ستوري په یاد کې

سلام علیکم

اول یو څلور شعرونه،بیا کبیر ستوری باندی دوه دری خبری بیا یو شپږ شعرونه زما خبری نه دی زده،دغه یم لکه دا چې مې وینۍ

دا چـــــې ورځــــــــــــــې او کـــــــــــــــه شـــپـــــــــي دي

د عـــــــــــمــــــرې کـــــــــتـــــــاب صــــــفـــــحــــــي دي

چـــــــا لــــــیــــــکلـــــی، څـــــــوک ئــــــــې لـــــولــــــی

څـــــــوک ئــــــــې تـــــــش پــــــه تـــــــمــــــاشـــــــي دي

پـــــــــــه شــــــــهـــــــــــکـــــار کــــــــــې د ازل خــــــــــــو

قــــــــســـــــمـــــــــــاقــــــــــســـــم نـــــــــــــظـــــــاري دي

کـــــــــه مـــــــــې یــــــو درتــــــــــه بــــــــــــیــــــان کـــــړه

پــــــــه کــــــــــــــــــې ډیـــــــــــــری واقـــــــــــــعـــــي دي


زه په پېښور جیل کی په بی کلاس کې وم. نو حکومت د پیرنګیانو دوخت راهیسی په بی کلاس کې یو ښه متعبری کټ، کورسۍ، یومیز ورکوی. پدغه وخت کی په اخبارونو کې راغلل چې داسی یو سړی ئې نیولی ،هغه ئې بالاحصار ته بیولی دی،موږ فکر کړو چې دا سړی به ډیر متعبر وی. داسی متعبر نه چې پیسی به ورسره وی،نور څه وجه به پکې وی ځکه ئې بالاحصار ته لیږلی دی.

هغه څو ورځی خدای پوره کړی راغلو. نو زما دا عادت ؤ په هغه ځای کې چې نوی قیدی یا حوالاتی به راغلو نو په لومړی ورځ به ما میلمه کاوه. ما به ویل دا غریب به خفه شوی وی، افسرانو به په زیاتی کړی وی نو چې لږګوټی ښه شی .

چې پيژندګلوی موسره وکړه نوزما او دده سره د شاعرۍ تعلق هم پیدا شو، نو ډیرخوند ئې وکړه، دهغه وخت راهیسی ز ماد هغه سره او د هغه زما سره پيژند ګلوۍ شروع شوی وه. بیا ماته ئې د المان ژغ نه کتابونه هم رالیږلی ؤ. څوک چې خفه نه شۍ دا څومره خلک ناست دی بې د ریشته دارو نه کبیر ستوری زمانه بل هیڅوک ښه نه پيژنی. بس دا ځای به پریږدو،چې زمونږ نور ملګری هم څه ووای .

ښـــــــــــــــی مــی د پـلــــرو او دنــــیــکــو خـــبــری یــادی دی

مــاتـــــــــــــــــــــــه د تــاریــخ د مــیــــړانو خــــبــری یــادی دی

زه او تـــــــــــــــــــه او دا، ســـــره پـه هـــغــه تـــول پوره نه يــو

ما تـه چـــــــــــــــــــې د کومو پخـــوانــــو خـــبـــری یـادی دی

څوارلس صدۍ مخکـې چې ئـې کومه ښــه ځـوانې کړله

اوس هــــم لــــیـــا هـــاشـــم د مــیــلــمـــنـو خــبــری یادی دی

شــــکـــل د اجــــل ؤ ابــــــو جـــهـل تــــه بـــه عـــوض مــعـــاز

بـــدر تـــه د دی تــــنـــــکـــو زلـــمــــــــــو خـــبـــری یـــادی دی

وه اسمــــــــــــــــــــانــه څــــه دی کـــــربــلا خــــــــوراتـــه وایـــه

تا تـه خــــــــــــــو د هــغــو حـــــوصــلـــو خــــبــــری یـــادی دی

دا نـــــــــــــــوی وسله چې قـیــمــت خـــیـــلــه زلـــزلــــی لـــری

دی کــــــی هــم د تــورو او د نـــیــــزو خـــــبــــری یــــادی دی

نـو څــــــــــه اثــــر بــــه واخــلــی د ویـــنــا نـه مـې زلـمــیــه تــه

تا تــــــــــــه خـــو بــــس یـــو د جنــکــــو خــــبـــری یــــادی دی

زه لـــــــــوګـــــــی چې داســـــی تـخـــیـــل یــــا تــــــغــــزل لـــرم

مـــا تـــــــــــــه د حــــمــــزه د بــــاریــــکـــــو خــــــبــــری یــــادی


زه ناجوړ هم یم خو خاص د کبیر ستوری په یاد کې زه راغــلی یم او په ښه فکر راغلی یم. دوعابه وکړو چې خدای ئې وبخښی ، هغه دی الله وبخښی او پسماندو ته دی خدای صبر ورکړی

امين

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad2.flv]

عبدالرحمن لوګی کاکاخیل

شاعر

Abdul Rahman Logee Kaka Khel

Poet