ډاكتر كبير ستورى

ما د کبیر ستوری نوم اورېدو ، خو په وړومبي ځل مې پېښور کې د پښتو عالمي کانفرنس په موقع وليدو چې د جرمني نه راغلی و، په دغه وخت د هغوئي يو څو کتابونه زما تر لاسه شو ، بڼه ئې بيشکه چې ډېره ډړلي وه ، خو زه په هغو کتابونو نه پوهېدم ، بیا هم زما ډېر خوښ شو او خپلو کتابونو سره مې کېښودل ، هغه کتابونو کې نه شعر وه ، نه افسانه ، نه ناول وه او نه ډرامه ، هغو د طب د علم د يوې اهمې او نازکې څانګې پورې اړه لرله چې انګریزۍ کې ورته سائېکالوژي وائي ، مونږ ورته نفسياتي مرضونه وايو او افغانستان کې ورته روحاني مرضونه وائي خو ورستو چې نور کتابونه مې د هغو ئي وموندل نو معلومه شوه چې کبیر ستوری يو ښه شاعر هم دی، دده شاعري ښائي چې کبیر ستوری بامقصده ، ترقي پسند او قام پرست ذهن لرلو ، دلته زه د خپل ارواښاد ملګري خان افضل ناشاد خبره کوم ، يوه ورځ هغه نه چا پوښتنه وکړه چې ته هم شاعري کوې ، هغه جواب ورکړو .

ما څه کی ، زمونږ کلي کې که ديوال له تينګړۍ ورکړې نو هم به درته دوه درې ټپې ړ وائي، او بیا خان افضل به وئيل چې ټپه دوه ئې نه وي زده نو هغه زه پښتون نه شمېرم .خبره ده هم داسې چې د پښتون عمر چې څومره سخت دی دومره د پښتو مزاج رنګين او عاشقانه دی ، پښتون خوږ ژبې شاعر ته په ښه نظر ګوري ، د کبیر ستوری غوندې د تعميري ذهن خاوند او عالم پښتنې ټولنه کې شهرت نه مومي ، خو دا د پښتون قوم غلطي نه ده ، پښتون قوم د خپلو واکدارانو او مشرانو د لاسه د علم نه لرې ساتلی شي ، تاسو ته به معلومه وي تېر کال د ملايانو حکومت کې پښتونخوا کې د یارلس کالجونه پرانستلی شو او يو کې هم د پښتودلکچرر سیټ نه و، سرکاري سکولونو کې پښتو په نوم شته ، خو هلته هم داسې استاذان شته چې پښتو ښودل ګونا ګڼي ، پرائېويټ سکولونو کې به شاګرد ته هر څه ښائي خو پښتو ورته نه ښائي ، او کوم ځای کې چې پښْتو ده هلته هم شاګرد کتاب نه اخلي ، هر استاذ خپل ګائيډ جوړ کړی وي او پاس کيدل فېل کېدل دهغې ګائيډ په سوال جواب وي نو شاګرد ته د کتاب اخستلو اولوستلو ضرورت نه پېښېږی.

په دې پس منظر کې د کبیر ستوری او د هغه د ملګرو عظمت ته سر ټیټ شي او زه د دوي پښتو سره مينې او پښتون او پښتو د پاره جدوجهد ته من من غټيږم . بنيام ته د شعر او ادب ضرورت پدى دی چې ذهن ته ئې سکون او راحت وبخښي او د ژبې ساتنه وشي ، یانې تخلیقي ادب د بنيادم په ژوند کې د هر څه نه زيات ارزښت لري ، خو د ژوند جوړولو او پر مختګ د پاره علم پکار دی.

کبیر ستوری د طبعي علومو ډاكتر و، نونس سوه شپږ شپېتم (۱۹۶۶) کې یو څو نورو ملګرو سره ئې د « افغان سټوډنټس ایسوسي ایشن ، دړه کېښوه او بیا يو څو ملګرو سره ئې په فرانکفرورت کې کال دوه اويایم ( ۱۹۷۲ ) کې د « جنرل يونين آف افغان سټوډنټس ، په نوم يوه ټولنه جوړه کړه او د هغې صدر وټاکلی شو .نولس سوه درې ایایم (۱۹۷۳ ) نه ئې د جرمني ريډيو سره د پښتو د اناونسر ترجمان او ايډیټر په حيث کار کولو .

په ۱۹۷۶ كال کې د ځینو ملګرو په مرسته د « پښتنو او بلوچود آزادۍ دپاره د قومي اتحادئي، بنياد کښېخود او د هغې چيرمن منتخب شو دا راز کولن ښار کې ئې کال نولس سوه شپږاتيائم ( ۱۹۸۶ ) کې پښتون کلچرل اېسوسۍ ایشن ، بنیاد کېښوه او بُن کې ئې د پښتنو د کلتوري او ټولنيز ژوند د ښېګړې ، او (۱۹۹۳ ) كال کې ئې د پښتون کور ، په نوم يوه موسسه جوړه کړه ، کال ( ۱۹۹۸) کې ئې پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې د دېره ، او کال نولس دوه زره دریم (۲۰۰۳ ) کې ئې کونړ کې د پښتو ادبي هنري ټولنه ، په نوم ټولنې جوړې کړې.

دې دوران کې کبیر ستوری د ځينو مجلو مشر او د اېډیټوريل بورډ غړی هم پاتې شوی وه ، د هغو مجلو نومونه دا دي : سپرغی، ولس ژغ، لمبه، پیر روښان او د خبير وږمه. کال نولس سوه يو اتیائم کې جرمني کې مېشته پښتنو د «پښتون سوشل ډيموکرېټک پارټي (PSDP) په نوم يو ګوند جوړ کړ کبیر ستوری يي بنسټ ایښوونکو کې شامل او ددې ګوند صدر شو.په سیاسی لحاظ کبیر ستوری د باچا خان د فلسفې پلوي و او دهغې لارښودنې په رڼا کې ئې د پښتنو د يووالي ، آزادۍ او خېر ښيګړی د پاره کار کولو. ادبي ميدان کې د اجمل خټک په پل روان و، چې پښتو کې د ترقي پسند ادب پلار ګڼلی شي، د سیاسي هلو ځلو په وجه پاکستان کې کبیر ستوری کال نولس سوه درې اتيايم او څلوراتيم ( ۱۹۸۴ ــ ۱۹۹۳ ) کې جيل ته هم تلی و.

کبیر ستوری ديارلس کتابونه چاپ کړی وو او څه نور ورسره چاپ ته تيار وو ، دی کې غالبا یو کتاب جرمنی کې دی ، او دوه نور يي پښتو_ الماني او اڼليسي ژبو كى هم ليكلي دي. دده ځينی چاپ شوی کتابونه دا دی :

ویره ( د ساپوهنې په رڼا کې د ویرې نظري پېمانه او در مل)

ژوندي خیالونه ( د شعرونو ټولګه)

د قلم توره ( د شعرونو ټولګه)

د هوښیارتیا تله ( طبي موضوع)

ژبساپوهنه ( د ژبې سائيکالوزي)

سندریز پیغام ( د شعرونو ټولګه)

خوږی مسرۍاو نور…

په لنډه توګه کبیر ستوری د علم او عمل خاوند او په زړه کې ئې د پښتون او پښتو مينه په چپو وه ، خپل توان او مال ئې پښتو او پښتون ته وربخښلی و.

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډاكتر شېر زمان طايزى

شاعر، ليکوال، ژباړونکی، کره کتونکی، ډرامه ليکونکی

Dr. Sher Zaman Taizi

Poet, Writer