کبیر ماما

د لوی خدای په نوم

راغلو محترمو وروڼو او ډیر عزتمندو خويندو !

زه تاسو ټولو ته د خپل طرف نه او د خپل ګوند د طرف نه هر کلی وايم. او خاصکر زمونږ د پښتون قامی وحدت مشر خان لالا محمدافضل خان ته زه هرکلی وایم چې کله هم پښتنو ته د دې ضرورت پیښ شوی دا هر ځای کې حاضر شوی او هلته ورغلی دی هم په وطن کې او هم د وطن نه بهر. نو د خان لالا هلې ځلې د چا نه پټی نه دې خو دومره ويل یی غواړمه چې خان لالا تاسی دی خدای زمونږ لپاره د ښه صحت سره د همیشه لپاره ژوندی لری او هرکله راشی او ستړی مه شۍ.

څومره پورې چی کبیر ماما خبره ده، کبیر ماما، سره ز ما هغه وخت ړومبنی ملاقات وشول چې زه کله د پېښور پوهنتون د پښتون سټوډینټ فیډریشن مشر وم. دا هغه وخت ؤ چې کله په پښتونخوا کې، افغانستان کې د پښتنو وینی تویدلی او هلته اور بل ؤ. دا چې کله هلته راغلی ؤ، نو زمونږه په یو څوټکو باندی خبری وشولی چې هغه باندی د پښتون سټوډینټ فیډریشن د مشر په حیث مونږ په څو خبرو په اتفاق شولو، هغه کې ړومبنۍ غټه خبره دا وه چې زمونږسیاسی مشر خان بابا باچا خان دی او زمونږه سیاسی لار د عدم تشدد ده .هغه لاره چې باچا خان مونږ ته ښودلی وه.او دوهمه غټه خبره پکې دا وه چې مونږه ډیورند لائن نه منو ښکته او بره پښتون به یو وی او پښتو، پښتونولۍ لپاره به مونږ کار کوو. او بل سیاسی لاری سره سره چې مونږه ويلی ؤ چې مونږ د حجری سیاست غواړو په دې چې حجری کې هم پښتو ده او هم پښتونولی ده او هم جومات دی. دغه څلور پنځه غټ ټکی ؤ چې مونږ پکې یو ځای شولو او مونږه پکې هلته اتفاق وکړو او خدای پامانی ئې مونږه سره وکړله او څو ورځی بعد خبر شومه چې کبیر ماما نیولی شوی ؤ زاندانې ؤ. هغه نه پس حالات ډیر زیات خراب شولو.

زه چې کله دلته المان ته راغلم ، نو کبیر ماما هلته اتلس میاشتۍ په زاندان کې تیری کړی وی او بیر ته واپس راغلی ؤ. زمونږ ملاقات دلته وشولوچې څه مونږ نه کیدله، مانه کیدله، کبیر ماما، نه کیدله هم دې پښتنو لپاره مونږه خپلې هلې ځلې کولی او کبیر ماما خپل ټول ژوند تر اخر ه پورې پښتو او پښتنو لپاره وقف کړی ؤ. او په هم دې ارمان هغه په حق ورسیدلو چې کم از کم هغه پښتونخوا وګورې خو افسوس دادی چې پښتونخوا کتنې نه مخکې په حق ورسیدو، خدای دې وکړی زمونږ د ټولو پښتنو چې کوم فکر دی سوچ دی او تمه مې ده او د کبیر ماما چې کومه تمه وه هغه دې خدای سرته ورسی. نور نو زه ستاسو وخت نه نیسمه . ستاسی نه ډیره مننه.

تل دی وی پښتو ، پښتون او پښتونولی .

د خدای په امان

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad21.flv]

ايډوكيټ هدایت الله بنګش

د پښتنو ټولنيزولسوليزګوند جنرل سیکرټری ، دپښتون کور مشر

Hidayat Khan Bangash

Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Chairman of Pakhtoon Kor (Cultural Centre – Bonn), Member of Editorial Board of “Pashtoonkhwa” Magazine