د خير ښېګڼو سمبول

كـــــــــه ګلان وكرئ د ژوند د سر درو په څوكو

زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوكو


دا و د ارواښاد “ستوري” د زړه اواز. هغه اواز، چې د ځمكې پر مخ د لومړي انسان نه نيولې تر وروستي انسان پورې. هر كله، هر چېرته او په هره ژبه كې د هر چا له خوا را اوچت شوى او را اوچتېږي به. هو! د ځمكې پر مخ، چې كله انسان پنځېدلى او مېشت شوى، د انساني ټولنې د ژوند او ژواك د سوله ييزه، ښكلا ييزه او نياومنه چاپېريال د رامنځته كېدنې، څارنې او ساتنې په موخه، هر كله، په هره ژبه او بيا هر انسان ته د خير او ښېګڼو ليارښوونې شوې دي. دا كه د لوى څښتن په هداياتو كې وې او كه د زمانې د پوهانو او عالمانو په ويناوو كې. د اسلام د سپېڅلي دين په هداياتو او ليارښوونو كې يوه خبره دا هم راغلې ده، چې وايي : (الباقيات الصالحات).

ژباړه : څه شى، چې پاتې كېږي، هغه ښېګڼې دي.

زموږ په پښتو ژبه كې هم لا يو متل شته، چې وايي : خپل عمل د ليارې مل دى.

د خير او ښېګڼو د اندونو د پراخې دودېدنې په هڅو كې د پښتو ژبې پوهانو او شاعرانو هم ډېرې خوږې او په زړه پورې ويناوې كړې دي؛ لكه چې غيب اللسان شاعر حضرت عبدالرحمن بابا وايي:

كـــــــــر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه كره چې پښو كې به دې خار شي


رحمان بابا، چې په پښتني ټولنې كې زېږېدلى، رالوى شوى او شاعر شوى، د خپلې ټولنې كړه وړه يې له نژدې څخه ليدلي، څارلي او شعوري غبرګون يې هم ورته ښودلى دى. دا داسې برېښي، چې: پښتون ولس لا د رحمان بابا په مهال كې هم لكه د اوسني مهال په څېر پخپلو سيمو كې به د ګلونو پر ځاى غزل كرل، يعنې پخپلو منځونو كې د ورورولۍ او محبت د ګلونو پر ځاى به يې د توربورۍ او ميرڅى كرغېړن ازغي كرل او هر چا به هر چېرته د هر رنګه ازغنو اندونو او دودونو په ودې وركولو كې نه ستومانه كېدونكې هلې ځلې كولې. د رحمان بابا د غبرګون په څېر ارواښاد “ستوري” هم د پښتنو اوسنيو ازغنو او كرغېړنو دودونو د له منځه وړلو په لياره كې، لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا كې هم خپله چيغه پورته كړې او ويلي يې دي، چې:

كه ګلان وكــــــــــرئ د ژوند د سردرو په څوكو

زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوكو


لكه چې مې وويلې، دا هغه چيغه ده، چې څو پېړۍ پخوا د رحمان بابا له خولې نه هم راوتې وه، توپير دادى، چې رحمان بابا پخپل ولس كې مېشت و او د خپل ولس په منځ كې يې خپل ولس ته بلنه وركړې، چې د ازغنو دودونو په بدل كې د محبت او يو والي د ګټور ژوند زړي وكري. څو سيمه مو د مينې په ګلونو ګلزار او د يو والي په زرغونتيا ښېرازه شي، چې ارواښاد “ستوري” هم همدغه بلنيزه غږ لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا كې اوچت كړى او له هر پښتون او پښتنې نه يې غوښتي دي، چې كه ددې اوسنيو ازغنو اندونو او دودونو پر ځاى پخپلو سردرو كې د ورورولۍ، د قومي يو والي او د سيمې د ښېرازۍ په موخه د محبت ګلونه وكرئ؛ نو هغه ورځ به لرې نه وي، چې زما په څېر ډېر نور پښتانه به هم د ښو او ګټورو پوهنو، كسبونو او كمالونو سره يو ځاى له اروپا، امريكا او د ځمكې له نورو لرې سيمو څخه د پښتونخوا په لوري د جګو او لوړو غرونو پر سرونو راوالوځي او راشي.

ارواښاد “ستورى” كه په ژوندانه كې په دې بريالى نه شو، چې خپله پښتونخوا له ګلونو ډكه وويني؛ خو د جنازې تابوت يې په ښه شانداره نمانځنو او په سترو بدرګه ييزو مراسمو كې لا د ډېرو لوړو لوړو غرونو پر څوكو له اروپا نه د پښتونخوا ښكلې سردرې “كونړ” ته د قامي وحدت د سمبول په توګه ولېږدول شو. هغه چې پخپل پلرني هېواد، په پلرني كلي كې خاورو ته سپارل شوى، له موږ نه دعا غواړي، د خير دعا، د بخښنې دعا او د جنتونو دعا. د هغو جنتونو دعا، چې د لوى خداى جل جلاله له لوري د پښتون ولس لپاره په اخرت كې جوړ شوي دي.

د داسې دعاوو سره سم دا هم زموږ په دنده كې شمېرل كېږي، چې: اروا ښاد “ستورى” هېر نه كړو او د خپلو يادونو له ذهنونو څخه يې ونه باسو. د ارواښاد انساني اړخ ته، چې د خير او ښېګڼو، ورورولۍ او د ټول پښتون ولس د يو موټى كېدلو په لياره كې يو غټ سمبول ګڼل كېږي، د تل لپاره د منښت، د درناوي سره سم د هغه د ياد نمانځنه هم كوو. په داسې حال كې چې پښتانه لا هم د ژبې، فرهنګ، اقتصاد او خپلواكۍ له پلوه د پرديو يرغلونو لاندې سلګى وهي او لا هم پښتانه له پوهنيزې، روزنيزې او د خداى وركړيو شتمنيو څخه بې برخې، وېشلي، تالا او ترغۍ پاتې دي.

دغه لامل زموږ هر پښتون او پښتنې نه غواړي، چې د يو موټى كېدلو، پخپل هېواد كې د خپلې ژبې او فرهنګ د واك تر لاسه كولو او په دې توګه د اقتصادي او سياسي خپلواكۍ د لاسته راوړلو په لياره كې چې د ارواښاد “ستوري” سوچه ارمان ګڼل كېده، لا له پخوا نه زيات هلې ځلې وكړي، څو د زمانې د غوښتنو سره سم خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ او سمسورتيا په درشل كې ودرولى شو.

دغې موخې ته د رسېدلو په لياره كې دغه څو ټكي بايد په پام كې ولرو:

1_ د ملت د جوړونې، روزنې او پالنې په هوډ په خپلې ملي ژبې باندې سنباله، يو غښتلى سياسي ګوند كې يو موټى او ځواكمنه كېدل.

2_ په سيمه كې د هغه واكمنه دود پاله سياست بنسټ له بنسټه نړول، چې غواړي پښتانه لا پسې وېشلي، تالا او ترغه وساتي.

3_ د هغې ذهنيت پر ضد كلكه مبارزه كول، چې غواړي پښتانه د خپلې پښتو ژبې پرځاى د اردو او د پارسۍ ژبو په لوري بوځي.

كه غواړو، چې په يو ويشتمه پېړۍ كې ژوندي پاتې شو، دغه پورتني درې ټكي، چې د ارواښاد “ستوري” د ژوند تګ لياره هم ګڼله كېدله د خپل ژوند د تګ ليارې په توګه وټاكو او پرې ټينګ ودرېږو.

نور نو تاسې او د ستاسو سياسي پوهه

برى د لوى خداى له لوري دى

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad22.flv]

خان محمد مبارز « ځاپی »

شاعر، ليكوال، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو د جرګې غړی

Mubariz Sapi

Poet, Writer, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Member of Editorial Board of “Pashtoonkhwa” Magazine