ډاکتر « ستورى » د سياست ،

علم او ادب په ډ‌ګر کې

ډيرو درندو دوستانو ، عالمانو او سياست پوهانو ! د سلامونو او درناوى په وړاندى کولو سره تاسو ته ښه راغلاست وايم .

زما لپاره څه اسانه کار نه دی چې د خپل هيواد د روڼ اندو شخصيتونو او زلميو په وړنداى په زړورتوب سره يو څه خبرى وکړم . مګر دا چې ما له ارواښاد ډاکتر ستوری سره له ډيرى نژدى دوستانه روابط درلودل او ننى غونډه د هغه د يادونو د ستايلو په مناسبت جوړه شوى د ځان وظیفه بولم چې دهغه د یادونو په ياد زه هم څو ليکى ليکنه د هغه روح ته نذرانه کوم .

قدرمنو دوستانو ! تاسو ته بهتره معلومه ده چې دځمکی پر مخ الله پاک ټول ژوندې موجودات راژوندى کړى او د میلونونو کلونو را ديخوا دا لړۍ دوام لرى چې ددی لړی پدى زمانى مقطع کې ئې مونږ واقع شوى يو .کله چې الله پاک ژوندې موجودات د ځمکى پر مخ راژوندې کړل نو د ځمکى د مخ د موجوداتو سرداری ئې انسان ته ورپر برخه کړه . همدى انسانانو د خپلى سردارى د ثابتولو او تنظيمولو لپاره د ځان لپاره سرداران راوزيږول .د انسانانو په منځ کې د سردارانو د ظهور په رابطه کې نظريات او عقيدې فرق کوې . د انسانانو په منځ کې راجوړ شوې سرداران ددی ادعا کوى چې ددوى لپاره سردراى مقام يوه الهى تحفه وه او کله نا کله د هغوى مبلغين داسى تبليغ کوې چې لوى خداى ( ج ) یو سردار او بل ئې غلام کړ . مګر یو تعداد انسانان داسى فکر کوې چې سردارى او غلامى کومه اسمانى تحفه او يا اسمانی جبر ندى . « ددی نه زما منظور د معنويت سر دارن ندی بلکه د زماني د استبداد سردران دي ». بلکه په ټولنه کې اجتماعى او اقتصادی نابرابر يو يو سردار او بل ئې غلام کړ . يو ئې حاکم او بل ئې محکوم کړ . يو ئې و ماشين د شا غلام کړ او بل ئې د ماشين مالک کړ . يو ئې د قصرونو خاوند کړ . بل ئې د خيمى او ځنی نور ئې د خيمى د لرلو په ارمان کړل . يو ئې د تورى بحیرى ، مدتيرانى او د عاج د ساحل په استراحت ګاؤ کې ميلمه او بل ئې پړى او اوږو په څلور لارو کې د مزدورى د پیدا کولو په خاطر په بمونو کې والوزول .

بل ئې بيا د جازونو، ټانکونو، توپونو او زور د نوو وسايلو خاوند او بل ئې بيا د بمونو سيلابونو او د مرميو د باران لاندی کیښنول .د چا ماشومان داوسيدنى ، زده کړو او ساعت تيرو لپاره په نړى کې د خاصو مر بیانو خاوندان ،مګر د چا ماشوم دبم او یا مين ښکار شول .

يا ئې د وجود اندامو دپرى کولو لپاره مافيا ايجاد کړى او يا دا چې د بی وزله تنکى ځوانان پداسى محيط کې وساتل شول چی ټوپک په لاس ورکړل شو، چې له يوى خوا د لوى خداى بې وزله بنده ګان پرى ووژنى او يا د زیار ایستونکى انسان په لاس جوړ شوى مدنيت پری وران کړى . خير په هر حال پورتنى دواړه نظر ئې او عقيدى چی ما ترى لنډ ه يادونه وکړه ، زمونږ پر اوسنى نړۍ باندى مسلطى عقيدى دى . او پدى مينځ کى يو تعداد انسانان د يوئې عقيدى پلوى او بل تعداد د بلى عقيدى پلوى کوى او د خپلو عقايدو دحقانیت لپاره د لائيل هم جوړوى .

درنو دوستانو ! دا داسى سياسى او تاريخى بحثونه دى چې پدى د لنډو لحظو کې ئې يو طرف کول څه اسانه کار ندى . بله دا چې ننى غونډه هم د داسى مغلقو سياسى او اجتماعى موضوعاتو د څيړلو لپاره نده جوړه شوى . خو ما صرف ددی لپاره ترى يادونه وکړه چې د انسانان د ژوند تاريخ يوه برخه د داسى دردونو، ظلمونو، وهلو ټکولو او تالا کولو مجموعه ده . دوستانو ! زه خو پدى عقيده يم، کله چې په انسانى ټولنه کې په اقتصادى لحاظ د انسانانو تر مينځ سرحدونه وټاکل شى نو د دوى تر منيځ عقيدوى او نظرياتى اختلافات او سرحدونه هم رامينځ ته کيږى او همدا سرحدونه په خپله خوا د انسانانو مختلفى ډلى او ګروپونه سره رايو ځاى کوی او يو د بل د محکمولو لپاره ئې په سازمانى ډول منظم کوى . هغوى ته لورى ورکوی ، هغوى ته سياسى استقامت ورکوی او د خپلو راتلونکو اجتماعى اهدافو لپاره د معينو اهدافو او ستراتیژيو په طرحه کولو اقدام کوي . نو که چیرې د انسانى ټولنى تاريخ مطالعه شی همدا مطلب په مختلفوبڼو و او د مختلفو ايډیالوژیګانو سره ئې تبارز کړيدى . دا هم بايد ومنو چې بشری ټولنو په دننه کی ددغو تغيراتو په منځ کې يو تعداد داسى انسانان مينځ ته راځى چې د ډلو او ګروپونو په مينځ کې ټولو اجتماعى او اقتصادى ناخوالو ته په منظم او علمى ډول د ځواب ورکولو توان په ځان کې راښکاره کوى او د ټولنى په دننه کې انسانان د انسان په ګټه عقاید وته رابولى . چې په تاریخ او اجتماع کې ډیرى داسی پیښى ترکرار شوى چې انسانانو لوئې ډلى او ګروپونه د يویا څو تنو په شاو خوا کې چې د هغوى غوښتنى او وړاندیزونه طرحه کولى شى، دا ډول اجتماعى حرکات پخوا او اوس بیخى ډیر دی . خو د شدت درجه ئې کله ډیره اوکله لږه وى .

دو ستانو ! زمونږګران افغانستان هم د دغى نړۍ يوه برخه ده . او پدى برخه کې هم لکه د نړی د نورو هيوادونو د انسانانو مختلفى ډلى شته چې دی د انسانانو هم لکه د نورى متمدنى نړی د خلکو غوندی تاریخ ، کلتور او لرغونی تمدن درلوده او لری ئې . دا هیواد په سیاسى او نظامى لحاظ ډیر ځله د نورو لخوانه تر تجا وز لاندی راغلى او داسى هم پیښه شویده چې زمونږ د هيواد حکامو نور ملکونه هم د خپل تصرف په چوکاټ کې راوستى دی. دا هيواد يانی زمونږ هيواد کله ډیر لوى ، باعظمته او د لوی سیاسی شخصیت خاوند شوی . خو کله کله د داسی بی غیرتو او حرام نمکه زعا متونو په وجود کې دومره راکوچنی شوې چې د هر کس او ناکس تر ستم لاندی ئې ژوندکړى . چې په ډیر تاسف سره د افغانستان وروستنیو کلونو تاریخ د همداسی ناخوالو یوه مجموعه وه او ده . دشیطانانو لوبی سړی نه شوی لاتودی شوی دی . مونږ او تاسو د خپل هیواد حالات تر هر بیګانه ښه پیژندلای شو .

پدی مانا چی زمونږ د خلکو په مینځ کی عصری تعلیم او تربیى په لازم ډول سره انکشاف ونکړ ، د خلکو تر منځ عنعنوی مناسبات او فبیلوی ژوند په خپل قوت سره پاته شو . اجتماعی مناسبات اکثر په پخوانى شکل پاته وه، بیکاری او دربدری نور حدنه درلوده اونه ئې لری . ځينو کولتوری مناسباتو زمونږ هيواد نور هم د فهقرا وخواته بیول .که په لنډ ډول ووايم وروسته پاته فیو ډالی مناسباتو زمونږ د ټولنى ټولى روبنائې او زیر بنائې اساسی برخی تر سخت فثار لاندی نیولی وی . دی واقیعت د هیواد په دننه کې د خلکو ترمنځ یو قوی بهران ایجادکړ ی وه . اګر په ظاهره هر څه ارام معلومیدل ،مګر دایرو لاندی اور دومره تود وه چې د انسانانو هډوکى ئې سیزل . ددی په څنګ کې په نړيواله سطحه هم مظلومو او تر ستم لاندی هيوادونو خلکو د زاړه او نوی استعمار پر ضد نړیوال تحرک او داخل د هیواد کې د داخلی استبداد پر ضد د خلکو د نارا ضاينی په نيجه کې زمونږ په هیواد کې هم ملی او ازادی بښوونکو حرکتو نو په سرعت سره ځان ښکاره کړ، چې ددی حرکتونو په منځ کې د هغه وخت او زمان ضروت دا وه چې یو تعداد د بادرده او او بااحساسه انسانان د مظلوم او زیار ایستونکى انسان د ګټو نه د دفاع په خاطر د سیاسی مبارزی میدان ته راووزی چې پدی لړ کې خدای بښلی ډاکتر کبیر ستوری هم د زمانی د ضرورت او سیاسی مبارزی د ښه شکل لپاره تبارز وکړ .

دوستانو ! سیاسی او اچتماعی شخصیتونه په ټولنو کې په تعارفی ډول منيځ ته نه راځی ، بلکه په ټولنو کې د داخلی تضادونو او مسلطونا وړه اجتماعی مناسباتو اوبی عدالتیو په موجودیت کې ظهور کوی . پدی مانا چې ټولنه شخصیونه زیږی او بیا شخصیتونه دی چې د یوی معینی عقیدی په لرلو سره د همفکره یارانو په مرسته ټولنی ته تغیر ورکوی نو دادی د همدی جملو په رڼا کې غواړم چې د ډاکتر ستوری د یاد پدی غونده کې د هغه یاد وکړم .

له ډاکتر ستوری سره په 1992 ع کال کې د المان په فیدرالی هیواد کې زما پيژندګلوی وشوه . په لمړنیو څو نا ستو کې مو یو د بل په عقائیدو ځان پوه او د نظر یاتو تبادله مو وکړه . په هغه وخت کې په وطن کې پیښی لحظه په لحظه بدلیدلی . د ح.د.خ.ا. حاکمیت تازه سقوط کړی وه . د کابل په ښار کې د چور او تالان بازار ښه تود وه . چون ډاکتر صاحب ستوری او دده ملګری دلته د پښتون سوسیال د موکرات ګوند درلود ، نو همدا علت وه چې د هیواد د پېښو په رابطه کې به ئې وخت په وخت غونډی او مجلسونه جوړول چې ما هم ددوۍ په غونډو کې فعاله برخه اخیسته او قسما خپل نظریات می ورسره شریکول .ما ته د غربی نړۍحالات ډیر معلوم نه و، نو همداعلت وه چې له خپلو پخوانیو عقائدو او نظریاتو سره مې يوځای د دوی په غونډوکی برخه اخیسته. اګر چې ددی ځای دحا لا تو او د پښتون سوسیال د موکرات ګوند د مبارزاتو په برخه کې ما ته ارواښاد عطامحمد شیرزی لخوا چې په خپل وخت او زمان کې زمونږ د هيواد د ضد استبدادی او ضد امپریالستى جنبش له مو سیسینو څخه وه مالومات راکړل شوی وه . ما به کله کله له ډاکتر ستوری سره په ځینو مسائلو ډیر جدی بحثونه کول حتی کله کله به د دوی عقیدوی مسائلو ماته خوند هم نه راکوه چی دی وضیعت يو څه وخت دوام وکړ. وروسته چې می فکر وکړ دوۍ ملامت نه وه، ولی زه له یوی بلی دنیا نه چې کلونه کله نه می د ځان لپاره په سیاست کې بیل راه ورسم درلود راغلی وم .

کله چې به مې له ډاکتر ستوری سره د ملی مسائلو په رابطه کې بحث کاوه، نو دده له بحث او منطقنه به می داسی نیتجه ګری کوله چې ډاکتر ستوری ددی توانائې لری چې د هیواد لپاره دی يو سیاسی او اجتماعی شخصیت وې . نو دا دی هغه څه چې ماد ډاکتر ستوری په رابطه کې په ذهن کې ساتلی په لنډ ډول ئې عرضول غواړم .

ډاکتر ستوری د احتماعی او سیاسی شخصیت په توګه :کله چې به ډاکتر ستوری سره مخامخ شوم نو دده روغبړ به په ډیری مینی او پښتنی دودسره یانی په غاړی ورکولو سره پیل کیده . د ډول روغبړ زمونږ د وطن اصیل روغبړدی. همدارنګه دروغبړ په جریان کې به دی تل له مقابل لوری سره د نیمه خندا په حال کې لیدل کیده. ده به تل په غیر رسمی وخت کې خپل وطنی کالی اغوستل او کوشش به ئې کاوه چې د کالیو رنګ او جوړښت ئې د پښتنو پخوانيو مشرانو جامو ته پاته وی. کله چې به ما له د ډاکتر ستوری سره د یوی سیاسی یا اجتماعی موضوع په ارتباط بحث کاوه، نو پده کې مې يو څو ډیر ښه خصوصیتونه لیدل، لکه د هر چاه دخبرو پوره اوریدل، د خبرو د اوریدو په ارتباط به ئې داسی توجو کوله چې انسان به پدی متعقد شو چې نوموړی بحث دده لپاره دازرش وړ دی . ده خپله ډیری خبری نه کولی مګر ډیری ئې اوریدلی .

کله کله چې به ما او یا بل چا له ده سره خبری کولی بل الخصوص د خپل هیواد په اړه نو ډیر ژر به سړی احساس کاوه چې له ده سره د خپل قام او ملت ښه پوره درد موجود دی او دی د خپل قام او ملت په رابطه کې خاص سیاسی نظر لری .

ډاکتر ستوری چې کومه سیاسی لار او عقیده درلوده هغی ته په پوره ایماندارې سره پاته وه . ده خپله عقیده د یو ملى او سیاسی ارمان په حیث منلی وه، چې دا ډول خصوصیت به ډیر و لږ و سیاسی شخصیتونو کې وی .

د ډاکتر ستوری یو بل ښه خوصوصیت چې ما احساس کړی وه هغه دا چې د خپلی کورنی له غړو سره ډیر صمیمی پاته وه . چې دا کار نه يو ازی د یو ښه پلار خصوصیت دی بلکه بریالی سیاسی شخصیتو نه همدا ډول کورنی مناسبات ساتی . ډاکتر ستوری په سیاست کې راډیکال سیاسی شخصیت نه وه، مګر داسی سیاست ئې هم نه کاوه چې په هغه کې دی د خپلی ټولنی ناخوالی او نابرابرۍ له سترګو وغورځوی. یا دا چې په ټولنه کې دی حاداجتماعی اقتصادی تضادونه مات مالی کړی ، هغه څه چې زما لپاره د ډیر ارزش وړوه ډاکتر ستوری هغه د خپلی سیاسی مبارزی د الفبا په حیت منلی وه. هغه د خپل قام او ملت داسی پالل چې د نورو حقوق تر پښو لاندی نکړی سیاسی مبارزه وه . اګر چې د ډاکتر ستوری دقام او ملت نا اهله دښمنانو دده په رابطه کې په ډول د ډولو نو رزیلانه تبلیغات کول خو تر هغه ځایه چې ما لیده دا ډول دشمنانه تبلیغاتونه یوازی دده مورال ضیف نکړ، بلکه لا به ئې په قوت سره خپله ملی او قامی مینه اظهاروله .

ډاکتر ستوری ته په سیاست کې له هری ایډیالوژی وړاندی خپله ملی ایډیالوژی طرحه و. ده به تل د خپلو سیاسی فعالیتونو په لړ کې د خپل قام او ملت په يووالی تکیه کوله. ده ته په سیاست کې خپلی ملی ګټی تر نورو ایډیالوژیکی ګټو وړاندی وی . ده ته به ملی ژوندانه کې تر هر څه د پښتونوالی غوره اساساتو ارزش درلود تر ټولو ئې ډیر ښه پرنسیب دا وه چې په معاصر سیاست کې ده د عدم تشددله سیاست نه ملاتړ کاوه .

ده خپله دغه ایډلوژیکه لاره له خان عبدالغفار خان څخه اخیستی وه . دی پدی برخه کی د خان عبدالفغار د سیاسی او ملی شخصیت پیرووه . ډاکتر ستوری ددی تر څنګ چې یو ملی سیاسی شخصیت وه ډیر ښه پښتون مسلمان هم وه . شخصا ما ډیر ځله له ده سره د هیواد دوروستیو سیاسی حوادثو په برخه کې بحث کاوه، باوجود ددی چه زما سیاسی نظریات او عقاید ورته پوره څرګندؤ مګر دی به بیا هم په خپلو عقائدو او پښتونوالی کلک ولاړ ؤ او زما عقایدو ته ئې هم په درنه سترګه کتل چې دده دا خصوصیت د یو د موکراتیک لیډر شیپ لپاره ډیر ښه نمونه وه .

د ډاکتر ستوری علمی او ادبی شخصیت ته یو لنډ نظر :له ډاکتر ستوری سره زما د پيژندګلوی په لومړیو وختونو کې ما فکر کاوه چې دی یوازی د ساپوهنی په برخه کې لوړ تعلیمات لری . مګر په ورورستینو ناستو پاستو کې دا راته معلومه شوه چې غیر له ساپوهنی نه ، د پښتو خوږی ژبی ادبی بهیر کې هم د پام وړ لاس لری او پدی برخه کې ئې د خپلی مورنی ژبې حق هم ادا کړی دی پدی مانا چې ده له يوی خوا په خپلو پښتو ليکنو کې د پښتوادبیاتو لپاره د پام وړ یوڅه په میراث پریښی دی او له بلی خوا دی خپلی عقیدی صریح بیان ئې هم کړیدی .

قدرمنو دوستانو ! زه خپله نه شاعر یم او نه لیکوال چې دډاکتر ستوری په لیکنو یو څه څیړنیز بحث وکړم، مګر ددی لپاره چې د ډاکتر ستوری د شاعرانه لیکنو یاد مې هم کړی وی غواړم چې د خپلی عقیدی اظهار وکړم .

زماله نظره د ډاکتر ستوری په شعرونوکې دری برخی په واضح ډول معلومیږی

۱)ملی او وطنپر ستانه برخه.

۲ ) د پښتنو دولسى کلتور ستاینه.

۳) عاطفی اوعاشقانه برخه .

پورتنی یادونه صرف زما شخصی برداشت دی . کیدای شی په ستوری په شعرونو کې داسی پټ رازونه پراته وی چې زه دهغه په پيژوندلو کې عاجزیم .هیله ده چې نور پښتانه شاعران او لیکوال ئې راوڅیړی . د ډاکتر ستوری په ملی او وطن پر سته شعرونو کې د وطن درد ، د وطن مینه او وطن ابادی له ورایه ښکاری . همدا د وطن مینه ده چې انسان له عادی حالته وباسی او بیا دوطن او خلکو مینه په ظرایفو شاعرانه الفاظو کې بیا نوی !

لکه چې پدی برخه کی ئې خپله مینه او احساس د وطن په رابطه کې داسی بیان کړیدی !

بــــــــختوریم چې سـتا عـشق مې نصیب دی

ستا ښـــــــــکلا او په خایست باندی نازیږم

عـشق دی دغـومره او چت کړمـــــــــــــــه وطنه

چې شوم ستوری په اسمان کې پاس ځلیږم


همدارنګه ډاکتر ستوری په خپلو شعرونو کې په واضح ډول د پښتنى عنعناتو او دودونو او د ولسی ژوندانه بیلی بیلی برخی ښی تمثیل کړی چې هر څه تری له ورایه ښکاری چې دلته ئې د بیلګی په ډول لاندی مثال وړاندی کوم .

په قـــــــــــــــامونود دونــیا کې مـیلمه پال دی

ټنګ تکور ئې هره شپه شته دی حجرو کی


یا داسی :

منګی رباب سـره چې مل شی نوحـجری تودوی

په خاص کونړ کې دا د ستوری د مســـرو ژبه ده


د ډاکتر ستوری په شعرونو کې نه يوازی سیاسی، اجتماعی او د پښتنی کلتوری ستاینه شوی بلکه په ډیرو ظرایفو او عاشقانه کلماتو ئې دمینی رازونه هم ستایلی دی. چې دا دی دده دشعر په یوه برخه کی ئې مثال دلته رانقلوم .

ښکلا ئـــــــــــــــې شی زرچنده دا د مينی کرامت دی

خندا چــــــــــې په سرو شونډو دجانان لوبــــــی کوی

خپل سرد معفتوقو په سر هر څوګ شیندلی نه شی

خپل سـر سره د عشق سربــــــــازان لوبـی کـــــــــــــــوی


دډاکتر ستوری دادبی فعالیتونو له لنډی یادونی روسته ګورو چې په علمی برخه کې ئې هم د قدر وړ هلی ځلی کړیدی . غواړم چې پدی برخه یی هم یو لنډ نظر واچوم:

مونږ او تاسوته مالومه ده چې ټولو ملتونو او اولسونو کې د ګوتو په شمار انسانان د علمی کارونو د کولو لپاره پیدا کیږی . او کله چې يو متفکر انسان بیا خپلی څیړنی په خپله مورنۍ ژبه وکړی نو دلته ده چې ارزش ئې دوه چنده کيږى، له یوی خوا ئې د وطن خلک له هغه څخه پوره استفاده کولی شې او بلی خوا ئې خپله مورنۍ ژبه غنی او علمی کیږى . د يو قام او ملت ژبه هغه وخت لوستلونکی او ویوونکی پیدا کولی شی چې د هغه قام ژبه علمی او کتابی شی . دا چې دپښتنو خوږه ژبه پښتو هم د یولوی او مقتدر قام ژبه ده. ددی ژبی د علمی کولو لپاره يو تعداد پښتنو پوهانو خپل دین تر یوه حده ادا کړیدی چې یو له له هغی جملی څخه ډاکتر ستوری په ګوته کولی شم . ده واقعا د پښتون قام د ژبی د ژوندی ساتلو لپاره نه هیریدونکی علمی او ادبی میراثونه پریښی دی .

دده د علمی اثارو له جملی نه پدی وروستو وختونوکی دوه لیکنی چې يو « ویره د ساپوهنى په رڼا کی » او بل ئې « ژبساپوهنه »ده ماته په لاس راغلی دی. تا سو درنو دوستانو ته مالومه ده چې د انسانانو د وجود جوړښت دومره مغلقه پدیده ده چې باوجود ددی چې په اوسنى وخت کې ساينس او تخنیک په ډیر سرعت سره وده کړی مګر بیا هم د انسانانو جوړښت ډیر پټ رازونه لا پټ او د پيژندلو وړ ندی . صرف انسانان پدی بریالی شوی دی چې د انسان د وجود يوه برخه فیزیو لوجیکى او بل برخه ئې سایکلو جیکى برخه ده لږه پيژنی . چې دا واړه برخی دبنی ادم دوجود په جوړښت کې اساسی نقش لری .ا ګرچې ددی دواړو برخو تو ضیح او تشریح زما د مسلکی زده کړی نه بیل څه دی خو دومره ويلى شم په هره اندازه چی دا نسان فيزیولو جیکى جوړښت مغلق دی نو په هغه اندازه د انسانانو روحی او روانی جوړښت هم مغلق ساختمانونه لری او دا دواړه برخی دومره مهمی دی چی یو د بل په نه موجودیت کې هیڅ مفهوم نلری .

ډاکتر ستوری ددی دوو مغلقو انسانی جوړښتونو له جملی نه ئې د یوی برخی سایکالوژیکى برخی په څیړنی کې پوره زیار ایستلی دی مثلاء ده یو علمی اثر چې ویره نومیږی د ویری اصلی منشا او د هغی تاثیرات د انسان د شخصیت په انکشاف کې ښه پوره توضیح کړی . هغه پټ رازونه چې د انسان په اجتماعی او روزنی حالاتو له ویری نه پیدا کيږى ډ‌یر ښه په ګوته کړی دی .

پدی مانا چې ډاکتر ستوری د ویری پدیدی یوازی ظواهر ندی څيړلی بلکه موضوعات او مسايل ئې داسی څیړلی چې انسان ومسائلوله سطحی نه د عمیق په لوری بیائې چې دا ډول څیړنه د علمی څیړنې ډیره اساسی برخه تشیکلوې .

همدارنګه ډاکتر ستوری د ویری موضوع په دوه اړخیز احساس کی دومره په مزه داره ډول د یوی قیصی په ترڅ کې توضیح کړی چې هر چا ته د پوهیدو وړ ده، پرته لدی چې د ساپوهنی په علم کې پوره لاس ولری. « ساپوهنی اثر ۵۶ » مخ.

همدارنګه ویری په رابطه کې ډاکتر ستوری د فراید ( Freud) له نظریاتو نه پوره ډیره استفاده کړی او د همدی اثر په متن کې ئې په ډیرو ساده پښتو کلماتو تحلیل کړیدی. همدا کتاب ( ۴۹ نه تر ۷۱ مخونو پوری )

د ډاکتر ستوری یو بل اثر چې د ژبساپوهنه په عنوان زما ګوتو ته رارسیدلی او مطالعه کړی مې دی، واقعا‌‌ء په زړه پوری مسايل او موضوعات پکی طرحه شوی . دااثر د علمی مفاهمیوله نظره ډیر غنی او د محقیقینو لپاره د تحقیق ډیر دقیق مسایل لری او کولای شی چې د ځان لپاره د تحقیق عنوانو نه و ټاکی .د ډاکتر ستوری پدی اثر کې سړی په اسانۍ سره پوهیدای شی چې ژبه د انسان له پیدایښت سره یو ځای مینځ ته راغلی او پدی اثر کی ښودل شوی چې ژبی د خپل انکشاف لمړنی مراحل څنګه تکيمل او بیا د ژبی د تکيمل په صورت کې ئې څنګه د طبعیت د مغلقو رازونو په کشفولو بریالیتوب لاس ته راوړل .د ژبساپوهنی د علمی اثر هر عنوان او موضوع ئې د توجو وړدی . خو زه یې دلته دوه عنوانه د بیلګی په ډول ستاسو مخی ته ایږدم .

( ۱ ) د یو والی فلسفه ! د یووالی د فلسفی اسطلاحات د سیاسی بحثونواو تیزسونو په طرحه کولو کې هم د استعمال ډیر موارد ولری، خو ډاکتر ستوری دا موضوع د سایکالو جې له نظره داسی توضیح کړیده چې ژبه د انسان د روحی او روانی شحصیت په تکمیل کې اساسی نقش لوبولی دی او بیا د انسانانو تر مینځ د ګډی ژبې درلودل نه یوازی د انسانان ، قامونه بلکه هيواد ونه یې یو له بل سره نژدی کړی حتی د کامل يووالی په لوری یی بیائی چې مثالونه یې بیخى ډیر دی . چې زه دلته د یوی بیلګی په طرحی اکتفا کوم او ډاکتر ستوری هم له هغه نه یادونه کړی . هغه بیلګه د لر او بر پښتون د ژبې يووالی دی چې د دواړو خواؤ انسانان یی د یووالی په فلسفی متعقد کړی دی. دیووالی فلسفی معقوله نه یوازی په سیاسی علومو کی بلکه د ژبساپوهنی د علم په تحقیقی او څیړنیزه برخه کې خاص موقیعت لری .( ژبساپوهنی کتاب مخ ۱۱۷ ) .

همدارنګه د ژبساپوهنی د علمی اثر په ( ۱۳۵ ) مخ کې له یوبل عنوان سره چې په « پردی وطن کې له خپلی ژبې او کلتور څخه پردی کیدل » سره مخامخ کیږو. دا عنوان د نړۍ په اوسنی باالخصوص د هغوی ملتونو د خلکو لپاره چې د لویو قدرتونو له خوا ئې په ملکونو باندی سوزونکی جنګونه تحميل کړی لکه زمونږ ګران هیواد افغانستان، عراق، فلسطین، سومالیا او نور… د خاص اهمیت وړ دی . هغه څه چې ډاکتر صاحب ستوری پدی رابطه کې دژبساپوهنی په رڼا کې تحلیل کړی نن عملاء مونږ افغانان ورسره مخا مخ یو .په پردی وطن کې د مهاجروژبه علمی ژبه نده . کله چې ژبه علمی نوی نو د هغى زده کړه او ساتنه، دواړه داسی موضوعات دی چې علمی چانس ئې ضعیفه دی. حتی د یو دوه نسلونو په موده کې نه دا چې علمیتو ب ئې نه پاته کیږى بلکه د عادی افهام او تفیهم له صف نه وزی . اګر چې پدی برخه کې ډاکتر ستوری افغانان دی خطر ته متوجه کړی او حتی په همغو امکاناتو ئې هم تبصر ه کړی چې تر ممکن حده پوری په پردی وطن کې ژبه او کلتور وساتل شې . خو زه نه يوازی دا چې د ډوکتور صاحب له نظرسره موافق ی، بلکه غواړم چې پدی برخه کی يوه لنډه غوندی تبصره وکړم .

زمونږ د زمانی مهاجرتونه تر ډیر حده پوری تحمیلی دی . نو په تحميلی مهاجرت کې انسانان ځان په یوه پردی ملک کې ډیر کمزوری وینی . کمزوری او ناتوانی خپله د ساپوهنی د علم له مخى د انسان شخصیت له کمزورۍسره مخامخ کوی او سخته صدمه ورته رسوی . په پردی هيوادونو کې له مهاجرونه ژبه او کلتور جبرآ اخستل کيږى . ځکه په کوم هيواد کې چې څوک مهاجروی نو د مهاجرینو سره د کار داسی موسسی موجودی چې سم منظم کار ورسره کوی چې خپل هر څه پریږدی.

درنو دوستانو ! د ساپوهنی د علم له نظره دا بحث دومره لنډ نه شی تو ضیح کیدلی بلکه دا ډیر عمیق بحث او څیړنی ته ضرورت لری چې زمونږ ننی غونډه پدی منظور نه ده جوړه شوی . دا پورتنی عنوان چې ارواښاد ډاکتر ستوری د ساپوهنی په رڼا کې ټاکلی واقعآ زمونږ د زمانی یو اساسی ضرورت دی چې د راتلونکو څیړونکو لپاره د تحقیق ډیره ښه موضوع ده . قدردانو حاضرینو ! زه خپلی خبری په لاندی ډول پای ته رسوم .

دا چې ډاکتر کبیر ستوری زمونږ له صف نه ووته او دابدیت سره یوځای شو، ډیر خفه یم . مګر دا چې دده د کورنی او د هغه د خوږو ملګرو پواسطه دده یاد په ارتباط دا غونډه جوړه کړی نو خوشحاله یم . د ډاکتر ستوری روح دی ښاد وی او لوی پروردګار ( ج ) دی ورته دا خرت ټولی ښیګڼی ورپه برخه کړی . ځان او تاسو ټولو درندو دوستانو ته به پدی پخی خبری سره تسلیت ورکړم چې وائې «دا هر پرواز د سقوط پیل دی »

کور مو ودان په پوره درناوی

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad16.flv]

محمد عثمان « عمر » ساپی

پخوانی والي

Mohammad Osmaan Omar

Former Governeur of Paktia Afghanistan