د ستر اسمان ستوری

د لوی او بخونکی خدای په نامه

د هر څه د مخه درنو مشرانو، کشرانو، خويندوا و ورونو په اجازه خپله وینا په دغه لنډه څو بیتیزه پیل کوم.

چــــې د پښــتون نام ونشان ؤ هغه ستوری لاړو

پښتو ئې ځان،پښتو ایمان ؤهغه ستوری لاړو

خپل پښتانه به لکه سـتـوري د اسـمـان ځــلـوم

دا ئې په زړه کې لوی ارمان ؤهغه ستوری لاړو

شــمـــلـــه ئې چا ته ورپه سر کړم ای زما ملګرو

چې د پښــتو شمله اوشان ؤ هغه ستوری لاړو

د پښتنی غوټۍ حیا او د پــښــتـو پـــه خـــاطـــر

چې ټول ملت ورته عیان ؤ هــغـه ســـتوری لاړو

پښتنی مور ؤ ښه پـه مـیــنــه او پــښـتـو روزلـی

ځکه په هر چــا مــهــربــان ؤ هــغــه ستوری لاړو

ساپی ئې قبر بـانــدې ژاړی دوعــاګانـــی کــړی

کوردپښتون چې پرې ودان ؤهغه ستوری لاړو


درنو مشرانو!

د نن نه یو کال وړاندې د پښتو ژبې د ستر کاروان سپه سالار، د پښتنې لیلا مجنون ډاکتر کبیر ستوری په داسی حال کې چې د خپل مرګ څخه ئې هیڅ نوعه ډار نه درلود، نه تنها د خپلې کورنۍ سره بلکه د خپلو ټولو هم مورچله دنګو ځوانانو سره یی د تل لپاره خدای پامانی وکړه او خپل دوستان او پښتانه ورونه ئې په غم غمګینه کړه.

ډاکتر کبیر ستوری یو پښتون ؤ او بیا هغه شډل او ځیږ پښتون ، چی د خپل عمر درې برخی یی د یورپ په متمدنه ټولنوکې تیری کړی وی او دده په خصلت، کردار کی هیڅ فرف رانه غی او د غیرتونو د خزانې دروازه ئې د چا په لور اود بیګانه یا غیر پښتی دود، په مخ وازه نه کړه او نه تنها د دغې کولتورونوتاثیر لاندې رانه غی، بلکه د عمر د کالونو په تیریدو دده د پښتونوالی ونو لا څانګی وکړی او سختی ځیلۍ یی هرې خوا ته وغځولی .

د پښتو بیرغ ئې د نړۍ د نورو بیرغونو تر څنګ د تل لپاره ورپاوه او د نړویوالو غوږونه ته ئې د اصلی او سوچه ، متدین مسلمان ملت د غیرت او میړانې غږ ورساوه.

ډاکتر کبیر ستوری یو خوږ ژبې غزل لیکونکی ؤ، دده د شعرونو د هر فرد او بیت څخه د پښتنو د يووالی او ورولۍ بوئ راتلولو .پښتنې ځوانان یی د پښتو په توره د پښتنې ليلا د سر دپلوڼی د تور اوربل په درناوی هڅول او په خپله غیرتی او مړینیز ی مدرسی زده کونکی یی د پښتنې مور په زانګو ځنګول.

ډاکتر کبیر ستوری یو درملیز شخصیت ؤ. دده د ژوند د هری لحظی څخه د انسان سره د کومک او په تیره په ژوند امیدوارولو یانې اروا پیژندنی او د ژوند اصلی مفهوم ته د ودریدلو په لار ه سر غړونه نه ده کړی.

ډاکتر کبیر ستوری د پښتنو پلار او د دغه ګډ کور دغړو د پالنی او روزنی پالونکی ؤ. ډاکتر کبیر ستوری د هغه ارام او نیک خصلت لرونکی ؤ چې د خپل عمر په اوږدو کې بیدون د انسان سره دکومک او لارښونی بل کوم هدف نه درلود. په ځوانانو مهربان او د لوی تواضع څخه برخورداره ؤ. ډاکتر کبیر ستوری د پښتو او د ستر او هسک اسمان ستوری ؤ. دتورو تیارو، د اوږدو شپو او د هندوکش لوړو تړنګو لارښود ،خوزند، روښانه او ځلانده ستوری چې د پښتنو قافلو او کاروانو ستر غږه خوځونکی مخکښ د هر پښتنی وګړی ملاتړ کوونکی ؤ.

دده په موجودیت پښانه ورونه په خپل پښتنې غیرت او میړانه خمار ګرځیدل ، دپښتنې لیلا د پایزیبونو شرنګار یی د خپل پښتون ورور په ټاټوبی کې غوږونو ته رارسیدلو ، محبت یی خپلی غیږی سوچه مینی په لور وازی کړی وی. پښتنی مور یی خپلی اصلی دندی چې په یوه لاس د الاهو لولو او په بل لاس د توری او میړانی درس ؤ،په رښتینه توګه تر سره کولو.

ستوری د هر بې وزلی پښتون ورور د لاس امسا او هغه ورونه ، چې د تاریکی په تړنګونو کې غورځیدل، د ابادۍ او روښنائی په لور راخوځول .کبیر ستوری په پښتنې حجره او دیره مین شخصیت ؤ هغه د تل لپاره هڅه کوله تر څو دغه سوچه دود او دستور د پښتنو په منځ کې پاتی شی. که د یوی خوا د یووالی، ورورولۍ غوری او خوالی پکې کیږی، د بلخوا د راتلونکی نسل د پښتنو او د دغه غیور قام په تودی مینی کې دمکملی اشنائی او د خپل منځی سترو او لوی جګړو او ربړو د حل او ورورولۍ د بیا پیاوړتیا په خاطر تری استفاده کیږی، چی په خپلو خبرو، وینا،شعرونو او لیکنو کې یی په زرین خط یادونه کړی ده.

ډاکتر کبیر ستوری یو هنر دوست شخصیت ؤ، تل ئې هڅه کوله چې خپل هنرمندان یانې پښتانه ځوان او غزل ویونکی ، هنر غږونکی وستائی او د هغوۍ د هنر ئې همیشه درناوی کاوه او په دې پوهیدو چې خپله ژبه، خپل کلچر او دود، د هنر په ژبه ژوندی او تل پاتې وی .

ستوری نه تنها هنر اوریدلو بلکه د شعر قافیه، وزن او راګ ته ئې همیشه پاملرنه کوله او پدې هڅه کې ؤ چې څنکه کولی شی او دکومی لاری ئې کولی شی چی د پښتنو غږ او پښتانه ورونه په خپلو مينځو کې په یو دسترخوان راغونډ او د خپلې پرګنی د ژوند اصلی رول ته یی سوق کړی،خو افسوس دغه ستر شخصیت زمونږ په منځ کې نشته، په یورپ کې جګه شمله د چا په سر نه لیدل کیږی، د خړی بستۍ جامی، واسکټ او خړی څپلی د چا په ځان کې نشته. زه په داسی حال کې د ډاکتر کبیر ستوری پاکی اروا ته د تل لپاره چی د پښتنو د نسل د سر د پاسه سیوری دی د خدای تعالی په لوی دربار کې د دوعا لاسونه پورته کوم او د ستوری د همیشنی شعار چې ورورولی، یووالی، مشر، کشر او پښتنی کلچر او دود ته خپل پښتانه وروڼه رابولم . زه خپلې خبری د ستوری په دغه شعرپای ته رسوم .

خیال مې زلـمی دی او په فـکــر کـې مـسـتـی لـرمـه

د نــوی ژونـــد پـه مـــیــــو تـــنــده مـاتـــولــی شـمــه

د خـوشـحـال خـان قـلم اوتور کې کې هسـتـی لــرمـه

د باچـاخـان د ســور پــوښــانـــو دود پــالــلــی شمــه

مــــــلا مـــــــې تــــــړلـــــی د وطـــن د ازادۍ لـــپــاره

د پـــښـــتـــنـــو د ابـــادۍ او ســــوکــالـــۍ لـــپـــاره


ستاسو د پاملرنی نه یو نړۍ مننه

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/DaStoriYaad20.flv]

خالد ساپی

شاعر

Khalid Sapi

Poet