ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری

وروڼو او خويندو ا سلام علیکم!

زه به مخکې د مخکی نه د دی جوړ شوی محفل په مناسبت یو لنډۍ تاسو ته ووایمه

زمـکـی قلنـګ دی دومره سخـــــــــــــــت دی

ځوانان ستانه کړی را لیږی تش پالنګونه


وروڼواو خويندو، ټولو دوستانو!

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په سړیتوب، پښتونواله، پښتونولۍ ، زړه سوی، د یو بل سره د مرستی کولو او همدا رنګه دده په علمی اړخ باندی ډیری خبری وشوی. ډاکتر کبیر ستوری خو زمونږ په منځ کې نه شته، هغه د خدای ( ج) په حکم د اجل داعی ته لبیک ويلی دی. الله تعالی په پاک قران کې فرمائی : «کله چې د یو سړی د مرګ وخت ورسیږی نو یو قدم به د هغې نه مخکې روسته نه شی». ټول انسانان او ژوندې موجودات د خدای ( ج) په حکم باندې مړه کیږی. خو ښه هغه څوک دی چې د هغه یادونه وشی او دا ډیر ښه کار دی چې مونږ د خپلو مشرانو، دوستانو، لیکوالانو، شاعرانو اوملی مشرانو یادونه وکړو. مونږه او تاسو ته معلومه ده چې د ډاکتر کبیر ستوری ارمان پښتو او پښتونواله ، خپلې ژبې او قام ته خدمت ؤ او لکه څنګه چې نورو دوستانو ووئیل دا کوم جرم نه دی. ځکه الله تعالی په پاک قران کې فرمائی چې پیغمبر عرب دی ځکه ما قران په عربی ژبه نازل کړو، که چیرته دا مې په بله ژبه یا په عجمی ژبه نازل کړی وای،بیا به خلکو ويل چې پیغمبر عرب دی او دا ما ورته په بله ژبه نازل کړی.

خپل قام او ژبی ته خدمت کول کومه ګناه نه ده. حضرت محمد (ص ) طائف ته لاړ چې هلته د طائف مشرکین اسلام ته راوبلی، کله چې هغه هلته لاړ نو هتله ئې ورسره ډیره بده وضعه وکړه او ماشومان ئې ورپسی کړل او په کاڼو باندی یی وویشتو، څو میله په دی پسی ماشومان ورپسی ؤ او دی ئې په ګاڼو ویشتو. پڼی مبارکی ئې د وینو نه ډکی شوی او ټول وجود ئې د وینو نه ډګ شو. په دی وخت الله تعالی حضرت جبرایل امین را ولیږلو او د هغه سره ئې یو ملایکه چې هغې ته مالک ال جبل وائی (د غرونو واکداره ملایکه)، چې ته لاړ شه او زما نازولی ته ووایه چې په تا باندی ډیره سخته ده او دی خلکو تا سره ډیره زیاته بدی وکړه. دا ملایکه ستا په واک کې ده، ورته ووایه چې دا غرونه په دوۍ راوغورځوی. حضرت محمد ( ص) وويلی :چې نه! ای خدایه! دا زما قام نه پوهیږی او دی ته هدایت وکړی. دری ځله هغه د خپل قام لپاره جبرائیل امین ته خواست کوی او هغه نه دا غوښتنه کوی خدایه دا زما قام نه پوهیږی ته ورته هدایت وکړی. همدا رنګه الله تعالی د سورت حجرات په دیارلسم ایت کې فرمائی چې مطلب ئې داسی دی: ای خلکو بی شکه چې تاسو مې د یو سړی نه پیدا کړی یاستی چې هغه ادم ( ع ) دی او د یوی ښځی نه چې هغه بې بې هوا ده او تاسو مې ډلی ډلی ،قبیلی قبیلی او څانګی څانګی پیدا کړی یاستۍ، ددی لپاره چې د یو بل سره وپیژنۍ مګر ستاسو په منځ کې معزز هغه څوک دی چې هغه پرهیزګاره وی، چې هغه چا ته بد نه رسۍ.

زه خپلې خبری نه اوږدوم خو دا خبره کوم چې ډاکتر کبیر ستوری ارمانونه لرل،د هغه ارمان خپل قام، پښتنو او پښتو ژبې ته خدمت ؤ . مونږ به ځان سره دا فکر وکړو چې مونږ د پښتو ژبې او د خپل قام لپاره څه کړی دی. مونږ په دې خارج کې اوسیږو او ډیر پښتانه یو ، ښه شتمن پښتانه راکې شته دی. ایا مونږه دا نشو کولای چې د سټالایټ د لاری نه یو پښتو تلویزون چې مونږه ئې په ټوله دونیا کې ووینو د دی سره مرسته وکړو؟.

څه خو به مو اولادونه په خارج ملکونو کې اوسیږی پردۍ ژبې به یادوی مګر دیو نیم پښتو چې یاده ده هغه به تر ی اریانا تلویزون د حینا سیریال هیره کړی. هره شپه نهه بجی چې دا سیریال خپریږی په ټولو کورونوکې ماشومان ورته ناست وی اکثره خو په فارسی نه پوهیږی پلرونه ئې ورته فارسی ترجمه کوی.د دی لپاره ولی غم نه کوۍ؟.اوس خو ډاکتر کبیر ستوری زمونږ په منځ کې نه شته چې دلته زمونږه او ستاسی په منځ کې هلې ځلې وکړی. نو ددې لپاره چې د ډاکتر کبیر ستوري نوم او د هغه ارمانونه مونږه ژوندې وساتو نو په ځای ددی چی څوک د افغانستان په پرونی حالاتو باندی بحث وکړی چې کمونیست داوکړل او اسلام داسی وکړل..اویو غیری وارد انتقاد وکړو، نیوکه وکړو، بیل والی راولو ،سیکولر اواسلامیست ته لاړ شو، بې اتفاقی په منځ کې واچو، مونږ باید چې د یو والی لپاره کار وکړو، په قام باندی مو سره ورځ جوړه ده. د خپلې ژبې لپاره کار وکړو. یو شاعر وائی دا پښتو خو به ژوندې پاتی وی :

هــر طــاقــت له برمــه پریــوت

خــو پښــتو ئــې ورکه نــه کړه

خالی نــه ده څه خــو شــته دی

کــرشــمه پــه دی پښتـــــو کې


ورونو! په تش خبرو بانـدی کار نـه کــیږی یو شاعر وائی :

د طوطــیـانو د وینا دا معـــــــــلومیږی

چې خبرو باندی څوک نه سړی کیږی

سړی نه دی چې ئې کار د سـړو نه وی

په خـبرو کـه هر څومره ښـــــــه پوهیږی


راځی چې بې اتفاقۍ ته لمن ونه وهو، انګریزانو زمونږ د زړه په سر باندی دا خط را تیر کړی دی مونږ یو وروڼه یو، یو خلک یو، یو وجود یو، د پښتنو د اوسنی حالاتو لپاره هر څوک چې په هره مفکوره دی هغه ئې خپله ده هغه شاته کیږدود خپل قام او ژبې لپاره کار وکړو. یو شاعر وائی :

خـپـله ژبـه سـود او زیــان د هــــــــــر سړی دی

هر څوک مومی سود او زیان د خپلی ژبې

که سعدی غواړی په پند او نصــیحت کې

نـو راشـه وګوره رحمـــــــــــــــان د خپـلې ژبـې

کـه هـر څو لری اشعـــــــــــــــار په فـارسـی ژبه

مسـتـغنی دی سنـــــــــــــــاخوان د خـپلې ژبې


خدای تعالی په قران کې وائی: ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی خپل ځان او خپل اولاد د اور نه وساتۍ د دوزخ د اور نه د هغه اور نه چې خاشاک به ئې تیږی او انسانان وی. نو اول د خپل کور نه شروع کیږی د خپل کور نه خپلو اولادونو ته پښتونواله ،پښتو زده کړو. پښتونواله په ځان باندی تطبیق کړو د هغې حجر ی نه،د هغې کلی نه، او د هغې نه ټولنې ته،او د هغې لپاره کار وکړو.

د پښتنو ددی دروند مشر افضل خان لالا نه مننه کوو چې تکلیف ئې ویستلی دی او د ناروغتیا په حال کې دلته راغلی دی، خدای دی اجر ورکړی او خدای دی ستاسو ټولو قدمونه د ایمان په تله کې واچی.

د ارواښاد کبیر روح دی ښاد وی

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad15.flv]

حاجی محمدنادر سرشار

دPSDP د ناروی دڅانګی مشر

Haji Mohammad Nadir Sarshar

Head of the local Unit of PSDP in Norway