کبیر ستوری صیب

دلوی خدای په نوم

د لوی پښتونخوا یا تاريخی افغانستان د ژمی په پخوانی پایتخت « پېښور ښار» په پریس کلب کې د لروبر افغان د یو نامتو لیکوال ملی مبارز ارواښاد کبیر ستوري د لومړی تلین په یاد کې د جوړی شوی غونډی د دستوری ګران صدر صیب، په دې دستوره کې ناست د پښتنو قامی مشر خان لالا، د پښتونخوا وطن ډیرو درنو شاعرانو، ادیبانو، سیاسی کارکنانو، خویندو او وروڼو تاسو د ټولو په اجازه!

عزیزانو! نن د کبیر ستوری صیب د وفات نه یو کال پس مونږ راغونډ شوی یو، د هغه یادونه تازه کوو. خدای پاک په قران شریف کې دا ويلی دی چې هر یو شی چې خدای پاک په دنیا کې پیدا کړی دی دا به د مرګ خوند څکی، دې به پناه کیږی . زمونږ دا وطن چې وګورو نو په کروړنو انسانان پکې مړه شوی دې په کړوړونو انسان پکې ژوندې دې ،خو پدې کړوړونو انسانو کې د یو نیم کس قبر خلکو ته معلومیږی او یو نیم کس ته عقیدت او احترام لری.

وروڼو! مرګ په دوه قیسمه دی یو مرګ هغه دې چې هغه د موری، د تاتری، د امبلی یا د خیبر د غرونو نه دروند مرګ وی او یو مرګ هغه ئې چې هغه د چرګ د بڼی نه سپک مرګ وی . هغه انسانان چې د خپلی خاوری، د خپل وطن، د خپل قام د خپل ولس لپاره یی خدمت کړی وی ، د خپل ولس د سمسورتیا او سیالۍ او برابرۍ لپاره یی مبارزه کړی وی د هغه مرګ د مورې او تاتری د غرونو نه دروند مرګ دی. د هغه مړی ځمکه نه شی خوړی او قامونه ئې نشی هیرولی.

پښتون قام هم یو بختور اوډیر شتمن قام دی چې دې قام په خپله خاوره کې او دې خاوری په خپله غیږ کې د هری زمانی سره سم ډیر لوی لوی اتلان، ډیر لوی لوی مباریزین، ډیر لوی لوی عالمان او ډیر لوی لوی جرنیلان زیږولی دی چې په حقیقت کې په هر میدان کې ئې مونږه ددې جوګه کړی يو چې په جهان کی له نورو قامونوسره سیالی وکړو.

عزیزانو کبیر خان څوک ؤ هغه څه غوښتل چیرته پیدا ؤ چیرته ئې ژوند تیر کړ چیرته وفات شو په دې باندې دلته ډیر په تفصیل سره په تقریرونو کې او په شعرونو کې وینا وشوه. کبیر ستوری د لوی پښتونخوا د وحدت او یووالی ډیر لوی ترجمان ؤ اوپښتنو وحدت د هغه ارمان ؤ. کوم ارمان چی زمونږ نورو مشرانو یا کبیر ستوری ګور ته وړی دی هغه ارمان پوره شوی دې که نه دی او د پوره کیدو په لار کې کومی ستونزی او کوم خنډان پراته دې، پدی باید فکر وکړو.که مونږ وګورو دده په وطن کې لا هم هغه شان د بارودو ډنډو کار دی. که یو خوا مونږ د ازاد افغانستان دیرش کلنی جګړی ته وګورو نو د پرونه پورې که کفر ؤ که اسلام ؤ، که د شرق ؤ که د غرب ؤ د افغان په ورکولو د پښتانه په تباه کولو پسی ئې ملا تړلی وه هغه ټول قوتونه ددې خپل ناروا عمل او تجربی نه باید پدې پوهه شی چې تر څوپوری د افغان په خاوره کې د پښتانه په وطن کې امن نه ئې راغلی دلته د پښتون یو سیال، یو سمسور قام نه ئې جوړ شوی تر هغې پورې په جهان کې په هیڅ يو ځای کې امن او سوکالی نه شی پاتی کیدی.

عزیزانو ډاکتر کبیر ستوری صیب اروا ته به زیات راحت رسیږی، زیاته خوشحالی به رسیږی چې مونږ د پښتونخوا وطن سیاسی مشران د پښتونخوا وطن رښتنی دینی مشران د پښتونخوا وطن شاعران اوادیبان په بشری او انسانی حقوقو مین خلک د خپل وطن نه ددې تورو تیارو د شړلولپاره دې خپل وطن کې قانون د حکمرانی د جوړولو لپاره کم از کم یو متحدمحاز جوړ کړو او ددې په خلاف په شریکه مبارزه وکړو. دا ددې وخت ضرورت دی هيڅ څوک هیڅکله دچا مخالف ندی، هیڅ څوک د شریعت مخالف ندی البته په سیاست کې په شریعت کې به د ډنډی او د ټوپک استعمال مخ نیوی غواړی . دا د وخت ضرورت دی ما تاسو ډیر وخت واخیستو تاسو نه ډیر مننه کوم چې تاسو واوریدو ماتی ګوډی خبری مې وی سلام علیکم .

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad8.flv]

مختار خان یوسفزی

دپختونخوا ملی عوامی ګوند دپښتونخوا صوبایی صدر

Mokhtar Yousafzai

Provincial Chairman of Pakhtoonkhwa Mili Awami Party – Pakhtoonkhwa