دډاکټر کبیر ستوري

د مړینې د لومړي تلین په یاد

په قوم، وطن او مورنی ژبې پښتو مین ډاکټر کبیر ستوري د مړینې څخه پوره یو کال، دوه میاشتې او څلور ورځې تېریږي چې دی زموږ په منځ کې نشته او ځای یې تش دی. خو د کبیر ستوري نوم ژوندی دی دا ځکه چې ده خپل قوم، وطن او مورنی ژبې پښتو ته ډېر څه کړي دي. هیله مند یم چې په راتلونکې کې به پوهان، لیکونکي او څېړونکي د نوموړي په علمي او ادبي میراث باندې کار وکړي او هغه به وارزوي. ډاکټر کبیر ستوري د خپل ژوند په اوږدو کې او په ځانګړې توګه هغه وخت چې د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته راغی او دلته د نړی د علمي، تکنالوژیکي، اقتصادي او ټولنیز-سیاسي پرمختګ او ودې سره بلد شو نو یې دې ټکي ته پام شو چې ولې زموږ قوم، وطن او ژبه دومره پاتې دي، د دې وروسته پاتې والي علتونه څه دي او د کومو لارو کولای شو چې خپل قوم وطن او مورنی ژبه پښتو د دې حالت څخه راوباسو او د نورو پرمختللو قومونو په لیکه کې ودرېږو او د دوی سیالان شو. ډاکټر کبیر ستوري د خپلو زده کړو او څېړنو په جریان کې ډېر کوښښ او هاند کاوه چې دغو پښتنو ته ځوابونه ومومي.کبیر ستوری خپلې موخې ته د رسېدو لاره د قوم په ګډو هڅو او منظمه مبارزه کې لټوي او پدې هیله قوم یووالي ته رابولي.

خو د دې لپاره چې قوم یو موټی کړي او د هغه مادي او معنوي ځواک د وطن د ابادی په موخه سره را غونډ کړي نو د یوه سیاسي ګوند د جوړېدو فکر ورسره پیدا شو او په جرمني کې یې د پښتون سوسیال-دموکرات ګوند بېنسټ کښېښود چې د ژوند تر وروستی سلګۍ یې د دغه ګوند مشرتوب وکړ. کبیر ستوري دې ټکي ته پام وکړ چې د قوم د وروسته پاتې والي یو علت د علم او پوهې څخه د قوم لیرې ساتل دي. نوموړی په دې برخه کې د افغانستان د حاکمانو بې تفاوتی ته ګوته نیسي او هغوی یې پړه ګڼلي دي.لدې کبله ستوري هڅه کړې ده چې په خپلو لیکنو کې د قوم او خلکو پام په جدي توګه د علم او پوهې اړتیا ته واړوي.

ستوری د پښتو ژبې وروسته پاتې والي ته هم جدي پام اړوي او په دغه برخه کې د تیمورشاه څخه نیولې تر محمد داود خانه پورې د پښتنو هغه واکمنې کړۍ پړې ګڼي چې په وینه پښتانه خو د ژبې او کلتور له پلوه پردي او د پردو د کلتوري ښکېلاک عامېلین دي.نوموړی انګریزي استعمار او د ځینو ګاونډیو هېوادو له خوا د فرهنګي ښکېلاک هڅې د ژبې د وروسته پاتې والي بهرني لاملونه ګڼي. ستوري د پښتو ژبې د پرمختیا او غوړېدو په هیله د پښتنو پام دې ته اړولی دی چې پښتو ژبه باید دفتر ته ننوزي او د پښتنو بچیانو لپاره دې په مورنی ژبه د زده کړې شرایط برابر شي. همدارنګه پښتانه روښنفکران دې خپله د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وکړي یاني دوی د په پښتو ژبه علمي لیکنې او ژباړې وکړي ترڅو د هغې علمي پانګه زیاته شي او د نورو ژبو سیاله شي. کبیر ستوري پخپله پدې لار کې عملي ګام پورته کړ.نوموړي د مقالو او بیانونو په څنګ کې،چې په مجلو، ورځپاڼو او نورو ډله ایزو وسایلو کې خپاره شوي دي، په پښتو ژبه یو شمېر علمي او ادبي لیکنې د پښتوژبې د علمي پانګې د جوړېدو په موخه وکړې چې هغه په دوو ګروپو وېشلی شو.

لومړی د ډاکټر کبیر ستوري هغه علمي لیکنې دي چې د لوېدیځې ساپوهنې د څېړنو د ورستیو پرمختګونو پربنسټ ولاړې دي او د پښتو ژبې د علمي پانګې په جوړولو کې د قدر وړ ځای نیسي. د ده د دغو لیکنو یوه ځانګړتیا دا ده چې حجم یې لږ ولې د محتوی او مضمون له مخې ډېرې غني دي او زیاتې موضوع ګانې یې په کې را نغښتې دي.د دغو لیکنو بله ځانګړتیا دا ده چې دغه علمي لیکنې په روانه او اسانه ژبه لیکل شوې دي چې نه یوازې د هغو څخه مسلکي کسان بلکې نور لوستي کسان،چې د خپلې پوهې د زیاتوالي سره مینه لري، ګټه پورته کولای شي.

د ساپوهنې په برخه کې د ډاکټر کبیر مهم اثار: وېره(د ساپوهنې په رڼا کې)، ژبساپوهنه، د هوښیارتیا تله، د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله او نور دي.

ستوری د« وېره»(د ساپوهنې په رڼا کې) د کتاب په«یادونه» کې د پښتو ژبې واحد لیک دود اهمیت ته پام اړوي او پښتنو ژب پوهانو ته په لاتینو تورو د پښتو د لیک دود دتدریجي اړولو وړاندیز کوي. نوموړی په دغه کتاب کې د ساپوهنې په رڼا کې د وېرې د پېژندګلوی، د وېرې پیمانې او درملنه تر څېړنې لاندې نیسي چې دخپل علمي ارزښت برسېره زموږ د هېواد د خلکو د روحي ناروغیو اوستونزو په موندلو او درملنې کې عملي ارزښت هم پیدا کوي.

کبیر ستوری په خپل بل ارزښتناک اثر کې چې«ژبساپوهنه» نومیږي د ژبې پیدایښت، د بشري ټولنې د پیل څخه تر ننه د هغې وده په ګوته کوي. نوموړی ژبه نه یوازې د پوهوي بلکې هغه د تفکر او سوچ د ودې وسیله هم بولي چې د ټولنې په وده کې ډېر رول لري. دی د دې علمي سپړنې(تحلیل) په نتیجه کې دې پایلې ته ورسېد چې زموږ د هېواد ټولو میشتو قومونو او په هغه جمله کې د هېواد د ډېرکي قوم پښتنو بچیانو ته هم په مورنی ژبې پښتو د زده کړې امکانات برابر شي. دی لیکي:«پخپله مورنی ژبه زده کړه نه یوازې د فکر چې د سړیتوب کره برخه ده د سمې ودې مانا لري، بلکه د قام د سوکالی او ودانی نښه هم ده چې د نورو قامونو سره یې د سیالی جوګه کوي»۱

کبیر ستوري د ژبساپوهنې د علمي څېړنې له مخې چې د یوې ژبې ظرفیت او توان د هغې د تورو د شمېر له مخې او د هغې وده د لغتونو د پانګې څخه چې لري یې ټاکل کیږي د پښتو ژبې د ودې توان او ظرفیت ښکاره کړ. د دې څېړنې په نتیجه کې نوموړي دا جوته کړه چې د پښتو ژبې ظرفیت(توان) د جرمني او انګلیسي ژبو څخه زیات دی یاني د ودې ډېر قابلیت لري خو پښتو ژبې ته کار ندی شوی نو ځکه وروسته پاتې ده. کبیر ستوری وایي چې ده د پښتو ژبې په مرسته دا واقعیت وپېژانده چې د انسان په وجود کې د ساایزو پېښو دوه مرکزونه دي چې یو یې دماغ او بل زړه دی. پداسې حال کې چې د لوېدیځو په ساپوهنه کې د ټولو ساایزو یا نفسي توکونو مرکز دماغ ګڼل کیږي. خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شیانو او پېښو جاج واخلي نو دماغ د عقل او فکر او زړه د احساساتو، جذباتو او غوښتنو مرکز دی. ۲

ستوري د«هوښیارتیا تله» په اثر کې د افغانانو لپاره د هوښیارتیا تله جوړه کړه چې د هغې په مرسته د هوښیارتیا کچه تللی شي. د زده کړې په سیستم کې د هلکانو او نجونو د هوښیارتیا د کچې د تللو له مخې کولای شو چې د زده کړې په پروسه کې د نورو زده کړو لپاره بااستعداده کسان په ګوته شي او د بېځایه لګښتونو مخه ونیول شي. خو دا تله چې اساس یې د ارثي استعداد پر تللو ولاړ دی یو څه نیمګړتیاوې لري چې هغه د یوې ټولنې د ننه او هم د باندې د نورو ټولنو د کلتور اغېز د هوښیارتیا د تلې په کچ باندې په نظر کې ندی نیول شوی. لدې کبله ده بل کتاب ولیکلو چې د«هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله» نومیږي چې په هغې کې پورتنۍ نیمګړتیاوې لیرې کړای شوې دي.

څرنګه چې د پیدایښت( ارثي) او کلتور تضاد د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تلې د موادو په ټاکلو کې رول لري نوکبیر ستوري په دغه اثرکې د افغانانو لپاره د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله جوړه کړه چې په هغې کې د یوې ټولنې دننه او هم د نورو ټولنو د کلتوري اغېز اندازه یوهومره کړي. دا د هوښیارتیا بې پلوه تله نه یوازې د افغاني ټولنې لپاره بلکه نړیوال ارزښت لري.د ستوري په وینا«د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله نه یوازې په مختلفو کلتورونو کې د هوښیارتیا د تللې لپاره یوه اړینه وسیله ده بلکه د ژوند په ډېرو برخو کې په تېره بیا د ښوونې او روزنې په برخه کې د لوړو زده کړو او پوهنتونونو لپاره د زده کوونکو او په موسسو او تنظیمونو کې د ټاکلو دندو لپاره د مناسبو کسانو د نیولو مهمه وسیله ده. د کلتوري بې پلوه تلې نړیوال ارزښت ورځ په ورځ زیاتیږي ځکه چې د وګړو تر منځ تماسونه زیات شوي او نور هم زیاتیږي.» ۳

دوهم د کبیر ستوري شعري ټولګې دي چې په هغو کې یې د خپلې ټولنې د ژوند بېل بېل اړخونه انځور کړي دي او خپل قوم ته یې د خپلو افکارو او احساساتو د رسولو ښه وسیله ګرزولې ده. دغه ټولګې به د ادب او شعر څېړونکي په راتلونکې کې د کره کتنې لاندې ونیسي او هغه به وارزوي. کبیر ستوری په دې باور دی چې ادب د ادب لپاره نه بلکې ادب د ټولنې د خدمت وسیله ده.

ادب ځـــان پـرســـت نـه دی چــې تــش خــپل خـدمـت کـوي

ټــــولـــــــــنــــې د خـــــــدمــــت نـــه ادب ځــــان نــــه بــــېــــلـــوي

ادب چــــــې وســــــــیـــــلـــــــه د پــــښــــــتــــنــو د ابــادی شــــي

دا ســـتـــوری لــــه اســـمـــانـــــه پــــــرې ګــلـــــــــونـــــــــه وروي


کبیر ستوری د مادې او مانا وحدت ژوندون او ماده د انسان تن او مانا یې ساه بولي.

د مـــــــــــادې او د مـــــــــانــــــــــــا وحــــــــــــــدت ژونـــــــــــدون دی

مـــــــــــاده تــــــــن دی د انــــــــــــــســــــان او مــــــــانـــــــــا ســــــاه ده


ډاکټر کبیر ستوری انسان د اختیار څښتن بولي او پدې باور دی چې انسان ته خدای تعالی اختیار ورکړی او د خپلو کړو وړو مسؤل دی.

خـــدای اخــتــــیــار ســـتـوری انـــــســــــان تــــــه دی ورکــــړی

خــــو یـــــــې مـــخـــــــکــــــې لــــــه هــــــر کــــار دی خـــــــبــردار


ستوری ازل ګناه ګار نه ګڼي اوباور لري چې دا حالات دي چې قسمت بدلولی شي.

ګـــنـــاه د ازل نــــده هـــــســـې تــــــور دی پــــــرې لــــــګـــــــیــــــږي

خــــــبــــره د حــــــــــالاتــــــــو ده پـــــــدې کـــه څـــوک پـــوهـــیـــږي

انـــســان خــــو د ازلـــه بـــــدبـــخـــــــت نــــــدی پـــــــیـــدا شــــوی

بـــدبــخــتــه یـــې حـــالات کـــړي بـــدقــــســمــتـه شــي کــړیـږي

چــــې زړه د وکــــه زړه نــــــو بــــــدلـــــــولــــــــی شـــــــي حــــالات

حـــالات چـــې شـــي بــدل قـــســمـــت پخــپـــلـه بــیـا بـدلــیــږي


کبیر ستوری دنیا د تضادونو نه جوړه بولي او خپل ټاکلي هدف ته په رسېدو پوره باور لري.

د تــــــــــــضــــــادو جــــــــــــــــوړه شــــــــــــــــــوې دا دنــــــــــــــیــــا

د رڼــــــــا وجــــــــــود تـــــــــــورتــــــــــــم نـــــــــــــه دی پـــــــــــیـــدا

دا تــــــــیـــــارې د ژونــــــد ورکــــــــیــــږي ســــــبــــا کــــیـــږي

د ســــــــبــــــا ســــــــتــــوری را خـــــــــیـــــږي خـــــــــامــــــــخــــــــا


ستوری د خپل قومي ژوند د بدلولو لپاره د ذهن اوښتون غواړي.

اوښـــــتـــون ذهــــــنــي پـــه کــار دی د قـــامـــي ژونـــــدون لــــــپــاره

چــې سـیـاســي تــاریـخ ژونـدی کــړي نهــضتونه را پــیـدا کــړي


بل ځای وایي

نـــــــــوې وده نــــــــــــــوی ســــــــــــــوچ او انـــــــــــد غـــــــــواړي

پـــوهـــه مـــې د ســــر د زړه جـــــذبــــو ســـره پــیـــدا کــړلــه

رســــــــي بـــــــه مـــــــنــــــــزل تــــــه قـــــــافــــــــلــــــې د ژونــــــــــد

ســـتــوري چـــې رڼـــا تــورو تــیــارو ســره یـو ځــای کـړلـه


ډاکټر کبیر ستوری د فکر په ازادی، سوله او وروری باندې د سر ورکولوتر پولې حاضر دی.

په سولـه او وروروالــی کــې مــې ســر لاړ شـــي لاړ دې شــي

د ســـوچ پـــه ازادی کـــې مــې ســــر لاړ شـــــــي لاړ دې شـــــي


کبیر ستوری د قام د پېژند یو مهم عنصر ژبه او کلتور ګڼي. هغه قوم چې خپلې ژبې ته شا کړي او د هغې د ودې لپاره کار ونکړي نو هغه قوم پخپله ورکیږي.

د هــــر قــــام پـــېـــژنــــــد پــــــخــــــــپـــــلــــه ژبــــــــه کـــــــــیـــــږي

پـــــه بــــــرکــــــت د ژبـــې قـــام هـــســـک شـــي جــــګـــــیــــږي

چــــې پـــخــــــپـــلـــه پــــښــــــتــو ژبـــه نــــــه پــــــوهـــــــــــیـــــــږي

ســـتـــوری څـــه پــرې چـــې پــــه ســـــل ژبــــــو پـــــوهـــــیـــږي

عـــاقـــــبــــت یـــــې ورکـــــــېــــده دي ســــــــــــتــوری وایـــــــي

چــــې د خـــــپـــل کـــلــــــتــور او ژبـــــــې پــــــــردی کـــــــیــــږي


دلته به بې ځایه نوي چې پدې هکله د پښتو ژبې د هنر ځلانده ستوري ګل پاچا الفت ددغه بیت یادونه وکړم.

ښـــــه ده ښــــــــــه ده چــــــې پـــــــه ســــــــل ژبــــــــــو دانــــــــا یــــــې

مـــــګـــــــــــر مـــــــه کــــېـــــــــږه نـــــــادان د خـــــــپـــــــلـــــې ژبــــــــې


ستوری د قوم، وطن او پښتو ژبې سره بې کچه مینه لري او دا هغه څه دي چې د ده په شعري ټولګې کې زیات ځای نیسي.

د قام سره د مینې په هکله

په لــــفـــــــظـــونـــــــو یـــــــې تــــــــصـــویـــــــر انـــــځـــــورومــــه

څــــــو خــــــــیـــالــــــــونـــــــه یــــــــې لــــــــــه ســـــــره زارومـــــــــه

چــــې د قــــام د مــــیــنــې یــاد پــــکـــې خــــونـــــدي کـــــړم

خــــــیــــال تـــــــه رنــــــګ د زړه د ویــــــنــــې ورکــــــــومـــــــه


د وطن د مینې په هکله

مــــیـــخـــانـــه وتـــړه راځـــــه د ګــــــــودر غــــــاړې تـــــــه ځـــــو

نـــشــه د مــیـــو خــو کــــنــړ د ســــیـــنــد اوبـــو کې شته دی


بل ځای وایي

څــــوک یــــورپ کـــې پــــه بــــنـــګــلـــــــو کـــــــې خــــــوښ دي

د ســـتـــوري خـــپـــلـــه پـــښــتــــونـــــــخــــــــوا خــــــوښـــــــه ده


یادا چې

وطــــن بـــانــــدې مــیـــن یــم پښـــتــونـخـوا مــې معشوکه ده

په عـــشـــق کـــې د وطـــن ســـر ځــــارولـــو کـــې ثـــــواب دی


د پښتو ژبې سره د مینې په هکله

کـــــــه زمــــا ســــــــــتـــوري پـــــه قـــــــبـــر چــــــــــېـــرې راشــــې

پــــه پــــښــــــــتــو را تــــــه دعـــــا کــــــړه پـــــــرې مــــیــــــن یــم


ډاکټر کبیر ستوری د پښتو ژبې د وروسته پاتې والي پړه په خپله په پښتنو اچوي.

مـــونـــــږه پـــښـــتــو نـــده پـــالــلـــې مـــلامــــت خـــپـــلـــه یــــو

له خـــپـــل دفـــتـــره مـــو ایـــستـــلــې ملامـــت خــپـــلـــه یـــــو

واکــمــن پــه ویــنــه پــــښــتــانـــه دي خـــو پښــتـو نــه کــوي

نـــه یـــې لــیــکـلــې نــه یــې ویــلــې مـلامــــت خــــپـــــلــه یــــو

ســـتــوری پــخـپــلـه مــونـــږ پـــړه یـــو پـــردي ګــرم مــه ګـڼــه

پـــښــــتــــو پـــخــپـــلــه مـــونـــږ ځـــپـــلــې مـــلامــت خـپلـه یـو


ما چې د کبیر ستوري پاسني بیتونه لیکل نو د لایق زاده لایق دا دوه بیتونه مې سترګو ته ودرېدل چې وایي:

بـــــــل د دې بــــــــــه د حـــــــــالاتــــــــــــو جــــــــــــبـــــر څــــــــه وي

پــــه خـــپـــل کــــــور کـــــــې د پــــــــردو ســـــــــنــدرې وایـــــــو

مــــونــــږ د مــــړه قــــــوم پـــــــه غـــــوږونــــــو کـــــې لایـــــــقـــه

د غــــورځـــنـــګ او پـــــــاڅــــــــــېـــدو ســــــــــنـــدرې وایـــــــو


کبیر د سولې د فلسفې پلوي کوي، د سولې نه ځان ځاروي او د زور او زیاتي دښمن دی

د زور زیـــــاتــــي دښــــمـــن دی او د ســـولـــې نـــه ځـــــاریــــــږي

بــــس دا یـــــــې فـــلـــســـــــفــــــه ده او پــــدې اصـــول چـــلـــیـــږي


ډاکټر کبیر ستوری هغه څه چې پخپل قام یې لوروي هغه نورو قومونو ته هم غواړي او زموږ د هېواد ټولو میشتو وروڼو قومونو ته د برابرو حقوقو غوښتنه کوي.

زمـــوږ مـــلـــک د ګـــــڼ قــــامـــونـــو شــــریـــــــک کــــــور دی

پـــــــدې مــــــلــــک کـــې هـــــر یـــو قـــام د بـــل قـــام ورور دی

د خـــپـــل شـــمـــېـــر پـــه کـــچ حـــق هـــر قـام تــه پـــه کـار دی

هـــســـې نـــه چـــې د یــــو تـــــش د بـــل ډک شـــــــکـــــــور دی


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- کبیر ستوری، ژبساپوهنه، ۵۰ پېښور ۲۰۰۰

۲- کبیر ستوری، ژبساپوهنه، ۴۴ پېښور ۲۰۰۰

۳- کبیر ستوری، د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله،۱۲ پېښور ۲۰۰۴

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad14.flv]

محمد اقبال وزیري

سیاسی کارپوه

Mohammad Iqbal Waziri

Politician