د ستوري دوه کتابونه

د پښتو ادب په اسمان کې خدائی بخښلی ډاکتر کبیر ستوری لکه د لمر روښانه او تابانه مقام لری. ارواښاد په نظم او نثر دواړو صنفونو کې نړیوال شهرت او مقبولیت درلود. هغه خپل ټول ژوند او صلاحیتونه د خپلې ژبې خدمت او پرمختګ ته وقف کړی وو، هم دغه وجه ده چې په نظم او نثر دواړو کې ئې ګڼ کتابونه مقالې او مضمونونه چاپ شوی دی. په کتابونو کې ئې شپږ شعری مجموعې هم شاملې دی.

د ډاکتر کبیر ستوری کلیات هم د دغو شپږو مجموعو ټولګه ده چې د روان دوه زره اووم عیسوی کال د مارچ په میاشت کې د نوموړی شاعر او ادیب ښاغلی لایق زاده لایق په اهتمام چاپ شوې ده،چې په ډیر ښکلی او زړه راښکونکی ساخت کې په یو نوی او جدید طرز باندې مرتب شوی دی. کتاب مضبوط جلد، ښکلی ګټ اپ ،رنګینه سر پاڼه لری چې پرې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری رنګين عکس چاپ دی، چې ډیر جاذب نظر حیثیت لری. سریزه پرې ښاغلی لایق زاده لایق لیکلې ده او ژوندی خیالونو ته د اجمل خټک داسې لفظونه دی .

زمونږ د مسافر ستوری دا کلام «‎ژوندی خیالونه» په پښتو ژبه د پښتنې وينې او مينې، د پښتنو د نننی او پرونی زخمونو او سبانی ارمانونو او پښتونولۍ د ژوند او مستقبل د پسرلی وږمې دی. دا لیک د ارواښاد د شعری ټولګې ژوندی خیالونو څخه د تبرک په توګه ددې کتاب کې داقتباس په شکل کې راخستی شوی دی، کاغذ ئې د ښه معیار دی چې په شاپاڼه د ډاکتر کبیرستوری په فن او شخصیت اډانه لیک دی .خو ورسره د لیکوال نوم نشته غالبآ چې دا لیک به د ترتیب کوونکی لایق زاده لایق وی. څلور سوه درې نوی مخونو مشتمل دا ضخیم کتاب درې سوه روپۍ بیه لری . دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې په دی کتاب کې د ډاکتر کبیر ستوری د شپږو شعری مجموعو سکروټه ، پښتونخوا، ژوندی خیالونه ، سندریز پیغام ، د قلم توره او خوږې مصرې نه علاوه لایق زاده لایق ځنې ناچاپه او یا په مختلفو اخبارونو او مجلو کې چاپ شوی شاعری هم شامله کړې ده ،کوم چې په دغو شعری مجموعو کې نه وه شامله ځکه نو د ستوری صاحب دا کلیات اوس د هغوی د مکملې شاعرۍ یوه ځلنده هنداره ده چې د یو تاریخی د ستاویز په توګه د تل لپاره خوندی کړی شوه او د ستوری مینه والو ته ئې د هغه فن د سوغات په صورت کې ډالۍ کړو، چې دغسې یو طرف ته د ستوری مینه وال د هغوی د فن او تخلیق نه په اسانۍ سره خوند اخستی شی او بل طرف ته هغه لیکوال او څیړنکار چې د ستوری په فن او شخصیت لیکل غواړی د هغوی لپاره د استفادې او اسانۍ موقع ئې هم لاس ته راوړه .

که چیرې مونږ په غور سره د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دا کلیات ولولو نوراته به معلومه شی چې د ستوری په شاعرۍ کې که یو طرف په شعری ښکلا بریښی نو بل طرف ته دده روښانه ذهن په وړانګو ټوله تیاره رڼا رڼا هم ښکاری. دده په فن او کلام کې که یو طرف د پښتون قام حالت زار نښې نښانې بریښی، نو بل طرف ئې د ترقۍ او سوکالۍ خوبونه هم وینی او د پر مختګ لارې چارې هم ورته په ګوته کوی. د پښتانه په اتحاد او اتفاق خوشحالیږی. د ده د تعلیم او هنر په اهمیت او ضرورت زور ورکوی . د موجوده ساینسي دور د تقاضو سره ئې اشنا کوی او د جدیدې ټیکنالوجۍ او ترقۍ سره د څنګ په څنګ کیدو چل او هنر ورته ښائی. بیا د پښتو ژبې او ادب، دود، د ستور تهذیب او تمدن روایاتو او فقدارو، غرض دا چې د ټول پښتنی ژوند ژواک سبق هم ورته زوتوی او په تیره بیا خپل نوی نسل د خپل ماضی نه خبر ساتی او د خپلو اسلافو اواتلانو تاریخی کارنامې او د میړانې نه ډک تاریخ ورته په ګوته کوی. په دې ځان ځانې دور کې ورته د یووالی او اجتماعیت درس ورکوی د لوړو زده کړو تلقین ورته کوی او د خپل ادب او کلتور د ژوندی ساتلو خبره کوی، ځکه خو هغه د هر چا خوښ دی او هر څوک ئې قدر او عزت کوی او نن که ډاکتر کبیر ستوری زمونږ مینځ کې موجود نه دی نو د هغو کمی هر څوک محسوسوی ځکه چې هغه د هر چا ؤ، هر څوک هغه لپاره د احترام قابل ؤ، هر څوک پرې ګران ؤ، هغه که هر چرته ؤ خو د خپل قام او خپلې ژبې غم به ئې په زړه کې موجود ؤ. هغه چې د پښتنې سیمې نه تر جرمنی ورسیدو، نو هلته ئې هم د پښتو او پښتون غم د زړه نه، ونه وتو، بلکې دغه جذبه اوولوله ئې نوره تونده او توده شوه او د جرمنی غوندې ترقی یافته هیواد کې ئې هم د خپلې پښتو لپاره هلې ځلې وکړې .پښتانه ئې راغونډ کړل او د ادب او کلتور د پرمختګ لپاره ئې ورته یو پلیټ فارم فراهم کړو او دغسې ډاکتر کبیر ستوری د خپلې ژبې او خپل کولتور سره د خپلې مینې او عقیدت څرګندونه هم وکړه او د حق ادا کولو یوه کامیابه هڅه هم. د ډاکتر کبیر ستوری په کلیات کې چې کومه شاعری راغونډه کړی شوې ده، هغه ټوله د خپل قام په ترجمانۍ او نمائندګۍ اډانه ده، او هر شعر ئې د پښتنی ژوند ژواک عکاسی کوی لکه دا څو شعرونه ئې د نمونې په توګه داسې دی .

پـــه لــــفـــظـــــونــــو ئــــې تــــصــــــویـــر انـــځـــورومـــه

څـــــو خــــــــیــــالــــــونـــــــه ئـــــې د ســـــره ځــــــارومــــه

چـې د قـام د مـیـنـې یــاد پــکـــې خـــونــــدې کــــړم

خــــیــــال تــــه رنـــګ د زړه د ویــــنـــو وروکـــومـــه

چــــــا وئـــــیـــل تـــــش د پــــوهــــیـــــدو نــــــښـــــه ده

ژبــــــــه د قــــــــــام د پــــــــيــــژنــــــــدو نـــــــــښـــــــــه ده

ســـتـوری پښـتو بـــانــــدې پـــښـــتـــو پـــکـــار ده

پـــــه ژبــــه نــــنـــــــګ د نـــنــــــــګـــیالـــو نـــښــــه ده


چې هم تهذیب دی هـــم خـــوږه د ګړیـــدو ژبـــه ده

ملګرو غوږ شی دا زمونـــږ خپـــلـــه پښـتو ژبه ده

د فن ښکلا ده د هـــنـــر پــــــه ګـلـــدرو کـــې اوسی

د روح غــــــذا ده د ســـــنــــدرو او نــــغــــمــو ژبــه ده

ددې نه علاه د ستوری رومانوی شاعری هم د فن په ښکلا ښائسته ده لکه چې وائی :

غـــلــــې اشــــــــارې کــــــوی اشــــنـــا راتـه څــه وائـــی

په زړه ئــې څـــه خــبــره ده تـنـــــهـا راتـــه څــــه وائـــی

غـــــوټـــۍ د ارمــــانـــونــــــو زمـــــاو ســپـــړی ګلــونه

پــیـرزو چـې پـه مـا وکـړی په مسکا راته څه وائی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمـــونـــږ د کلـــــی جـــیـــنـــکـــو ورتـــه دعــا کـړې ده

چـــــې مــــرور جانان ئې بـیــا ورتــه خـــنــدا کـــړی ده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زړه ئــــې د مـیـــنـــې او وفــا په تار تړلی خوښ دی

ځکه ئې هر وخت کې د خپل جانــان رضـا کړی ده

لنډه دا چې ډاکتر کبیر ستوری په شاعرۍ کې د ژوند هر رنګ او فرهنګ غورځنګونه کوی او د هر دور او د هرې طبقې نمائندګی کوی، چې په هم دې اساس مونږ ارواښاد کبیر ستوری ته د ژوند شاعراو دهغه شاعرۍ ته د ژوند شاعری وئیلی شو .

دویم کتاب د ډاکتر کبیر ستوری « ژوند او مبارزه » په نوم چاپ شوی دی چې ترتیب ورته لایق زاده لایق کړی دی په سر پاڼه د ارواښاد رنګین عکس دی کتاب کې د ډاکتر کبیر ستوری په فن اوشخصیت د خپل وخت مختلفو معتبرو او نوموړو لیکوالو لیکونه کړیدی چې ډیر پکې په مختلفو اخبارونو او مجلو کې چاپ شوی دی او پخپله د مرحوم کبیر ستوری بعضې لیکونه هم پکې موجود دی. د فهرست او تفصیل نه پس د ډاکتر کبیر ستوری لنډه پیژندنه د ښاغلی لایق زاده لایق لیک دی چې کبیر ستوری د پلار نیکه نه تر مرګ پورې حالات ئې پکې قلمبند کړی دی بیا د ډاکتر صیب څو لیکنې دی لدی نه پس افضل خان لالا، اجمل خټک ، ډاکتر راجولی شاه خټک ، رحمت شاه سايل ، ډاکتر شاه جهان سید ، اباسین یوسفزی ، نورلبشر نوید ، زلمی هیواد مل ، عبدالهادی حیران ، فیاض جمشید ندیم نیازی ، صابر شاه صابر، انورظفری ، عبدالبصیر بیدار ستوری ، پرویش شاهین ، اسیر منګل ، سلیم راز ، پروفیسر جهانزیب نیاز ، محمد اصف صمیم ، فیروز خان صادق ، وجیه الله شپون، سعدالله جان برق ، شمیم شاهد ، جنرال عبدالصمد مومند ، ډاکتر یاسین اقبال یوسفزی ، فیروز اپریدی ، خان زمان کاکړ او داسی د نورو ګڼو لیکوالو لیکونه چې شمیرل ئې دلته ممکن نه دی او بیا د ستوری په فن او شخصیت د نوموړو سیاسی او فرهنګی ادبی او صحافتی وګړو لخوا امختصر تاثرات او په مرګ ئې د خواشینۍ پیغامونه او د شعرونو په پیرزوئنو مشتمل دا کتاب د ستوری په فن او شخصیت یو مکمل د ستاویز دی.

کتاب په څلورو برخو ویشل شوی دی چې وړومبۍ برخه ئې د لیکنو هنداره ، دویمه برخه د قلم اوښکې دریمه برخه د غمرازۍ او خواخوږۍ پیغامونه او څلورمه برخه ئې د شعرونو په پیرزوئنو اډانه ده. دا کتاب هم لکه د کلیات غوندې ښه ضخامت لری او پینځه سوه څلیریشت مخونه لری په شا پاڼه د ستوری د تابوت دوه عکسونه چاپ دی چې ورته دده خپلوان ددعا لپاره راغونډ شوی دی . ددې کتاب یوه ځانګړې خوبی دا هم ده چې د خپل وخت ډیرو معتبرو او نوموړو لیکوالو د ډاکتر کبیر ستوری په فن اوشخصیت ډیر په اخلاص زیار او صداقت سره رڼا اچولې ده او د ستوری صاحب د ژوند ډیر پټ اړخونه ئې راڅرګند کړی دی، ځکه چې په دې کې داسې لیکوال هم شامل دی چې د هغوی خصوصی تعلقات د ستوری صیب سره د پخوا راهسې قایم دی، او هر کله چې به مرحوم کله پېښور ته راغلو نو ډیر مینه وال به ئې لیدو ته راتلل د پښتو ژبې او پښتون قام په سباوون به ئې ورسره اوږده بحثونه او مجلسونه کول، تپوسونه او پوښتنی ترې کولې او بیا داسې پښتانه صحافیان هم وو چې هغوی به د ستوری صیب سره خصوصی مرکې کولې چې د څومرکو ذکر ئې په دې کتاب کې هم شته.

لنډه دا چې ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د پښتو ژبې یو داسې خادم ؤ چې مثال ئې په دې نزدې وختونو کې نه پیدا کیږی، ځکه چې مرحوم خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ، ادب او پښتون قام د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره وقف کړی ؤ او نن چې مونږ د ستوری صیب په فن او شخصیت لیکلی شوی دا کتاب «ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه» لولو نو په دې نتیجه مو رسوی او پوهوی چې څنګه ډاکتر صیب د خپل قام او ژبې سره د جنون ترحده مینه کوله او په دوی مئین ؤ، نو خپل مینه والو هم هغه سره د دغې مینې بدله کې د زړه تل نه مینه کوله چې ددې کتاب کې لیکل شوی لفظونه او حرفونه ددغه لازوالې مینې ژوندی اولازواله ثبوتونه دی. دغه حرفونه او لفظونه چې د ډاکتر صیب یو عقیدت مند لایق زاده لایق ډیر په مینه راغونډ کړل او د ډاکتر ستوری په قام او ژبې مئینو زامنو ورسره هم کومک وکړو او بیا ئې په کتابی شکل کې چاپ کړو، نو دا ټولې خوارۍ زارۍ د ډاکتر صیب مرحوم د مینې او شفقت نتیجه ده. ددې کتاب اشاعت سره که یو طرف ته د ستوری صیب فن او شخصیت هر چا وپيژندو، نو بل طرف ئې دا حقیقت هم په ډاګه کړو چې شاعر کله هم نه مری، د هغه فن، افکار او اثار تل ژوندی وی او چې فن ئې ژوندی وی نو بیا د فن خالق هم ژوندی وی. دا دواړه کتابونه یو طرف ته د ډاکتر کبیر ستوری د فن او شخصیت هینداره ده، نو بل طرف د پښتو ادب د پانګې لپاره سودمنه او ګټوره ذریعه هم ده چې پښتو ادب پرې تل فخر او وياړ کوی .

خدائی دې وکړی چې زمونږ هر پښتون خپل اسلاف ،خپل اتلان، خپل قهرمانان، خپل شاعران او ادیبان هم دغسې وقدروی څنګه چې لایق زاده لایق او د کبیر ستوری زامنو خپل دغه ګران مشر وقدرولو یقینآ چې د دوی دا کوشش او زیار د نورو لیکوالو لپاره د لارې مشال دی باید چې مونږ دغه دواړه کتابونه د خپلو لائبریرو زینت جوړ کړو او هر لیکوال او مینه وال ئې ولولی او خپله ادبی تنده پرې ماته کړی .

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د ستمبر د مياشتی په څلورمه نېټه په ورځپاڼه وحدت پیښوركې خپره شوې ده.

فيروز خان صادق

ژورنالست ، شاعر، لیکوال،د وحدت ادبي ټولنی کوهاټ مشر سيکرټر

Feroz Khan Sadiq

Writer, Poet, Journalist, Wahdat Adabi Tolani Secretary