د ډاکتر کبیر ستوري

د ړومبی تلین په مناسبت د ځانګړې خپرونی څخه

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د افغانستان د کونړ ولایت په تنر کلی کې د لعل محمد خان په کور کې په ۱۹۴۲ کې سترګې غړولې دی د نیکه نوم ئې مرزا محمد جان ؤ، ستوری په خټه پښتون او په ټبر میردادخيل دی . ډاکتر کبیر ستوری دوه وروڼه او شپږ خويندې لری ، ده خپل ابتدائی تعلیم په خپل کلی کې تر سره کړو او د اعلی تعلیم لپاره کابل ته لاړو او د رحمان بابا په لیسه کې شامل شو . کله چې د رحمان بابا لیسې نه فارغ شو نو په کال ۱۹۶۴ کې حکومت ډاکتر کبیر ستوری د یو ذهین طالب علم په توګه د لوړو زده کړو لپاره جرمنی ته ولیږلو هلته ئې د فرانکفورټ ،کولن او ماربورګ پوهنتونونو نه په فلسفه کې ډګری واخسته نفسیاتو کې د ډاکتری وکړه . خدائې بخښلی ډاکتر کبیر ستوری لا د خپل کلی دپرائمری سکلو طالب علم ؤ چې د پښتنو د بد ورځو احساس ورته وشو .

د رحمان بابا لیسه کې د غه احساس کې نوره هم اضافه وشوه خو کله چې ستوری جرمنی ته لاړو او د هاغه هیواد صنعتی پرمختګ ئې د نژدې نه مطالعه کړو نو پوهه شو چې د منظم تحریک نه علاوه بله لار نشته چې د قام اولس بدې ورځې په خوشحالۍ او سوکالۍ بدلې کړی . پوره یو کال د خپلې مطالعې سره سره ستوری په المان کې میشته افغانانو سره کلکې اړیکې جوړې کړې او نتیجه ئې دا شوه چې په کال ۱۹۶۵ کې ئې د افغان سټوډنټس ایسوسی ایشن په نوم د افغانی طالب علمانو یو تنظیم جوړ او اعلان کړو . او بیا په ۱۹۷۲ کې ئې د جنرل یونین اف افغان سټوډنټس په نوم بل تنظیم جوړ کړو او خپله ئې بانی صدر شو . کله چې د پوهنتون نه فارغ شو نو د افغانستان په سیاسی حالاتو کې چټک بدلونونه رامنځه ته شوی وو او بیا په خصوصی توګه کله چې روسان افغانستان ته راغلل او د کابل واک اختیار یی تر لاسه کړو نو د نړیوالو قوتونو پام افغانستان او پښتونخوا ته راوګرځیدو .

دغه ورځو کې ډاکتر کبیر ستوری د پښتون سوشل ډیموکریټیک پارټۍ PSDP په نوم یو ګوند په الما کې اعلان کړو او خصوصیت ئې دا وو چې دغه ګوند کې هر هاغه تن برخه اخستی شوه چې پښتو ئې وئیله او د پښتون دعوه ئې کوله. نن د ستوری د مرګ نه پس هم PSDP خپلې هلې ځلې جاری ساتلی دی او هیله ترې کیدی شی چې د پښتنو د قامی وحدت لپاره به بنسټیز او مثبت رول ولوبوی . ډاکتر کبیر ستوری په المان کې د مصروف ژوند باوجود هم د پښتنو د یووالی لپاره وخت ورکولو او د پښتونخوا سیاسی ، ادبی او کولتوري شخصیات ددې خبرې شاهدان دی چې څوک هم د افغانستان یا پښتونخوا نه المان ته تللی دی نو ډاکتر کبیر ستوری ئې د زړه له اخلاصه میلمستیا کړې ده . دغه رنګ که دلته نه ورته په کوم پروګرام کې د ګډون بلنه ورکړی شوي د ه نو ځان ئې را رسولی دی او کله ئې هم دا تاثر نه دی ورکړی چې ګنې هغه د پښتنو نه په زرګونو کلو میټره لرې ژوند کوی .

ډاکتر کبیر ستوری ډیر د ساده مزاج شخصیت ؤ او ډیر نرم طبیعت ئې ؤ ، دی د لوئې حوصلې څښتن ، ، د هر چا چې به له ده سره لومړۍ کتنه وشوه ، نو فکر به ئې کولو چې دا خو داسې د نرم طبیعت څښتن دی ، چې هر څه دې ورته ووئيل ، نو ضرور به ئې منی . خو کله به چې د پښتو او پښتونولۍ نوم واخستل شو نو په دی ځای کې به ډاکتر کبیر ستوری دا په ډاګه کړه ، چې هو حوصله لرم ، طبیعت مې نرم دی ، خو د پښتو او پښتونولۍ لپاره د هر ګزار په مقابل کې لکه د فولاد کلک یم او هیڅ کله په دی برخه کې د خپل دریځ نه یوه ذره هم اخوا دیخوا نه شم .

د ډاکتر کبیر ستوری ټینګ عزم او اردې، دی د سیاست ډیر یو منلی اتل وګرځولو او په نړیوالو ، ټولنو کې خصوصا د سوسیال ډیموکراټیک په منځ کې ئې شهرت او محبوبیت وموندو او په دې توګه یو منلی ملی او نړیوال سیاست وال شو .

د ملی سیاست په برخه کې ده د فخر افغان بابا د عدم تشدد نظریه خپله کړې وه او پخپل یو شعر کې چې د « مهلت » تر سر لیک لاندې ئې لیکلی دی ، د بابا دا نظریه تائید او لنډو الفاظو کې ئې انسانی ټولنې ، ملتونو ، قامونو ، د انسانی او ورولۍ د اړیکو د ټینګ ساتلو لپاره دیو پیغام په ډول داسی وئیلی دی .

پــیــدايـښـت ســـره پـلان د مـرګ هـم جـوړ شـو

ژوند د مــرګ او پـیدايښت تـر منځ مـهلت دی

دی مــهـلـت نـه ګــټـه واخــــلــه کـه پــــوهـیـــږې

خـــوشـبـخـتـی د انــسـان مــیــنـه مــحــبــت دی

کبیر ستوری هر څو که عالم فاضل بنده وو په نفسیاتو او فلسفه کې ئې اعلی تعلیم حاصل کړی وو ،خو ولی د تحریر او بیان ژبه ئې ډیر ساده وه او که وکتل شی نو د کبیر ستوری ځینی ترانې او نظمونه د پښتو اولسی او قامی شاعر ملنګ جان ته ورته دی .

کبیر ستوری به د قامی وحدت خبره ډاګیزه کوله او د چانه ئې ویره ترهه نه محسوسوله او هم په دغه تور د پاکستان اسټیبلشمنټ په کال ۱۹۸۲ کې ګرفتار کړو او هاغه نار واسلوک ئې ورسره وکړو لکه چې د نورو قامی مشرانو او اتلانو سره ئې کړی دی ستوری د پاکستان په بیلا بیلو جیلونو کې تقریبا اتلس میاشتې د بند سزا تیره کړه .

د ژوند په اخری ورځو شپو کې کبیر ستوری ډیر فعاله ښکاریدو لکه چې ورته معلومه وی چې دده د ژوند ورځی لږی پاتې دی او د پښتنو په موجوده حالت به ډیر ناقراره ښکاریدو . هم دغه سبب وو چې څو ځله پرې د زړه حمله راغلی وه خو د څلورم اپریل کال ۲۰۰۶ پینځه بجې چې په ستوری د زړه کومه دوره راغله هغې کبیر ستوری د تل لپاره د پښتنو نه جدا کړو . وروستو دده مړی د کونړ تنر کلی ته ورسول شو چې پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپال شو . خدائی دی ورته د قبر تیارې رڼا کړی.

امین

يادونه : د ډاکتر کبیر ستوری د ړومبی تلین په مناسبت د وحدت ورځپاڼی د ځانګړې خپرونی څخه یوه برخه چی ښاغلی مدثر شاه او ښاغلی میا فاروق فراق د ۲۰۰۷ ع کال د اپریل د میاشتی په ۱۳ نیټه جوړه کړی وه.

میا فاروق فراق

ژورنالست ، شاعر

Feroz Khan Sadiq

Journalist,Poet, Member of Editorboard of Wahdatdaily Newspaper Peshawar

مدثر شاه

ژورنالست

Modasar Shah

Journalist, Member of Editorboard of Wahdaitdaily Newspaper Peshawar