زه د ډاكتر كبير ستوري مجرم

پــــه مـــــــــرگ دې نــــــه مــــــــري جـــــانـــــــان خـــــوږ دى

په كټ دې پرېوځي چې پوښـتــنې تــه يــې ورځــمــه


دا د هغو ورځو خبره ده، چې زه به شپه ورځ ريډيو ته تلم او له خپل مشر ورور ښاغلي لايق زاده لايق سره به مې ادبي ناستې كولې او په مختلفو موضوعاتو به مې ورسره په گېنټو گېنټو بحثونه كول.

له ښاغلي لايق صيب سره د ډېرې ناستې له وجې يوه ورځ ښاغلي لايق ماته د ډېر ګران او محترم پښتون مشر ارواښاد ډاكتر كبير ستوري صيب كتاب راكړ او راته يې وويل، چې په دې كتاب تبصره وليكم. هغه وخت زه ډېر نه پوهېدم، ما ورته وويل، چې زه به په خپل ازاد سوچ تبصره كوم، هسې نه چې بيا درته ګېله وكړي. لايق صيب راته په ځواب كې وويل: ډاكتر صيب داسې شخصيت نه دى، زه خو په دې نه وم په ډېر ازاد سوچ او په غير ادبي ژبه او لهجه مې په كتاب بمباره تبصره وكړه او ډېر تنقيدونه مې پرې وكړل، ځكه چې هاغه وخت ماته دا څه دومره Serious مسئله نه ښكارېده.

يوه ورځ ريډيو ته راغلم، نو لايق صيب راته وويل، چې ښاغلى ډاكتر كبير ستوري سلام كولو او ستاسو د تبصرې لپاره يې له تاسو څخه مننه كوله. زه ډېر حېران شوم، ما ورته وويل: لايق صيب كومه تبصره؟ لايق صيب موسكى شو، وې ويل هغه تبصره كومه چې تا د ډاكتر كبير صيب په كتاب كړې وه او (وحدت) ورځپاڼې ته دې وركړې وه. هغه…. هغوى په جرمني كې وكتله او تاسو دلته نه ده لوستې.

په دې خبره زه ډېر ملامته هم شوم، د هغې نه پس ما ډاكتر صيب ته يو ليك واستاوه او دغسې د كتاب او كتابت سلسله پيل شوه.

يو ځل ما ډاكتر صيب ته خط كې دا خبره وليكله، چې زه به له دې ځاى څخه د ملګريو ناچاپه افسانې درلېږم او تاسو يې انګرېزۍ ژبې ته ژباړئ، چې دغسې انګرېزي ادب له پښتو ادب سره اشنا شي. ډاكتر صيب فوراً ځواب راولېږلو، چې نيازى وروره وړانديز مو ډېر ښه او د پښتو بل ګټل دي، خو زه وخت نه لرم او زده كړه كوم البته ما په جرمني كې نورو ملګريو ته ستاسو د ا پېغام ورسولو.

ډاكتر صيب ډېر خاموش سړى و، په خپله يې لږې خبرې كولې او د نورو خلكو نه به يې ډېرې خبرې اورېدلې.

دا د هغوى د لوړ شخصيت د پېژندگلو دټولو نه ستره پېژندگلوي وه. تر مره پورې په هغوى كې د زده كړې شوق و.

په هر حال ددغه ليك د ځواب نه پس ډاكتر صيب ماته لكه د خپلو والدينو په شان ګران شو، ځكه چې د هغوى دومره بې كچه مينې زه هغوى په خپل ځان شېدا كړم. بيا د ډاكتر صيب ډېر كتابونه ماته ملاو شول، خو ما پرې د څه ډول تبصرې جرات ونه كړى شو، ځكه چې ډاكتر صيب ډېر شريف النفس او پرښته صفت انسان و. د هغوى شرافت د هغوى په قول او فعل كې يوالي ته چې ما كتل، نو ځان راته په هغه تېره تبصره هم مجرم ښكارېدو او بله خبره دا وه، چې ډاكتر صيب ډېر حساس سړى و، ما چې د هغوى په كتاب كوم تنقيدونه كړي و، ډاكتر په ډېره سنجيدګۍ زما د يوې يوې خبرې په سختۍ سره نوټس اخيستى و.

د قسمت خبره وه، په عالمي پښتو كانفرنس كې زموږ سره ليده كاته وشول. ډاكتر صيب چې زه وليدم، نو ډېر حېران شو او د خولې نه يې دا الفاظ ووتل: ما خو ويل، چې نيازى صيب به كوم مشر سړى وي، دا خو د عمر نه ډېر كم دى او بيا يې ماته ډېر داد راكړو. دغه وخت هم د ډاكتر صيب طبيعت خراب و، ځكه نو په ډېر تفصيل سره خبرې ونه كړې. زموږ دغه سلسله د څه مودې لپاره پرې شوه. كه څه هم د ډاكتر صيب زوى عبدالبصير بيدار ستوري صيب ماته هم هغسې مينه راكړه، خو ما هغسې ځواب ورنه كړى شو او د ډاكتر صيب ابدي بېلتون په غمژن مازېري كې هم زه موجود نه وم او د معاش گټلو په مسئله كې ورك وم . نه مې اخبار لوستلو نه ريډيو او نه څه بل څه رابطه وه. هله خبر شوم، چې د ډاكتر صيب د بېلتون دعا هم زړه شوې وه. البته له ډاكتر صيب څخه گېله مند يم، چې هغه زموږ سره د څه قسمه رابطې پرته موږ ته هډو غږ ونه كړو. زموږ نه خپه و؟….

كله چې ما د ډاكتر صيب د بېلتون خبر واورېدو، نو ډېر ملامته شوم، چې كاش ما خو د ډاكتر د مينې د احساناتو يو پور خلاص كړى و. زه هم هغسې مقروض پاتې شوم، دا قرض به زه چاله وركوم؟ ډاكتر صيب غوښتل، چې ما مقروض پاتې كړي؟ زه د ملامتې د هغوى د قبر خاورو ته هم نه شم ورتلى، هسې نه چې ډاكتر صيب خاورې ماته پېغور راكړي، چې ته پښتون يې؟ بې وفا پښتون؟ زه به څه ځواب وركوم. ډېر وخت د زيتون بانو (د خاورو څلى) افسانه راياده شي او دغه افسانه د دنيا د عرض مينه ډېر په ښه انداز اشاره كوي. كوم كردار، چې د زيتون بانو په افسانه كې خور خپل ورور سره كړى و، هغې كردار دا رقم الحروف هم دى، چې ځان ددې خبرې مجرم گڼي… خو په دې كې ما سره وخت هم مجرم دى. زه يواځې نه يم؟. د ډاكتر صيب د فرمان مطابق د هغوى زامن له ما سره بې كچه مينه لري او هر وخت له ما سره تماس ساتي، چې د هغې لپاره زه د هغوى مننه كوم. د هغوى بې حسابه مينې كې خو هېڅ شك نه شته، خو زه حېران په دې يم، چې زه د ډاكتر صيب د زامنو محترم بصير بيدار ستوري، نصير ستوري څخه په كومه تحريري ژبه غوښتل وغواړم، چې زما د ماضي د غلطو ازاله پرې وشي.

ډاكتر صيب ژوندى دى او له موږ سره دى، له هغوى سره زمونږ ډېرې خبرې پاتې دي او دا به ورسره وخت په وخت كوو، خو زه خپل ځان او خپل ضمير مجرم گڼم، چې د ښاغلى لايق زاده لايق د لاس ترتيب شوي كتاب (ډاكتر كبير ستورى، ژوند او مبارزه) كې په تعزيت كوونكيو كې زما نوم شامل نه دى. څومره مينه چې ډاكتر صيب زموږ سره كوله، هم دومره مينه موږ هم له ډاكتر صيب سره كوله او يو وخت مو هم د زړه له كوره وېستلى نه دى. د معاش گټل انسان د انسانيت له زمرې څخه وباسي، ځكه نو كله ناكله زموږ رابطې كمزورې شي. په هر حال، د راقم الحروف په ډېرو شعرونو كې ډاكتر صيب ته پټې اشارې شوي دي، چې څو بېلې يې په لاندې ډول دي :

ټـــولــې دنـــــيـــا چـــــې و پـــښــــــتــون مـــنـــلــــى

د خـــپــل بـــابـــا پـــه نــــوم بـــــدنـــــام ښـــه يـــمـــه

لارو تــــــــــه دې گــــــــــــورم لارې څـــــــــــارمــــــــه

چــــــــــا دې د راتـــــــــــلـــــــــو خـــــــــــــبــــــــر راوړي

هـــر څـــــه مـــــــې راوړي دي پـــــــه زړه كــې خـــو

مـــــــا درلــــــــــــه د زړه خــــــــــــــبــــــرې راوړي دي


د بابا د ارمانونو خړې خاورې

هر ارمان مې دې قـربـان دا سـتـا پــه نــنـــګ شي

چـــې پــښــتــو مــې د بــابــا پــرې ژونــدۍ كېـږي

پـښتونـخــوا دې د نــيــازي پـــه ويـنـو رنګ شي


ډاكتر صيب د پښتو او پښتونولۍ يو علامت و، هغوى ټول ژوند د پښتون قام د يووالي لپاره تېر كړو، پښتون قام د هغوى قرضدار دى، پښتون قوم ته پكار دي، چې د ډاكتر صيب په يوه يوه خبره عمل وكړي، له جڼونو څخه ډډه وكړي، يو موټى شي، د غېرو په اشارو ونه غولېږي، خپله پښتونخوا جوړه كړي، علم حاصل كړي او په ټوله دنيا حكومت وكړي. د ډاكتر صيب د ټول ژوند پېغام دا دى، د هغوى محبت د هغوى مينه د هغوى ژوند صرف او صرف پښتونخوا او پښتون قوم و. كه د هغوى هر اړخ وڅېړل شي، په څه ناڅه ډول به ترې د پښتو رڼونه راښكاره شي. دا څو مات گوډ توري ارواښاد ډاكتر صيب ته :

يــــو دېـــــره وه د پـــــوهـــنــــې يـــو غـــمـــخـــور و

نـر پـــښـــتـــون و د پــښـــتـــو پـــه نــامــــه تـــور و

د پـــښـــتـــو څــــــه ســـــنـــدريـــــزه پـــــســــرلـــى و

پــــه هــــر چـــم هــــره كـــوڅـــه پــــه نــــړۍ خـــور و

دغـــه ســــــتـــورى راخـــتـــلــــــى لــــــه كـــــونــــــړه

پــــه اســـمـــان كـــې زمــوږ دا د پـــښتــو كــور و

«انـقـلاب» و خـــو پـــــه مــــنــــډه مـــنـــډه تــلـــلـــو

جـــوړ خــــفـــه و د مــــرگــــي پــــه بــــــراق ســـور و

مـړه شـه مـړه شـه پښتـونـخـوا يـې معـشـوقـه وه

دې پــــســــې بـــه د بـــــابـــــا زړگــــوټـــــى خـــور و


زه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ژوند او مبارزو ته په دوه لاسي سلام كوم او هغه زه ((پښتون بابا)) گڼم. د هغوى د ژوند پېغام به موږ د پښتونخوا گوټ گوټ ته رسوو، الله دې ډاكتر صيب ته له خپلې پښتو سره جنت ته بوځي. خپلې خبرې په دې شعرونو راټولوم :

لارو تـــــــه گـــــــــورمـــــــــه لا ســـــتـــا پـــــــه تـــــــمـــه

راشـــــه زمـــــا پــــه لـــېــــمـــو خاورې بــــاد شــــوې

چــــــــې اتـــــــــــلان و نــــــنــــګــــيـــالـــــــي د وطـــــــن

نــــن خـــو پـــه هــاغـــه ســړو خـــاورې بــــاد شـــوې


يادونه : دا ليكنه د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې په خپرونه « ستوری » مجلی دویمه ګڼه كې خپره شوې ده.

جمشيد نديم نيازى

ليكوال، شاعر

Jamshed Nadem Niazi

Writer, Poet