ټول عمر دکولتور خدمت

خوږو دوستانو، پرزیډیوم کې ناست ګرانو مشرانو، همزولو! زه د ډاکتر عالم ډیر مشکور یم چې هغه ماته دا بلنه راکړه .

خان لالا هغه وخت کی د پښتونخوا قامی پارټۍ مشر ؤ، رهبر ؤ، صدر ؤ چی کبیر ستوری او شیرین ګرديوال هغه ته په جرمنی کی ديو کولتوری پروګرام په خاطرخط راولیږلو. دغه خط خان لالا ماته راکړ چې قیصر خانه پدی کې لږ کار وکړه هغه کار ما شروع کړ. زه راغلم ما خان لالا ته وویل چې سردار علی ټکر غاړه کينښوده او نورو استادانو (سندرغاړو) ماته غاړه کیښوده. خان لالا ویلی چې ښه ټیک شوه.

هغه بیا کبیر ستوری او شیرین ګرديوال ته و ويلی چې خلک مونږ سره تیار شول تاسو اوس مخکی کاروایی وکړۍ . زه دا وایم چې د کومی خبری لپاره کوم سوچ لپاره ډاکتر کبیر ستوری دغه کولتوری استادان چې په هغه کې استاد خیال محمد ؤ، استاد ګلزار عالم ؤ، په هغه کې استاد ماس خان ؤ،په هغه کې استاد شاه ولی خان ؤ او زمونږ ډیر لوی دروند ربابی استاد بختیار خدای دی وبخښی چې اوس مړ شوی دی ؤ میامانه کړی ؤاو دا شپږ میاشتی ما منډی وهلی د جرمنی،لندن او دهالنډ ویزی مو واخستلی . دجرمنی،هالنډ او انګلینډ نه واخلی تر مانچستر پوری ددی استادانو او فنکارانو دا لومړنۍ دری میاشتنۍ ثقافتی دوره وه.چی دا د ډاکتر کبیر ستوری ډیر لوی خدمت ؤ .

ددغی دوری په مناسبت باندی په19 او شلم جولای کې په برمنګهم کی په افغانستان باندی د امن يو کانفرنس چې په هغه کې دټول يورپ او عرب ملکونو او د دی ځای نه هغه وخت د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ محمود خان اڅکزی او ارباب همایو ن شرکت کړی ؤ هم جوړ شو .

نو زه دا وایم چې دادکبیر ستوری سوچ ؤ او دهغه د ملګرو او په هغه کې د هغه ډیر نژدی ملګرو شیرین ګرديوال ، علی خان محسود، او هدایت بنګش ؤ. دا پروګرام چې د دری میاشتو پروګرام ؤ ۱۵ د اپریل مونږ تللی ؤ بیا مونږه په 31 جولای کی واپس راغلو. د همغی ورځی نه استاد شاه ولی، استاد خيال محمد ، استاد ګلزار عالم او دی استادانو ته د يورپ او امریکی دروازی خلاصی شوی. نن زمونږ فنکارانو، زمونږ استادانو، زمونږ هنرمندانو د ټول يورپ، د ټولی امریکی دوری وکړی، دوه دوه، دری دری ځل تر اسټرالیا پوری لاړل .

کبیر ستوری نه ما دوه خبری زده کړی دی هغه به مونږ په پارکونو کې ګرځولو نو مونږ ته به ئې ويلی چې ګوره دا پلانی موسیقار دی، دا پلانی استاد دی اودا پلانی سیاستدان دی د جرمنی دی قوم دی غټ کړی او دی ته یی نه دی کتلی چې دا کمونست دی که سوسیالست دی که نشنلست دی او که دا ښی مټی دی او که ګس مټی دی . دغه سوچ کبیر ستوری مونږ ته راکړی دی چې خپل مشران، خپل رهبران، او بیا خصوصاً خپل استادان.

دا استادان ډیر نازک طبیعته خلک دی چی زه دری میاشی دی سره نژدی پاتی شوی يم او دا پرون په لکې مروت کې ملایان په يو واده کې په دی استادانو باندی ورغلی دی او د هغی سرونه او بریتونه یی خریولی دی. زه ډیر په ادب سره د کبیر ستوری ددی کلیزی په مناسبت دا خبره کوم چی دلته ډیر درانه خلک ناست دی، مشران ناست دی. ما خو د پښتونخوا سوچ کولو، ما خو د عظیمی پښتونخوا سوچ کولو، ما خو د افغانستان سوچ کولو، ما خو د امن سوچ کولو، ما خو د خوشحالی سوچ کولو، ما د ابادی سوچ کولو لیکن نن داسی ښکاری چې مونږه پدی څیز باندی نه يو پوهـ چې دا پښتونخوا زمونږ په وینو سره کوی . یقین وکړه چې پروفیسرممتاز بنګش سیمینار ؤ مونږه تللی ؤ افراسیاب خټګ ،لطیف اپریدی او زه وم. هلته مونږ ته هغی ويلی چې تیلی لګۍ، تیلی ئې لاس کې نیولی او درنګ ساعت دا تیلی لګی دا پښتانه پخپلو کې جنګوی .

نن کورمه وګوره په وینو سره ده. دغه رنګ وزیرستان دی وګوره. لکی مروت دی وګوره . د پېښور يونیورسټی ته، هر کالج ته، هر پروفیسر ته، سټوډنټ ته، هر مشر ته خط راځی چې بوقری په سر کړۍ څادر په سر کړۍ سبق مه وایه جنکۍ په کور کې کښینوۍ . زه صرف اخری خبره کوم وخت زیات نه اخلم ستاسی کولتور. ستاسی ثقافت چې دا ډیرلوی غټ ټکی دی دا يوازی موسیقی نه ده دا دومره لوی ژور ټکی دی چې په دوی باندی د دوی مانا ته ځی دی له ډیر وخت پکار دی ستاسی کولتور چې ختم شی، ستاسو ثقافت چې ختم شی، ستاسو موسیقی چې ختم شی، ستاسو استاد چې ختم شی او د استاد الی ته لته ورکړی ځکه چې دغه استاد دغه اله غږی هغه که ارمونیم وی که رباب وی که تبله وی او که سیتار وی هغه د هغی سره لاس ږدی او ډیر په احترام د هغی اغاز کوی نن هغه الات ماتیږی نن هغه استادان وهلی کیږی هغه استاد چې کوم دی شرمیږی هغی نه سرونه اوبریتی خریوی او ستاسی کورونو ته راننوتل. لکی مروت څوک دی؟ زمونږ پښتانه وروڼه دی. ټانګ څوک دی؟ زمونږ پښتانه وروڼه دی .

کبیر ستوری ټول عمر دکولتور خدمت کړی دی او ډیر لوی خدمت ئې کړی دی. زه تاسی ته دا وایم چې د ټولو نه اولنی د کولتور بیا روستل دی خپل کولتور بچ کول دی هله به دی پښتونخوا بچ شی .

که کولتور دی ختم شو ستا شناخت ختم شو، ستا اډیډینټیټیت ختم شو، ستا نوم ختم شو لهذا زه دا اپيل تاسو ته کوم چې خپل کولتور بچ کړی ثقافت بچ کړی که نن تاسی نه کولتور واخلی والله چې تاسی به هیڅ پاتی نه شی. د بامیانو بت وګورۍ چې څنګه یی راوغورځو څنګه ئې بمونه ورته کیښوده. ډیره مننه ډیره مهربانی تاسونه ډیر شکریا.

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad6.flv]

ایډوکيټ قيصر خان

Advocat Qaisar Khan