زما شخصی او ګوندی ملګری

د لوی او بخښونکی خدای په نامه

قدرمنومشرانو، د لری او نژدی ځايونو څخه راغلو عزتمندو پښتنو ملګرو، دوستانو ، خویندو او ورونو نیکی هيلی او سلامونه !

د هر څه نه مخکی به د ملنګ جان د زړه د ناری سره به خپله ناره غبرګه کړم او بیا به خپلی خبری وکړم .

چې بې ننګ او بې پښتو وی پښتون ندی

چې د قــــــوم په شرمیدو وی پـښتـون نـدی

پښتـون هغه دی چې غم د تمام قوم خوری

چــــــــې د ځان پـه جګـیدو وی پښتون ندی

د پښتون نظــــــــــــر مـدام پـه نـنـګ ونام وی

چې نظــــــــر ئې په پـیـسو وی پښتـون نـدی

پښـــــــــــــــــــــــتون نـشـی بـاداری د چــا مـنـلی

چې اخـتـیــــــار ئې د پردو وی پښتون ندی

په نصیب د مـلنګ جان دغه مصری شوی

چــــــــې خـفه پـدی مـصـرو وی پښتون ندی


ما او ستوري په تیرو پنځلسو کلونو کې یو بل سره که شخصی اوکه ګوندي اړخ و، د ژوند په ډواړو مرحلو کې په ګډه دومره بحثونه ، خبري اتري ، او سرخوګونه کړيدی ، چې زه په اصل کې پوره نه پوهیږم چې اوس دا خبره د کوم ځاي نه پیل کړم . خو لکه څنګه چې ما په سر لیک کې وویل چې ستوري زما شخصی او ګوندي ملګری و ، نو لومړی به زه دده سره د شخصي اړیکو او ملګرتوب په هکله یو څو خبری وکړم .چې په حقیقت کې همدغه اړیکي ګوندي او سیاسی اړیکي هم وی، ځکه چې زمونږ ټول وخت د پښتو ، پښتنو ، پښتو ژبې ، پښتو ادب ، کولتور ، تاریخ ، او د پښتنو د قومي وحدت يا يووالي ، په بحثونو ، غونډو ، سمینارونو ، او د راتلونکې لپاره د یو ستر ملي بهیر د لاري د هواریدو د ستراتيژي او تکتيکونو، او په دی امید چې ، څنګه د پښتنو ستر ملي هویت سمبال او په ځاي شي ، ټول وخت د پورتینو موضوعګانو په نظریاتي او عملي کړنلارو کې مصرف شویدي . که رښتیا ووایم ، زما نه شي یاد چې ، زه دي د ستوري سره په ګډه سینما او یا تياتر ته تللي یم ، مقصد مې دا دې چې ، د شخصي ژوند لپاره ډیر وخت نه وه .

ما ته په حقیقت کې دا پوره پته نه لګيږي چې ما لومړی ځل ستوری چيرته او په کومه نېټه پیژندلي دي، خو د خپل ذهن او فکر دتوانائې مطابق همدومره وئيلی شم چې، د ۱۹۷۵ میلادي کال په اخر او يا د ۱۹۷۶ میلادي کال په اوائیلو او یا په منځنیو وختونو کې به ما ستوری په فرانکفورت اویا د کولن په ښار کې پیژندلي وي او زما به ورسره لیدنه کتنه شوي وي. ځکه چې دا هغه وخت وه چې د افغاني محصلینو په ټولنه کې يو درز راغلي ؤ او د پښتنو محصلینو فکري تمايل داسي وه چې یوه نوي ټولنه یا سازمان جوړ کړي . بله خبره چې پدي ځاي کې یادول اړین بریښي، دا هم وه چې د افغانستان د هغه وخت سیاسي حالاتو ، د سیاسی ډلو ټپلو او د افغانستان نه د افغانانو د تازه پیل شوو کډوالو ، کډه کیدل هغه نقطي وي چې په جرمني کې ئې د پښتنو او یا افغانانو سیاسي سرګرمۍ هڅولي . نو په همدغه وخت تازه تازه د پښتنو او بلوڅو د ملي ټولني د هلو ځلو لړۍ او غونډي په خورا ګرمۍسره رواني وي زه هم په همدغه وخت کې تازه تازه المان ته راغلي وم او زما خپل خیال دا وائې چې ، ما به لومړي ځل ستوری یا په فرانکفورت او یا په کولن کې د پښتنو او بلوڅو د ملي ټولني د غونډو په لړۍ کې پیژندلي وي ، ټاکلي نېټه او وخت راته ندي په یاد.

کبیر ستوری د يو ځانګړي مزاج او طبیعت لرونکي ؤ ، هغه پښتون ؤ، په پښتو او پښتونولۍ کلک ولاړ ؤ ، او پوره هڅه ئې کوله چې د پښتو ژبې ، ادب ، کولتو او د پښتنو د قومي وحدت لپاره په رښتوني او صداقت سره يو څه وکړي. کبیر ستوری په پښتو او پښتنو مین ؤ ، خو هغه داسي مین نه ؤ چې ، لیلا ئې په خیالونو او خوبونو کې ځنګوله ، بلکه د پښتو او پښتنو د ملي ګټو او مبارزي لپاره ئې عملي منډي ترړي هم کولي، او هڅه ئې کوله چې د پښتنو د ستر هویت د ساتني او پالني او د ملي مبارزي د سنګر لپاره نور ملګري هم راپیدا کړي. د ستوری سره به چې څوک د لومړي ځل لپاره مخامخ شو او دده په فکر ي او پښتني قالب کې به څوک جوړ راغي ، نو بیا به ئې نوورو ته هم ویل چې دغه سړی ښه سړی دی، خو که دده د فکري او پښتني قالب په تول کې به څوک کم راغي ، نو بیا به ئې باالکل په ډاګه درته ويل چې بې خونده ئې. ستوری پخپله وائی:

چې څښتن د خپلې ژبې او کولتور نه وي

که باچا د ټول جهان شي خوښ مې نه دی


زما خپل خیال او فکر دا دي چې زه هم د ستوري د فکري او پښتني خیال په تلنه کې سم ختلي وم . نو د همدي کبله ستوري زما سره هم یوه خاصه او ځانګړي مینه او علاقه درلوده، بلکه هغه ماته ځانګړي عقیده او احترام درلود . اصلی خبره دا ده چې زه او ستوري په سیاسی او شخصي توګه یو بل ته دومره نژدي ؤ چې همدغه د کولن د ښار ملګرو به په مونږ پسي دا ویل چې دا دواړه ورۍ او غاښونه دي . زما او د ستوري د ژوند زیات وخت لکه څنګه چې ما مخکې هم وویل د پښتو ژبې، ادب ، کولتور، او د پښتنو د هوساینې اوملي مبارزي ، او د پښتنو د راتلونکې روښانه ژوند په بحثونو ، خبرو اترو ، د سمینارونو او پروګرامونو په جوړولو او عملي کړنلارو کې ضایع شو یدي . د همدي کبله زما لپاره ګرانه وه چې پدي ځاي کې په شخصي خاطرو يو څه رڼا واچوم ، ځکه چې همدغه شخصي خاطري په حقیقت کې زمونږ سیاسي خاطري هم وي .

کبیر ستوری په خپل ژوند کې د یو خاص کرکټر خاوند ؤ : هغه ډیر ارام ، مؤدب او هر ي خبري ته به ئې ژور او دقیق فکر کولو. کله نا کله به سړی ته دا احساس وشو چې ستوری په خبره پوه نه شو او یا ئې زما خبره سمه وانه اوریدله. هغه به خبره پوره اوریدلي وه او په خبره به پوره پوه شوي ؤ، خو نه به ئې غوښتل چې په چا سیده نیوکه وکړی او یا د هغه د خبري لفظي مخالفت وکړي دا ټول دده د پښتني کرکټر هغه ټکې دې چې دده سړیتوب او شخصیت په کې پوره جوتیږي . ستوری لکه څنګه چې ما مخکې هم ورته اشاره وکړه زما شخصي او ګوندي ملګری ؤ . د هغه خبري سیده او د کږلیچونو څخه پاکي وي. د هغه د ژوند ډیري خبري زما سره تیري شویدي چې ددی ټولو بیان به دلته د بحث د پولو څخه بالکل بهر شي .

زما او د ستوری د ژوند شخصي اړخونه ډیر پراخه نه دی، ځکه چې که ما اودي به د چکر په نوم هم د کوره راووتو، نو نوم به ئې چکر ؤ، خو د پښتو او پښتنو هر اړخیزه او اکټوویل مسایل او مالومات به مو دومره سره و شاربل چې زمونږ ټول چکر به د پښتو ژبې ، ادب ، کولتور ، ملي یووالي او ملي مبارزي په سرخوګونه پاې ته ورسیده. د ستوري سره زما شخصي او سیاسي ژوند دومره تړلی ؤ چې زه دا داوړه اړخونه لکه څنګه چې ما مخکې هم ورته اشاره وکړه په سختي سره یو د بله جلاکولي شم. د ستوري او زما ژوند تش بحثونه او خبري اتري هم نه وي، بلکه هري یوي نظري ته مو د وخت او حالاتو مطابق او د خپلې توانائې سره سم عملي بڼه ورکړیده. د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند او د پښتنو کولتوری ټولني کولن په چوکاټ کې چې په تیرو څولسیزو کې کوم کارونه په جرمني کې شویدي د افغانستان حکومت د حکومت په کچه په جرمني کې ندي تر سره کړي ،بلکه زه به لا دا ووایم چې د همدغو هلو ځلو له کبله د جرمني د پښتنو په نړیواله کچه ډیر ستاینه کيږي . ما او ستوری د محفلونو ، جلسو ، سمینارونو او کولتوری ماښامیو د تنظیم نه نیولي تر وړو وړو جلسو او غونډو پوری هر کار په پوره ایمانداري او اخلاص سر ته رسولي دی.

درنو پښتنو !

ما چې کومو ټکو ته اشاره وکړه او یا مې د کومو کارونو یادونه وکړه دا په هیڅ کوم پښتون احسان ندي ، بلکه د پښتون په حیث هغه دندي او ذمه واري وي چې د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند او د پښتنو د کولتوري ټولني کولن په چوکاټ کې ما او ستوری او د یو ګڼ شمیر نورو مخلصو ملګرو په مرسته او ملاتړ په پوره اخلاص او ایمانداري تر سره کړيدی. دلته د يوي خبري وضاحت اړین بولم او هغه دا چې په همدغه وخت کې ماته په خپل کور کې د یوي ډیري اوږدي مودي راهیسي یو ستر تکلیف راپه غاړه ؤ خو باوجود ددغه تکلیف ما د خپل کور ټول کارونه شاته کړي او د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند ا و پښتنو کولتوري ټولني کولن هلو ځلو ته مې اوږه ورکړي او سر ته مې رسولي دي. داسي حالات هم راغلي چې د خپلي شخصي توانائې د پولي څخه بهر مې هم کومي منډي ترړي د لاسه شویدي نو سپمولي مې ندي. دا ټول ددي لپاره چې د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند او د پښتنو کولتوري ټولني کارونه یو ملي ستر بهیر ته سیده او پښتانه د ملي موخو او هدفونو د لاس ته راوړلو سیال او جوګه شي . ملګرو خبري په همدي ځاي کې خلاصي نه دي. اصلي خبره دا ده چې ددي نه وروسته هم که د څښتن تعالی رضا وه او صحت راسره ناځواني ونکړه نو ددي نه وروسته به هم سیاسي او ټولنیز و هلو ځلو ته دوام ورکوم. په همدغه ځاي کې یوه خبره ضروري ګڼم او هغه دا چې هر څوک چې یو کار کوي نو هغه دي د هغه کار نظری او عملي اړخونه شعوري د ځانه سره وڅیړي.

مقصد مې دا دي چې پښتانه او د پښتنو مسلي ځانله د حجري په مجلس سرته نه رسیږي. اصلي خبره دا ده چې د یویشتمی پیړۍ په پیلامه کې ملي او نړیوالو حالاتو او سیاست یو نوي رنګ اختیار کړي او د ګلوبالیزیشن یا نړيوال کیدلو نوي دور په خاړپوڅوکې دی. وخت ډیر حساس دي او د وخت د حساسیت درک کول او تري ګټه اخیستل پکار دي. مونږ باید د وخت حساسیت د درک سره غبرګ د ملي او نړیوالو نورمونو او اوصولو په اړوند د ځان او قوم د ملي ارمانونو د سرته رسیدو لپاره د عملي قدمونو په اوچتولو پیل وکړو او نه د حجري په مجلسونو . زما څخه خبره خوره نشي د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند او د پښتنو کولتوري ټولني چې په جرمني کې کومي هلي ځلي کړیدي نو ددغو هلو ځلو نتیجي او پایلي تاسو ټولو دلته ناستو پښتنو ته جوتي دي او همدغه هلي ځلي زما او د ستوري د سیاسي او ټولنیز ګډ ژوند برخه جوړوي. زه دلته نوري اوږدي خبري کول نه غواړم خوټولو پښتنو وروڼو دوستانو او ملګروته دا وایم چې راپاڅۍ او په میړانه راپاڅۍ او د خپل ولس او قوم د یو موټي کیدو او خدمت لپاره داسي یو لښکر شي چې دنیا او نړۍ درته حیرانه شي.

په اخر کې د يوی خبری وضاحت ضروری ګڼم او هغه دا چې پښتانه دی خپله پښتو لومړي د ځان لپاره تعریف او بیا دی په دې هڅه کې شي چې زه د پښتنو ملي ګټو په اړوند څنګ د خپلو پښتنو وروڼو سره خپله پښتو غبرګه کړم او ددغه غبرګون په رڼا کې د ملي ګټو، موخو او هدفونو ته د رسیدو لپاره د کومو کوټلو پروګرامونو او اصولو لاندي د همخیاله او هم غږو پښتنو وروڼو او ډلو ټپلو سره خپلې هيلي او غوښتني ګډي او د یو ګډ ملي هدف ته د رسیدو لپاره خپله دنده او ذمه واري په رښتوني او صداقت سره تر سره کړي شم . د ستوري بل هیڅ موخه او هدف نه ؤ، په غیر ددې څخه چې پښتانه د یو قوم په حیث په ملي او نړیواله کچه د دنیا د قومونو سیال او جوګه شي او ملي یوالي تر سره شي.

په اخر کې به دا خبره وکړم چې ستوری بدل نشو او خپله روانه جاله ئې په سیاسي سمندر کې په پوره مهارت سره د توپانونو بچ کړه. خو د ستوري ژوند نور دده سره ياري ونکړه او ددي فاني دنیا څخه ئې سترګي پټي کړي، څښتن تعالي دی په جنت کې ارامه او خوشحال ساتي. زه به په همدي ځاي کې د ستوري بچیانو ته د دوي د پلار د یو ملګري په حیث همدومره ووایم چې د پلار لاره مو مالومه وه، سیده او صفا وه، په هغې کې د هیڅ شک او شبي ځاي نه شته، د ستاسي څخه هم دا طمعه او توقع کيږی چې د پلار د لاري پل تازه کړۍ خو نورې لاري د هر چا خپلي خپلي لاري دي دغه لاري د ستوري لاری ندي.

په درنښت

د اوریدو څخه مو یو دنیا مننه

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad17.flv]

محمد شیرین ګرديوال

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) د مشر دوهم مرستیال ،د پښتنو د کلتوری ټولنی مشر

Mohammad Sherin Gerdeawal

Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Chairman of Pashtoons Culture Association ( Cologne – Germany )