نومیالی او وتلی اتل

د لوی او بخښونکی خدای په نامه

خوږو ميندو او خويندو، درنو او پتمنو مشرانو،عالمانو او پوهانو ښه راغلاست ستړی مشۍ .

لاره د پښــتو کــې ډیــر ځــلانــده ځــلــیــدلـــی وی

مــیــن پــه خــپــل ولس وی په غم کې ژړیدلی وی

لاره دې پــښــتـــو وه پـــښــتــونــوالــه دې قانون ؤ

ځکه په زندان کی د اغـیــار خــو کـــړیـــدلــی وی

هو! ارواښاد ستوری د پښتون ټبر او پښتو ژبې په چاپیریال کې ځلانده ستوری، نومیالی او وتلی اتل ؤ. د هر څه د مخه هغه په خپل تاریخ، خاوره، ژبه او کولتور مین شخصیت ؤ. د پښتو سره ئې بې کچه مینه درلودله او د همدې مینی په لړ کې ده خپلې ټولی شخصی ګټی د پښتنو او د خپل قام تر ګټو زار کړی وی. زه خبری ډیر نه اوږدوم، دوستانو دلته خبری وکړلی فقط غواړم یو دوه ټکو ته اشاره وکړمه :

په افسانو کې راځی چې وائی :په نړۍ کې داسی غرونه شته دی چې هغه څو مخونه لری هم ځلا هم ښکلا او هم نور .

نو زه تاسو ته په زغرده ويلی شم چې ارواښاد ستوری هم داسی څو مثبت مخونه لرل هم ځلا هم ښکلا او هم نور.

دې هیڅکله د خواهشاتو او ارزوګانو لیوال نه ؤ. ملنګ مزاجه ،خاکسار ه ،بې کبره،چی دوستانو دې خبری ته هم اشاره کړه ،خو د بله اړخه د عمل د میدان زمری ؤ. داسی زمری ؤ چې د کلک متانت، قوی ارادې او خدای ورله د غره هومره حوصله ورکړی وه .ده دومره لوی او پراخه سینه درلودله چې د ده په سینه کې ډیر شیان ځایدل . د ده سینه د پښتنو د لارو مرکز ګرځیدلی ؤ. دده د سترو کارنامو څخه زما په اند یا زما په فکر چې دا نه هیریدونکی کارنامه ده، هغه د لرو او برو پښتنو لپاره لومړنی د اړیکو پل ؤ چې دا کار په هغه وخت کې هیچا نه ؤ کړی یواځنی ستوری ؤ چې دغه پیل ئې وکړو چې پیلامه ئې د ده د ژوند څخه وه. په لنډ ډول وئيلی شم چې د ارواښاد ستوری زړه د هر پښتون د دمی کور ؤ. نو ځکه زه وئیلی شم .

هـــر پــــښـــتــــون د پـــېــــــښــــور کـــــه د کــابـــل ؤ

ارواښــــــاده! هــــم دې زړه هــــــم دې ګــــــوګـــل ؤ

زه غواړم په اخر کې د ارواښاد ستوری د ادبی او سیاسی ژوند کړه وړه د دده په خپل شعر کې چې د ده په ګوتو لیکل شوی راونغاړم چې د دغه شعر سره تاسو ټول غالبا ډیر اشنا یاستۍ .

که زمـــا ســــتـــوری پـــه قـــبـــر چـــیـــری راغـــلـــی

پـــه پـــښـــتــو راتـــه دوعــا کـــړه پـــرې مـــیــن یـــم

دوستانو تاسو کولای شی چې د دې شعر نه د هغه د ژوند ټول انځور ځانته قیاس کړی دومره وايم چې ارواښاد ستوری هیڅکله هیریدونکی نه دې. د هغې کارنامی هیریدونکی نه دې. همیشه زمونږ سره ملګری دې لکه څنکه چې ستوري د اسمان نه نه بیلیږی داسی ستوری به هم زمونږ نه بیل نه شی. که په جسمی لحاظ دې اوس زمونږ سره نشته نو په معنوی لحاظ همیشه دې زمونږ سره دې او د ده یادونه همیشه زمونږ سره ژوندې دی .

ســـتـــا یـــادونــــه دې ژونــدې زمــونــږ پــه زړو کـې

ځـــکــــه چــــــــی هـــــــر چـــــــا تــــــه وه ښـــاغــــلـــی وی

روح دې سـتا خـوشـحـالــه وی پـــه هـــغـــې دونـــیـــا

ای د کونړ ستوری ته د قام په غم کې سـتــړی وی

دوستانو په اخر کې د ټولو هغه دوستانو نه چې دلته ئې د ارواښاد ستوری په ویاړ، د هغه د تلین په مناسبت ئې ننی غونډه جوړه کړی ده د دوۍ نه یو دونیا مننه کوم او په ځانګړی ډول د شیرعلی خان شیر څخه مننه کوم چې دغه هاله ئې دوۍ ته په اختیار کې ورکړی ده او دومره لوی کار ئې په سر اخستی دې.

اوستاسو د پاملرنی نه هم ډیره مننه .

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad12.flv]

انجنیر مطیع الله روفی

افغان سينما تياتر مرکز

Engineer Matiullah Raofi

Afghan Cinema Theater Center – Germany