محترم ستوری صاحب

غواړم چې خپل تاثرات د ښاغلی اباسین یوسفزی صاحب پدی شعر سره پیل کړم چې وائی :

پـــــــه ژونــــد کــــې هــــــغـــه وخـــت د کار شــی سړی

د بــــنـــــیــــاد موچــــــــــــــــــی پــــکــــار شــــــی ســــــړی

خوبـــــــــــی ئــــې څــــه ده چـــــــې مـــــیـــــوه نـــــــه لــــری

څــه کـــــه پــــه قــــــد بــــانــــــدی چـــــــنــــار شــــی سړی

د خـــولــــی خــــبـــــری وی د خـــــــــــــولـــــــی خـــــــبــری

ســــړی هــــــغـــــه چـــــــــــې پـــــه کــــــردار شـــی ســــړی


خدای ( ج ) بښلی محترم ستوری صاحب نه یوازی دا چې زما ماما ؤ بلکی زه او هغوی په نورو ډیرو رستویوله بل سره تړلی ؤ ، خو دا خبری به پ ځای پريږدو او رابه شو دستوری صاحب د شخثیت هغه اړخ ته له کوم نه چې زه ډیر متاثر یم او هغه دا چې هغوی خڅیکله هم د نن ورځی د سیاسی خلکو په شان نه پیسو سیاست کاوه او نه ئې د پیسو لپاره سیاست کاوه ، بلکی د هغوی د سیاست بنیاد د الله ( ج ) ددی مبارک قول په اساس چې د ټولونه لوی او غوره عبادت د الله ( ج ) د مخلوق خدمت دی ، جوړ ؤ ، د مرحوم خادم صاحب په قول چې سیاست د ملت امساده او ړوند لاره په امسا مومی نو ستوری صاحب هم په رښتینی سره ددی امسا حق پوره کړه ، هغه په ډیر اخلاص او مینی سره د ژوند تر وروستی سلګی پوری د خپلو اولسونو او هیواد خدمت وکړ او په رښتینی مانا ئې ړندو ته د ژوند لاره وښودله .

ستوری صاحب د عجز ، انکسار ، مینی ، ورورولۍ او يووالی بشپړه نمونه وه او د منافقانه پارسائی او شیخۍ نه بیزاره ؤ . دوه مخی ئې نه وه زده ، چې څه ئې په زړه ؤ هغه ئې په خوله ؤ او چې څه ئې په خوله ؤ په هغی عمل کاوه .سره لدی چې د ډیر نرم خوی خاوند ؤ ، خو کوم اصول چې هغه د خپل سیاسی ، اجتماعی ، ادبی او حتی معاشی ژوند لپاره ټاکلی ؤ د يوی اظی لپاه ئې هم د خپلو اصولونه ااعراف ونه کړ او نه ئې له چا سره پری سازش وکړ . د خدای بښلی ستوری صاحب لیکنی ، شاعری او ویناوی د خپل اولس ، هیواد او د خپلی ژبې سره د ریښتنی او تل پاتی مینی ښکارندوی وی ، قبر دی روښانه ، څلی دی ئې لوړ او یادونه دی ژوندی وی .

چــــې پــــیـــدا شوی تا ژړل خـــــلــــکـــــو خــــنــــدل

داســــی ومــــره چــــې ته خـــــانــــدی خـــلک ژاړی


هو ، همداسۍ وشوه . ستوری خندل او خلکو ژړل

په ډیر درنښت

استاد عبدالقادر ملکزی

ليكوال

Abdul Qader

Writer, Assistent Professor at Kabul University – Afghanistan