د ارواښاد ستوري په ياد

ډېرې درنې اغلې مېرمن ستورې ( خانې خور)، په پښتنو مين زموږ دروند مشر محمد افظل خان خان لالا( چې د لرې پښونخوا څخه راغلی، ښه راغلاست) ، د پښتون ټولنيز اولسوليز ګوند د مشرانو د جرګې غړو ډېرو درنو اغلو او ښاغلو!

ارواښاد ډاکتر کبير ستورى د ممتازو شاګردانو په ډله کې د رحمان بابا له ليسې څخه جرمنى ته ر اغى۰ ما دا بخت لروده، چې ما او ده د رحمان بابا له ليسې څخه را په ديخوا سره پيژندل او د اتريش او المان افغانانو ترمنځ هم اړيکى پوره شته وې. دا دې په ګوته وي، چې موږ څو افغاني زده کړي اتريش ته لاړو، دا چې په المان کى د افغانانو ډله زياته وه، نو موږ به په کال کې څو واره د ټولنو ګډوغونډو لپاره المان راتللو. په المان او اتريش کې د افغانى زده کړو ټولنى جوړې شوې موږ په اتريش کې د ١٩٦٧ ز ک په پيل کې ټولنه جوړه . دا افغاني ټولنې بيا د اروپا سراسري ټولنې کې سره يوځاي شوې، يانې په ګډه مو يوه اروپايې د افغانانو سراسرې ټولنه منځ ته راوسته او ګډ کار ته مو دوام ورکړ۰

په دې ټولنو کې د ارواښاد ډاکتر ستوري ونډه غوره وه۰ د دې ټولنې پسې بيا په المان کې د پښتنو او بلوڅو ټولنه جوړه شوه، چې ددې ټولنې په جوړيدو کې همي د ډاکتر کبير ستوري ونډه بنسټيزه وه او په وروسته وختونو کې بيا د ډاکتر کبير ستوري په نوښت د پښتون ټولنيز اولسوليز ګوند بنسټ کيښول شو، چې دى يې تر پاي مشر پاتې شو۰

د ډاکتر کبير ستوري سره زما ناسته پاڅه له هغه وخته، چې زه په ١٩٨٨ زک پيل کى المان ته راغلم نوره هم ژوره شوه۰ ما په هرڅه کې د ارواښاد ماما سره مشوره کوله، چې خورا ګټوره به وه۰ موږ يو بل سره د المانې لغاتو په ژباړه کې هم پوره ګډې خبرې درلودلى او هڅيدو، چې المانې لغاتو يا وييو ته اړونده پښتو وييونه يا لغاتونه پيداکړو۰ دې ته اړتيا وه، ځکه چې موږ دواړو په پښتو ليکنى کولې، چې رانيووني يې المانې کتابونه وو او کله کله به کډ سوچ ته اړ کيدو۰ موخه په پښتو پوهنيزې ليکنې وې موخه دا نه وه، چې ګوندې پښتو دې سوچه شي، چې دا کار شوونی هم نه دۍ۰ ارواښاد ماما ته هم دا روښانه وه، چې ژبه سوچه کيدى نه شي۰ ژبه پوهنيزه کيدى شي، چې دا موخه بايد د هر پښتون وي۰

او د پوهنې پښتو کېدنه يا په ښه توګه : پښتو پوهنيزه کېدنې څخه موخه د پښتو ساده کېدنه يانې پرې زر پوهېدنه ده. ارواښاد ستوري به ويل، چې که د ېوې نومونې لپاره به څو الترناتيو شته وو، نو ده به بيا په کور کې پوښتنه کوله، چې په کوم وي(لغات) په کور کې څوک ښه پوهيږي، نو بيا به ېې همغه نوم ټاکه. ارواښاد ډاکتر ستوري د پښتوژبې په نړۍ کې ځای لرلو لپاره دلته المان کې هم زياتې هلې ځلې کړي او په دې بريالی شوی، چې په المان يا کم له کمه په نورد راين وستفالن کې پښتو د دوېمې همداسې دريمې ژبې په څېر و پېژندل شي.

د پښتو ازموينې اروا ښاد ستوري پخپله اخستلې خو دده له ناروغې لږ د مخه یې د دې دندې سر ته رسولو لپاره ، زه اړنده ځای ته ور وپېژندم ، چې زه دا له ده ماته را پاتې دنده هم په پښتني مينه سرته رسوم. پښتو يوه وروسته پاتې ژبه ده، د يوقوم ژبه ده، چې په پوهنه کې وروسته پاتې دۍ يا وروسته پاتې ساتل شوى او دا ګوناه مو هم خپله په پښتنو اچوله۰ ارواښاد ډاکتر کبير ستورى په پښتو او پښتنو مين وو، خو دې دا مانا نه لروده، چې ګوندې لوى څښتن دې ونه کړي، د بلې ژبې يا د بل قوم په خلاف دې څوک و اوسي۰ په خپل حق ودريدنه او د بل د حق ساتنه موخه وه، نه د بل د حق څخه څه کمونه۰ ارواښاد کبير ستوري او زموږ نورو افغانانو، چې ګډ او د ګډو هدفونو لپاره د هيواد څخه دباندنيو هيوادونو ته راغلى وو، چې زيات يې همدلته تراوسه پاتې کيدو ته اړ شو، هغه هيلې مو چې لرودې، په هغې لار کې د هېواد د ستونځو له امله هغه هيلې مو سر ته ونه رسېدې، خو د ډاکتر ستوري د هيواد او هيوادوالو سره مينه کې کموالى نه دۍ راغلى۰

ارواښاد ډاکتر ستوري په شعر او ادب کې د خپل زړه د ژورې هيلې څرګندونې لار ليده او برسيره پردې يې خپله مينه د خپل کار په څلورديوالي کې وښووله او هغه د دا ډاکتر ستوري پوهنيزې څيړنې او ليکنې دي، چې ده خپل پښتون قوم ته پريښوولى، چې دا يې د قوم سره د ژورې مينې څرګندونه هم وه۰ ارواښاد ډاکتر ستورى يو کلک په پښتون او پښتو مين افغان-پښتون وو۰ دۍ په خپله خبره تل ولاړ وو، خوداسې نه چې ګوندې بل چا ته يې غوږ نه ايښوو، ارواښاد ستورى د سړې سينې خاوند وو او هيڅکله په سياسي خبرو کې نه خوابدی کيده، د نورو خبرې يې په سړه سينه اوريدلې او خپل اند باندې، چې ورته ښه بريښيده کلک ولاړ وو۰ ستوري د پښتو او پښتنو سره مينه لروده، چى دا د ده د کړو وړو، ليکنو او شعرونو څخه پوره روښانه ده۰ ده که د مينې شعر ليکلى، که د سياست او يا بل کوم ټولنيز شعر، د خپل شعر پاي يې د پښتو او پښتنو سره په مينه پاي کړى۰ ده خپله مينه د پښتو او پښتنو سره پټه نه ده ساتلى او دا يې تل په ښکاره ويلي۰

ارواښاد ډاکتر ستوري د پښتنو سره، چې د هېواد پرېښوولو ته اړ شوي او دلته المان ته راغلي د هيڅ ډول مرستى څخه دريغ نه دى کړى۰ ده ارواښاد نزدى ټولو پښتنو ته د سياسي پناه وړلو په هکله تصديقونه ليکلې، او د هغو سره يې نورې مرستې کړي، دا چى ارواښاد ډاکتر ستورى، ساه پوه وو، نو د آړتيا په وخت کى هر پښتانه ته ده، د ارواپوهنى له مخى تصديقونه ورکړي، چى دلته ورسره مرسته وشي او د بيوروکراتيکو ستونځوبيو ( د ستونځو حل ) لارې ورته وازې شي۰ ډاکتر کبير ستورۍ، څوکاله راپه دې خوا ناروغ وو، خو په ده کې چا د ناروغۍ نخښې نه ليدلى او ده دا نه ښووله، چې ګوندې داسې دې ناروغه وي۰ دۍ د خپلو هيلو څخه ونه غورځيده او د خپل مرګ د وخته پورې يو ټولنيز پښتون پاتې شو او په مينه کې يې د پښتنو او پښتو سره کمى نه حص کيده۰ د ده په هيلو د ده ناروغې بريالۍ نه شوه۰

ډاکتر کبير ستوري په سيات کې د ستر پښتون غفار خان بابا لار غوره کړې وه اودا يې د ليکنو څخه هم روښانه ده۰

ده ارواښاد ډاکتر ستوري په مرګ هم همغه د بابا لار ونيوه او د همغې لارې د خپل کونړ مړستون ته يووړل شو او هلته په پلرنۍ مړستون کې خاورو ته وسپارل شو۰

زه او زما مېرمن به چې د ارواښاد ستوري کورته لاړو، نو بېرته کورته به ده خپل اولادونه نه پرېښوول، چې موږ کورته راوړي،. موږ به ارواښاد ماما پخپله کورته راوړو، که موږ به ورته هرڅومره وويېل، چې دا سټونځې دې دی په ځاو نه راولي، خو زموږ د زړو درنښت د ملګرتوب په بنسټ ورسره ډېر زيات وو لوي څښتو دې دهه ته اجرونه ورکړي.

ارواښاد ستوری ملګری پښتون وو ، ملګرتوب یې د پښتنو سره ټينګ وو ، د ژبې لپاره د قوم لپاره او د قوم د يووالي لپاره. دده ملګرو هم لکه خان لالا ده ته خپل ملګرتوب له ژوند وروسته وښود. د ارواښاد له جنازې څخه نيولې تر د پېښور وروستي سيمينار پورې او بيا دا اوس چې له پښتونخوا څخه دلته جرمني ته راغلی، دا په پښتنو ميېن مشر دۍ او موږ د خان لالا دې بېساري درندو کتلو ته په ډېرو درنو سترګو ګورو، د لوي څښتن څخه دده لپاره اوږد ژوند غواړو او ښه روغتيا، چې د پښتون – افغان او د لوي احمدشاه بابا د لويې پښتونخوا په چوپړ کې وي. ارواښاد ډاکتر کبيرستوري يو سياستوال، اديب، ليکوال ، شاعر، د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند مشر او بنسټ ايښوونکي له موږ و تلپاتى نړى ته صفر کړی۰ د ې پښتانه ستوري ځمکه پريښوولې لاړ اسمان ته وخوت دا ستورى پورته ځليږي او موږ پښتانه په خپلو پوهنيزو ، سياسي او ادبي وړانګو روښانه کوي۰

ډاکتر ستورى له موږ څخه لاړ خو دۍ تراوسه زموږ په زړونو او اند کې له موږ سره دۍ.زه به په خپل انديز ملګرتوب کې د ډاکتر کبير ستوري همغسې ملګرى پاتې شم او دا د پښتو پوهنيزه کيدنې لار، چې زموږ د دواړو لار هم وه ، په هغې به همداسې سيخ روان پاتې شم۰

لکه څنګه چې دۍ ناروغۍ ته نه تسليميده او تل د خپلو هيلو په لار روان وو، زه به هم همداسې تر هغې دا زموږ ګډې هيلې ساتم، که زړخت وي او که ناروغتيا هغوى به ما هلته له خپلو هيلو او غوښتنو وغورځې، چې دا زړخت او يا ناروغتيا ما – لکه څنګه، چې ارواښاد ستورۍ- د ځان سره غبرګ خاورو ته وسپارې۰

ګرانه ماما! زه بيا بيا زما له لورې زما د ټولې کورنۍ له لورې د لوى څښتن څخه ستا لپاره د فردوس جنت هيله لرم، چې تابه د پښتنو جنت باله. لوي څښتن دې ستا لپاره په تلپاتې نړی کې هم دا ښکلي کونړونه جنتونه، جنتونه ګل او ګلزار وګرځوى۰

ستا تل پاتې ملګری ماخان ميږى شينواری

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad13.flv]

ډاکتر ماخان ميږى شينوارى

لیکوال، د افغانستان د بیاابادولو ټولنی مشر

Dr. Makhan Shinwari

Writer, Chairman of De Afghanistan Bya Abadawolo Talana (Bonn – Germany)