ګرانودوستانو ، ښاغلو حاضرینو ، درنو خوېند ، وروڼو !
سلام !
لکه چې څو څو ځله یاده شوې د پر پښتو مېن خدای بخښلي ډاکتر کبیر ستوری روح ته یو ځل بیا د ښادې او سرور او خپلوانو او دوستانو ته يې د تسلې، نېکې، ښوچارو او خوشحالې هیله کوم .
درنو او قدرمنو !
تاسو د مرحوم ډاکتر کبیر ستوری په درناوي اوږدې وېناوې واوریدلې ، چې مختلف اندونه پکې بېان او اظهار شوي ، چې زه نه غواړم پر هغو تبصره وکړم او خبرې اوږدې کړم ، سره ددې چې استادان او ښونکي هم د ځنو وېنا ؤ له مخې یو څه اوږده خبرو ته تمایل او مېلان لری . ولې دومره وېل ښايي چې مختلف نظرونه او د نظرونو توپیر باید وي ، که نه سکوت اوځای پر ځای دریدا رامنځ ته کيږی . نو په نظرونو کې توپیر د پرمتخګ او ودې یوه بنسټیز او اساسي وسیله ده باید ځانونه ورسره اشنا شي او د بد بینې ، حسد ،کینې او دښمنۍ مانا ترې وانخیست شی ، خو باید توپیر، نیوکه او انتقاد تر میمي وی نه تخریبي ، سپک او کرغېړن .
بله دا چې ډیر ځله وېل شوی ، وېل کیږی او رښتیا ده چې افغانان ښایسته ، بډاي د ښه موقعیت ، اقلیم او آب وهوا لرونکی ، هیواد او اوسیدو ځاي لري . ۱ )
افغانان غښتلي ، ښکلې څېرې ، غوره استعداد او ذکاوت لری . زیارکښ اوخواري کښ دي . په خپلواکۍ مین او میړني دي . ۲ )
چې د وحدانیت او د منځمخې او پراګماتیزم د فلسفي مخو ، ښر ڼو یا مکتبونو وړاندیزونه ، د اولسواکۍ ، ډلواکۍ ، ېواکۍ یاد دیمواکرسۍ،اولیګارښۍ او مونارښۍ تعریفونه ، د څو غوره لیک دودونو او د بشپړو شمیر تورو اېجاد او د نړۍ د یوې کرې جوړونه،د ډیر لرغوني ورېاکارن یا ګرامر لیکنه د دوی د تاریخي چارو اوکړنو لکښنې اونمونی دي . ۳ )
لیکن اوس د دوی خورا زیاته اړتیا پوهې ، هنر او زده کړی ، یوالي، وحدت، اتحاد او اتفاق ته ده . پخپلو کې لور او پیرزونه ته ده . خواخوږې، مرستې او همکارې ته ده . که نوره هېڅ نه وي نو یو بل ته د زیان رسولو ځخه ډډه کولو ته . د کم نېتې ، کینې ، حسد ، دویښنې ، شیمت او غیبت څخه د ځان ژغورل پکار دي . نیک منی ، نیک وېنې او نیک کړنې ته توجه او پاملرنه ښايي ، د انساني کرامت درناوي او د افغان اولس په یووالی زور اچول لازم دی .
افغان اولس یو اولس
پټان ،افغان، پښتون دي یو خاص اولس نومونـــه
ننـــــــــګیال پتمن غښتلي مېړني دنګ صورتونـــه
مېن په خپلواکۍ د سپین شـهـباز لـری خــیـالـونه
پښــــــتو پښتونوالي او هــــوډ همت يې صفتونــــه
ننګ چیغه بـــګړه، اربکی يــــــــې ښه دودونــــــــــــه
ښځینه او نارینه يې سره ګډ دی خویــندی وروڼــه
که لر بر دي که په کور که په بهر دی یو اولس دی
چې بېلتون پکې راوړي هغوې کوی خیــــــانتونــه
او دا هم د یادونې وړ ده :
پهـــــــــــــــلوان د مـــوره څوک زولــی نــدی
چې د ځای پــه مـیـنه سـر شـنـدي اتل شي
نور نو ټولو اولسپالو ته نیکې هیلې وړاندې کیږي او د نېکوکارو د بري او د ناسمو سمون ارزو کیږی .
و من الله التوفیق
يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
پروفېسر ډاکتر ګل جانان ظریف
لیکوال
Writer