کبیر ډیر سیده اوسوچه سړی و

ګرانو قدرمندو خویندو او ورونو !

دغه نننۍ دستوره کی چې دکبیر جان ستوري دلومړی تلین یاد غونډه ده دلته مونږ راغونډ شوی یو.

کبیر جان ستوري چې ماته په خوله نه راځی، په ایمان درته وایم چې تر اوسه پوری ماته ذهنی ستونزه پېښه ده. هغه له دی دونیا څخه تللی نه ښکاری، زه اوس هم خیال کوم چې هغه دلته کی چیرته ناست دی.

او بل زه د خان لالا څخه ډیر شکر ګوزار یم چې پدی عمر کې ئې دلته ځان راورسولو،ځکه چی خان لالا د پښتون قامی یووالی سره ډیره مینه لری او بل دا چې کبیر ئې له کومی ورځی څخه پیژندلی دی نو په حقیقت کې ئې پیژندلی دی.

د کبیر سره دده ملګرتیا ،د ده د وخت مطابق نه وه چې کبیر ژوندی وو نودی یی ملګری ړ او چې کبیر نشته نو دی یی ندی، بلکه خان لالا یو پوخ کریکټر لری، ددی کریکټر په بنیاد باندی دلته حاضر دی، مونږ د ده ډیره ډیره شکریه ادا کوړ، نو یواری دا چې خان لالا زمونږ یو سیاسی مشر دی، بلکی دی زمونږ یو روحانی مشر هم دی، چې مونږ ئې ووینو نو مونږ ته یو روحانی تقویه میلاویږی چې مونږ کې داسی مشران شته چې اوس هم د دی قابل دی چې مونږ ته لارښوونه وکړي..

ګرانو قدرمندو خویندو او ورونو !

لکه څنګه چې بنګش صیب خبره وکړه زه چی په اول ځل باندی المان ته راغلم په هغه وخت کې زه د بوټو د حکومت نه راتښتیدلی وم، ما په فرانکفورت کې چې له کوم وخت څخه کبیر پیژندلی دی، د هغې ورځ نه واخله د ده تر وفات پورې پدی سړی کې هیڅ بدلون نه ړ راغلی . د هغه وخت مطابق چې کمونیسټان پکی ړ او ډیر جریانونه او قسم قسم خلک پکې ړ، خو د کبیر یوه فلسفه وه، قامپرستی او همدغه یی فلسفه وه. د ده یو مفکوره وه، هغه نیشنلیزم ړ،او هغه فاشیست نیشنلیزم نه ړ.ده به ويل: چې په مونږ باندی خلک سواره دی مونږ تش دغه سوارو خلکو ته وایو چې هلکه د پښتون د اوږی نه کوز شه، او دی ته که څوک غلط وائی د هغوی کار دی. خو مونږ د چا په اوږی نه سوریږو، او هغوی ته وایو چې زمونږ د اوږی څخه کوز شۍ.

کبیر ډیر سیده اوسوچه سړی و، کبیر په بازاری چالاکی باندی دسره نه پوهیدو. کبیر یو ویزیون Visionدرلود، یو لیری سوچ ئې درلود.

نن چې شل کاله پس هغه دکمونست تیوری هم غلطه ثابته شوه،هغه اسلام مو ولیدو چې کابل باندی ئې څه وکړل. مګر د کبیر د هغه وخت د نیشنلیزم (قامپرستی /وطنپرستی) سوچ هغه تر نن ورځی پوری کم از کم له سیاسی نقطی نظره خپل اتبار (اعتبار)نه دی بایللی، نن هم شته دی. نو دی نه دا مالومیږی چې کبیر یو عام سړی نه ،بلکه کبیر یوه کوټلی نظریه او یو ویزیون درلود.

او بل د دی نه پس دا خبره هم پکار ده چې تش دا خبری نه دی مونږ او تاسو نن یو سیاسی کړکیچ سره مخامخ یو، کوم یووالی چې کبیر جان غوښت د لر او بر پښتنو هغه د ده په ژوند کې سره ته ونه رسیدو، خو مفکوره پاتی ده ،که څه هم اوس په موجوده وخت کې نن د ډیورنډ لاین هغه خوا او دیخوا په پښتنو باندی بمباری کیږی او پښتون ولس تباه کیږی او د پښتون ولس دښمنان هم په داخل افغانستان کې او هم په داخل پاکستان کې کوشش کوی چې دا ټوله بلا د پښتون په اوږه ورواچوی ، پنجابـی نن پاک دی، تاجک نن پاک دی، وزبک نن پاک دی، هزاره نن پاک دی ،ایرانی نن پاک دی ،سعودی نن پاک دی، پاکستان ایی اس ایی نن پاک دی، مګر پښتون تروریسټ دی.

باید پښتانه هم خپل ځانته سوچ وکړی چې د اسلام یوازی زمونږ دی ،ولی د دغه نورو ذمه واری نشته. ایا پښتون به ټول عمر دا کارونه کوی چې د جهاد ټیکی واخلی اودا نور مسلمان قامونه چې د مراکش نه واخله تر انډونیزیا پورې پراته دی، نن دا ټول د امریکی په دربار کې رغړی .

نن په افغانستان کې اتیا ( ۸۰ ) فیصده پښتانه معیوب دی ،د چا خپه د لرګی ده، د چا لاس د لرګی دی، نن ټول سوالګر دی. اونور قامونه د جهاد په وخت کې لاړل تعلیم ئې وکړ هغه نن ډاکتر دی، انجنیر دی مګر هغه زمونږ کاکا چې کوم دی سوالګر شو.

نن سبا چې کومه لوبه روانه ده پدی کی به مونږ بیا د سوالګری ځای ته ځودا نور به تعلیمونه کوی او دونیا ته به ځی او ډالر به راټولوی .باید مونږ هم پښتانه یو مونږ په دی سوچ وکړو چې ایا دا اسلام ځانته زمونږ دی، نن عرب ، پاکستانی ، ایرنی ،تاجک ، هزاره ، انډونیزیایی او بل او بل پریښی دی، دا ئې مونږ ته راکړی دی. دا افغان چې نن تباه کیږی. او مړه کیږی او اولاد ئې بی سرنوشته پاتی شی. خدای پاک ج وائې زه داسلام په خپله ذمه وار یم، زه به ئې ساتم ، خو مقصد دا دی چې دا خلک مونږه د مذهب په نوم باندی استعمالوی. د دغو خلکو خپل سیاسی پروګرامونه دی نن دا ټول جنګ راغلی دی په ډیورند باندی، پنجابـی هم دا غواړی چې په ډیورند دا قیصه سخته شی ، وزبک، تاجک ،ایرانی او هندو هم غواړی چې دلته دی قیصه سخته وی په دی کې ددوۍ مقصدونه دی یو مقصد دا دی چې پښتون لر وی او که بر وی مری .تاسو ټول تعلیم یافته خلک یاستی راډیوګانی اوری اخبارونه ګوری د کراچی نه واخله تر هراته پوری ټول پښتون دی بل څوک پکې نشه دی نو دی ته باید مونږ او تاسو سوچ وکړوچې دی بلا نه څنګه ځان خلاص کړو.

نن د ربانی اسلام نه خرابیږی، د ګلبدین اسلام خرابیږی، غره کې ناست دی، نن د ملا عمر اسلام خرابیږی او د عبدالرسول سیاف اسلام نه خرابیږی د امریکانیانو سره په اولسی جرګه کې ناست دی. نو باید دی شیانو ته مونږ سوچ وکړو که نه نو مذهب، مذهب دی. سیاست ،سیاست دی. دا نور مونږ سره سیاست کوی. زمونږ دپښتون سوشل ډیموکراټیګ پارټۍ نظریه دا ده چې روحانی اسلام د ټولو په ګډه اسلام دی، اما مونږ سیاسی اسلام نه منو، مونږ پښتونولی غواړو، په پښتونولۍ کې د جماعت او د حجری فنکشن (دنده) جدا دی. دواړه نه شی کیدی چې هم په حجره کې راته ناست وی او هم په جومات کې. او دغه قیصه چې څومره اوږده کیږی همدومره زمونږ او ستاسی په تاوان باندی ده، همدومره مونږ اوتاسو تباه کیږو. همدومره مونږ اوتاسو بربادیږو .

پرون روس راغلی وو،دغه خلکو د روس په اوږه ټوپک ایښودی وو پښتون ئې پرې ویشتلو. نن دغو خلک د ناټو په اوږه ټوپک ایښی دی .پنجابی ما ولی، تاجک ما ولی او دوی ښه امریکنیان دی ،دا زه ولی د امریکی سره جنک وکړم نن ایران دلته ګوتی وهی،د دی لپاره چې خپله بلا په مونږ باندی سمه کړی که دلته امریکا په ارام شی سبا په ایران پسی ورځی، ایران پیسی ورکړی او دلته ئې ګړبړ جوړ کړی دی .که نن د بن لادن مسله ورکه شی مشرف سبا د امریکی لپاره هیڅ ندی.

په چارسده کې یوه قیصه ده وائې: خان چوکیدار ساتی چې د شپی څوک ډاکه وانه چوی، نو چې کله کراری شی نو چوکیدار سره خطره پیدا شی چې دا خان به راته ووائی چې دلته خو کراره کراری ده ځه کور ته، نو چوکیدار بیا دشپی ډزی وکړی او بیا خان ته ووائی ،چی د شپی غله راغلی ړ نو سبا ورته بی بی بیا ښه پراټه ورکړی. د چوکیدار نوکری بیا مظبوته شی ، نو مشرف د خپلی چوکیداری مظبوتولو لپاره کله وائی طالب دی کله وائ پلانی دی. دا مسله دوی نه ختموی .

نن پاکستان ته پیسی راروانې دی، پرون ئې پدی پیسی اخستلی چې افغانستان کې جهاد دی د روس په خلاف نن په دی پیسی اخلی چې زه دهشتګر ختموم دا مونږ به کله پدی شیانو دا دماغ خلاصیږی. او بل داچې کوم اقلیتونه په افغانستان کې دی دا به تر څو پورې د پښتنو په اوږه سواره وی که نه چې ګوتی وروړی وائې دا فاشیزم دی فاشیزم دی ته وائې چې اقلیت په اکثریت حکومت کوی، نو تاسو ته وایم په افغانستان کې ډیر خطرناک وخت راروان دی په دریمه نړۍ کې حکومتونه اکثریت نه کوی، په دریمه نړۍ کې حکومتونه پارلمنټ نه کوی، په دریمه نړۍ کې حکومتونه بیوروکراسی کوی. بیوروکراسی هغه څوک کوی چې څوک منظم وی. نن چې په افغانستان کې تاجک په بیوروکراسی سور دی، ازبک پری سور دی، هزاره پری سوردی. پښتون ته هیڅ هم ندی پاتی، نن په افغانستان کې واقعا اختیار ددوی سره دی او حامد کرزی د وینډو ډیکوراسیون څوکی یی کینولی دی چې دغه ستاسو مشر دی. دپاکستان یو سل پنڅو میلونه ابادی ده، خو هلته مهاجر چی ورته وائی او د هندوستان نه راغلی دی تاسو به هم اوریدلی وی تعلم یافته خلک، منظم خلک دی، نن د پاکستان ټول خواږه دا اته فیصده خلک خوری. هم په فوج کی دی او هم په سیول کې.

نن افغانستان د سره جوړیږی کوم چې د احمد شاه بابا جوړ ړ. که دغه د مینارټی بیوروکراسۍ په افغانستان کې پښی خښی کړی دی، اودا پښتون به د ټروریزم په نوم وهلی کیږی. اوس نه ویښ شۍ او پدی مه خپه کیږی چې څوک درته ووائی چې ته فاشست شوی او ته پلانی او ته پلانی ئې.

مونږ ته صفا خبره پکار ده چې وروره دا ستا حق دی او دا حق زما دی او په افغانستان کې ۶۲ فیصده هغه پښتانه دی چې پښتو وائې ،چې ځینو ئې سبق ویلی دی، پښتو لیکلی شی پښتو ویلی شی او په افغانستان کې ۱۲ فیصده هغه پښتانه دی چې هغه پرشنایز شوی دی اوهغه په فارسی باندی خبری کوی خو پښتو چې ته وائې هغه پری پوهیږی نو دا چې سره جمعه کړی روغ ۷۴ فیصده خلک پښتانه دي.

په افغانستان کې د کرزی صدارت هم وښودله چې قانونې ۱۸ فیصده ، هزاره ۹ فیصده او وزبک ۸ او که څوفیصده را ئې واخیستلی، نو ددی نه ثابتیږی چې اکثریت زه یم.

زه اکثریت یم نو باید په هر شی به زه اکثریت یم. دا هیڅ ګناه نده، دا په قانونی لحاظ ګناه نه ده، دا په مذهب کې ګناه نه ده، دا په ډیموکراسی کې ګناه نده، اکثریت اکثریت وی او که نن مونږه دا خوله پټه وسا تو بله ورځ دا په افغانستان کې پښتون چوکیدار دی، پښتون شپون دی، ټول عمر غوا ساتی اوهغه غوا چې لنګه شی پښتون ته ،شومړی،څوک نه ورکوی وائی ته ټروریست ئې. نوددی لپاره باید مونږ اوتاسو دا فیصله وکړو چې یا به دا پښتو، پښتونولی او افغانیت پریږدو او یا ئې نه پریږدواو په افغانستان کې په پښو ئې ودرړ.

په پاکستان کې زمونږ څه حال دی افغانستان کې دومره شته دی چې دا نوم خوشته دی، پاکستان کې خپل نوم مونږ ته نه راکوی مونږ ته وائې فرانټیر، فرانټیر خو هرځای فرانټیر دی. نن مشرف وائې چې زه د پښتنو سره کومک کوم، د هغی پښتنو سره هیڅ مینه نه ده که دهغی د پښتنو سره دومره مینه وای په کراچی کې به ئې نه مړه کول، په قبایلو باندی به ئې بمباری نه کولی. هغه تش نوم خو به ئې ورکړی وای پښتونخوا یا پښتونستان. مګر دا تش ددی لپاره وائې کوم لاندی پښتون خو ئې د اسلام بهای په نوم وخوړ او پاس پښتون هم د اسلام بهای په نوم وخوری. باید مونږ او تاسو ویښ شو که د مذهب په نوم مونږ وهی نوباید دی ته مونږ اوتاسو بیدار یو. مذهب زمونږ خپل دی ،پښتون د ټولو نه ښه مسلمان دی.

اوس دی دونیا کې نوی ټیمونه جوړیږی نن تاسو ولیده چی روس بیا پیسی پیدا کړی دی ،په افغانستان کې ئې نوی اتحاد جوړ کړ ،دا ددی لپاره چې دو ی سره خطره ده چی په افغانستان کې به امن راشی. زمونږ څخه یی نن بیا د بوزکشۍ خسی جوړ کړی دی. یو ورځ د ساړه جنګ قربانی شو چې ګرمو اوبو ته ځی نن چې کوم دی د انرژی قربانی کیږو چې د انرژی لاری په مونږ تیری شی نو دی لپاره زمونږ د ګوند دا خبری به په چا ښی لګی په چا به بدی لګی زه ئې ځکه کومه چې دا زمونږ د ګوند لار ده مونږه یووالی غواړو په هر طریقه ئې غواړو که څوک ئې مخالفت کوی، بلکی دا حقیقت دی هغه د ولی خان خبره لراو بر پښتون به یو ورځ یو کیږی وائی که نن دی که سبا دی دا مال د زرغون شاه دی .

ډیره مننه

[vid=files/videos/DaStoriYaad18.flv]

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ایډوکـیــټ علي خان محسود

تاریخ پوه، لیکوال، د پـښـتــنـو ټولــنــیـز ولــسـولیز ګـــونـد ( PSDP) د مــشـر لـومـړی مــــرســـتــیــال

Advocat Ali Khan Mahsood

Writer, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Member of Editorial Board of “Pashtoonkhwa” Magazine