،شاعران او پوهان راغلی دی زما یو ملګری ډاکتر شاجهان هم راغلی. دا به هم څه ووائی هلته ئې ډیر وخت تیر کړی دی. ستاسو د اوریدو نه چی په ډیره په حوصله مو زما خبری واوریدلی د زړه له کومې خوښنه کوم او دا چې زما د ګران ملګری اوخوږ ملګری په دی تلین کې تاسو برخه اخستلی ده زه په خپل وار تاسو ټولو نه د زړه د کومې مننه کوم.

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad4.flv]

انــور ظفـــري

د اريانا پوهنتون مرستيال پروفيسر

Anwar Zafari

Assistant Dean of Ariana University Peshawar – Pakhtoonkhwa