د ستوری صاحب کارنامی

د لوی خدای په نوم

صدری محفل جناب افضل خان صیب، هغه سره په سیټج باندی ناست ملګری، ډیر درانه مشران ،ځلمی او زما خويندی ،میندي چې دی محفل کې حاضر دی د ټولو په خدمت کې د زړه اخلاصه سلام علیکم وایم. هغې نه بعد زه به دا عرض کوم چې زما د ډاکتر کبیر مرحوم په محفل کې شرکت څنګه وشو،د هغې به لږ تاسو ته تذکره وکړم.

د نن نه دری میاشتی مخکی هدایت الله بنګش صیب د United Kingdom په دوره راغلی ؤ. د هغې دوره هم دا وه چې په برطانیه کې په پښتون قام کې دا شعور او احساس پیدا کړی شی او راویښ شی چی په خپله فايده اونقصان باندی پوه شی. نود هدایت الله صیب زمونږه سره ملاقات وشولو اوپه دې ملاقات کې د ډیرو خبرو نه علاه دا خبره مونږ ته واضحه شوله چې په جرمنی زمونږ یو ډیر خوږ مشر ؤ او هغه په پښتون قام باندی ډیر مین ؤ او هغې د پښتون قام د وحدت لپاره ډیری کارنامی کړی وی. نو مونږ ته هدایت الله بنګش دا ذکر وکړو چې په 8 جون 2007 باندی د هغې د برسۍ او قوم ته د هغه د کارنامو د یادونې لپاره یو پروګرام جوړو. نو که د برطانیی تنظیم یو څو ملګری دلته راشی او دی پروګرام کې شریک شی. نو مونږه دغه پیغام ته لبیک وویو او د برطانیی نه پنځه کسان راغلی یو او ستاسو په پروګرام کې شریک یو. په برطانیه کې زمونږ مرکزی تنظیم «بریټش پښتون اسوسیشن» British Pashtoon Association دی. دا تنظیم په برطانیه کې د ابادي په حساب سره په هر ښار کې لوکل مقامی تنظیمونه لری .

زه او زما پنځه ملګری راغلی دی او د ټولی برطانیی د پښتنو د زړه احساسات تاسو ته زه د هغو طرف نه وړاندی کوم او سلام علیکم پیش کوم. د هغو د مینی محبت اظهار تاسو ته کوم ،هغوﺉ ما ته په ټینګه وئیلی ؤ چی تاسو به لاړ شۍ د ډاکتر کبیر صیب په دې پروګرام کې به ګډون وکړۍ. د ډاکتر کبیر صیب خپلوانو ،اولاد ،دوستانو او د غونډی برخه والوته زمونږ سلامونه ورسوۍ او زمونږه ستاسو سره ملګرتیا ده. دغه امانت ؤ ما سره تاسو ته ما پیش کړو.

اوس سوال پیدا کیږی چې زه د برطانیه نه راغلی یمه، نور دوستان د بلیجم نه، هالنډ نه، ناروی او نورو وطنونو نه به راغلی وی. جرمنی هم غټ وطن دې تاسو د مختلفو علاقونه راغلی ئې. تاسو دلته کې ولی راغلی ئې؟ ظاهرې خبره ده د هغې یو مقصد دی، مقصد دا دې چې زمونږه په دې سیمه کې، په دې علاقه کې یو ډاکتر کبیر ستوری صیب نوم ؤ. هغه ډیر کارنامی تیری کړی. د پښتون قام لپاره ئې په ځان ډیر تکلیف تیر کړی دی او خپل قوم باندی ډیر مین ؤ. هغه د رضا الهی نه پروسکال زمونږ نه جدا شوی دی زمونږ ددې مجلس جدا شوی دی ، ددې غونډې نه جدا شوی دې. د هغه مینه، د هغه محبت د قوم لپاره مینه وه او په زړه کې چې کوم درد ؤ هغې زه مجبوره کړم او تاسی ئې مجبوره کړۍ او افضل خان صیب ته دې خدای (ج ) عزت ورکړی، عمر ورکړی د پاکستانه چې راغی نو دا د دې خبری وضاحت دی چې کوم قوم او په کوم قام کې چې کسان د اجتماعیت لپاره کارونه کوی، د اجتماعیت لپاره په زړه کې درد ساتی او انفردی کارونه شاته کوی او اجتماعی کارونه مخکی کوی، که هغه دنیا کې نه وی دهغه نومونه د هغه کارنامی هغه په دونیا کې همیش پاتی کیږی او هغه خلک یادوی.

څرنګه چې د ډاکتر کبیر صیب نوم ستوری ؤ نن هغه په دې دونیا کې نشته خو د عزت په مقام کې زمونږ لپاره د اسمان ستوری دی، الله دې د هغه کارنامی د هغه په اولاد کې منتقل کړی او کوم پیغام چې هغه مونږ ته راکړی دې

هغه دې الله تعالی مونږ کې راوستل کړی.

زما عرض دا دې، وخت کم دی یو ملګری ما نه مخکی خبره وکړله د افغانستان او پاکستان د پښتنو په باره کې؛ جناب صدر تاسو ټولو ته د دې خبری احساس شته، علم شته چې نن په دونیا کې پښتون قام مظلوم دی او د هغې څه وجوهات دی په دونیا کې چې کوم نظام چلیږی د هغه لپاره الله تعالی یو نظام ښودلی دی سیستماټیک نظام دی، د هغې وجوهات دی. که نن افغانستان کې پښتون مجبوره دی، ظلم پری کیږی د پاکستان په سرحدی علاقه باندی د افغانستان سره په پوله لائن لګولی دی، لکیرښه لګولی ده، مونږ خو هغه نه منو. په هرحال په هغې باندی جنګ روان دی. په کراچی کی په پښتنو باندی هم ډیر زیاتی ظلم شوی دی ۲۷ کسان پکې شهیدان شوی دی او ۱۵۰ کسان په ټاڼو کې پراته دی. دهغو د زخمونو نه به نن وینه بهیږی هغه زمونږ پښتانه وروڼه دی .نو عرض مې دا دی چې په دونیا کې پښتون مظلوم دی. پښتون مظلوم ولی دی؟ څه وجوهات دی، څه وجوهات شته. نو د هغې عرض دا دی، نو دا د تاریخ حصه ده کوم قوم، کوم قبیله ،کوم خاندان په دونیا کې کمزوی وی، ذلت ، خواری او اوښکی د دغه قوم، د دغه خاندان د هغې په نصیب کې وی. داد هغې مقدر وی. دا د تاریخ حصه ده چې کوم قوم په دونیا کې مضبوط وی، طاقت ور ئې ،په علم کې زیات وی، هغه په دونیا حکومت کوی .

یو بله خبره کومه، چې د نن نه ۱۰۰۰ کاله یا ۵۰۰ کاله مخکې د دونیا حالت، تقاضی جدا جدا وی. ما ته ښه احساس دی تاسو ته به د تاریخ ښه پته ئې په ټول هندوستان باند ی به پښتون د افغانستان نه حکومت کاوه. پښتون په ټول برصغیر باندی حکومت کړی. هغه یو دور ؤ، هغه دور. مطلب دا چې د ډنډی او د لاوړ دور ؤ،اوس حالت بدل شوی دی نن تقاضه دحالاتوچې کوم ده په دونیا کې چې متعبر ځان ساتۍ، عزتمند ساتۍ او خلک تاسو ته د ښه په نظر ګوری اوس کوم د ور راغلی د هغې تقاضی دی علم، ساینس او ټیکنالوژی. هغې کې پښتون شاته پاتی شوی دی. نن چې مونږ په دنیا کی ذلت،په خوارۍ کې یو، په عربستان کې مزدوریانی کوو، په انګلستان کې مزدوریانی کوو، په جرمنی کې چې راغلی یو داسی کمزوری حالت کې یونو دهغی وجوهات دا دې چې زمونږ په علم کې، په هنر کې ،په ساینس او ټیکنالوژی کې شاته پاتی شوی یو.

ددی سره سره اتحاد خو پښتون نه داسی کمزوری خو دا چې د هغې په DNA کې دده په خمیره کې دا خبره ده چې اتحاد ته ډډه نه ږدی نو ددې وجوهات دا دی. که نن مونږ داعهدوکړو باید چې د ډاکتر کبیر صیب چې کوم مشن وه هغه خو دا ؤچی اجتماعیت سره قوم مخکې بوتلل او په دونیا کې د عزت ابرو ټایم تیرول. که هغه مونږ غواړو زمونږ مقصد هم دا دی چې مونږ د ډاکتر کبیر صیب صرف تذکری ونکړو، بلکه کوم مشن چې د هغه دی هغه تکمیل ته وروسو، نو مونږه ټول به دا عهد کوو چې په خپل اولاد باندې خپل خپلوانو باندې ښه اعلی تعلیم باندې هغه ته توجو ورکوو هغې سره د خپل اولاد به ښه تربیت هم کوو، چې د اسلام او زمونږ د پښتنو چې کوم تهذیب دی زمونږ سقافت دی، زمونږ کلچر دی، د هغې نه زمونږ ماشومان پوهـ کول، اشنا کول ډیر ضروری دې زمونږ لپاره هغې سره به مونږ په بل قام کې د شعور دا احساس پیدا کوو چې یواځی خو خدای دی او دونیا کې که د عزت او د ابرو او خوشحالۍ مونږ ژوند غواړو اتحاد او اتفاق زمونږ لپاره ډیر ضرور دی.

نو یو ځل بیا د برطانیی د دوستانو له خوا تاسو ته سلام پش کوم او پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ دوستانو چې دا پروګرام جوړ کړی دی د دوی نه ډیره مننه کوم چې د د وی په زړه محبت او دا احساس شته چې دوی نه یو ملګری جدا شوی دی چې د هغه د کارنامی او هغه ته خراج عقیدت پیش کول او دوی څخه مننه کوم چې مونږ ته ئې دعوت راکړ،او مونږ ته ئې عزت راکړ نو د ټولو نه شکریه ادا کوم چې کوم وخت راروان دی او د خدای لپاره دا حالت چې کوم راروان دی ددې لپاره چې کوم زمونږ لازمات دی هغې لپاره به مونږ غور وکړو د هغې لپاره مونږ څه تداروک وکړو د مونږه نه خو وخت تیر شو زمونږه اولاد چې کوم دی ټایم په عزت سره او په ابرو سره او په شان سره څنک چې زمونږ مشرانو داسی تیر کړی.

سلام علیکم

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad19.flv]

فضل ربی خان

د برټش پښتون ایسوسیشن لندن مشر

Fazle Rabbi Khan

Chairman of British Pakhtoon Association