یو سپیڅلی رښتیانی پښتون

درنو حاضرینو !

نن سبا د پرمختګ په لور ګامونه په خورا چټکۍ سره اخیستل کیږی . لدی کمپوټری ګړندی بهیر سره نوره نړۍ اود هغی انسانان پوره ګړندې ځغلی . نوی شهکارونه او پنځونی خپلی ټولنی ته وړاندی کوی . ددغی نوی ټیکنالوجۍ په خواسته کې د انسانانو ژبه ، ادب او شعر هم په چټکۍ سره مزل وهی . لکه څومره چې یی د ټیکنالوجۍ نوری برخی وهی .

له بده مرغه زمونږ ټولنه له دی بهیر څخه شاته پاتی ده . زمونږ ددی څپه څپا نده ژوند پته نه ده څرګنده . فکری تګ لوری مو په پوښونو کې پټ دی . ټولنی ته څه نوی پيغام نه ځلیږی . د هر چا د زړه خبره په زړه پاتی ده . تاسو ته څرګنده ده چې تل بهر نی ششنونکی زمونږ لیکوالان ، شاعران ، فیلسوفان مونږته راپيژنی او خپل نظر څرګندوی . زما په نظر په ځای کار به نه وی . چې زمونږ د پوهانو د اثارو په اړه د بهرنیانو نظر ته سترګی په لار واوسو . مونږ لا تر اوسه د خپلی ژبې په باب د دنیا والو پام نه دی راړولی . موږ ته د پیغور خبره ده چې هغه چا چې خپلی ژبې ته څه کړی او خپلی ټولنی ته ئې وړاندی کړی دی د قدر په سترګه ورته نه ګورو موږ تل د پردۍ ژبی د لیکنو اورالیږ دونی ته په اتنظاریو . خپلی ژبې بډایتوب ته مو پام نشته . ډیر فیلسوفان په دی اند دی چې ژبه د يو توکم بنسټ دی که ژبه له پامه وغوروزل شي نو ګرد توکم له ګواښ سره مخامخ کیږی.

راځی چې مونږ او تاسی مټی راونغاړو د خپل هیواد د ادب داسمان ځلانده ستوری نور و ته ور وپيژنو . خپله ژبه او خپل کولتور د بل چا له ګواښ سره مخامخ نه کړو .مونږ باید انسانی ټولنی ته دا پيغام ولرو چې مونږ هم د شیکسپیر ، ګو یته، ټاګور ، هومر او واګر په څیر د ملغلرو پنځونی لرو . په دی لړ کې زمونږ افغانی ټولنه سربیره د خوشال او رحمان او همداشان د پنځه شپږو ستورو نه علاوه متفکرین، پوهان ، لیکوالان او دادب خاوندان لرو . زه دلته داسی مثال وړاندی کولی شم، چې کله د ټا ګور شهکار به په بنګالی ژبه کې خپریدل د پاملرنی وړنه ګرځیدل څه وخت چې انګریزۍ ژبې ته وژباړل شول ارزښت ئې پیدا کړو او وارزول شول او د نو بل جایزه ئې تر لاسه کړه . مونږ افغانانو کې هم داسی ورته کسان شته خو ځکه ئې څوک نه پيژنی.

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د ژوند او د هاغه د مسلک او لیکوالۍ په باب پوره خبری وشوی . زما په نظر ارواښاد ډاکتر کبیرستوری زمونږ د ټولنی یو سپیڅلی رښتیانی پښتون په پښتو او پښتونولۍ مین د لوړ فکر خاوند ، ادیب ، شاعر سیکالوجست ډاکتر ، د پښتونولۍ په لوړه کچه په تول پوره ؤ هغه خو يو ځلاند ستوری ؤ .

روح دی ښاد وی .

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad34.flv]

مــحـمـداجــان یــار

شاعر، ليكوال، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند( PSDP )د مشرانو د جرګې غړی

Mohammad A Jan Yaar

Writer, Poet, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party